د حماس د سیاسي دفتر مشر: زما د زامنو وینه د غزې د خلکو له وینې ارزښتناکه نه ده

وروسته له هغې چې د حماس د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه درې زامن د اسراییل په برید کې ووژل شول؛ نوموړی وايي، چې د زامنو وینه یې د غزې د خلکو له وینې ارزښتناکه نه ده.

وروسته له هغې چې د حماس د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه درې زامن د اسراییل په برید کې ووژل شول؛ نوموړی وايي، چې د زامنو وینه یې د غزې د خلکو له وینې ارزښتناکه نه ده.
په ټولنیزو رسنیو کې د ښاغلي هنیه هغه ویډیو خپره شوې، چې پکې نوموړي ته د هغه د زامنو د وژل کېدو خبر ورکول کیږي.
اسماعیل هنیه ته د خپلو زامنو او لمسیانو د وژل کېدو خبر په داسې حال کې ورکړل شو چې هغه پخپله د دوحې په روغتون کې له غزې څخه قطر ته د راوړل شویو زخمیانو د لیدو لپاره تللی و.
د کوچني اختر په لومړۍ ورځ د اسراییل په برید کې د اسماعیل هنیه د درېیو زامنو او درېیو لمسیانو په ګډون ۱۲۲ فلسطینیان ووژل شول.
نوموړي د خبر د اورېدو پر مهال وویل: "الله دې ورته اسانه کړي."
هغه وروسته له الجزیرې سره په مرکه کې وویل، چې زامن یې په غزه کې له خپلو خلکو سره پاتې شوي وو او له سیمې نه وو وتلي.
هنیه وویل: "زما د زامنو وینه زموږ د هغو خلکو له وینو څخه زیاته ارزښتناکه نه ده چې په غزه کې شهیدان شوي دي.د لومړۍ قبلې د ازادۍ په لاره کې له قربانۍ پرته بل څه نi شته."
هغه وايي، چې د غزې د اوسېدونکو ټولو کورنیو د خپلو بچیانو د وینې دروند قیمت ادا کړی او نوموړی هم یو له هغوی څخه دی.


د امریکا د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مکال د چهارشنبې په ورځ یو ځل بیا په افغانستان کې د بشري ناورین او د طالبانو له خوا د امریکا له بهرنیو مرستو څخه په ناوړه استفادې نیوکه وکړه.
هغه وویل، چې د افغانستان اوسنی بحران له دغه هېواد څخه د امریکا د وتلو نتیجه ده.
مکال وویل ،چې د امریکا بشري مرستې افغانستان خلکو او په ځانګړي ډول مېرمنو او ماشومانو ته نه رسیږي او پر ځای یې د طالبانو لسونو ته لوېږي.
د مکال په وینا: "موږ په حقیقت پوهیږو چې د امریکایي مالیه ورکونکو مرستې د طالبانو او د هغوی د متحدینو جیبونو ته ځي."
د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې د چهارشنبې په ورځ د امریکا د نړۍوالې مرستندویه ادارې (USAID) د مشرې سمانتا پاور په حضور کې غونډه وکړه.
په دې کتنه کې مېرمن پاور په بېلابېلو هېوادونو کې د امريکا د بشري او پراختيايي مرستو د اغېزمنتيا په اړه د استازو پوښتنو ته ځوابونه وويل.
مکال وویل: "د بایډن د ادارې تر څارنې لاندې د امریکايي ځواکونو ګډوډ وتل په افغانستان کې یو لوی بشري ناورین رامنځته کړی دی."
هغه زیاته کړه، چې د بشري حقونو او د ښځو د حقونو په برخه کې د افغانستان لاسته راوړنې د بایډن په یو اړخیزه توګه له افغانستان څخه د وتلو له پرېکړې سره له لاسه ورکړل شوې او "اوس افغانستان په نړۍ کې د ښځو لپاره یو تر ټولو ځورونکی رژیم لري."
امریکا په تېرو دوو کلونو کې له افغانستان سره څه باندې دوه میلیارده ډالره مرسته کړې ده.
ښاغلی مکال د امریکا په کانګرس کې یو له هغو غړو دی، چې همېشه یې د افغانستان په تړاو د بایډن د ادارې پر سیاستونو نیوکې کړې دي.

