• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د وسلوال پوځ لوی درستيز کابل کې د کندهار برید د ټپیانو پوښتنه وکړه

۴ وری ۱۴۰۳ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۴، ۱۵:۵۵ GMT+۰تازه شوی: ۴ وری ۱۴۰۳ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۴، ۱۷:۱۰ GMT+۰

د طالبانو د وسلوال پوځ لوی درستيز په کابل کې د کندهار د وروستۍ پیښې له ټپیانو سره د شهيد سردار محمد داود خان روغتون کې وکتل، چې تر ډېره پکې د نظامیانو درملنه کېږي. طالبانو ویل دې برید کې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو د تلفاتو کره شمېر یې هم خپله اعلامیه کې نه و لیکلی.

د طالبانو د دفاع وزارت نن په اېکس پاڼې لیکلي، الحاج قاري محمد فصیح الدین فطرت د پېښې ټپیانو ته د عاجلې روغتیا هیله وکړه.

کندهار کې د پنجشنبې په ورځ د نوي کابل بانک مخې ته داعش ځانمرګی وکړ.

د کندهار میرویس روغتون کې سرچینو پرون افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې دغه ځانمرګي برید کې ۴۳ تنه وژل شوي او شاوخوا ۴۵ ټپيان دي.

د سرچینو په خبره، برید هغه مهال وشو چې طالب نظامیان د تنخا اخیستو لپاره د بانک مخې ته کتار شوي وو.

د برید یو شمیر ټپیان د تداوي لپاره کابل ته انتقال شوي دي.

د یادونې وړ ده چې د کابل په شهید سردار محمد داوود خان ۴۰۰ بستره روغتون کې د نظامي ټپیانو درملنه کیږي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو سرچینې: د کندهار د وروستي خونړي برید ځانمرګی له پاکستان راغلی و

۴ وری ۱۴۰۳ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۴، ۱۵:۴۱ GMT+۰

د طالبانو اړوند المرصاد رسنۍ د طالبانو د استخباراتو له قوله لیکلي، چې د کندهار وروستی ځانمرګی بریدګر د پاکستان له پلوچستان دغه ولایت ته راغلی و. دا رسنۍ د طالبانو د یوې امنیتي سرچینې په حواله وايي، د کندهار برید د مادیاروف اسدبیک په نوم د منځنۍ اسیا د یو هیواد وګړي کړی دی.

دغه برید د کندهار ښار لومړی حوزې ته مخامخ د نوي کابل بانګ مخې د تېرې پنجشنبې په ورځ وشو.

نوی کابل بانک د تېر جمهوریت په څېر هم له طالبانو سره د تړون له مخې د دې ډلې د نظامیانو تنخا اجراه کوي.

د کندهار میرویس روغتون کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته پرون وویل، چې په دغه ځانمرګي برید کې ۴۳ تنه وژل شوي او ۴۵ ټپيان دي.

د دغه برید مسوولیت داعش په غاړه واخېست او ویې ویل دا برید د دغې ډلې یو غړي معاویه پنجشیري کړی دی.

تر برید درې ورځې وروسته طالبانو ته نږدې المرصاد وېپپاڼې چې د داعش خراسان اړوند راپورونه خپروي، د دې برید په اړه تازه معلومات خپاره کړي دي.

المرصاد وایي؛ دا برید مادیاروف اسدبیک کړی او نوموړی له یو بل ملګري سره دوه میاشتې د مخه د پاکستان د بلوچستان صوبه کې د داعشیانو له خراسان څانګې سره یو ځای شوی و.

د دې رسنۍ د راپور له مخې، دوی دواړه په تېرو دوو میاشتو کې په بلوچستان کې فکري او عقیدوي روزنه تر لاسه کړې ده.

د طالبانو امنیتي ادارو د معلوماتو له مخې مادیاروف اسدبیک له برید څو ورځې د مخه کندهار ته داخل شوی او د کندهار برید یې ترسره کړ

«بلوچستان کې داعشیان»

د طالبانو د سرچینو له قوله المرصاد زیاتوي چې بلوچستان اوس د داعشیانو د خراسان څانګې یو له مهمو مرکزونو څخه دی.

په دې ایالت کې داعشیان پټنځي، د روزنې مراکز او د بم جوړونې ورکشاپونه لري.

