د امریکا ځانګړي استازي د هند د بهرنیو چارو مرستیالانو سره پر افغانستان خبرې وکړې

د افغان چارو لپاره د امریکا ځانګړی استازی وايي، د افغانستان «د راتلونکي لارې» په هکله یې د هند د بهرنیو چارو مرستیالانو سره ګټورې خبرې درلودې.

د افغان چارو لپاره د امریکا ځانګړی استازی وايي، د افغانستان «د راتلونکي لارې» په هکله یې د هند د بهرنیو چارو مرستیالانو سره ګټورې خبرې درلودې.
ټام وېسټ د جمعې په ورځ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې له دې هندي چارواکو سره د افغانستان د راتلونکي په اړه له خبرو خوښ دی او د هند د بهرنیو چارو مرستیال وزیر کواتره او مرستیال جي پي سره یې ارزښتناک وخت درلود.
ښاغلی ټام وېست له افغانستان سره د هند د مرستو په یادولو سره وايي: «هند افغانانو ته د مهمو بشري مرستو او درملو لیږلو ته دوام ورکوي.»
ټام وېست ویلي، چې له هندي چارواکو سره د ۲۰۲۴ کال او د ګډو ګټو د ملاتړ لپاره د ډيپلوماټیکو اړیکو د پراختیا په اړه غږیدلي دي.
ښاغلي ټام ویست ورځې مخکې ویلي و: "زه به پدې اونۍ کې هند او متحده عربي اماراتو ته سفر وکړم چې د افغانانو د ملاتړ لپاره زموږ د همکارۍ په اړه له شریکانو سره ووینم."
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی وروسته له هغه هند ته سفر کړی چې پاکستان د افغانستان په خوست او پکتيا ولايتونو کې هوايي بريدونه وکړل چې په نتيجه کې يې د ماشومانو او ښځو په ګډون اته کسان ووژل شول.