• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان لوی څارنوال او څو لوړ پوړي قاضیان ګواښل شوي دي

۱۵ وری ۱۴۰۳ - ۳ اپریل ۲۰۲۴، ۱۷:۱۷ GMT+۱

د پاکستان پولیسو ویلي، چې د دغه هېواد د سترې محکمې د مشر قاضي فایز عیسی په ګډون د لاهور او اسلام باد د سترو محکمو قاضیانو شکمن پوډر او ګواښوونکي لیکونه ترلاسه کړي دي.

جيو نيوز د چهارشنبې په ورځ (د وري په ١٥مه) راپور ورکړي، چې د پاکستان امنيتي چارواکو دغه ګواښونکي ليکونه په محکمه کې د عمران خان د دوسيې د اورېدنې پر مهال افشا کړي.

امنیتي چارواکو په دې غونډه کې د اسلام اباد په ستره محکمه کې تایید کړه، چې د اسلام اباد او لاهور د سترو محکمو د قاضیانو سربېره د پاکستان د عدلیې د مشر فایز عیسی په ګډون د سې شنبې په ورځ (د وري په ۱۳مه) د پاکستان د سترې محکمې څلورو قاضیانو ته هم ګواښونکي لیکونه رسېدلې دي.

د پولیسو چارواکو ویلي، چې دوی به د دې شکمنو پوډرو او ګواښوونکو لیکونو په اړه تحقیقات وکړي.

د پولیسو لومړني تحقیقات ښيي، چې دا ګواښونکي پوستونه د پاکستان په راولپنډۍ ښار کې له یوې عامه پوسته خانې څخه د پاکستان د عدلیې لوړ پوړو قاضیانو ته استول شوي دي.

جیونیوز دا هم ویلي، چې دا ګواښونکي لیکونه او شکمن پوډر د پاکستان لوړ پوړو قاضیانو ته له هغه یوه ورځ وروسته استول شوي، چې د پاکستان سترې محکمې د اسلام اباد د سترې محکمې د قاضیانو پر ضد په قضايي چارو کې د پاکستان د استخباراتي ادارو د لاسوهنې په تور پروسه پیل کړه.

امنیتي چارواکو ویلي دي، چې د یوه جګپوړي قاضي کارکونکي دغه لیکونه په لاس کې اخیستي، چې له امله یې د سترګو او شونډو پوستکي سوځېدلي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

پاکستان د افغانستان له لارې اول ځل خپل کچالو تر تاجکستان ورسول

۱۵ وری ۱۴۰۳ - ۳ اپریل ۲۰۲۴، ۱۱:۰۵ GMT+۱

پاکستان له منځنۍ اسیا سره د خپلې سوداګرۍ د پیاوړتیا لپاره په لومړي ځل په خپلو لاریو کې د افغانستان له لارې د تاجکستان تر پلازمېنې دوشنبې خپل کچالو ورسول. د پاکستان رسنۍ د ځمکې له لارې په اوو ورځو کې تر ۱۴ سوه کیلومتره واټن پورې د دغه هېواد د الوګانو رسول یو مهم پرمختګ بولي.

د پاکستان رادیو نن د یوې ویډیو او دې خبر خپرولو سره وايي، چې د تاجکستان پلازمېنه دوشنبه کې د دې کاروان د رسېدو لپاره ځانګړي مراسم جوړ شوي وو.

د تاجکستان د ټرانسپورټ وزیر عظیم ابراهیم له پاکستان سره د ځمکنۍ سوداګرۍ پیلېدل د دواړو لپاره مهم بللي دي.

له تاجکستان سره د افغانستان له لارې د پاکستان سوداګري په داسې وخت پیلېږي چې لا هم اسلام اباد له هند سره د افغانستان د سوداګرۍ ته خنډونه جوړوي.

پاکستان د کراچۍ له لارې افغانستان ته د ټرانزېټ توکو په لېږدو کې هم جنجال جوړوي او له امله یې اوس سمندري سودګري نږدې ۷۰ سلنه د ایران له لارې کېږي.

شهباز شریف: راتلونکو ۵ کلونو کې د صادراتو دوه چنده کولو لپاره دې عملي پلان جوړ شي

۱۴ وری ۱۴۰۳ - ۲ اپریل ۲۰۲۴، ۱۹:۴۶ GMT+۱

د پاکستان لومړي وزیر د سوداګرۍ وزارت ته هدایت ورکړی، چې په راتلونکو پنځو کلونو کې د هېواد صادرات دوه چنده کولو لپاره دې عملي پلان جوړ کړي.

