• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

حامد کرزي د مسکو «ترهګریز» برید وغانده

۴ وری ۱۴۰۳ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۴، ۱۰:۴۴ GMT+۰

پخوانی افغان ولسمشر د مسکو څنډه کې پر کنسرټ پرونی «ترهګریز» برید وغانده چې تر اوسه یې د مړو شمېر ۱۱۵ او د ټپیانو ۱۴۰ ته رسېدلی دی. حامد کرزی نن په خپل اېکس کې لیکي: «په سختو ټکو سره دا برید غندم او د روسیې له حکومت او قرباني کورنیو ته تسلیت وایم او همدردي ور سره کوم.»

دا برید چې داعش یې مسوولیت منلی پرون ماښام د مسکو څنډه کې د کرنسنوګورسګ د کرکیوس ښار تالار پر کنسرټ وشو.

د پېښې ویډیووې ښيي چې څلور وسلوال تالار ته ننوځي او پر نندارچیانو برید کوي.

روسیه وايي دې برید کې څلور کسان ښکېل وو او هڅه یې کوله چې د اوکراین لور ته وتښتي، خو ونیول شول.

روسیه وايي د دې پېښې په تړاو یې د دې څلورو کسانو په ګډون ۱۱ شکمن کسان نیولي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵

محمود خان اڅکزی: د افغانستان او پاکستان مسایل په ګواښونو نه‌حل کېږي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو عامې روغتیا وزارت: تېر کال د شري پېښې ۴۵ سلنه کمې شوې دي

۴ وری ۱۴۰۳ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۴، ۱۰:۳۴ GMT+۰

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، تېر کال تر وړم کال د شري ناروغۍ پېښې ۴۵ سلنه کمې شوې دي. د دغه وزارت ویاند وايي تېر کال یې د بشري ناروغۍ د مخنوي لپاره په ټول هیواد کې د شري ناروغۍ واکسین تطبیق کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د واکسین د تطبیق په اړه جزیات نه دي خپاره کړي، چې د شري ضد واکیسن په کومو ولایتونو کې تطبیق شوی دی.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان د دغه وزارت په وېپ پاڼه کې نن د ویډیوي پېغام خپرولو سره وویل، چې وړم د شري ناروغۍ ۲۵ زره مثبت پيښې ثبت شوې وې؛ خو تېر کال چې څلور ورځې مخکې پای ته رسېدلې دغه پيښې شاوخوا ۱۱ زره ته را کمې شوې دي.

د نوموړي پر وینا دا په داسې حال کې ده، چې نړيوالو ادارو سږکال اندېښنه ښودلې وه، چې د شري یا هم سرخګانو ناروغۍ ګراف به زیات شي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند له خلکو غواړي، چې د کورنۍ کوم غړي ۴یې د شري ناروغۍ نښې ولري، باید نژدې روغتیايي مرکز ته مراجعه وکړي؛ ترڅو ژر یې درملنه وشي او له مرګه وژغورل شي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت په داسې حال کې د شري یا د سرخکانو د ناروغۍ د کمېدو ادعا کوي، چې د روغتیا نړیوال سازمان د روان کال د مارچ په پیل کې اندېښنه ښودلې وه، چې په تېرو دوه میاشتو کې په افغانستان کې د شري ناروغانو شمېر زیات شوی دی.

دغه سازمان راپور ورکړی وه، چې ۷۰ سلنه ناروغان له پنځو کلنو کم عمره ماشومان دي.

په کابل کې سرچېنو د عدالت او پرمختګ ګوند د دوو مخکښو غړو د نیولو خبر ورکړی

۴ وری ۱۴۰۳ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۴، ۰۲:۴۹ GMT+۰

په کابل کې دوه باوري سرچېنو افغانستان انټرنشنل ته وویل، طالبانو د جمعې په ورځ د عدالت او پرمختګ ګوند مشر جواد حسیني او د هغه د دفتر مشر جعفر جویا په دشت برچي کې نیولي دي. د دغو دواړو د نیولو لامل نه دی په ډاګه شوی.