المرصاد لیکلي، چې د خراسان څانګې مشر شهاب المهاجر او د نوموړي نږدې همکاران هم په بلوچستان کې مېشت دي او له همغه ځایه په افغانستان او نوره نړۍ کې بریدونه تنظیموي.

المرصاد زیاتوی چې د ایران د کرمان برید هم د پاکستان د بلوچستان ایالت څخه د (طارق او عبدالله) په مستعار نومونو د یوه تاجکستاني تبعه له لوري تنظیم شوی وو او نوموړی د یاد برید له مهمو طراحانو څخه وو.

المرصاد په اخر لیکلي، چې په پاکستان کې هم داعشیان د دغه هیواد پوځ سیاسي مخالفین، د غرب مخالف دیني علماء کرام او پاکستاني بلوڅ ملتپال په نښه کوي.

المرصاد په داسې حال کې دغه ادعا کوی، چې د دې ډلې مشران او وسلوال او د دوی د کوټې شورا د پاکستان پلوچستان کې مېشته وه او پټنځي درلودل چې له دغه ځایه یې د تېر افغان حکومت پرضد جګړه پرمخ بووله.

طالبانو په ښوونځيو کې د جذب لپاره له پخوانیو وسلوالو په ۳ ولایتونو کې ازموينه واخيسته

۴ وری ۱۴۰۳ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۴، ۱۲:۴۹ GMT+۰

د طالبانو پوهنې وزارت وايي، په لوګر، هلمند او بغلان کې یې له هغو طالبانو ازموينه واخيسته، چې په جګړو کې بوخت وو او زدکړو ته یې وخت نه درلود. د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د سويې دغه ازموينه یې د لسم، يوولسم او دولسم ټولکيو کې د جذب لپاره اخيستې ده.

د طالبانو پوهنې وزارت نن په خبرپاڼه کې زیاتوي، چې د ازموينې برخوال مخکي په «جهادي فعاليتونو» بوخت او له زدکړو پاتې وو، خو اوس به خپلو زدکړو بشپړولو ته دوام ورکړي.

طالبانو په ډېرو ولایتونو کې د ښوونځيو د لوړو ټولګيو لپاره له خپلو پخوانیو وسلوالو د سويې ازموينې اخيستې دي.

د نوي تعليمي کال په لومړۍ ورځ د پروان ولایت د طالبانو د پوهنې رييس ويلي و، چې له ۹ څخه تر ۱۲ ټولګيو پوري به زر «مجاهدین»- چې منظور یې د دې ډلې پخواني وسلوال وو- ثبت او شامل کړي.

طالبانو نږدې دوه اونۍ وړاندې په ننګرهار کې خپلو پخوانیو درې زره وسلوالو په ښوونځيو کې د جذب لپاره د سويې ازموينه اخيستې وه.

د طالبانو د ننګرهار د رسنیو دفتر ويلي، چې د دغو طالبانو د وړتیا تر ارزولو وروسته به دوی په لسم، یولسم او دولسم ټولګیو کې کېنول شي.

طالبان: لسګونه کسان د قتل، روژه خوړلو او نورو جرمونو په تور ونیول شول

۴ وری ۱۴۰۳ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۴، ۱۲:۴۳ GMT+۰

د طالبانو کورنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان په اتو ولایتونو کې یې ۳۹ تنه د روژه ماتي، قتل، قاچاق، غلا، اسنادو جعل او د مرغانو د غیر قانوني ښکار په تور نیولي دي. د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په غور کې د قتل په تور څلور تنه او په ننګرهار کې يو تن نيول شوى دى.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د جزییاتو له ورکولو پرته ویلي، چې د دې ډلې پولیسو په غزني ولایت کې نهه تنه د غلا او درې تنه نور د روژې په میاشت کې له "دیني عذر پرته" د روژې خوړولو په تور نیولي دي.

د طالبانو ياد وزارت په خپله اېکس پاڼه کې اعلاميه خپره کړې ده، چې په تخار کې اته تنه نيول شوي، خو د هغوى تورونه يې نه دي په ډاګه کړي.

