• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

متقي: لویدیځ هېوادونه هم لکه د نورو هېوادونو په څېر له طالبانو سره تعامل کولی شي

۱ وری ۱۴۰۳ - ۲۰ مارچ ۲۰۲۴، ۱۶:۳۱ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د افغانستان لپاره د ایټالیا شارژدافېرې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر سره په کتنه کې د دوحې د وروستۍ ناستې سربېره، له لوېديځو هېوادونو سره د طالبانو د اړیکو د پراختیا او له افغانستان سره د ایټالیا د مرستو په اړه خبرې کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد په اېکس لیکلي چې اغلې کوانتیوالا وویل: « د ایټالیا جمهوریت دافغانستان له خلکو سره د بشري مرستو ترڅنګ په اقتصادي برخو کې له نړۍوال بانک او خپلو شريکانوسره کار کوي؛ ترڅو دافغانستان اقتصادي ثبات لپاره ګټور ثابت شي.»

په دې ناسته کې متقي ویلي، چې دوی د نړۍ له ټولو هېوادونو سره متوازنې اړیکې غواړي او د تعامل دروازې يې د ټولو هېوادونو پر مخ خلاصې دي.

ښاغلي متقي زیاته کړه: « لوېديځ هېوادونه هم کولی شي، چې د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر طالبانو سره تعامل ته را وړاندې شي او د افغانستان اړوند مسایل مخامخ مطرح کړي.»

متقي وایې: «موږ د هر هغه فعالیت هرکلی کوو، چې د افغانستان د خلکو لپاره د هوساينې سبب کيږي.»

طالبان هڅه کوي، چې د نړۍ له هېوادونو سره ښې اړیکې ولري.

‌د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، په تېر ۱۴۰۲ کال کې یې د نورو پرمختګونو تر څنګ له هېوادونو سره ښې اړیکې لرلې دي.

خو د شنونکو په وینا؛ طالبانو په دغه کال کې له ګاونډیانو سره څو نښتې کړي او پاکستان د افغانستان په ځمکنۍ بشپړتیا څو ځله هوايي او ځمکني بریدونه کړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

حامد کرزی: هلکان او نجونې دې د زدکړو په کولو کې له یو ډول هڅو هم لاس نه اخلی

۱ وری ۱۴۰۳ - ۲۰ مارچ ۲۰۲۴، ۱۶:۱۳ GMT+۰

پخواني افغان ولسمشر د نوي لمريز کال په مناسبت په خپل پیغام کې پر هلکانو او نجونو غږ کړی، چې د زدکړو په برخه کې له یو ډول هڅو هم لاس وا نه خلي. د حامد کرزي دا غوښتنه په داسې حال ده، چې طالبانو د درېیم ځل لپاره نوی ښوونیز کال د نجونو پر زدکړو له بندیز لرې کولو پرته پیل کړ.

ښاغلي کرزي نږدې ۱۲ ورځ وړاندې د ښځو نړۍوالې ورځې په مناسبت پیغام کې هم له طالبانو غوښتي وو، چې نوی ښوونیز کال کې نجونو ته د ښوونځي او پوهنتوني زدکړو اجازه ور کړي.

نوموړي نن په خپل پیغام کې که څه هم د نجونو پر زدکړو د بندیزو نه ختمېدو ته اشاره نه ده کړې؛ خو زیاته کړې یې ده: «د نجونو او هلکانو په ګډون پر ګرانو ځوانانو غږ کوم چې د تعلیم په برخه کې او لوړو تحصیلي درجو تر لاسه کولو کې له هېڅ ډول هڅو لاس وا نه خلی؛ تر څو زموږ هېواد د خپلو بچیانو په لاس ځان بساینې، پرمختګ او لوړتیا ته ورسېږي.»

طالبانو د ۲۰۲۱ کال اګسټ کې په واکمنېدو سره لومړی د نجونو له شپږم ټولګي پورته او وروسته د دوی پوهنتوني زدکړې بندې کړې.