طالبانو ښاغلی حسیني پخوا هم نیولی و.
د جعفر جویا یو خپلوان افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبانو ښاغلی حسیني او د هغه د دفتر رییس د جمعې په ورځ د ماسپښین په درېیو بجو د دشت برچي د حکمت کوڅې په اخر سر کې نیولي دي.
نوموړي وویل، د دغو دوو تنو د نیولو لامل روښانه نه دی او دا هم معلومه نه ده چې طالبانو هغو چېرې بېولي دي.
طالبانو لا تر اوسه د دغه خبر په اړه غبرګون نه دی ښودلی.
تر دې وړاندې د ۱۴۰۱ کال د چنګاښ په میاشت کې هم طالبانو جواد حسیني هغه له خپل کوره نیولی و.

هغه مهال سرچېنو ویلي و، چې طالبانو د هغه پر کور له یرغل وروسته نوموړی یې د مېلمنو سره یو ځای نیولی دی.
د عدالت او پرمختګ ګوند مشر د طالبانو د منتفدینو څخه دی.

هغه تل په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت د رامنځته کېدو او د شیعه مذهبو د حقونو پلوی و او د جعفري فقهې د رسمیت پېژندنې په اړه یې غږ پورته کړی.
ځینو سرچېنو ویلي، چې جواد حسیني او جعفر جویا د عیسی حسیني مزاري د دوسیې د څېړلو غړي دي.
د کابل په لویدیځ کې یو شمېر خلکو له حسینی مزاري څخه طالبانو ته شکایت کړی و، چې نوموړی «افترا» یا تور پورې کړی و چې دغلته سلګونه کلیساوې او «د بدلمنۍ خونې یا فاحشه خانې» شته.

له دغه شکایت وروسته یو ځل ښاغلی حسیني د طالبانو د پولیسو حوزې ته هم غوښتل شوی و؛ خو تر اوسه د هغه په اړه کوم ځانګړی ګام نه دی اخیستل شوی.

په ننګرهار کې یوې ښځې ځان وژنه کړې او بل کس د خپلې کورنۍ درې غړي وژلي

۳ وری ۱۴۰۳ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۴، ۱۹:۱۲ GMT+۰

له یوې اونۍ نه کمې موده کې په ننګرهار کې دویمې ښځې ځان وژنه کړې ده. په همدې ولایت کې په یوه بله پيښه کې، یو کس د خپلې کورنې درې غړي وژلي دي.

د ځان وژنې د پیښې په اړه په ننګرهار کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلی د جمعې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي،‌ چې دغه پیښه په اچین ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې او دغې ښځې د عصبي ستونزو له امله ځان کوهي ته غورځولی دی.

طالبانو تر دې وړاندې هم د ښځو د ځان وژنې پیښو په غبرګون کې ویلي، چې دوی د عصبي ستونزو له امله ځان وژلی دی.

د طالبانو امنیه قومندانۍ ویاند د دغې میرمنې د پلار له قوله ویلي، چې دغې ښځې د اتلسو کلونو راهیسې عصبي ناروغي لروده او شپې ناوخته له کوره وتلې او کوهي ته یې ځان غورځولی دی.

نوموړي ویلي، چې دغې ښځې جسد د هغوی له کور څخه ۴۰ متره لرې په یو کوهي کې موندل شوی دی.

طالبانو د دغې ښځې له پلار څخه د کلي د مشرانو په شتون کې اقرار اخیستی، لور یې د عصبي ستونزو له امله مړه شوې او دا چې په هیچا دعوه نه لري.

د چهارشنبې په ورځ د طالبانو ولايتي امنيتي مسولين ویلي و، چې د کندهار په ارغستان او د ننګرهار په کوز کونړ ولسواليو کې دوو ښځو ځان وژنه کړې ده.