په ياده اعلامیه کې دا هم راغلي، چې څلور تنه په غور کې د قتل په تور نيول شوي، دوه تنه د مرغانو د ناقانونه ښکار او په سمنګان کې يو غل، دوه تنه په نورستان کې د قتل په تور او يو بل غل هم په فراه ولايت کې ونيول شو.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت زیاتوي، چې له نیمروز څخه پنځه تنه د خوراکي توکو د قاچاق په تورننګرهار کې نیول شوي، دوه تنه غله او یو بل کس د خپلې کورنۍ د دریو غړو د وژلو او یوه جعلکاری په په تور نیول شوي دي.

به روانه روژه کې د ماشومان پر سر د کورنیو خپل منځي جګړو او د ځان وژنو راپورنه زیات شوي دي.

په یوه تازه په پېښه کې د ننګرهار سره رود ولسوالۍ کې د ماشومانو پر سر د دوه کورنیو ترمنځه په جګړه کې دوه تنه ووژل شول.

له یوې اونۍ نه کمې موده کې په ننګرهار کې دویمې ښځې ځان وژنه کړې ده. په همدې ولایت کې په یوه بله پيښه کې، یو کس د خپلې کورنې درې غړي وژلي دي.

د ځان وژنې د پیښې په اړه په ننګرهار کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلی د جمعې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي،‌ چې دغه پیښه په اچین ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې او دغې ښځې د عصبي ستونزو له امله ځان کوهي ته غورځولی دی.

هلمند کې طالب چارواکي: د پخوانۍ مرمۍ چاودنې ۳ ماشومان وژلي او ۲ نور زخمیان کړي دي

۴ وری ۱۴۰۳ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۴، ۱۱:۰۴ GMT+۰

په هلمند کې د طالبانو د والي مطبوعاتي دفتر وايي، د دې ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د يوې پخوانۍ مرمۍ د چاودنې له امله درې ماشومان وژل شوي اودوه نور زخميان شوي دي. د دغه دفتر د معلوماتو له مخې، پېښه نن سهار هغه مهال شوې، چې ماشومانو د مرمۍ له موندلو وروسته لوبې پرې کولې.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په وژل شويو کې يوه نجلۍ او دوه هلکان او په زخميانو کې يو نجلۍ او يو هلک شامل دي.

طالب مسولين وايي، زخميان د لښکرګاه ايمرجنسي روغتون ته د تداوی لپاره لېږدول شوي دي.

په دې وروستیو کې په کندهار، هلمند او ننګرهار کې د پخوانيو ناچاوده توکو د چاودنو له کبله د ملکي مرګ ژوبله زياته شوې ده، چې ډېری قربانیان یې هم ماشومان دي.

په تېرو دوو میاشتو کې په کندهار او هلمند کې دا د خپل ډول دریمه پېښه ده.

دوه اونې مخکې د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې هم يوه پخواني لاسي بم يو کوچني وژلی او دوه ښځې يې ټپي کړې وې.

نږدې دوه اونۍ مخکې د ننګرهار په شېرزادو او خوږیاڼو کې د زړې مرمۍ او نارنجک په چاودنو کې درې ماشومان وژل شوي او د دریو مېرمنو او یوه بوډا په ګډون اته کسان ټپي وو.

حامد کرزي د مسکو «ترهګریز» برید وغانده

۴ وری ۱۴۰۳ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۴، ۱۰:۴۴ GMT+۰

پخوانی افغان ولسمشر د مسکو څنډه کې پر کنسرټ پرونی «ترهګریز» برید وغانده چې تر اوسه یې د مړو شمېر ۱۱۵ او د ټپیانو ۱۴۰ ته رسېدلی دی. حامد کرزی نن په خپل اېکس کې لیکي: «په سختو ټکو سره دا برید غندم او د روسیې له حکومت او قرباني کورنیو ته تسلیت وایم او همدردي ور سره کوم.»

دا برید چې داعش یې مسوولیت منلی پرون ماښام د مسکو څنډه کې د کرنسنوګورسګ د کرکیوس ښار تالار پر کنسرټ وشو.

د پېښې ویډیووې ښيي چې څلور وسلوال تالار ته ننوځي او پر نندارچیانو برید کوي.

روسیه وايي دې برید کې څلور کسان ښکېل وو او هڅه یې کوله چې د اوکراین لور ته وتښتي، خو ونیول شول.

روسیه وايي د دې پېښې په تړاو یې د دې څلورو کسانو په ګډون ۱۱ شکمن کسان نیولي دي.