• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په لوګر کې له یو شمېر راستنو شویو طالب کډوالو سره نغدي مرسته کړې ده

۲۰ وری ۱۴۰۳ - ۸ اپریل ۲۰۲۴، ۱۶:۳۵ GMT+۱

د طالبانو د ریاست الوزرا د حکم له مخې؛ په لوګر ولایت کې له تازه راستنو شویو کډوالو سره ۶،۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته شوې؛ خو د سیمې اوسېدونکي وايي، چې مرسته یوازې د راستنو شویو طالب کډوالو سره شوې.

د دغه حکم له مخې؛ د دغو مرستو د وېش لړۍ د دوشنبې په ورځ (د وري ۲۰مه) له پاکستان او ایران څخه د ۵۶۲ راستنو شویو کورنیو لپاره پیل شوې ده.

په لوګر ولایت کې د طالبانو مرستیال والي محمد انور دین پرور له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې په هرې کورنۍ له لسو څخه تر یوولس زره افغانیو ورکول کیږي.
خو د سیمې اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې لوګر ته له ایران او پاکستان څخه ګڼ شمېر کډوال راستانه شوي؛ خو طالبانو یوازې له هغو خلکو سره مرسته کړې، کوم چې د طالبانو په لیکو کې غړیتوب ولري.

په ټولنیزو رسنیو کې د دغو مرستو پر وېش نیوکې شوي او د لوګر یو قومي مشر حاجي ملا جان احمدزی په یوه غږیز پیغام کې وايي، چې مرستې د عامو کډوالو لپاره نه وې.

نوموړي زیاته کړې: "عام کډوال لکه چې خېټه نه لري، انسانان نه دي او یا د افغانستان نه دي، ټولې پېسې یوازې د طالبانو کورنیو ته ورکړل شوي او د طالبانو مشران دې باید خبر واوسي".

د احمدزي په وینا؛ دوی به یاده موضوع له نورو طالب چارواکو سره هم شریکه کړي.
دا لومړی ځل نه دی، بلکې له دې وړاندې هم د مرستو د وېش پر بهیر د اوچا سربېره ګڼو نړۍوالو بنسټونو نیوکې کړې وې.

تېره ورځ د طالبانو تر کنټرول لاندې د شهدا او معلولینو وزارت ویلي وو، چې د طالبانو په لیکو کې معلول شويو طالبانو ته به موټرونه اخلي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د امرالله صالح په مشرۍ زرغون بهير د طالبانو تر واک لاندي د لسګونو پوځي الوتکو نوملړ نشر کړ

۲۰ وری ۱۴۰۳ - ۸ اپریل ۲۰۲۴، ۱۶:۰۰ GMT+۱

د افغانستان د تېر حکومت د ولسمشر لومړي مرستیال او د «زرغون بهیر» مشر امرالله صالح د طالبانو تر واک لاندې د ۱۴۲ فعالو او غيري فعالو الوتکو نوملړ خپور کړ.

دغه بهير ویلي، چې د طالبانو په ۸ نظامي مرکزونو کې ۶۴ فعالې الوتکې او ۷۸ غیر فعالې الوتکې شته.

«زرغون بهير» ادعا کوي، چې طالبان په افغانستان کې د فعالو الوتکو د شمېر په اړه ناسم معلومات ورکوي.

د دغه نوملړ پر بنسټ، چې دې بهير د دوشنبې په ورځ (د وري ۲۰مه) خپور کړ ويلي، چې د کابل، جلال اباد، ګردېز، کندهار، شوراب، هرات، مزارشريف او کندز ولایتونو په نظامي مرکزونو کې ۳۰ ډوله د استفادې او غيري استفادي وړ الوتکي د طالبانو تر واک لاندې دي.

د الوتکو په دې نوملړ کې په هر نظامي مرکز کې د فعالو او غيري فعالو الوتکو شمېر ځانګړی ښودل شوی دی.

«زرغون بهیر» چې په دې وروستیو کې په بېلابېلو ادارو کې د طالبانو د ډلې د غړیو نوملړ خپور کړی او ادعا کوي، چې د طالبانو تر واک لاندې الوتکې د افغانستان د خلکو د ځورولو لپاره کارول کېږي.

د زرغون بهیر استخباراتي څانګې (رسا) د پخواني نظام له پېلوټانو، انجنیرانو او تخنیکي ملاتړو کارکوونکو څخه چې اوس د طالبانو لپاره کار کوي غوښتي، چې د دې ډلې لپاره کار بند کړي.

