ملګرو ملتونو د طالبانو د مشر د خبرو په غبرګون د ښځو د حقونو په ټينګښت ټينګار وکړ

د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ویاند ویاند مرستیال په افغانستان کې د شرعي حدودو د پلي کولو په اړه د طالبانو د مشر ملا هبت الله وروستیو څرګندونو ته غبرګون وښود.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ویاند ویاند مرستیال په افغانستان کې د شرعي حدودو د پلي کولو په اړه د طالبانو د مشر ملا هبت الله وروستیو څرګندونو ته غبرګون وښود.
فرحان حق ټينګار کوي، چې دغه سازمان په افغانستان کې د ښځو د حقونو د برابرۍ د ټینګښت په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
نوموړي تېره ورځ په نیویارک کې د یوې خبري غونډې پرمهال د ملا هبت الله په وروستیو څرګندونو ناهیلي وښوده.
د ملګرو ملتونو یاد چارواکي وویل: «مونږ له ښځو سره د طالبانو د ناوړه چلند په اړه په ځلونو خپله اندیښنه څرګنده کړې ده او د طالبانو ددغه دریځ د بدلېدو غوښتونکي یو.»
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ویاند ټينګار وکړ، چې دغه سازمان په افغانستان کې د ښځو پروړاندې د بندیزونو د لغوه کولو په برخه کې پر طالبانو خپلو فشارونو ته دوام ورکوي.
په افغانستان کې د شرعي حدودو د پلې کولو په اړه د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده وروستیو څرګندونو ډېر غبرګونونه راپارولي دي.
د طالبانو مشر په یوه غږیز پیغام کې ویلي، چې تر دې وروسته به ښځو ته په عام محضر کې سزا ورکړل شي.
هبت الله زیاته کړې ده، چې د طالبانو کار د کابل په نیولو سره خلاص شوی نه دی، بلکې اوس شروع شوی دی.

پښتونخوا کې وتلی دینپوه مفتي منېر شاکر وايي، طالبانو د نجونو پر زدکړو بندیز لګولی، خو د ملا دین محمد په څېر خرافاتي ملایان ازاد دي. د طالبانو ملاتړي دین محمد ویلي، ښځه له ښځې مېندوارېدلی شي او یو پیر به یې چې مکه کې د ذکر په وخت له خوشالۍ احتلام ته نږدې شو، نو له جومات به ووت.
د ملا دین محمد وروستۍ ویډیووې خواله رسنیو کې لاس په لاس کېږي او تر مفتي منېر شاکر هم رسېدلې دي.
یوه ویډیو کې نوموړي ویلي، یو وخت روسیه کې داسې ماشوم پیدا شو چې هډوکي یې نه درلودل، هلته پرې ساینسپوهان نه پوهېدل بیا یې په افغانستان کې د دوی له پیر سره دا مسله شریکه کړه، هغه ورته وویل «چې ښځه ځان له ښځې سره وسولوي او مني یې داخل شي، نو دا ډول اولاد یې زېږي.»
مفتي منیر شاکر د ملا دین محمد د دې خبرې ردولو سره د قران هجر سورت کې د یوه ایت په ویلو سره وایي: «پاک الله په ښکاره وايي چې د ښځې او نر له یوځایېدو ماشوم زېږي، د ښځې او ښځې له یو ځایېدو نه کېږي.»
دغه طالب ملاتړی دین محمد د خپل پیر له قوله وايي: کله به مې چې حرم شریف کې ذکر شروع کړ، نو وبه وېرېدم چې احتلام به شم، نو ځکه به ووتلم.
د پښتونخوا نومیالی دیني عالم مفتي منیر شاکر د نوموړي د دې خبرې په ردولو سره وايي: پیر صیب که در سره ډله کې ښکلی هلک ناست دی هغه ته دې کوم چل کېږي یا کومه جمع کې دې پیر صیب ته ښځې راغلې دي. ته دا قوم کومې خوا ته بیایې.