دا ډله له همغې ورځې وايي، چې د نجونو د زدکړو لپاره لایحه جوړوي.

د نوي لمريز کال په درشل کې پر افغان شخصیتونو او پخوانیو چارواکو سربېره ولس هم له طالبانو په یوه بله پلمه د نجونو د زدکړو د پیلدو غوښتنه کوله؛ خو دې ډلې نن د ښوونیز کال د پیلېدو مراسمو کې په دې هکله څه ونه ویل.

په جمهوریت کې به د نوي کال لومړی ورځ د نوروز مراسمو او دویمه د ښوونیز کال پیل ته ځانګړې شوې وه.

طالبانو چې پخوانۍ واکمنۍ کې د نوي کال او نوروز پر نمانځلو بندیز لګولی و، سږ کال یې د ښوونیز کال پیل هم د یوې ورځې په مخته کولو سره د نوي کال د نمانځلو په ورځ وکړ.

حامد کرزي د طالبانو له خوا د نوي کال نه نمانځلو ته له اشارې پرته د خپل پیغام اخر کې لیکلي، چې کوم ملتونه خپل لرغوني او تاریخي دودونه ساتي؛ نو د پرمختګ پر لار هم ځواکمن او هدفمن روان دي.

شننه؛ د تعلیمي ادارو فلجول او فکري وژنه

۱ وری ۱۴۰۳ - ۲۰ مارچ ۲۰۲۴، ۱۵:۰۱ GMT+۰
•
شاه محمود میاخېل

کله - کله په خپلو لیکنو کې یادونه کوم، چې ولسونه اصل او حکومتونه د ولسونو فوتوکاپي وي؛ خو ځینې کسان د دې خبرې سره موافق نه دي او وایي، چې ولس مسوولیت نه لري بلکې حکومتي چارواکي همېشه مسوول وي؛ خو دا سمه نه ده ځکه د حدیث شریف روایت دی چې وایي: اعمالکم عمالکم.

څنګه چې دې عمل وي، هماغسې دې چارواکي وي.

دا خبره په هر لحاظ سمه ده؛ ځکه انسانان په ټولنه کې حقوق او وجایب دواړه لري.

څومره چې وجایب په ښه توګه ادا شي هماغومره حقوق هم په ښه توګه تر لاسه کوي، د وجایبو د ادا کولو او حقوقو د لاسته راوستلو لپاره علم او پوهه، سیاسي او ټولنیز جوړښتونه او ښه حکومتولي رول لري.

که د حکومتولۍ په بحث کې یو ساده مثال راوړو هغه به دا وي؛ که د پارلمان د ټاکلو لپاره ولس خپله رایه په ښه توګه استعمال کړي؛ نو یو ملک به ښه پارلمان ولري، ښه پارلمان به ښې کابینې ته رایه ورکوي، ښه کابینه به ښې پالیسي او پروګرامونه جوړ او پلي کوي.

که ولس یو کس ته د قوم، سمت، ژبې او یا شخصي ګټو په خاطر رایه ورکړي؛ نو ولس به خراب پارلمان ولري. بېکاره پارلمان به بېکاره کابینې ته رایه ورکوي. بېکاره کابینه به خرابې پالیسي او پروګرامونه جوړ او تطبیقوي.

داسې نه شي‌ کېدلي چې ولس رایه ابوجهل ته ورکړي او عدالت عمري وغواړي. په دې خاطر حکومتونه د ولسونو فوتوکاپي دي.

د تعلیمي نظام لوړې ژورې:

راځو اصلي موضوع ته؛ په تېرو پنځو لسیزو کې سربېره پر دې، چې د افغانستان فزیکي پرمختګ ټکنی او افغانستان د اسیا په کچه له ټولو څخه وروسته هېواد پاتې شو. د کورنیو او نیابتي جګړو له امله د افغانستان فکري رغونه هم شاته پاتې شوه.

