• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پوتین: د مسکو برید توندلارو اسلامپالو کړی دی

۷ وری ۱۴۰۳ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۴، ۱۱:۳۴ GMT+۰تازه شوی: ۷ وری ۱۴۰۳ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۴، ۱۳:۳۵ GMT+۰

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د مسکو په څنډه کې د کروکس په تالار کې د برید پړه پر «توندلارو اسلامپالو» واچوله. پوتین وویل: «موږ پوهیږو چې دا جنایت د توندلارو اسلامپالو لخوا ترسره شوی او پخپله اسلامي نړۍ له پيړيو راهيسي د دوی له ايډيالوژۍ سره مبارزه کوي.»

ښاغلي پوتین د دوشنبې په ورځ د (وري ۶مه) د خپل هېواد له چارواکو سره په یوه ویډیويي ناسته کې وویل: «متحده ایالات هڅه کوي، چې د بیلابیلو چینلونو له لارې ټول قانع کړي، چې اوکراین په دې «خونړي ترهګریز» برید کې هیڅ رول نه لري او دا برید «د اسلام د پیروانو او په روسیه کې د منع شوي داعش سازمان غړو لخوا ترسره شوی»

هغه د خپل هیواد له چارواکو وغوښتل: «موږ باید دې پوښتنې ته ځواب ووایو، چې ولې ترهګرو له جرم کولو وروسته اوکراین ته د تګ هڅه وکړه؟»

د روسیې ولسمشر وویل، که څه هم موږ پر کروکس د برید عاملین پېژنو، خو موږ غواړو پوه شو چې چا يې امر کړی و؟

ولاديمير پوتين په ورته وخت کې د روسيې د استخباراتي او امنيتي ارګانونو له خوا د توندلارو اسلامي سازمانونو او اوکراین ترمنځ د اړيکو په هکله پر هر اړخيزې څېړنې او تحقیقاتو ټينګار وکړ.

هغه دا پوښتنه وکړه، چې « ایا اسلامي توندلاري او حتی تروریستي سازمانونه، چې د منځني ختیځ د کړکیچ د عادلانه حل پلوي دي، رښتیا هم لېواله دي چې پر روسیې برید وکړي؟

د نوموړي په خبر، هغه توندلاري اسلامپال، چې ځانونه د مومن مسلمانان او د خاص اسلام په توګه معرفي کوي، د روژې په مبارکه میاشت کې څنګه جنایت ترسره کولی شي؟

ښاغلي پوتین د مسکو برید په روسیه کې د خلکو د وېرې او وحشت د رامنځته کولو یوه هڅه ګڼلې او وایي هغه کسان له دې برید ګټه پورته کوي چې له ۲۰۱۴ کال راهیسې د «نیونازي کییف رژیم» په لاس له روسیې سره جګړه کوي.

دا څرګندوني پر داسي مهال کيږي، چې اوکراین ټینګار کړی، چې د مسکو په څنډه کې د کروکس پر تالار په برید کې یې هیڅ رول نه درلود.

داعش د کروکس پر تالارد برید پړه پر غاړه واخيسته او د روسیې د دولتي تاس خبري اژانس د وروستیو معلوماتو له مخې په دې برید کې ۱۳۹ کسان ووژل شول.

روسیې اعلان کړی، چې په کروکس تالار کې د بريد د څلورو مستقیمو عاملینو په ګډون یې یوولس کسان نیولي دي.

د دغو څلورو کسانو لومړنۍ محاکمه د دوشنبې په ورځ د (وري ۶مه) د مسکو په یوه محکمه کې وشوه.

دویټول اوس په موقتي توقیف کې دي ترڅو د دوی د محاکمې لپاره چمتووالی ونیول شي.

د روسیې د ار بي سي خبري اژانس د راپور له مخې، ۳۲ کلن دلرجان میرزایف، ۲۶ کلن فریدون شمس الدین او ۱۹ کلن محمد صابر فیضف د تاجکستان اتباع دي او ۳۰ کلن مراد علي رجب علیزاده په دې قضیه کې تورن دي او د څلورم کس تابعیت نه دی په ډاګه شوی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

ایمانویل مکرون: داعش پلان درلود چې تر مسکو مخکې پر فرانسې برید وکړي

۷ وری ۱۴۰۳ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۴، ۰۳:۴۴ GMT+۰

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون پر مسکو د داعش د خراسان څانګې وروستي برید ته په اشارې سره وویل، دغې ډلې څو میاشتې مخکې هڅه کوله چې پر فرانسې برید وکړي، خو ناکامه شوه. د فرانسې حکومت په مسکو کې تر برید وروسته امنیتي تدابیر تر ټولو لوړې کچې ته رسولي.

