طالبانو د افغانستان په شمالي ولایتونو کې هم د ټکسي موټرو د رنګ بدلولو بهیر پیل کړ

له مزارشریف ښار څخه ځینو سرچېنو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د ټکسي موټرو د رنګ بدلولو بهیر د بلخ تر څنګ په جوزجان، سرپل او فاریاب ولایتونو کې هم پیل شوی او طالبانو ویلي، که څوک د دوی له امره سرغړونه وکړي؛ نو د قانون سره سمه سزا به وویني.