• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

انټوني بلېنکن: هڅه کوو چې په سوریه کې د ایران پر کونسلګرۍ د برید شواهد تر لاسه کړو

۱۴ وری ۱۴۰۳ - ۲ اپریل ۲۰۲۴، ۱۹:۵۱ GMT+۱

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر نن سې شنبه ( د وري ۱۴مه) په یوې خبري غونډې کې ویلي، چې امریکا هڅه کوي، چې د ایران پر کونسلګرۍ د اسراییل د برید په اړه شواهد تر لاسه کړي.

نوموړي په پاریس کې له خپل فرانسوي سیال سره په یو ګډ خبري کنفرانس کې وویل، چې هېواد یې هڅه کوي چې په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د اسراییل د برید په اړه احصایې او شواهد ترلاسه کړي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر بیا په دغه خبري غونډه کې د اسراییل د تازه برید په اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتو سرمنشي انتونیو ګوتریش په دمشق کې د ایران په کونسلګرۍ برید او د ایران د یو شمېر چارواکو وژل په سختو ټکو غندلي دي.

د ملګرو ملتو سرمنشي ټینګار وکړ، چې د ډېپلوماټیکو مراکزو او کونسلګریو د احاطې او پرسونل د خوندیتابه اصل باید په ټولو مواردو کې له نړۍوالو قوانینو مراعت او درناوی یې وشي.
په سوریه کې د ایران سفیر حسین اکبري ویلي دي، چې د کونسلګرۍ پر ودانۍ په برید کې وژل شوي درې تنه په «سوریه کې د ایران د حکومت له نظامي اتشو څځه وو. »
هغه وویل، چې د اسراییل ایف ـ ۳۵جنګي الوتکو د څو توغندیو په ویشتلو سره د کونسلګرۍ پر ودانۍ برید وکړ.

همدا راز سپاه پاسداران هم په دغه برید کې د خپلو غړو د وژلو خبر ورکړی دی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د غزې جګړه؛ د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۳۳ زره ۳۰۱ کسانو ته ورسېد

۱۴ وری ۱۴۰۳ - ۲ اپریل ۲۰۲۴، ۱۸:۲۷ GMT+۱

د غزې د روغتیا وزارت وايي، چې د اکټوبر له اوومې راهیسې پر غزې د اسراییل په بریدونو کې لږ تر لږه ۳۳ زره ۳۰۱ فلسطینیان وژل شوي، ۷۵ زره ۳۹۲ کسان ټپیان شوي او له ۸ زرو ډېر ورک دي.

د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په وژل شویو کې له ۱۳ زرو زیات ماشومان او نږدې ۸۰۰ زره ۴ سوه یې مېرمنې دي.

دغه وزارت وايي، چې په ټپیانو کې ۸ زره ۶۳۳ ماشومان او ۶ زره ۳۲۷ یې مېرمنې دي.

پر غزه دغه بریدونه وروسته له هغه پیل شول چې حماس پر اسراییل د اکټوبر په اوومه نېټه برید کې ۱۱۳۹ کسان ووژل، لسګونه نور کسان په دغه برید کې د حماس له خوا یرغمل شوي چې یو شمېر یې لا هم د دغې ډلې په بند کې دي.

اسراییل په ځوابي برید کې د غزې مختلفو برخو کې روغتیايي بنسټونه او روغتونونه هم په نښه کوي.

په همدې حال کې، د روغتیا نړیوال سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي، چې نږدې لس زره ناروغان باید د ژغورنې په موخه له غزې بېرون ولېږدول شي.

همدا راز الجزیرې خبري شبکې په خپل یوه راپور کې ویلي، چې تر دا مهال په غزه کې ۳۶۰ زره د اوسېدو، عامه خدماتو، سوداګریزې او دولتي ودانۍ په بشپړ ډول ویجاړې شوې دي.

په غزه کې د بمبار شوې سیمې انځور
100%
په غزه کې د بمبار شوې سیمې انځور

په راپور کې ویل شوي، چې په دغو ویجاړو شویو ودانیو کې ۲۶۷ جوماتونه او ۳۹۶ زده کړه ییز مراکز شامل دي.

الجزیره په خپل راپور کې زیاتوي، چې د جګړې له پیله په اوسط ډول په هر ساعت کې ۱۵ کسان وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان شوي دي.

بل خوا د بشري حقونو نړۍوال سازمان راپور ورکړی، چې په غزه کې نېږدې ۸۵ سلنه وګړي بې کوره شوي دي او بې ځایه شوي فلسطینان د خوړو له کمښت سره مخ دي.