د مسکو په څنډه کې د کروکس ښار په تالار کې د داعش خراسان جنګیالیو په برید کې لږ تر لږه ۱۳۷ کسان وژل شوي او ۱۸۲ نور ټپیان شوي دي.

دغه برید په سیمه او نړۍ کې د داعش د فعالیتونو د پراخیدو په اړه نړیوال غبرګونونه او اندیښنې را پارولي دي.
روسیه د مسکو د برید پړه پر اوکراین اچوي، مکرون هم د روسیې دغه ادعا «خواشینونکې» بللې ده.

د فرانسې ولسمشر د دوشنبې په ورځ د فرانسې د استخباراتو او نورو سازمانونو څخه د ترلاسه شویو معلوماتو په حواله وویل چې «اسلامي دولت (داعش) د دې برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی، دغه معلومات ښيي چې داعش خپله دغه برید پلان کړی او ترسره کړی دی.»
مکرون په فرانسه کې د بریدونو لپاره د داعش د خراسان څانګې هڅو ته اشاره وکړه او ویې ویل: «دغې ډلې په تېرو میاشتو کې زموږ پر خاوره د څو بریدونو هڅه کړې ده.» په دې لړ کې د فرانسې په ختیځ کې د ستراسبورګ په ښار کې د برید پلان و، چې د فرانسوي امنیتي ځواکونو له خوا شنډ شو.
د فرانسې لومړي وزیر ګابریل اتل په هیواد کې د لوړو امنیتي تدابیرو د زیاتولو خبر ورکړی. هغه د اورګاډي په تمځایونو، عبادت ځایونو، ښوونځیو او سینماګانو کې د ۳۰۰۰ پوځیانو ګزمې ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه چې ۴۰۰۰ نور سرتېري به په (تیارسۍ) حالت کې وي.
د فرانسې د لومړي وزیر په وینا، دغه هېواد د روان کال له پیل راهیسې د دوو احتمالي بریدونو مخه نیولې ده.
فرانسه تر دې وړاندې هم د داعش د خونړيو بریدونو هدف ګرځېدلې وه. د ۲۰۱۵ کال په نومبر میاشت کې د داعش غړو په پاریس کې په څو ځایونو کې په یو لړ همغږو بریدونو کې ۱۳۰ کسان وژلي وو.

غزې سره مرستې د ویجاړۍ، بې قانونۍ او بېروکراسۍ له امله په داسې حال کې ځڼډيږي چې خلک وږي دي

۶ وری ۱۴۰۳ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۴، ۱۹:۵۴ GMT+۰

د مارچ په میاشت کې، د درې کیلومترو په اوږدوالي د لاریو یو قطار غزې سره د اسراییل سرحدي دروازې ته څېرمه په یوې صحرا کې ولاړ و. په همدې ورځ، د لاریو یوه بله کرښه چې شاوخوا یو نیم کیلومتره اوږده وه، د غزې او مصر په سرحدي سیمه کې درېدلی پاتې وه.

دغه لارۍ په جګړه ځپلې غزه کې د ۲ میلیونو څخه د ډېرو فلسطینیانو لپاره د مرستو څخه ډکې وې، چې اولیه برخه یې خوراکي توکي جوړوي.

د مصر د سرې میاشتې د یوه چارواکي په وینا؛ له غزې څخه شاوخوا ۵۰ کیلومتره لېرې د مصر په العریش ښار کې په دې میاشت کې د مرستو نورې لارۍ چې شمېر یې ۲ زره ۴۰۰ ته رسي، هم ولاړې دي.

دغه بې حرکته د خوراکي توکو ډکې لارۍ، چې د غزې د خلکو لپاره د ژوندي پاتې کېدو اصلي هیله ده، په داسې حال کې د دغې تړانګې په دروازو کې ولاړې دي، چې هلته مخ پر زیاتېدونکی بشري بحران روان دی.

د اسراییل او حماس له جګړې د پنځې میاشتو په تېرېدو سره، د خوړو د نه خوندیتوب په اړه د نړۍوالې ادارې یو راپور خبرداری ورکړی، چې د غزې په ځینو برخو کې قحطي نږدې رامنځته شوې ده.