د دغه بهير په خبرپاڼه کې راغلي: «پېلوټان ​​باید د کوېټې شورا او د میرانشاه د شورا د غړو خدمت ونه کړي او دوی باید د خپلو ملګرو وینه هېره نه کړي.»

«زرغون بهير» ټینګار کړی، چې له دغه جریان سره د افغانستان د پخوانی هوایي ځواک اړيکه له طالبانو ډلې څخه د هغوی د جلا کېدو اساس برابروي.

دې جریان همداراز خبرداری ورکړ: «موږ هيله مند يو چې خبره به هغه ځای ته ونه رسيږي کوم، چې موږ هڅه کوو د طالبانو په خدمت کې پېلوټان او د هوايي ځواک پخواني پرسونل په نښه کړو.»

د امرالله صالح په مشرۍ «زرغون بهير» همدا ډول خبرداری ورکړ، چې د پېلوټانو نومونه او ادرسونه به خپاره کړي.

دوې ورځې مخکي دغه بهير د طالبانو د کورنیو چارو او استخباراتو وزارتونو د چارواکو د نومونو نوملړ خپور کړ او اعلان یې وکړ، چې د دغې ډلې د دفترونو په اړه به نور معلومات هم خپاره کړي.

طالبانو تر اوسه د «زرغون بهير» له لوري د خپرو شویو لېستونو په اړه کومه تبصره نه ده کړې.

د طالبانو تر کنټرول لاندې مرکزي بانک د اسعارو د انلاین تباديدلې فعالیتونه «منع» اعلان کړل

۲۰ وری ۱۴۰۳ - ۸ اپریل ۲۰۲۴، ۱۵:۵۴ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې مرکزي بانک اعلان وکړ، چې هېڅ کس یا شرکت ته یې د انلاین صرافۍ د فعالیت جواز نه دی ورکړی او د دوی فعالیتونه غیر قانوني دي.

دغه بانک په یوې خبرتيا کې له خلکو او شرکتونو غوښتي، چې د انلاین صرافۍ له کاروبار څخه ډډه وکړي.

د طالبانو تر واک لاندي د افغانستان مرکزي بانک د دوشنبې په ورځ (د وري ۲۰مه) د خپلې اېکس پاڼې له لارې په يوې خبرتيا کې خلکو ته خبر ورکړی، چې د انلاین صرافي فعاليتونه غيري قانوني دي او د بنديز موضوع یې د طالبانو له کشفي او امنيتي ادارو سره هم شریکه کړې ده.

بانک خلکو ته په دې خبرتيا کې ليکلي: « له هېوادوالو غواړو، چې د دې ډول معاملاتو د خطرونو او زیانونو په پام کې نيولو سره له انلاین صرافيو سره د معاملاتو له ترسره کولو ډډه وکړي.»

د افغانستان بانک د معلوماتو له مخې؛ که د انلاین صرافۍ د فعالیتونو په تړاو څوک ونيول شي قانوني چلند به ورسره وشي.

تر دې مخکې د طالبانو تر واک لاندې مرکزي بانک ويلي وو، چې په افغانستان کې د بهرنیو اسعارو پر انلاین سوداګرۍ بندیز دی.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو په رسېدو د خلکو اقتصادي وضعت ښکته کچې ته رسېدلی او ډېرو خلکو انلاین سوداګرۍ او د ډيجيټل اسعارو ذخيره کولو ته مخه کړې.

د طالبانو د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د «جامو وینځلو واسلین» منع کړل

۲۰ وری ۱۴۰۳ - ۸ اپریل ۲۰۲۴، ۱۵:۳۹ GMT+۱

د طالبانو د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د جامو وینځلو واسلینو تولیدونکو ته امر کړی، چې د دې صنایعو له تولید څخه دې په جدي توګه ډډه وکړي.

دغه وزارت ټینګار کړی، چې د ناروغیو د مخنیوي او د هېوادوالو د روغتیا د خوندیتوب لپاره باید د دې صابون تولید ودرول شي.

دغه وزارت د دوشنبې په ورځ (د سلواغې په ۱۹مه) د دغې مایع تولیدوونکو ته چې په افغانستان کې د «وینځلو وایسلین» په نوم یادېږي، خبرداری ورکړ چې که له دغه حکم څخه سرغړونه وکړي له قانوني چلند سره به مخ شي.