د یادونې وړ ده، چې تر دې مهاله په روانه جګړه کې ۱۱۳۹ اسراییلیان وژل شوي او ۸ زره ۷۳۰ ټپیان شوي دي.

د امریکا د بهرنو چارو وزارت ویاند: په افغانستان کې نیول شویو امریکايي وګړو ته اندېښمن یو

۱۴ وری ۱۴۰۳ - ۲ اپریل ۲۰۲۴، ۱۵:۴۵ GMT+۱

وروسته له هغې چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د نیول شویو امریکايي وګړو په اړه معلومات خپاره شول، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند یې په غبرګون کې ویلي، چې دوی په افغانستان کې د نیول شویو امریکايي وګړو د خوندیتوب په اړه اندېښمن دي.

د امریکا این‌بي‌سي ټلویزیون د دغه هېواد د ملي امنیت د دوو چارواکو په حواله تېره جمعه ویلي وو، چې دوه امریکايي وګړي په افغانستان کې بندیان دي.

متیو میلر پرون «د وري ۱۳مه» په یوه خبري غونډه کې ویلي، سره له دې چې د دغو نیول شویو امریکايي وګړو په اړه تضمین موجود دی؛ خو دوی بیا هم خپلو وګړو ته اندېښمن دي.

نوموړي زیاته کړه، چې دوی د خپلو وګړو د خلاصون په موخه هڅې پیل کړې دي.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت له ویانده وپوښتل شول، چې د افغانستان پر اسمان بې پېلوټه الوتکې الوتنې کوي، ایا دا په امریکا پورې تړاو لري؟

نوموړي وویل: "نه نه زه اصلاً نه غواړم چې په دې اړه څه ووایم".

که څه هم ښاغلي میلر د بې پېلوټه الوتکو په اړه د تایید او رد نظر ور نه کړ؛ خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ویلي وو، چې دغه بې پېلوټه الوتکې د امریکا دي.

همدا راز نوموړي د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون د یکشنبې په ورځ «د وري ۱۲مه» ویلي وو، هغه دوه امریکايي وګړي چې له دوی سره له تېر یونیم کال راهیسې بندیان دي، د دوی له قوانینو یې سرغړاوی کړی و.

ټي‌ټي‌پي: په تېره میاشت کې مو د ۶۵ بریدونو په ترڅ کې ۱۴۶ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

۱۴ وری ۱۴۰۳ - ۲ اپریل ۲۰۲۴، ۰۴:۳۸ GMT+۱

د پاکستان تحریک طالبان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د تېرې مارچ میاشتې په ترڅ کې یې د دغه هېواد په بېلابېلو برخو کې ۶۵ بریدونه کړي او ۱۴۶ کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دوی دغه بریدونه د خیبر پښتونخوا په بنو، شمالي وزیرستان، لکي مروت، ټانک، سویلي وزیرستان، پېښور، مردان، صوابۍ، کرک او د بلوچستان په کوټه کې ترسره کړي او په لیکنه یې چې پوځ او امنیتي ځواکونو ته یې د مرګ ژوبلې تر څنګ نور مالي زیانونه هم اړولي دي.
خبرپاڼې دا ډول د عملیاتو په ډولونو هم رڼا اچولې او کاږلي یې دي، چې په دغو عملیاتو کې یې لېزر بریدونه، ځوابي بریدونه، د خرپ او ترپ، تعارضي، هدفي، توغندیز او د لاسي بمونو بریدونه کړي دي.
خبرپاڼې زیاته کړې، چې په ټولو دغو عملیاتونو کې یې د دښمن ۵۶ کسه وژلي او ۹۰ نور یې ټپیان کړي دي.

100%


خبرپاڼې دا راز لیکلي، چې د دغې مرګ ژوبلې تر څنګ یې د پوځ او نورو امنیتي ځواکونو کمرې، پوځي موټر او یو شمېر وسلې ویجاړې کړې او یو شمېر نورې وسلې او مهمات یې تر ګوتو کړي هم دي.
د پاکستان تحریک طالبان چې تر ډېره د خیبر پښتونخوا او بلوچستان صوبو په ځینو سیمو کې فعاله غړي لري وخت نا وخته له دغو سیمو څخه د بریدونو او تاوتریخوالي د پېښو راپورونه خپرېږي؛ خو د دغې تازه خبرپاڼې په اړه یې خپلواکو سرچېنو تر اوسه څه نه دي ویلي.