بلومبرګ په یوه راپور کې د باخبرو سرچینو په حواله لیکلي، چې امریکا او متحدین یې په دې باور دي چې ښايي ایران د اسراییل پر اهدافو بریدونه وکړي.
د بلومبرګ د راپور له مخې؛ د اسراییل د پوځي او حکومتي اهدافو پر وړاندې د ایران او د هغوی د نیابتي ډلو له خوا د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو بریدونه "نږدې" دي او تمه کیږي چې ایران به پر ملکي اهدافو بریدونه نه کوي.
وروسته له هغې چې په سوریه کې د ایران پر کونسلګرۍ د اسراییلي ځواکونو له خوا برید وشو، ایران د غچ اخیستنې اعلان وکړ.
په ورته وخت کې د اسراییل دفاع وزیر ویلي وو، چې د ایران او د هغوی د نیابتي ډلو له خوا د هر ډول برید ځواب ته اماده دي.

د اروپا پارلمان له کلونو بحثونو وروسته د چهارشنبې په ورځ په اروپايي ټولنه کې د پناه غوښتنې او کډوالۍ تړون تصویب کړ. د نویو بدلونونو پر بنسټ؛ د پناه غوښتونکو د کډ،الۍ دوسیې او د هغوی د اخراج بهیر چټک شوی دی.
دا تعدیلات باید په رسمي ډول د اروپايي شورا له خوا تصویب شي او باید د ټولو غړو هېوادونو له خوا هم په رسمي ډول ومنل شي.
د دې اصلاحاتو مسوده د ۲۰۲۰ په سپټمبر کې د اروپایي کمېسیون له خوا وړاندیز شوې وه؛ ترڅو په ۲۰۱۶ کې د تېرو خبرو اترو له ناکامۍ وروسته د پناه غوښتنې او کډوالۍ په اړه د اروپایی قوانینو د بیاکتنې لپاره نوې هڅې پیل کړي.
د اروپايي اتحادیي د شورا د بیان له مخې؛ دا قانون وړاندیز کوي چې یو نوی او لازمي د څېړنې او ارزونې سیسټم به په ټولو سرحدونو او اروپایي اتحادیې کې ټولو لارو کې پلي شي.
اروپايي اتحادیې ته د کډوالو د ننوتلو د مخنیوي لپاره د پولو د کنټرول سختول، د هغو کسانو د ګړندي راستنیدو لپاره د توقیف ځایونو جوړول چې پناه یې نه ده منل شوې، په دغو اصلاحاتو کې مهم دي.
دغه راز په نوي تړون کې د ټولو اروپايي هېوادونو له خوا د پناه غوښتونکو پر منلو ټینګار شوی دی.
د دې هدف د یونان او ایټالیا په څېر هېوادونو باندې د فشار کمول دي، چې د افریقایي او اسیایي هېوادونو څخه د کډوالو لومړني ځایونه دي.
د پولنډ په ګډون یو شمېر هېوادونو د غیر اروپايي هېوادونو په تېره بیا د مسلمانو کډوالو د منلو مخالفت کړی دی.
په داسې حال کې چې د اروپايي اتحادیې د کورنیو چارو کمېشنر یلوا جوهانسن دا تړون "یوه تاریخي شېبه" بللې.
په تېرو څو کلونو کې د نړۍوالو بحرانونو د زیاتوالي سره اروپايي اتحادیه د غیرقانوني کډوالۍ او د پناه غوښتنې غوښتنلیکونو له زیاتوالي سره مخ ده.
د اروپايي ټولنې د سرحدي او ساحلي ګارد ادارې د شمېرو له مخې؛ یوازې د ۲۰۲۳ کال په لومړیو یوولسو میاشتو کې د اروپايي ټولنې له بهرنیو پولو څه باندې ۳۸۰ زره ناقانونه تګ راتګ ثبت شوی دی.
د اروپايي ټولنې د پناه غوښتنې ادارې د معلوماتو له مخې؛ د ۲۰۲۳ کال تر پایه د پناه غوښتونکو شمېر ۱.۴ میلیونو ته ورسېد.