د غزې د نفوس ۷۵٪ د جګړو له امله بې ځایه شوې او نږدې ټوله سیمه په کنډوالو بدله شوې ده.

د لوږې له امله د ځپل شویو ماشومانو په اړه د راپورونو او انځورونو له خپرېدو وروسته، د متحده ایالاتو په مشرۍ نړۍوالې ټولنې په اسراییل فشار راوړی، چې غزې ته د لا زیاتو مرستو د انتقال لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.

واشنګټن د هوا له لارې هم غزې ته ځینې مرستې غورځولي دي او په دې وروستیو کې یې اعلان کړی، چې د غزې په سواحلو د مرستو د رسولو لپاره یو سمندریځ دهلیز رامنځ ته کړي.

د ملګرو ملتونو چارواکو اسراییل تورن کړی، چې غزې ته د بشري مرستو د رسولو مخه نیسي.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر پر اسراییل تور پورې کړ چې له لوږې څخه د یوې وسلې په توګه کار اخلي. د مرستندویه ادارو چارواکي وايي، چې د اسراییلو محدودیتونو پر خوراکي توکو د بار لاریو حرکت خورا ډېر ځڼډولی دی.

د روسیې امنیتي ناکامي؛ کرملین وايي، هېڅ هېواد له ترهګرۍ خوندي نه دی

۶ وری ۱۴۰۳ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۴، ۱۷:۳۱ GMT+۰

کرملین د دوشنبې په ورځ د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا مسکو ته نږدې د کنسرټ پر تالار د جمعې ورځې خونړی برید د امنیتي خدماتو لویه ناکامي ده؟ وویل، چې هېڅ هېواد د ترهګرۍ څخه خوندي نه دی. دغه برید په روسیه کې په تېرو دوو لسیزو کې تر ټولو لوی برید بلل شوی دی.

په دغه برید کې لږ تر لږه ۱۳۷ کسان وژل شوي او ۱۸۲ نور ټپیان شوي دي.

برید هغه مهال پیل شو، چې څلور کسان د کروکوس ښار د کنسرت تالار ته ننوتل او د ۶ زره ۲۰۰ څوکیو لرونکي دغه تالار کې یې پر خلکو ډزې وکړې او وروسته یې ورته اور واچوه.

ولسمشر ولادیمیر پوتین د شنبې په ورځ ملت ته په یوې وینا کې ویلي، چې د برید ټول مسوولو کسانو ته به سزا ورکړل شي.

هغه وویل، چې د نیول شوو ۱۱ کسانو له ډلې څلور یې د اوکراین په لور روان وو.

د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف د دوشنبې په ورځ وویل، چې دا مناسبه نه ده، چې د داعش له خوا د برید د مسوولیت د منلو د ادعا په اړه تبصره وکړي، ځکه چې څېړنې لا هم روانې دي.

پیسکوف خبریالانو ته وویل: "څېړنې روانې دي او د برید په اړه پوره معلومات نه دی بشپړ شوی."

کله چې هغه نه پوښتنه وشوه، چې د روسیې پلازمینې ته نږدې د داسې خونړي برید ترسره کېدل،‌ د روسیې د استخباراتو ناکامي ښيي؟

هغه وویل، چې د برید په اړه غبرګونونه پراخ دي؛ خو هېڅ هېواد هم خوندي نه دی.

پیسکوف وویل: "له بده مرغه، داسې ښکاري چې هېڅ ښار، هېڅ هېواد د ترهګرۍ له ګواښ څخه په بشپړه توګه خوندي نه دی."

هغه وویل، چې استخباراتو د روسیې د دفاع لپاره نه ستړي کېدونکی کار کړی.

نوموړي زیاته کړړه: "د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه یوه روانه پروسه ده چې په ټوله کې نړۍوالې همکارۍ ته اړتیا لري؛ خو تاسو لیدلای شئ چې اوس په دې سخته جګړه ییزه دوره کې دا ډول همکاري په هېڅ صورت په بشپړه توګه نه ترسره کېږي."

نتنیاهو له امریکايي چارواکو سره د خبرو لپاره واشنګټن ته د اسرايیلي پلاوي سفر لغوه کړ

۶ وری ۱۴۰۳ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۴، ۱۷:۲۶ GMT+۰

د اسراييل د لومړي وزير دفتر دغه اعلان د امريکا له خوا د امنيت شورا پرېکړه ليک ته د ممتنع رایې په غبرګون کې کړې، چې په غزه کې د سمدستي او دايمي اوربند غوښتنه کوي.