په پاکستان کې په تېرو درېیو میاشتو کې د تاوتریخوالي له امله ۴۳۰ کسان وژل شوي

۱۴ وری ۱۴۰۳ - ۲ اپریل ۲۰۲۴، ۰۳:۵۶ GMT+۱

په اسلام اباد کې د څېړنو او امنیتي مطالعاتو مرکز راپور ورکړی، چې په تېرو درېیو میاشتو کې په پاکستان کې د تاوتریخوالي په ځانګړې توګه د ترهګریزو پېښو له امله له ۴۳۰ څخه زیات کسان وژل شوي دي. دغه مرکز په خپل راپور کې ویلي، چې په دې موده کې ۳۷۰ تنه نور ټپیان شوي هم دي.

په اسلام اباد کې د امنیتي څېړنو او مطالعاتو مرکز په خپل نوي راپور کې چې د دوشنبې په ورځ یې خپور کړ، لیکلي چې د ۲۰۲۴ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د ۴۳۲ وژل شویو کسانو له جملې څخه ۲۴۵ یې د ترهګرۍ په پېښو کې وژل شوي دي.

د دغه راپور د موندنو له مخې، ۸۶ سلنه بریدونه په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې شوي چې د وژل شویو کسانو ۹۲ سلنه یې هم پر همدغو دوو ایالتونو کې ده.
د دغه راپور د موندنو له مخې، د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې تاوتریخوالی او بریدونه په بې ساري ډول زیات شوي دي.

په همدې حال کې د پخوا پرتله په بلوچستان ایالت کې د تاوتریخوالي او قربانیانو شمېر ۹۶ سلنه زیات شوی، په سند ایالت کې ۴۷ سلنه، په خیبر پښتونخوا کې ۲۴ سلنه، په پنجاب ایالت کې ۸۵ سلنه او ګلګت بلتستان کې ۶۵ سلنه زیات شوی دی.

پاکستان په وروستیو میاشتو کې د خونړیو بریدونو شاهد و. په تازه پېښه کې د خېبرپښتونخوا د بشام ښار په شانګلې سيمه کې په يو ځانمرګي بريد کې د پنځو چينايي انجنيرانو په ګډون شپږ کسان وژل شوي دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت: د ترهګرو ډلو له لېست څخه د طالبانو د ایستلو په اړه غور کوو

۱۳ وری ۱۴۰۳ - ۱ اپریل ۲۰۲۴، ۱۸:۵۱ GMT+۱

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ دولتي تاس خبري اژانس ته وویل، چې د روسیې د تروریستي سازمانونو له لېست څخه د طالبانو د ایستلو موضوع تر غور لاندې ده.

په همدې حال کې په افغانستان کې د روسیې استازي ویلي، چې مسکو له طالبانو سره د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې منظمې همکارۍ لري.

د تسنیم خبري اژانس د خبر له مخې؛ د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي: "د روسیې د حکومت د عدلیې، بهرنیو چارو وزارتونو او نور اړوند بنسټونه د ترهګرو سازمانونو له لېست څخه د طالبانو د غورځنګ د ایستلو په اړه کار کوي؛ خو په نهایت کې به د روسیې ستر مشرتابه په دې اړه وروستۍ پرېکړه وکړي.»

طالبان په روسیه کې یو منع شوی تروریستي سازمان دی؛ خو مسکو له دغې ډلې سره ښې اړیکې لري او د دوی چارواکو ته اجازه ورکوي، چې دغه هېواد ته سفر وکړي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د دوشنبې په ورځ تاس ته وویل، چې طالبانو ته بلنه ورکړل شوې چې د روسیې په کازان ښار کې د اسلامي نړۍ د فورم په غونډه کې چې د ثور په ۲۵مه جوړیږي، ګډون وکړي.

کابلوف یاد خبري اژانس ته ویلي، چې د روسیې فدراسیون او د طالبانو حکومت له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې په "منظم ډول" کار کوي.

روسیه په افغانستان کې د ترهګرو ډلو له شتون څخه اندېښمنه ​​ده، چې د مسکو په وینا؛ د منځنۍ اسیا د هېوادونو امنیت له ګواښ سره مخ کولی شي.

تر دې وړاندې هم له طالبانو سره د روسیې د همکارۍ په اړه راپورونه خپاره شوي وو، چې داعش ډلې تېره اونۍ په روسیه کې په وروستیو کلونو کې تر ټولو خونړي بریدونه وکړل.