د پاکستان دولتي راډیو د راپور له مخې؛ شهباز شریف چې د سې شنبې په ورځ د اپریل دویمه په اسلام اباد کې د یوې سترې غونډې مشري کوله، له دغه وزارت څخه یې وغوښتل چې د مخکښو سوداګرو او د سهم لرونکو سره له مشورې وروسته دې عملي پلان وړاندې کړي.

ښاغلي شهباز شریف د الکترونیکي سوداګرۍ په برخه کې د هغو صادرونکو ستونزو ته د اسانتیا او حل کولو لارښوونه هم وکړه، کوم چې خپل محصولات په پاکستان کې جوړوي او ټولې نړۍ ته یې صادروي.

شهباز شریف وویل: «د پاکستان د صادراتي سکټور د امکاناتو څخه د اعظمي استفادې لپاره ګامونه پورته شوي دي.»

لومړي وزیر وويل: «د معلوماتي ټېکنالوژۍ، کورني توليداتو، ټوکر او نورو برخو د صادراتو د ودې لپاره بايد د صادراتي سکتور برخه والو باور هم په پام کې ونیول شي.»

شهباز شریف د روان کال د مارچ په درېیمه نېټه د دویم ځل لپاره د پاکستان د ملي اسمبلۍ له خوا د پاکستان لومړی وزیر وټاکل شو.

عمران خان وايي، چې مېرمن یې په زندان کې په زهرو مسموم شوې ده

۱۴ وری ۱۴۰۳ - ۲ اپریل ۲۰۲۴، ۱۵:۵۹ GMT+۱

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر او د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان په اډياله زندان کې د مقدمې د اورېدنې په مهال دعوه کړې، چې مېرمن يې بشرا بي بي په بني ګاله زندان کې په زهرو مسموم شوې ده. په ورته وخت کې محکمې د پلټنو امر کړی.

نوموړي ویلي: " په دې کې هېڅ شک نه شته چې بشرا بي بي ته زهر ورکړل شوي او زه په دې پوهېږم چې د دې تر شا د چا لاس دی".

عمران خان د چا نوم وانه خیست خو زیاته یې کړه، چې د بشرا بي بي په پوستكي او ژبه ځینې نښې موجودې دي، چې د مسمومېدا ګواهي ورکوي.

هغه له عدلي او قضايي ارګانونو غوښتنه کړې، چې د نوموړي د مېرمنې د طبي معایناتو او پلټنو امر دې وکړي.

محکمې هم د پلټنو امر کړی.

تېره ورځ د اسلام اباد سترې محکمې اعلان وکړ، چې د توشه خانې په قضیه کې د پخواني لومړي وزیر عمران خان او د هغه د مېرمنې بشرا بي بي د ۱۴ کلونو بند سزا یې ځنډولې او په ضمانت يې د خوشي کېدو امر کړی دی.

د اسلام اباد د سترې محکمې مشر قاضي عامر فاروق ویلي، چې د عمران خان او د هغه د مېرمنې د توشه خانې د قضیې سزا یې ځنډولې ده او د ضمانت د منظورېدا پرېکړه یې کړې ده.

د توشه خانې په قضیه کې پر پخواني لومړي وزیر عمران خان او د هغه پر مېرمنې تور و، چې یو شمېر قیمتي ډالۍ یې دولتي خزانې ته نه دي سپارلې او له همدې امله یې دواړو ته څوارلس - څوارلس کاله د بند سزا اورولې وه او د پي ټي ای مشر عمران خان یې د لسو کلونو لپاره نا اهله اعلان کړی و.

پر عمران خان تور دی، چې له ۲۰۱۸ څخه تر ۲۰۲۲ کال پورې یې د خپلې صدراعظمۍ پر مهال له بهرنیو هېوادونو څخه قیمتي ډالۍ تر لاسه کړې او بیا یې دغه ډالۍ په ۶۳۵ زره ډالرو پلورلې دي.

د عمران خان په ډالیو کې د سعودي عربستان یو قیمتي ساعت هم شامل دی، چې د کعبې یوه نښه لري او په نړۍوال بازار کې یې بیه له ۶۰ تر ۶۵ کروړه پاکستانۍ روپۍ اټکل شوې ده.

