• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

هلمند کې طالب چارواکي: د پخوانۍ مرمۍ چاودنې ۳ ماشومان وژلي او ۲ نور زخمیان کړي دي

۴ وری ۱۴۰۳ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۴، ۱۱:۰۴ GMT+۰تازه شوی: ۴ وری ۱۴۰۳ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۴، ۱۲:۰۶ GMT+۰

په هلمند کې د طالبانو د والي مطبوعاتي دفتر وايي، د دې ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د يوې پخوانۍ مرمۍ د چاودنې له امله درې ماشومان وژل شوي اودوه نور زخميان شوي دي. د دغه دفتر د معلوماتو له مخې، پېښه نن سهار هغه مهال شوې، چې ماشومانو د مرمۍ له موندلو وروسته لوبې پرې کولې.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په وژل شويو کې يوه نجلۍ او دوه هلکان او په زخميانو کې يو نجلۍ او يو هلک شامل دي.

طالب مسولين وايي، زخميان د لښکرګاه ايمرجنسي روغتون ته د تداوی لپاره لېږدول شوي دي.

په دې وروستیو کې په کندهار، هلمند او ننګرهار کې د پخوانيو ناچاوده توکو د چاودنو له کبله د ملکي مرګ ژوبله زياته شوې ده، چې ډېری قربانیان یې هم ماشومان دي.

په تېرو دوو میاشتو کې په کندهار او هلمند کې دا د خپل ډول دریمه پېښه ده.

دوه اونې مخکې د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې هم يوه پخواني لاسي بم يو کوچني وژلی او دوه ښځې يې ټپي کړې وې.

نږدې دوه اونۍ مخکې د ننګرهار په شېرزادو او خوږیاڼو کې د زړې مرمۍ او نارنجک په چاودنو کې درې ماشومان وژل شوي او د دریو مېرمنو او یوه بوډا په ګډون اته کسان ټپي وو.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵

محمود خان اڅکزی: د افغانستان او پاکستان مسایل په ګواښونو نه‌حل کېږي

•
•
•

نور کیسې

حامد کرزي د مسکو «ترهګریز» برید وغانده

۴ وری ۱۴۰۳ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۴، ۱۰:۴۴ GMT+۰

پخوانی افغان ولسمشر د مسکو څنډه کې پر کنسرټ پرونی «ترهګریز» برید وغانده چې تر اوسه یې د مړو شمېر ۱۱۵ او د ټپیانو ۱۴۰ ته رسېدلی دی. حامد کرزی نن په خپل اېکس کې لیکي: «په سختو ټکو سره دا برید غندم او د روسیې له حکومت او قرباني کورنیو ته تسلیت وایم او همدردي ور سره کوم.»

دا برید چې داعش یې مسوولیت منلی پرون ماښام د مسکو څنډه کې د کرنسنوګورسګ د کرکیوس ښار تالار پر کنسرټ وشو.

د پېښې ویډیووې ښيي چې څلور وسلوال تالار ته ننوځي او پر نندارچیانو برید کوي.

روسیه وايي دې برید کې څلور کسان ښکېل وو او هڅه یې کوله چې د اوکراین لور ته وتښتي، خو ونیول شول.

روسیه وايي د دې پېښې په تړاو یې د دې څلورو کسانو په ګډون ۱۱ شکمن کسان نیولي دي.

د طالبانو عامې روغتیا وزارت: تېر کال د شري پېښې ۴۵ سلنه کمې شوې دي

۴ وری ۱۴۰۳ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۴، ۱۰:۳۴ GMT+۰

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، تېر کال تر وړم کال د شري ناروغۍ پېښې ۴۵ سلنه کمې شوې دي. د دغه وزارت ویاند وايي تېر کال یې د بشري ناروغۍ د مخنوي لپاره په ټول هیواد کې د شري ناروغۍ واکسین تطبیق کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د واکسین د تطبیق په اړه جزیات نه دي خپاره کړي، چې د شري ضد واکیسن په کومو ولایتونو کې تطبیق شوی دی.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان د دغه وزارت په وېپ پاڼه کې نن د ویډیوي پېغام خپرولو سره وویل، چې وړم د شري ناروغۍ ۲۵ زره مثبت پيښې ثبت شوې وې؛ خو تېر کال چې څلور ورځې مخکې پای ته رسېدلې دغه پيښې شاوخوا ۱۱ زره ته را کمې شوې دي.