په ملي روحیه تعلیمي نصاب چې د داود خان د حکومت په وخت کې پیل شوې و؛ ودرول شو. د جنګونو له امله د فزیکي جوړښتونو سره د افغانستان تعلیمي نظام، فرهنګي، کلتوري او ټولنیز بڼسټونه هم خراب شول.

د پان اسلامیزم او پان سوسیالیزم مفکورو په اساس د افغانستان د تعلیمي ادارو نصابونه بدل او رابدل شول.

کله چې د طالبانو حاکمه ډله په ۲۰۰۱زکال کې سقوط کاوه، تعلیمي نظام د کیفیت او کمیت په لحاظ د افغانستان لپاره د نشت سره حساب و. تعلیمي سیستم دومره ټیتې کچې ته نزول کړې و، چې د دېرش څلوېښتو کلونو پخواني نوټونه او چپترونه به په ښوونځیو او پوهنتونونو کې استادانو تدریسول او اکثره د پوهنتونونو استادان به د لېسانس په کچه وو.

د جمهوریت په شل کلنه دوره کې د ټولو نیمګړتیاو سره په تعلیمي او فکري لحاظ ډېر کار وشو او د پوهنتونونو اکثره استادان او حتا ټول د ماسترې او دوکتورا کچې ته ورسېدل.

البته هغه هم کافي نه وو او زیات نور کار ته یې اړتیا درلوده؛ خو د نیابتي جګړې او هم د دولت په منځ کې کشمکشونه د دې باعث شول چې د طالبانو د دویم ځل راتګ سره د هغه پرمختګ مخه بیا ډب شوه او افغانستان بیا د فکري او تشکیلاتي انحطاط او زوال سره مخامخ شو.

د فکري او تشکیلاتي انحطاط رغونه زیاتې سرمایې ته اړتیا لري او د افغانستان غوندې فقیر هېواد ته به دا ګرانه وي چې ډېر ژر دې بېرته صعودي مزل پیل کړي.

د نجونو پر ښوونځیو له بندیز سره نوی پیل شوی تعلمي کال
100%
د نجونو پر ښوونځیو له بندیز سره نوی پیل شوی تعلمي کال

دا په داسې حال کې ده، چې لا تر اوسه د طالبانو د حاکمې ډلې او هم د طالبانو د فکري او سیاسي مخالفینو ترمنځ د افغانستان د بیا جوړولو لپاره هېڅ ډول فکري یووالې او تګلاره شتون نه لري.

که فکري یووالی او تګلاره رامنځته هم شي، دا به څو لسیزې ونیسي، چې افغانستان بېرته د ۲۰۲۱ز کال د اګست څخه مخکې حالت ته ورسیږي؛ ځکه د افغانستان د علمي موسساتو، اداراتو او سیستمونو د له منځه وړلو او یا فلج کیدلو سره د افغانستان څخه لویه بشري سرمایه ووتله او دا بشري سرمایه په اسانې سره بېرته افغانستان ته ګرځیدلی نه شي.

د هرې ادارې بیا فعاله کېدل پانګونې او وخت ته اړتیا لري. که څه هم د ډېری افغانانو په زړه کې به دا وي، چې بېرته افغانستان ته ستانه شي؛ خو د اکثرو کورنیو د ماشومانو زده کړې او هم کورني شرایط به د دې جوګه نه وي، چې بېرته ټول خپل هېواد ته د دایمې اوسېدلو لپاره ستانه شي؛ خو د یوټوبرانو او سیلانیانو تګ جلا خبره ده.

کله چې د ولسونو علمي او فکري وده رشد کوي، هماغومره د یو هېواد سیاسي، اقتصادي او امنیتي ادارو او موسساتو تهدابونه هم قوي کیږي.

د قوي موسساتو په درلودلو سره یو هېواد د پرمختګ او ثبات خواته ځي. کله چې په یو هېواد کې د تعلیم مخه نیول کیږي هغه هېواد هیڅکله پرمختګ نه شي کولی.

