په بلخ ولایت کې د طالبانو له خوا ښوونځیو ته د څه باندې ۸ لکه کتابونه د وېش لړۍ پیل شوه

د طالبانو د بلخ ولایت د پوهنې ریاست د ۱۴۰۳ تعلیمي کال لپاره په دغه ولایت کې د ۷۳۵ ښوونځیو زده کوونکو ته د څه باندې ۸ لکه کتابونو د وېش لړۍ پیل کړې ده.

د طالبانو د بلخ ولایت د پوهنې ریاست د ۱۴۰۳ تعلیمي کال لپاره په دغه ولایت کې د ۷۳۵ ښوونځیو زده کوونکو ته د څه باندې ۸ لکه کتابونو د وېش لړۍ پیل کړې ده.
د کتابونو د وېش لړۍ د طالبانو د بلخ ولایت د پوهنې ریاست له خوا د یولړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوه.
د بلخ ولایت لپاره د طالبانو د پوهنې رییس مولوي عبدالجلیل شهیدخیل، د زدکړې اهمیت ته په اشارې سره وویل: «پرته له تعلیم څخه زمونږ ټولنه پرمختک نه شي کولې. د پخوا په پرتله د علم زدکولو ته پراخه زمینه برابره شوې ده.»
خو نوموړي د ټولنې د هغې نیمې برخه په اړه چې میرمنې او نجونې یې جوړوي او د څه باندې دوه کلونو راهیسې له تعلیم او کاره بې برخې دي څه ونه ویل. هغه دا هم ونه ویل، چې که نجونې او میرمنې همداسې له تعلیمه محرومې وي، بیا به هم د افغانستان ټولنه برمختګ وکړي که نه.
د طالبانو د پوهنې وزارت د کتابونو د چاپ او ویش مسوول ویلي، چې د تېر کال په پرتله د کتابونو د چاپ او وېش په برخه کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
ښاغلي بهرام زیاته کړې، چي بلخ ولايت کي ۷۳۵ ښوونځي شتون لري، خو په دې اړه یې څه ونه ویل، چې دغه ویشل شوي کتابونه به ټولو ښوونځیو ته کافي وي او که نه.
د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې راهیسې چې طالبان بیا واک ته رسیدلي دي، څه باندې ۹۰۰ ورځې کیږي چې د شپږم ټولکي پورته نجونو ته ښوونځیو ته د تګ لپاره د طالبانو له خوا اجازه نه ورکول کیږي. دا لا معلومه نه ده چې د ښوونځيو دروازې به تر کومه د نجونو پر مخ تړلې وي.