مفتي منیر شاکر په اخر کې وايي، حیران دې ته دی چې طالبان ځان اسلامي حکومت بولي، د بې حیايي په پلمه یې د نجونو پر زدکړو بندیز لګولی، خو د خلیفه دین محمد په څېر پر حرافاتي ملایانو بندیز نه لګوي.

د افغانستان انټرنشنل - پښتو موندنې ښیې، چې د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده خپل یو شاګرد مولوي شاه حسین حسیني د مالې وزارت په چوکاټ کې د عوایدو لوی رییس ګمارلی دی. د عوایدو لوی ریاست په وېبپاڼه کې لیکلي، چې د دغه ریاست رییس خپله دنده د هبت الله اخوندزاده په مشرۍ تر سره کوي.
د مالیې وزارت د عوایدو لوی رییس چې د کندهار پنچوايي ولسوالۍ اوسیدونکی دی، د قرانکریم تفسر او ترجمه یې د طالبانو له مشر ملا هبت الله سره کړي دي.
د طالبانو د تر کنټرول لاندې مالیې وزارت کې څو تنو طالب چاروکو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، د مالیې وزارت د عوایدو لوی رییس په راتلو سره د مالیې وزیر محمد ناصر اخوند بې واکه کړی دی او ټولې ګمارنې په خپل سر کوي.
د معلوماتو له مخې د مالیې وزارت عوایدو لوی ریاست په هیواد کې ټولې عایداتي ادارې په ځانګړې توګه ګمرکونه او د ولایتونو مستوفویتونه په خپل کنټرول کې لري.
سرچینې وايي د مالیې وزارت د عوایدو لوی رییس چې مستقیم د ملا هبت الله تر امر لاندې کار کوي، په عایداتي ځایونو کې د خپلو انډیوالان و د ګمارلو په هڅه کې دی.
د طالبانو سرچینې وايي چې پر ملا هبت الله سربېره یو شمیر ځواکمن طالب مشران د مالیې وزارت له عوایدو د اپراتفي او د انډیوالانو د لکښتونو په نامه میلونونه افغانۍ اخلي، خو د طالبانو د مالیې پخوانی ګوښه شوی وزیر او اوس مهال د افغانستان بانګ رییس هدیت الله بدري ددغو پیسو د ورکړې د ثبت غوښتنه کړې وه.
د دغې غوښتنې له امله له هدیت الله بدري سره د ملا هبت الله اختلافات پیدا شول، چې بیا وروسته د مالیې وزارت له دندې ګوښه شو.
سرچینې وايي بدري له ملا هبت الله غوښتي و، چې له بانګ یوه افغانۍ هم وځي، باید دا په سیسټم کې له بانګ سره ثبت شي او د مصرف حساب ورکړل شي.
څو میاشتې وړاندې د طالبانو تر کنټرول لاندې د ارګ یوې معتبرې سرچینې ویلي و، د تېر کال له جدي میاشتې تر اوسه د طالبانو د کورنیو چارو وزیر ۴ میلیارده افغانۍ د اپراتیفي پیسو په نوم اخیستې.
د طالبانو مالیې وزارت کې هم سرچینو ویلي وو، چې هدایت الله بدري د سراج الدین حقاني له دغو اپراتیفي پیسو سره هم اختلاف درلود، چې بې له کومه حساب کتابه له مالیې وزارت څخه وځي.
ملا هدایت الله بدري چې اصلي نوم یې ګل اغا دی، په مدرسه کې د طالبانو د بنسټګر ملا عمر شارګرد پاتې شوی دی او د طالبانو مالي سیسټم بنسټګر هم یاديږي.
د طالبانو د حکومتولۍ په اړه نیوکې دا دي، چې اداري سیسټم پکې نه پلي کیږي او بې له کومه ثبته د ملا هبت الله په یو شفاهي امر له مالیې وزارت پیسې اېستل کیږي.