هغه هېواد به د فکري فقر سره مخامخ کیږي. تعلیمي او فکري رشد همېشه تدریجي وي او زیات وخت او پانګونې ته اړتیا لري؛ خو د تعلیمي نظام له منځه وړل بیا د ناشکن لوښي غوندې ډېر ژر د نظامونو په تغیر سره ماتېدلی شي؛ لکه څنګه چې افغانانو ولیدل چې په تېرو څو لسیزو کې حکومتونو او نظامونو سقوط وکړ او دې اړ و دوړ کې افغانانو ته په تعلیمي برخه کې زیاته ضربه ورسېدله.

د تعلمي ادارو نزول:

د طالبانو د بیا راتګ سره د افغانستان تعلیمي سیستمونو نزول او انحطاط په ډېر سرعت سره روان دی. دا درېیم کال دی، چې د نجونو پر مخ د لوړو زده کړو دروازې تړل شوي، کاري فرصت او حقوق ترې اخستل شوي او افغانستان ورځ تر بلې د فقر او فکري انحطاط خواته روان دی.

د هلکانو او ځوانانو پر وړاندې د تعلیمي ادارو کیفیت او کمیت دواړه په تېرو درېیو کلونو کې له نیمایې څخه زیات خراب شوی دی.

په زرګونو استادان له هېواده ووتل او په عوض په سلګونو مدرسې جوړې شوي دي. دا مهال په افغانستان کې څه له پاسه ۱۵۴۰۰ مدرسې موجودې دي، په ولایتونو کې د دارالمعلیمنو مراکز په نظامي مدرسو بدل شوي، چې هلته ماشومانو ته نظامي زده کړې ورکول کیږي او د هغوي مغزونه وینځي ترڅو نورو نیابتي جګړو لپاره یې اماده کړي.

د نظامي مدرسو استادان اکثره د پاکستاني مدرسو څخه په لوړو معاشونو استخدام شوي دي. د نظامي مدرسو صلاحیت له والیانو هم اضافه دی او نه شي کولی، چې د دې مدرسو څخه نظارت وکړي.

طالبانو د هرې ورځې په حاکمیت سره افغانستان په تعلیمي ډګر کې د دنیا د پرمختګ څخه یو کال وروسته پاتې کیږي.

د اسلام دین راتګ په خپله یو فکري تغیر و، چې مسلمانان یې د پرمختګ او ترقۍ خواته یوړل او کله چې د مسلمانانو په منځ کې د فکري رشد مخه ونیول شوه، مسلمانان هم د زوال خواته روان شول.

د اروپا، امریکا، چین او نورو هېوادونو پرمختګ د فکري رشد په اساس رامنځته شوی دی.

هېوادونه د مټو په زور نه بلکې د فکر په زور جوړیږي او پرمختګ کوي. دا دی سږکال د حمل د لومړۍ نېټې سره بیا طالبان د نجونو د ښوونځیو پرانیستلو او د لوړو زده کړو په برخه کې کوم پلان نه لري او دا د هېواد د نجونو او ولسونو سره نه بښونکې ظلم دی.

هو!

د ظلم انجام اخر زوال وي.

یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملا تړ نه کوي.

پروان کې د طالبانو د پوهنې رييس: زده کوونکې او ښوونکې دې اسلامي حجاب کې ښوونځيو ته لاړې شي

۱ وری ۱۴۰۳ - ۲۰ مارچ ۲۰۲۴، ۱۴:۲۷ GMT+۰

په پروان کې د طالبانو د پوهنې ریاست له ښوونکو او زده کوونکو غوښتي، چې په ښوونځي او د تګ راتګ پر مهال دې «اسلامي حجاب» مراعت کړي. سيد محمد فيضي له ښوونکو غوښتي، چې زده کوونکو ته دې هم د حجاب اغوستلو لارښوونې وکړي.

طالب چارواکو نن د چاريکار په عبدالله اميري دولتي لېسه کې د نوي تعليمي کال د پيل پر مهال له کورنيو، زده کوونکو او ښوونکو وغوښتل، چې د «اسلامي حجاب» په عملي کولو کې ور سره همکاري وکړي.