امريکايي فارن افيرز مجلې په یوه مقاله کې لیکلي، چې د طالبانو د چلند د بدلون په اړه د امریکا سياست له دغې ډلې سره د سیمه ییزو قدرتونو د نږدېوالي له امله ناکام شوی دی.
د دې مقالې لیکونکو ویلي، چې د طالبانو د منزوي کولو پالیسي نوره اغېزمنه نه ده او امریکا باید نورې لارې چارې پیدا کړي.
د مقالې د لیکوالانو په باور په تېرو دوو کلونو کې سپینې ماڼۍ هڅه وکړه، چې طالبان دې ته اړ کړي، چې د ښځو او نجونو د بشري حقونو د برابرولو او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د یوې نړیوالې اجماع په رامنځته کولو سره خپل چلند بدل کړي؛ خو دا هڅې تر اوسه د روسیې، چین او ایران په ګډون د سیمه ییزو قدرتونو د سیاست له امله ناکامې شوې دي.
اسفندیار میر او انډرو واتیکنز په دې مقاله کې ویلي، چې د متحده ایالاتو برعکس د چین په څیر زیات شمیر حکومتونه له طالبانو سره د یو پردي رژیم په توګه چلند نه کوي.
دوی د چين د ولسمشر شي جین پینګ له خوا د طالبانو د سفیر د باور لیک منل، هغه هم په دوحه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له دوهمې غونډې لږ وروسته، طالبانو سره د اړیکو د عادي کولو پر وړاندې د امریکا په مشرۍ د لوېديځ اجماع لپاره تر ټولو مهمه ننګونه بللي ده.
د دې مقالې د لیکوالانو په باور طالبانو په تېرو دوو کلونو کې له ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو د ټینګولو لپاره قوي ډیپلوماټیکې هڅې کړې دي.
دغه لیکوالانو په کابل کې د ۱۸ بهرنیو سفارتونو فعالیت او له دغه هېواده بهر د طالبانو د زیاتو سفارتونو او سیاسي نمایندګانو فعال حضور ته په اشارې سره لیکلي: «د طالبانو مشران په پرله پسې توګه په سیمه کې له بیلابیلو هیوادونو او د اذربایجان په څیر له لرو ګاونډیو سره خپلې اقتصادي اړيکې پراخي کړي دي.»
د دې مقالې لیکوالانو د بېلګې په توګه له هند سره د طالبانو نږدې اړیکو ته په اشارې ویلي، چې واک ته د طالبانو له راتګ سره ډېر محتاط شوي دي. د سیمې دغه ځواکمن هیواد په ۲۰۲۲ کال کې په کابل کې خپل سفارت بیرته پرانيستی او طالبانو ته یې یو کال وروسته اجازه ورکړه، چې په ډيلي کې د افغانستان سفارت کنټرول ترلاسه کړي.
فارن افيرز په دې مقاله کې ویلي، چې په افغانستان کې د سیاسي ثبات او پر هېوادونو د هغې د احتمالي اغیزو په اړه د خلکو له اندېښنو سربیره د ۲۰۲۴ کال له پیل راهیسې د سیمې نږدې هر هېواد له طالبانو سره عادي اړیکې ټینګې کړي دي.
په دې مقاله کې راغلي، چې له امریکا سره د چین، روسیې او ایران په څېر هېوادونو ستراتیژیکه سیالي له طالبانو سره د دغو هېوادونو د نږدې اړیکو تر ټولو مهم لامل بلل کېږي.
د فارن افيرز د دې مقالې لیکوالانو ليکلي: « د طالبانو د ډیپلوماټیکې انزوا په اړه د اجماع له لاسه ورکولو د واشنګټن او د هغوی د متحدینو لپاره مهمې پوښتنې راپورته کوي. د طالبانو په رسمیت نه پيژندل نور یوه معتبره قهرجنه وسیله نه ده او که متحده ايالات غواړي چې د طالبانو په چلند کې نفوذ وکړي، بايد د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره نورې لارې ولټوي.»
د دې مقالې لیکوالانو اسفندیار میر او انډریو واټکینز ویلي، چې د افغانستان قضیه هم د سوریې او روسیې قضیې ته ورته ده چې د دغو هیوادونو د انزوا په برخه کې هم د امریکا تګلاره ناکامه شوې ده.

د تاجکستان د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې مشر وویل، چې د افغانستان په شمال کې له سترو زېرمو نشه يي توکي روسيې او اروپايي ټولنې ته قاچاق کېږي. ظفر صمد وويل، په تاجکستان کې د نشه يي توکو د کشف د پېښو زياتوالى ښيي چې د افغانستان په شمال کې د پام وړ زېرمې شته.
د روسیې تاس خبري اژانس نن راپور ورکړ چې دغه تاجکستاني چارواکي په ویانا کې د ملګرو ملتونو د مخدره موادو سره د مبارزې د کمېسیون په ۶۷مه غونډه کې وویل چې په افغانستان کې قاچاقبران اوس هم تاجکستان ته د مخدره موادو د انتقال هڅه کوي.
ظفر صمد وايي، تاجکستان له افغانستان سره د خپلې پولې د پیاوړتیا په حال کې دی او نوې سرحدي پوستې جوړوي.
ښاغلي صمد وویل، ټاکل شوې چې د تاجکستان او افغانستان ترمنځ د پولې د ټینګښت لپاره د ټولیز امنیتي تړون د سازمان بین الحکومتي پروګرام سږ کال تصویب شي.
په ۲۰۲۱ کال اګسټ کې طالبانو په واکمنېدو پسې د مخدره توکو په کښت او پلور بندیز ولګاوه. خو دغه ډله وخت نا وخت د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې د نشه يي توکو د کشف خبر ورکوي.
د ایران د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د مرکزي دفتر عمومي منشي سکندر مومني چې هم ویانا ته په سفر تللی، ویلي چې په افغانستان کې د نشه يي توکو د کښت او تولید د کمېدو هرکلی کوي، خو له دې سره ایران ته د صنعتي نشه يي توکو یا شیشې په قاچاق کې ۲۰سلنه زیاتوالی راغلی دی.
سکندر مومني دغه ارقام د مخدره موادو د کشف او له افغانستان څخه ایران ته د وارد شوي متامفتامین د اندازې پر بنسټ ویلي دي.