د نوموړي پر وینا دا په داسې حال کې ده، چې نړيوالو ادارو سږکال اندېښنه ښودلې وه، چې د شري یا هم سرخګانو ناروغۍ ګراف به زیات شي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند له خلکو غواړي، چې د کورنۍ کوم غړي ۴یې د شري ناروغۍ نښې ولري، باید نژدې روغتیايي مرکز ته مراجعه وکړي؛ ترڅو ژر یې درملنه وشي او له مرګه وژغورل شي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت په داسې حال کې د شري یا د سرخکانو د ناروغۍ د کمېدو ادعا کوي، چې د روغتیا نړیوال سازمان د روان کال د مارچ په پیل کې اندېښنه ښودلې وه، چې په تېرو دوه میاشتو کې په افغانستان کې د شري ناروغانو شمېر زیات شوی دی.

دغه سازمان راپور ورکړی وه، چې ۷۰ سلنه ناروغان له پنځو کلنو کم عمره ماشومان دي.

په کابل کې سرچېنو د عدالت او پرمختګ ګوند د دوو مخکښو غړو د نیولو خبر ورکړی

۴ وری ۱۴۰۳ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۴، ۰۲:۴۹ GMT+۰

په کابل کې دوه باوري سرچېنو افغانستان انټرنشنل ته وویل، طالبانو د جمعې په ورځ د عدالت او پرمختګ ګوند مشر جواد حسیني او د هغه د دفتر مشر جعفر جویا په دشت برچي کې نیولي دي. د دغو دواړو د نیولو لامل نه دی په ډاګه شوی.

طالبانو ښاغلی حسیني پخوا هم نیولی و.
د جعفر جویا یو خپلوان افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبانو ښاغلی حسیني او د هغه د دفتر رییس د جمعې په ورځ د ماسپښین په درېیو بجو د دشت برچي د حکمت کوڅې په اخر سر کې نیولي دي.
نوموړي وویل، د دغو دوو تنو د نیولو لامل روښانه نه دی او دا هم معلومه نه ده چې طالبانو هغو چېرې بېولي دي.
طالبانو لا تر اوسه د دغه خبر په اړه غبرګون نه دی ښودلی.
تر دې وړاندې د ۱۴۰۱ کال د چنګاښ په میاشت کې هم طالبانو جواد حسیني هغه له خپل کوره نیولی و.

هغه مهال سرچېنو ویلي و، چې طالبانو د هغه پر کور له یرغل وروسته نوموړی یې د مېلمنو سره یو ځای نیولی دی.
د عدالت او پرمختګ ګوند مشر د طالبانو د منتفدینو څخه دی.

هغه تل په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت د رامنځته کېدو او د شیعه مذهبو د حقونو پلوی و او د جعفري فقهې د رسمیت پېژندنې په اړه یې غږ پورته کړی.
ځینو سرچېنو ویلي، چې جواد حسیني او جعفر جویا د عیسی حسیني مزاري د دوسیې د څېړلو غړي دي.
د کابل په لویدیځ کې یو شمېر خلکو له حسینی مزاري څخه طالبانو ته شکایت کړی و، چې نوموړی «افترا» یا تور پورې کړی و چې دغلته سلګونه کلیساوې او «د بدلمنۍ خونې یا فاحشه خانې» شته.

له دغه شکایت وروسته یو ځل ښاغلی حسیني د طالبانو د پولیسو حوزې ته هم غوښتل شوی و؛ خو تر اوسه د هغه په اړه کوم ځانګړی ګام نه دی اخیستل شوی.

په ننګرهار کې یوې ښځې ځان وژنه کړې او بل کس د خپلې کورنۍ درې غړي وژلي

۳ وری ۱۴۰۳ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۴، ۱۹:۱۲ GMT+۰

له یوې اونۍ نه کمې موده کې په ننګرهار کې دویمې ښځې ځان وژنه کړې ده. په همدې ولایت کې په یوه بله پيښه کې، یو کس د خپلې کورنې درې غړي وژلي دي.