طالبانو د بیا ځلي واک ته رسېدو څخه څه کم درې کاله تیږي خو تر اوسه دغې ډلې له ولس سره د راټولو شوو عوایدو په اړه معلومات نه دي شریک کړي چې له دوی راټوله شوې مالیه چېرته مصرفیږي.

د تورخم په پوله، لنډي کوتل کې د پاکستاني سرحدي ځواکونو او طالبانو د ناوړه چلند له امله لسګونو ځايي پاکستاني کارګرانو د پرلت خیمه ودروله. معترضان وايي، سره له دې چې د تګ راتګ قانوني اسناد لري، خو سرحدي ځواکونه ورسره ناسم او سخت چلند کوي.
د معترضو کارګرو استازی فرمیدالله شینواري د سې شنبه په ورځ ډان ورځپاڼې ته وویل: «که څه هم کارګر د ټولو قراردادونو او سرحدي قوانینو درناوی کوي او د شاوخوا ۷۰۰ کارګرانو له ډلې نیمایي یې پاسپورټونه او ویزې لري، خو دوی ته اجازه نه ورکول کېږي چې د پولې دواړو غاړو ته کار ته دوام ورکړي.»
نوموړي زياته کړه، چې طالب چارواکو په دې لار کې د ١٥ سيمه ييزو کارګرانو قانوني اسناد له ځانه سره ضبط کړي او هغوی یې شکنجه کړي دي او يوه اندازه خوراکي توکي يې هم مصادره کړي، چې افغانستان ته يې لېږدول.
معترضین خبرداری ورکوي، چې که دا وضعیت دوام وکړي او ستونزه هواره نه شي، نو دوی به د تورخم لويه لاره وتړي.
د کارګرانو استازی وایي، چې د دوی هیڅ همکار د نشه يي توکو، پیسو او وسلو په غیر قانوني سوداګرۍ کې تر اوسه لاس نه لري، خو کارګران اجازه نه لري چې خپل قانوني کوچني کاروبار ته دوام ورکړي.
معترضینو ویلي، په داسې حال کې چې تر اوسه يې له امنيتي، ګمرکي او د کډوالۍ له چارواکو، ځايي مشرانو او سياستوالو سره ليدلي او له طالبانو سره يې هم د دې ستونزې د هواري لپاره خبرې کړې دي، خو دغو خبرو کومه پايله نه درلوده.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د مسکو په څنډه کې د کروکس په تالار کې د برید پړه پر «توندلارو اسلامپالو» واچوله. پوتین وویل: «موږ پوهیږو چې دا جنایت د توندلارو اسلامپالو لخوا ترسره شوی او پخپله اسلامي نړۍ له پيړيو راهيسي د دوی له ايډيالوژۍ سره مبارزه کوي.»
ښاغلي پوتین د دوشنبې په ورځ د (وري ۶مه) د خپل هېواد له چارواکو سره په یوه ویډیويي ناسته کې وویل: «متحده ایالات هڅه کوي، چې د بیلابیلو چینلونو له لارې ټول قانع کړي، چې اوکراین په دې «خونړي ترهګریز» برید کې هیڅ رول نه لري او دا برید «د اسلام د پیروانو او په روسیه کې د منع شوي داعش سازمان غړو لخوا ترسره شوی»
هغه د خپل هیواد له چارواکو وغوښتل: «موږ باید دې پوښتنې ته ځواب ووایو، چې ولې ترهګرو له جرم کولو وروسته اوکراین ته د تګ هڅه وکړه؟»
د روسیې ولسمشر وویل، که څه هم موږ پر کروکس د برید عاملین پېژنو، خو موږ غواړو پوه شو چې چا يې امر کړی و؟
ولاديمير پوتين په ورته وخت کې د روسيې د استخباراتي او امنيتي ارګانونو له خوا د توندلارو اسلامي سازمانونو او اوکراین ترمنځ د اړيکو په هکله پر هر اړخيزې څېړنې او تحقیقاتو ټينګار وکړ.