په پروان کې د طالبانو پوهنې رييس سید محمد فيضي زياتوي، چې ٰ«حجاب د خدای حکم دی» او زده کوونکې او ښوونکې يې بايد عملي کړي.

طالب ولايتي مسولینو د «اسلامي حجاب» په اړه نور معلومات ورنه کړل.

فیضي زياتوي، چې د نوي تعلیمي کال لپاره د ۳۰ زره نويو زده کوونکو لپاره تياری لري او پر مهال به یې له ۹ تر ۱۲ ټولګي ته د زر کسانو «مجاهدينو» نوم ليکنه هم وکړي.

هغه زياتوي: « سږکال د پروان په ښوونځيو کې د شاملېدو ظرفيت له ٣٠زرو څخه زيات دى او له ۹ څخه تر ۱۲ ټولګي پورې به زر تنه مجاهدين ومنل شي.»

طالبانو د «مجاهدینو» په نوم ښوونځیو ته د خپلو هغو وسلوالو د جذبولو لړۍ پیل کړې چې د دوی په وینا د جګړې له امله ښوونځی ترې نیمګړی پاتې و.

طالبانو د نجونو پر زدکړو له بندیز لرې کولو پرته د نوي تعلیمي کال د پیل زنګ وواهه

۱ وری ۱۴۰۳ - ۲۰ مارچ ۲۰۲۴، ۱۱:۲۳ GMT+۰

په داسي حال کې، چې طالبانو د نجونو پر زدکړو بنديز ته دریم کال هم دوام ورکوي، د رييس الوزرا مرستیال د نوي تعليمي کال په پيل کې وويل، چې له تعليم پرته ملت تل نورو ته اړتيا لري. دا دريم تعليمي کال دی، چې له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو د نجونو له تګ پرته پیليږي.

طالبانو د کابل په اماني لېسه کې د ښځو له شتون پرته د نوي تعليمي کال د پيل مراسم تر سره کړل.

په دې مراسمو کې یو شمېر طالب چارواکو ویناوې وکړې.

د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي په دې مراسمو کې وویل، چې په ۱۴۰۲ کال کې ۱،۲ میلیونه نوي زدکوونکي ښوونځیو ته جذب شوي دي.

هغه هیله څرګنده کړه، چې په نوي تعلیمي کال کې به دغه شمېره نوره هم زیاته شي.

په داسې حال کې، چې طالبانو تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي، د طالبانو د پوهنې وزیر حبیب الله اغا په یوه خبرپاڼه کې له خلکو غوښتي، چې خپل ماشومان ښوونځیو ته واستوي.

هغه له ښوونکو او زدکوونکو وغوښتل، چې د «اسلامي اصولو او افغاني دودونو» خلاف د جامو له اغوستلو ډډه وکړي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې ښوونکي او زدکوونکي باید خپل «صورت او سیرت» د اسلامي اصولو سره سم سينګار کړي.

په ورته وخت کې د پوهنې وزير د «اسلامي او افغاني اصولو خلاف» جامو په اړه نور معلومات نه دي ورکړي.

د طالبانو د پوهنې سرپرست وزیر د ۱۴۰۳ تعلیمي کال د پیل په مراسمو کې وویل، چې د دیني زدکړو ترڅنګ عصري زدکړو ته هم جدي اړتیا ده.

هغه زیاته کړه د بهرنیانو له انحصاره د خلاصون یوازینۍ لار په ټولنه کې د دیني او عصري زدکړو زمینه برابرول دي.

وروسته له هغه، چې طالبانو د ۱۴۰۰ کال په اوړي کې د افغانستان واک تر لاسه کړ، تر شپږم ټولګي پورته یې د نجونو ښوونځی وتړلې .

دې ډلې پوهنتونونو ته د نجونو پر تګ هم بندیز لګولی او پر ښځو یې له غیردولتي موسسو سره کار کول بند کړي دي.