طالب چارواکو ویلي و، چې ننګرهار کې د ځان وژونکې ښځې بدلنۍ هم د هغې د غچ اخیستو په بدل کې د خوسر او لېور له لوري وژل شوې ده.

په کندهار کې طالب چارواکو بیا ویلي و، چې د سه شنبې په ورځ د ارغستان په سوپانزو کې یوې پېغلې د دماغي ناروغۍ له امله ځان وژنه کړې ده.

ننګرهار کې یو کس د خپلې کورنۍ درې غړي وژلي

طالب ویاند عبدالبصیر زابلی وايي، چې د جلال اباد ښار په اتمې حوزه کې یو کس له روژه ماتې وروسته خپله مېرمن، نږور او زوی په ډزو وژلي دي.

د نوموړي په وینا، پر قتل تورن کس د پيښې له ځایه تښتیدلی و، خو طالبانو نیولی او د څیړنو لپاره یې حوزې ته وړی دی.

د امریکا ځانګړي استازي د هند د بهرنیو چارو مرستیالانو سره پر افغانستان خبرې وکړې

۳ وری ۱۴۰۳ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۴، ۱۵:۳۴ GMT+۰

د افغان چارو لپاره د امریکا ځانګړی استازی وايي، د افغانستان «د راتلونکي لارې» په هکله یې د هند د بهرنیو چارو مرستیالانو سره ګټورې خبرې درلودې.

ټام وېسټ د جمعې په ورځ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې له دې هندي چارواکو سره د افغانستان د راتلونکي په اړه له خبرو خوښ دی او د هند د بهرنیو چارو مرستیال وزیر کواتره او مرستیال جي پي سره یې ارزښتناک وخت درلود.

ښاغلی ټام وېست له افغانستان سره د هند د مرستو په یادولو سره وايي: «هند افغانانو ته د مهمو بشري مرستو او درملو لیږلو ته دوام ورکوي.»

ټام وېست ویلي، چې له هندي چارواکو سره د ۲۰۲۴ کال او د ګډو ګټو د ملاتړ لپاره د ډيپلوماټیکو اړیکو د پراختیا په اړه غږیدلي دي.

ښاغلي ټام ویست ورځې مخکې ویلي و: "زه به پدې اونۍ کې هند او متحده عربي اماراتو ته سفر وکړم چې د افغانانو د ملاتړ لپاره زموږ د همکارۍ په اړه له شریکانو سره ووینم."

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی وروسته له هغه هند ته سفر کړی چې پاکستان د افغانستان په خوست او پکتيا ولايتونو کې هوايي بريدونه وکړل چې په نتيجه کې يې د ماشومانو او ښځو په ګډون اته کسان ووژل شول.

طالبانو په غور کې یو مجرم په عام محضر کې ۳۹ دورې وواهه

۳ وری ۱۴۰۳ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۴، ۱۵:۰۸ GMT+۰

سیمه ییزو رسنیو راپور ورکړی، چې په غور کې د طالبانو د والي ویاند عبدالواحد حماس ویلي، چې دغې ډلې یو کس په عام محضر کې د "اخلاقي فساد" په تور په دورو وواهه. د راپورونو له مخې ښاغلي حماس ویلي، چې دغه کس د جمعې په ورځ په دولتیار ولسوالۍ ۳۹ دروې وهل شوی دی.

په غور کې دغه طالب چارواکي پر ده؛ د لګول شوي تور جنسیت او نوعیت روښانه نه کړ.

د ۱۴۰۰ کال د اوړي راهیسې، کله چې طالبانو په افغانستان کې واک ترلاسه کړ، دوی تورنو ته د فزیکي سزا ور کول پیل وکړل.

تورن ته د فزیکي سزا ورکولو لپاره د طالبانو دغه اقدام د افغانستان په دننه او بهر کې د بشري حقونو د مدافعینو له پراخو اعتراضونو سره مخ شو، خو دغې ډلې دغه اعتراضونه له پامه غورځولي او د تورنو کسانو جسمي او عامه سزا یې د شریعت له مخې ګڼلې ده.