د ځان وژنې د پیښې په اړه په ننګرهار کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلی د جمعې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي،‌ چې دغه پیښه په اچین ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې او دغې ښځې د عصبي ستونزو له امله ځان کوهي ته غورځولی دی.

طالبانو تر دې وړاندې هم د ښځو د ځان وژنې پیښو په غبرګون کې ویلي، چې دوی د عصبي ستونزو له امله ځان وژلی دی.

د طالبانو امنیه قومندانۍ ویاند د دغې میرمنې د پلار له قوله ویلي، چې دغې ښځې د اتلسو کلونو راهیسې عصبي ناروغي لروده او شپې ناوخته له کوره وتلې او کوهي ته یې ځان غورځولی دی.

نوموړي ویلي، چې دغې ښځې جسد د هغوی له کور څخه ۴۰ متره لرې په یو کوهي کې موندل شوی دی.

طالبانو د دغې ښځې له پلار څخه د کلي د مشرانو په شتون کې اقرار اخیستی، لور یې د عصبي ستونزو له امله مړه شوې او دا چې په هیچا دعوه نه لري.

د چهارشنبې په ورځ د طالبانو ولايتي امنيتي مسولين ویلي و، چې د کندهار په ارغستان او د ننګرهار په کوز کونړ ولسواليو کې دوو ښځو ځان وژنه کړې ده.

طالب چارواکو ویلي و، چې ننګرهار کې د ځان وژونکې ښځې بدلنۍ هم د هغې د غچ اخیستو په بدل کې د خوسر او لېور له لوري وژل شوې ده.

په کندهار کې طالب چارواکو بیا ویلي و، چې د سه شنبې په ورځ د ارغستان په سوپانزو کې یوې پېغلې د دماغي ناروغۍ له امله ځان وژنه کړې ده.

ننګرهار کې یو کس د خپلې کورنۍ درې غړي وژلي

طالب ویاند عبدالبصیر زابلی وايي، چې د جلال اباد ښار په اتمې حوزه کې یو کس له روژه ماتې وروسته خپله مېرمن، نږور او زوی په ډزو وژلي دي.

د نوموړي په وینا، پر قتل تورن کس د پيښې له ځایه تښتیدلی و، خو طالبانو نیولی او د څیړنو لپاره یې حوزې ته وړی دی.

د امریکا ځانګړي استازي د هند د بهرنیو چارو مرستیالانو سره پر افغانستان خبرې وکړې

۳ وری ۱۴۰۳ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۴، ۱۵:۳۴ GMT+۰

د افغان چارو لپاره د امریکا ځانګړی استازی وايي، د افغانستان «د راتلونکي لارې» په هکله یې د هند د بهرنیو چارو مرستیالانو سره ګټورې خبرې درلودې.

ټام وېسټ د جمعې په ورځ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې له دې هندي چارواکو سره د افغانستان د راتلونکي په اړه له خبرو خوښ دی او د هند د بهرنیو چارو مرستیال وزیر کواتره او مرستیال جي پي سره یې ارزښتناک وخت درلود.

ښاغلی ټام وېست له افغانستان سره د هند د مرستو په یادولو سره وايي: «هند افغانانو ته د مهمو بشري مرستو او درملو لیږلو ته دوام ورکوي.»

ټام وېست ویلي، چې له هندي چارواکو سره د ۲۰۲۴ کال او د ګډو ګټو د ملاتړ لپاره د ډيپلوماټیکو اړیکو د پراختیا په اړه غږیدلي دي.

ښاغلي ټام ویست ورځې مخکې ویلي و: "زه به پدې اونۍ کې هند او متحده عربي اماراتو ته سفر وکړم چې د افغانانو د ملاتړ لپاره زموږ د همکارۍ په اړه له شریکانو سره ووینم."

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی وروسته له هغه هند ته سفر کړی چې پاکستان د افغانستان په خوست او پکتيا ولايتونو کې هوايي بريدونه وکړل چې په نتيجه کې يې د ماشومانو او ښځو په ګډون اته کسان ووژل شول.