د طالبانو د حج او اوقاف وزارت په خپل اېکس کې د اعلامیې خپرولو سره ویلي، د دغې ډلې د حج او اوقاف وزیر په مشرۍ دعالمانو لس کسیز پلاوی نن ازبکستان ته لاړ. اعلامیه کې راغلي چې دغه پلاوی د افغانستان او ازبکستان ترمنځ په دیني او ښونیزو برخو کې د فعالیتونو د همغږۍ لپاره دا سفر کوي.
په اعلامیه کې د دغو دیني او ښوونیزو فعالیتنو په اړه جزییات نه دي ورکړل شوي.
په اعلامیه راغلي چې ازبکستان ته دا پلاوی د دغه هیواد د مسلمانانو ادارې د مشر مفتي شیخ نورالدین خالق نظر په بلنه شوی او دغه ډله به په تاشکند، سمرقند او بخارا کې د ازبکستان د دیني او اسلامي مرکزونو څخه لیدنه وکړي.
ازبکستان په افغانستان کې د افراطیت او تندلارۍ په اړه پر اندیښنو سربیره، له افغانستان سره خپلې سوداګریزې اړیکې روانې ساتلي.
دغه هیواد د طالبانو رژیم په رسمیت نه پیژنې خو نږدې سیاسي او اقتصادي اړیکي ور سره پالي.
ازبکستان د تېرې میلادي میاشتې لومړیو کې د طالبانو استازي ته په تاشکند کې افغان سفارت وسپاره.
د روانې اونۍ لومړیو کې د ازبکستان بهرنیو چارو وزیر کابل ته سفر درلود او طالبان د نوموړي له قوله وايي چې ډېر ژر به تاشکند کې د دوی سفیر ومني.

په کندهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رياست وايي، د مشرتابه هبت الله اخونزاده د شفاهي امر له مخې د هغو سپينو بیرغونو د ټولو کمپاين یې شروع کړی، چې د تورې نښان لري.
په کندهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رييس انعام الله سمنګانی د شنبې په ورځ ټولو خلګو ته خبر ورکړی، چې د هغو بيرغونو د استفادې او پلور څخه ډډه وکړي، چې د تورې سمبول لري.
سمنګانی وايي، چې د هبت الله اخونزاده د شفاهي امر او ولایت مقام د ادارې مجلس تر پرېکړې وروسته یې د دې بیرغونو د ټولو کمپاين شروع کړی.
د سمنګاني په خبره، د والي ملاشيرین په لارښوونه د امرباالمعروف ادارې په مشرۍ د « ولایت مقام، اطلاعاتو او فرهنګ رياست، امنيه قومندانۍ، قول اردو او استخباراتو» ادارو یې د دې بيرغونو د ټولو لپاره يوه کمېټه هم ټاکل شوې ده.
د طالبانو پلويانو او عامو خلګو د طالب مسولينو په غوښتنه د واټونو، سړکونو او دوکانونو پر سر دا ډول سپين بیرغونه جګ کړي.