«د امریکا په دریځ کې د بدلون له امله» بنیامین نتنیاهو پرېکړه وکړه، چې سپینې ماڼۍ ته د رفح د عملیاتو په اړه د خبرو لپاره د اسراییلي پلاوي سفر لغوه کړي.

د امریکا جمهور رییس جوبایډن دوشنبه د (کب ۲۸مه) د اسراییل لومړي وزير بینامین نتنیاهو ته په ټېلیفوني خبرو کې ویلي، چې د غزې په جنوب کې د رفح په ښارګوټي کې ستر ځمکني عملیات به «سهوه» وي او ترې غوښتي، چې جګپوړي چارواکي د سلا مشورې لپاره واشنګټن ته واستوي.

جمهور رییس بایډن، ملګري ملتونه او د نړۍ څو نورو مشرانو د اسراییل څخه په رفح کې د عملیاتو نه کولو غوښتنه کړې؛ خو اسراییل ټینګار کوي، چې د حماس له منځه وړلو لپاره دا عملیات کوي.

د (کب ۲۸مه) د سپينې ماڼې په خبرپاڼه کې ويل شوي وو، چې نتنیاهو د بايډن غوښتنه منلې چې په رفح کې د نظامي عملیاتو په پلان او «احتمالي متبادلې لارې» په اړه د خبرو لپاره به جګپوړي اسراییلي چارواکي واشنګټن ته ولیږي.

خو نن د اسراییل لومړي وزير واشنګټن ته د اسراييلي پلاوي سفر لغوه کړی.

د خوړو نړۍوال پروګرام: په افغانستان کې د مرستې لپاره ۶۵۷ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده

۶ وری ۱۴۰۳ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۴، ۱۴:۴۷ GMT+۰

د خوړو نړۍوال پروګرام اعلان وکړ، چې په افغانستان کې د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره د خپلو فعالیتونو د دوام لپاره په عاجله توګه ۶۵۷ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

له ملګرو ملتونو سره تړلې دغه سازمان په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي، چې سږ کال د افغانستان ۴۰ سلنه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

د خوړو نړۍوال پروګرام د دوشنبې په ورځ (د وري شپږمه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې په افغانستان کې د خوراکي توکو د خوندیتوب بحران دوام لري او د افغانستان نږدې ۴۰ سلنه نفوس، یعنې ۱۵،۸ میلیونه وګړي به د ۲۰۲۴ کال په لومړۍ ربع کې له شدید خوراکي نه خوندیتوب سره مخ شي.

دغه سازمان زیاته کړې، چې له ۲۰۲۱ کال څخه تر اوسه پورې په افغانستان کې ښځې او نجونې زیاتې زیانمنې شوي او د طالبانو له خوا پر نجونو او ښځو لګول شوي محدودیتونو د دوی لپاره اړینو خدمتونو ته لاسرسی ستونزمن کړی دی.

د خوړو نړۍوال پروګرام خبرداری ورکړی، چې په ۲۰۲۴ کال کې به په افغانستان کې بشري ناورین نور هم پېچلی شي او د خوراکي توکو په ګډون حیاتي اړتیاوې د دغه هېواد د خلکو اساسي اړتیاوې ګرځېدلې دي.

د ملګرو ملتونو اړوند دغه سازمان زیاته کړې، چې د پاکستان حکومت د ۲۰۲۳ کال تر سپټمبر میاشتې پورې شاوخوا ۵۰۰ زره کډوال له ایرانه ایستلي او ۸۰۰ زره یې له ایرانه ایستل شوي دي.

د خوړو د نړۍوال پروګرام د اټکل پر بنسټ؛ د دغو مهاجرو اخراج د شاوخوا ۱،۳ میلیونه افغانانو ژوند اغېزمن کړی، چې بشري مرستو ته یې اړتیا زیاته کړې ده.

د سازمان په وینا؛ په ۲۰۲۴ کې اټکل ښیي، چې د راستنېدونکو شمېر به دوام ومومي او اټکل کیږي، چې سږ کال به له پاکستان او ایران څخه میلیونه افغانان بېرته افغانستان ته راستانه شي.

خو په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته، دغه هېواد ته بشري مرستې کمې شوې، چې په میلیونونو خلک یې د خوراکي توکو له کمښت سره مخ کړي، چې پخپله د بې وزلو کورنیو لپاره د خطر زنګ دي.