هغه دا پوښتنه وکړه، چې « ایا اسلامي توندلاري او حتی تروریستي سازمانونه، چې د منځني ختیځ د کړکیچ د عادلانه حل پلوي دي، رښتیا هم لېواله دي چې پر روسیې برید وکړي؟
د نوموړي په خبر، هغه توندلاري اسلامپال، چې ځانونه د مومن مسلمانان او د خاص اسلام په توګه معرفي کوي، د روژې په مبارکه میاشت کې څنګه جنایت ترسره کولی شي؟
ښاغلي پوتین د مسکو برید په روسیه کې د خلکو د وېرې او وحشت د رامنځته کولو یوه هڅه ګڼلې او وایي هغه کسان له دې برید ګټه پورته کوي چې له ۲۰۱۴ کال راهیسې د «نیونازي کییف رژیم» په لاس له روسیې سره جګړه کوي.
دا څرګندوني پر داسي مهال کيږي، چې اوکراین ټینګار کړی، چې د مسکو په څنډه کې د کروکس پر تالار په برید کې یې هیڅ رول نه درلود.
داعش د کروکس پر تالارد برید پړه پر غاړه واخيسته او د روسیې د دولتي تاس خبري اژانس د وروستیو معلوماتو له مخې په دې برید کې ۱۳۹ کسان ووژل شول.
روسیې اعلان کړی، چې په کروکس تالار کې د بريد د څلورو مستقیمو عاملینو په ګډون یې یوولس کسان نیولي دي.
د دغو څلورو کسانو لومړنۍ محاکمه د دوشنبې په ورځ د (وري ۶مه) د مسکو په یوه محکمه کې وشوه.
دویټول اوس په موقتي توقیف کې دي ترڅو د دوی د محاکمې لپاره چمتووالی ونیول شي.
د روسیې د ار بي سي خبري اژانس د راپور له مخې، ۳۲ کلن دلرجان میرزایف، ۲۶ کلن فریدون شمس الدین او ۱۹ کلن محمد صابر فیضف د تاجکستان اتباع دي او ۳۰ کلن مراد علي رجب علیزاده په دې قضیه کې تورن دي او د څلورم کس تابعیت نه دی په ډاګه شوی.

د خیبر پښتونخوا د شانګلې په بشام کې د یوه ځانمرګي برید له امله ۵ چینایي انجنیران ووژل او یو شمېر نور ټپيان شوي دي. د پاکستان امنیتي مسوولان وایي، په دې پېښه کې بریدګر خپل موټربم ته د هغو چینایي انجنیرانو له موټر سره نږدې چاودنه ور کړه، چې داسو بند ته روان و.
د پښتونخوا د پولیسو مشر محمد علي ګنډاپور له رویټرز سره په خبرو کې د پېښې په تایید سره وایي، چې په دغه برید کې پر ۵ چینایي انجنیرانو سربېره د هغوی یو پاکستانی موټروان هم وژل شوی دی.
د نوموړي په خبره، دا کسان له اسلام اباد څخه د کوهستان خوا ته داسو بند ته روان و، چې د برید ښکار شول.
پولیس د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپيان چې دقیق شمېر یې روښانه نه دی روغتون ته لېږدول شوي دي.
چین چې په پاکستان کې د داسو بند پر لویه پروژه پانګونه کړې، دا دویم ځل دی چې پر چینایي انجنیرانو خونړی برید کیږي.
په ۲۰۲۱ کال کې هم داسو بند ته څېرمه په یوه برید کې د ۹ چینايي انجینرانو په ګډون ۱۳ کسان ووژل شول.
دا برید څو ساعته وروسته له هغه وشو چې وسله والو د پاکستان د سمندري ځواکونو پر یوې هوايي اډې برید وکړ.
په دې پېښه کې یو سرتیری وژل شوی چې د پاکستاني ځواکونو په ځوابي ډزو کې پنځه بریدګر وژل شوي دي.