همدا راز پر عمران خان تور دی، چې دولتي رازونه یې افشا کړي دي.

په پښتونخوا کې د مشرانو جرګې ټاکنې وځنډول شوې

۱۴ وری ۱۴۰۳ - ۲ اپریل ۲۰۲۴، ۱۲:۰۵ GMT+۱

د پاکستان ټاکنو کمېسون د پښتونخوا صوبايی پارلمان کې د اپوزیسیون په غوښتنه د مشرانو جرګې ټاکنې وځنډولې. د اپوزیسیون مشران وايي، د اسمبلۍ پر ځينو څوکيو د دوی ټاکل شويو غړو د لوړې مخه نیول شوې ده، ځکه باید دا ټاکنې وځنډول شي.

خو د پښتونخواه اعلی وزیر علي امین ګنډاپور ویلي چې د دوی څوکۍ اپوزیسیون ته ور کړل شوې، ځکه یې د لوړې اجازه نه ده ور کړې.

نوموړي په دې ټاکنو کې د درغلیو ادعا هم کړې ده.

د پاکستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دې ادعا په ردولو سره په یوه مکتوب کې ویلي چې د مشرانو جرګې ټاکنې به تر هغه ونه شي، چې ټاکل شویو کسانو ته د لوړې اجازه ور نه کړل شوې نه وي.
دا په داسې حال کې ده، چې په بلوچستان کې بیا ۱۱ نوماندان له ځنډ پرته وټاکل شول.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، ټاکل شوې وه چې په پیل کې د ۴۸ سناتورانو د ټاکلو لپاره رایه اچونه وشي، خو د پنجاب او بلوچستان د ۱۸ سناتورانو د لانجو له امله اوس یوازې د ۳۰ څوکیو لپاره ۵۹ نوماندان سیالي کوي.
په دغو ټاکنو کې واکمن سیاسي ګوندونه مسلم لیګ ن او پیپلز ګوند د اکثریت رایو د ترلاسه کولو هڅه کوي.

ټي‌ټي‌پي: په تېره میاشت کې مو د ۶۵ بریدونو په ترڅ کې ۱۴۶ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

۱۴ وری ۱۴۰۳ - ۲ اپریل ۲۰۲۴، ۰۴:۳۸ GMT+۱

د پاکستان تحریک طالبان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د تېرې مارچ میاشتې په ترڅ کې یې د دغه هېواد په بېلابېلو برخو کې ۶۵ بریدونه کړي او ۱۴۶ کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دوی دغه بریدونه د خیبر پښتونخوا په بنو، شمالي وزیرستان، لکي مروت، ټانک، سویلي وزیرستان، پېښور، مردان، صوابۍ، کرک او د بلوچستان په کوټه کې ترسره کړي او په لیکنه یې چې پوځ او امنیتي ځواکونو ته یې د مرګ ژوبلې تر څنګ نور مالي زیانونه هم اړولي دي.
خبرپاڼې دا ډول د عملیاتو په ډولونو هم رڼا اچولې او کاږلي یې دي، چې په دغو عملیاتو کې یې لېزر بریدونه، ځوابي بریدونه، د خرپ او ترپ، تعارضي، هدفي، توغندیز او د لاسي بمونو بریدونه کړي دي.
خبرپاڼې زیاته کړې، چې په ټولو دغو عملیاتونو کې یې د دښمن ۵۶ کسه وژلي او ۹۰ نور یې ټپیان کړي دي.

100%


خبرپاڼې دا راز لیکلي، چې د دغې مرګ ژوبلې تر څنګ یې د پوځ او نورو امنیتي ځواکونو کمرې، پوځي موټر او یو شمېر وسلې ویجاړې کړې او یو شمېر نورې وسلې او مهمات یې تر ګوتو کړي هم دي.
د پاکستان تحریک طالبان چې تر ډېره د خیبر پښتونخوا او بلوچستان صوبو په ځینو سیمو کې فعاله غړي لري وخت نا وخته له دغو سیمو څخه د بریدونو او تاوتریخوالي د پېښو راپورونه خپرېږي؛ خو د دغې تازه خبرپاڼې په اړه یې خپلواکو سرچېنو تر اوسه څه نه دي ویلي.