په تېر حکومت کې نوی تعلیمي کال د وري میاشتې په درېیمه نېټه پیلېده، خو طالبانو د نوروز د لمانځنې په لغوه کولو سره تعلیمي کال د وري مياشتي په لومړۍ ورځ پيل کړ.

بېګا د طالبانو د پوهنې وزارت د یوې خبرپاڼې په ترڅ کې له خبریالانو غوښتي وو، چې د نوي تعلیمي کال د پیل د خبري پوښښ لپاره اماني لېسې ته ورشي.

دغه وزارت له ښځینه خبریالانو وغوښتل، چې په دې غونډه کې ګډون ونه کړي.

اشرف غني: افغانستان داسې مشروع او عادل نظام ته اړتیا لري چې ولس له مایوسۍ وژغوري

۱ وری ۱۴۰۳ - ۲۰ مارچ ۲۰۲۴، ۱۱:۱۰ GMT+۰

د افغانستان مخکېنی ولسمشر د نوي کال پیغام کې وایي، دغه هېواد عادل، مشروع او داسې نظام ته اړتیا لري، چې ولس له مایوسۍ او بې وسۍ وژغوري. اشرف غني په دغه پیغام کې د نجونو پر زدکړو د طالبانو د نږدې درې کلونو بندیز ته په اشاره دوی ته د ښوونځیو د دروازو په پرانیستو ټينګار وکړ.

پخوانی ولسمشر خپل اېکس کې د غږیز پیغام خپرولو سره د هلکانو پر زدکړو هم اندېښه ښيي او زیاتوي، که څه هم د هلکانو زدکړې روانې دي خو باید په تعلیمي نصاب کې ښه والی راشي.
نوموړی په داسې حال کې د نجونو د ښوونځيو د دروازو د پرانیستو او د تعلیمي نصاب د ښه کېدو خبره کوي، چې طالبانو د نوروز د جشن پر ځای نوی ښونیز کال د نجونو له حضور پرته پیل کړ.
سره له دې چې طالبانو په ځلونو ویلي د اصلاحاتو په را وستو به له شپږم ټولګي پورته د نجونو زدکړې هم پیل شي، خو د دغه بهیر د بیا پیل څرک نه لیدل کیږي.

که څه هم پر افغانانو سربېره، نړیواله ټولنه، اسلامي هېوادونه، د بشري حقونو او د ښځو ملاتړې ادارې له طالبانو بیا بیا غواړي چې د نجونو پر زدکړو بندیز او پر مېرمنو نور بندیزونه ختم کړي، خو د دې ډلې په دریځ کې کوم بدلون نه راځي.

د ښځو او نجونو پر حقونو محدودیت او له ټولنیز ژوند د دوی محدودول، د اساسي قانون نشتوالی او همدارنګه په حکومت کې نورو ډلو او سیاسي ګوندونو ته ځای نه ور کول هغه څه بلل کېږي چې لا هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژندل کېږي او په ملي او نړیواله کچه نامشروع بلل کېږي.

پخوانی ولسمشر اشرف غني د نجونو د زدکړو پر پرانیستو له ټینګار سره وايي، چې د افغانستان تر ټولو ډېر عادل او مشروع نظام لرل دي: «چې ولس له مایوسۍ او بې وسۍ وژغوري او د ۲۰۴۰ کال لپاره چې د معاصر افغانستان د جوړېدو ۳۰۰ کاله پوره کېږي او تر هغه وروسته پړاو لپاره د ژوند لار ور وښيي.»
ښاغلی غني هیله څرګندوي، چې په افغانستان کې بې اتفاقي له منځه ولاړه شي او ټول افغانان سره متحد شي او د داسې هېوادونو کتار کې ودرېږي چې د ثبات او پرمختګ پر لار روان دي، نه د هغو هېوادونه په ډله کې چې په وینو ککړ او د نیابتي جګړو ډګرونه دي او له یوه ناورین څخه بل ناورین ته ځي.