خو طالبان وايي، چې دې خلکو په ناخبره ډول د دوی له بیرغ سره په توپیر سپین بیرغ پورته کړی دی.
سمنګانی زياتوي دا ډول بيرغونه نارسمي دي او د دوی استازيتوب نه کوي: « د مشرتابه د امر په اساس غیري رسمي بیرغونه په خاص ډول، چې توره ورباندې رسم سوې وي موږ يې مخه نيسو، خلګ دې د پير، پلور او استعمال څخه ډډه وکړي.»
سمنګانی وايي، چې د بیرغ ټولو دغه کمپاين به تر هغه وخت روان وي، چې ناسم او نا رسمي بیروغونه ټول له ښار نه ټول کړي.
طالبان د خپلي ډلې لپاره سپين او کلیمه درلودونکی بيرغ رسمي بولي.

په جنیوا کې د افغانستان استازی نصير احمد اندېشه وايي، چې څلوېښتو هېوادونو د افغان ښځو د ملاتړ په اړه د دوی د دفتر له خوا د چمتو شوې اعلاميې ملاتړ وکړ. په دې اعلامیه کې په افغانستان کې د ښځو وضعیت ته په اشارې سره د طالبانو د «بشپړ ځواب ورکولو» پر اړتیا ټینګار شوی دی.
د دې لیک په لاسلیکوونکو کې په عمده توګه د لویدیځو هیوادونو استازي شامل دي.
په لېست کې د البانیا، استرالیا، اتریش، بلجیم، بلغاریا، چیلي، کولمبیا، کاسټاریکا، کروشیا، چک جمهوریت، ډنمارک، استونیا، فنلنډ، فرانسه، جرمني، یونان، ایسلنډ، لټوني، ایرلند، لیختن شتاین، لیتوانیا، لوګزامبورګ، مالټا، مونته نګرو، هالنډ، نیوزیلنډ، پولنډ، پرتګال، رومانیا، سلوانيا، هسپانیا، سویډن، سویس، ایټالیا او هنګري نومونه شامل دي.
د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو څخه یوازې تاجکستان دغه لیک لاسلیک کړی دی. د دې ترڅنګ د یمن او ګواتیمالا نومونه هم د دې لیک د لاسلیکوونکو په لېست کې لیدل کیږي.
په دې اعلامیه کې راغلي چې ښځې او نجونې باید د عامه ژوند په ټولو برخو کې په پوره، مساوي او مانا لرونکې توګه برخه واخلي.
د دې اعلامیې له مخې، افغان مېرمنې او نجونې د طالبانو د ډېرو سختو ناخوالو په وړاندې خپل بې ساري زړورتیا ته دوام ورکوي، خو"د دوی داوضعیت د نړیوالې ټولنې همغږي غبرګون ته اړتیا لري."
د دې لیک په یوه برخه کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي له قوله راغلي چې په افغانستان کې یې د ښځو وضعیت دجنسیتي توپیر یوه بېلګه بللې.
په لیک کې د ښځو په وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو کنوانسیون څخه هم نقل قول شوی، چې له ښځو سره د طالبانو چلند د پراخ او سیستماتیک ماهیت له امله د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالي ته لار هواروي.
د دې لیک لاسلیکوونکو د روم د اساسنامې له غړو غوښتي، چې د افغانستان د وضعیت په څیړلو کې د جرمونو له نړیوالې محکمې سره همکاري وکړي.
دوی همداراز،له هېوادونو وغوښتل چې له طالبانو سره د هر ډول تعامل پر مهال د بشري حقونو د درناوي او په راتلونکو خبرو کې د ښځو د فعالې ونډې په اړه د افغانستان پر ژمنو ټینګار وکړي.
طالبانو چې په تېرو دوه نیمو کلونو کې یې پر ښځو او نجونو پراخ بندیزونه لګولي، پرله پسې یې د هېوادونو نیوکې په خپلو کورنیو چارو کې لاسوهنه بللې او ویلي یې دي چې د خپلو قوانینو له مخې خپلو کړنو ته دوام ورکوي.
