د جګړې د مطالعاتو انسټیټیوټ: طالبان په ډېرو برخو کې د ملاهبت الله له فرمانونو سرغړونه کوي

د جګړې د مطالعاتو انسټیټیوټ په یوه نوي څېړنیز راپور کې لیکلي، چې طالبانو په ډېرو برخو کې د ملاهبت الله له فرمانونو سرغړونه کړې. په راپور کې راغلي، طالبان په بېلابېلو له هغې ډلې د څوو ودونو د ممنوعیت، د خپلوانو د ګومارلو او ناقانونه وژنو په تړاو د خپل مشر فرمانونه مات کړي دي.