د طالبانو د صنایعو او سوداګرۍ وزارت هم له خلکو غوښتي چې له دې صابون څخه دې استفاده نه کوي؛ ځکه چې د پوستکي د ناروغیو او د پوستکي د مزمن حساسیت لامل کېږي.

مولوی عبدالکبير: رسنۍ او د نظر خاوندان دې د دوی په وړاندي د منفي تبلیغاتو مخه ونيسي

۲۰ وری ۱۴۰۳ - ۸ اپریل ۲۰۲۴، ۱۵:۲۵ GMT+۱

د طالبانو د ریاست الوزرا سياسي مرستيال تېره شپه د روژه ماتې پرمهال له رسنيو او سیاسي فعالانو څخه وغوښتل، چې د دوی په وړاندې دې د منفي تبليغاتو په مخنيوي کې خپل رول ادا کړي.

مولوی عبدالکبير زياتوي، چې د دوی «د اسلامي نظام» په وړاندې منفي تبلیغات روان دي.

د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبير د یکشنبې په ماښام د رسنيو او سياسي فعالانو سره د روژه ماتي پر مهال وويل، چې دوی د «اسلامي امارت د ملي ګټو او اسلامي احکامو په رڼا کې» د رسنيو او فعالانو ملاتړ کوي او مشورې يې مني.

نوموړي زياتوي: «په تېرو دوو لسیزو کې د نفاق لپاره پراخې هڅې شوي دي.»

هغه غوښتنه وکړه، چې رسنۍ او فعالان دې د ملي يوالي لپاره کار وکړي.

مولوی عبدالکبير وايي، چې نړۍ بايد د افغانستان ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا ته احترام ولري.

د رسنيو استازي او سياسي فعالان د رییس الوزرا د سياسي مرستيال سره د روژه ماتي پرمهال
100%
د رسنيو استازي او سياسي فعالان د رییس الوزرا د سياسي مرستيال سره د روژه ماتي پرمهال

د هغه په خبره، چې دوی د نړۍ او ګاونډيو هېوادونو سره د اړيکو ترینګلتيا نه غواړي.

په دې ناسته کې د رسنيو استازو او سیاسي فعالانو د افغانستان پر اوسني وضعیت او د ستونزو پر حل هم خبرې وکړې.

طالبان په داسې کې د رسنيو او فعالانو سره ليدلي، چې طالبانو واک ته په رسېدو سره پر رسنيو او مدني فعالانو باندې بنديزونه زيات کړي او د يو شمېر د رسنيو کارکوونکي او فعالان یې نیولي او په بندخونو کې ساتلي.

د طالبانو ستره محکمه: د ملا هبت الله په امر له بندخونو څخه نږدې ۳۰۰۰ بندیان خوشې شول

۲۰ وری ۱۴۰۳ - ۸ اپریل ۲۰۲۴، ۱۰:۴۰ GMT+۱

د طالبانو سترې محکمې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د یادې ډلې د مشر په امر یې د کوچني اختر په مناسبت ۲۸۵۵ بندیان خوشي کړل او له زرو څخه د ډیرو بندیانو د بند موده یې کمه کړه. تر اوسه پورې خپلواکو بنسټونو دغه شمېرې نه دي تایید کړې.

د طالبانو سترې محکمې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د یادې ډلې د مشر ملا هبت الله د فرمان له مخې یې د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو له زندانونو ۲۸۵۵ تنه بندیان خوشې کړي.

دغه خبرپاڼه چې د دوشنبې په ورځ د (وري ۲۰مه) د طالبانو سترې محکمې له لوري خپره شوې پکې ویل شوي چې د ۱۴۲۰ تنه بندیانو د بند موده یې راکمه کړې.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په افغانستان د خپلواکو او بې پرې ادارو نه شتون او پڅې چارې د دې لامل شوې چې د طالبانو له لوري د ورته شمېرو له خپرېدو وروسته د شمېرو د کره والي تایید نه شي کیدای.

د سترې محکمې له لوري په خبره شوي خبرپاڼه کې له زندانونو د ازادو شویو بندیانو د جرم په اړه جزیات نه دي ورکول شوي.

تر دې وړاندې د څرخي پله، هرات او کندهار له زندانونو د بندیانو د خوشې کېدو راپورونه ورکړل شوي وو. خو دا نه ده معلومه چې په خوشې شویو بندیانو کې څو تنه ښځې له بندخونو ازادې شوې.