د ايران د زعفرانو د ملي شورا منشي ویلي، چې افغانستان د دغه هېواد زعفران پېري او په بهرنيو پېرودونکو يې د خپل محصول په توګه پلوري. د فرشيد منوچهري په وینا؛ افغانستان تېر کال ۴۰ټنه ایراني زعفران اخیستي او د ایران په بازارونو کې یې پلورلي دي.
د ایران د کارګرانو خبري اژانس «ایلنا» د راپور له مخې؛ د ایران د زعفرانو د ملي شورا منشي د چهارشنبې په ورځ د (وري ۲۲مه) وویل، چې د دغه هېواد ډېر صادراتي بازارونه د افغانستان، چین، هسپانیا او قطر دي.
فرشيد منوچهري زیاته کړه: «د افغانستان په څېر هېواد خپل زعفران نه مصرفوي، بلکې د افغانستان د تولیدي محصول په توګه یې په لوړه بیه پلوري.»
دا ادعا په داسې حال کې کېږي، چې له دې وړاندې هم د ایران په نوم نورو هېوادونو ته د افغان زعفرانو د صادرېدو راپورونه ورکړل شوي دي.
د ایران د زعفرانو د ملي شورا د دغه چارواکي په خبره چین ته د دغه هېواد د زعفرانو د صادراتو له کمېدو وروسته د تېر کال په دویمه شپږو میاشتو کې د دغه هېواد د زعفرانو د صادراتو اندازه کمه شوې ده.
ښاغلي منوچهري زیاته کړه، چې ډېری مصرف کوونکي ایران د زعفرانو د ستر تولیدونکي هېواد په توګه نه پېژنې.
هغه وویل: «که یوه ورځ افغانستان د پام وړ زعفران تولید کړي، کولی شي په اسانۍ سره زموږ بازارونو ته ننوځي او زموږ موقف محدود کړي او له ایران څخه واردولو ته بيا اړتیا نه شته.»
د ایران د زعفرانو د ملي شورا منشي ټینګار وکړ، چې زعفران د «سوداګريزي نښې» د ثبت په اړه باید اقدام وشی.
د ١٤٠٢ کال په پاى کې طالبانو وويل، چې د کندهار ولايت په مرکز او ولسواليو کې تر ٤٠٠ جريبه په زياته ځمکه زعفران کرل شوي دي.
هرات ولایت، چې د ایران په ګاونډ کې دی په افغانستان کې د زعفرانو د تولید تر ټولو لوی مرکز دی.

د ټایمز اف اسراییل خبري ویب پاڼې د چهارشنبې په ورځ لیکلي، چې د امریکا له خوا د وړاندیز شوي اوربند له مخې به اسراییل د غزې د شمالي سیمو د ۱۵۰ زرو اوسېدونکو خپلو سیمو ته د ستنیدو سره موافقه وکړي.
د اوربند په تړاو د راپورونو له مخې؛ د اسراییل د اقداماتو په بدل کې حماس باید د هغو ښځو، بوډاګانو او ناروغانو لېست چمتو کړي، چې د دې ډلې له خوا یرغمل شوي او ژوندي دي.
دوو اسراییلي چارواکو ویلي، چې د حکومت ارزونه دا ده چې حماس لا هم د دغه پلان منلو ته زړه نه ښه کوي.
وال سټریټ ژورنال بیا لیکلي چې حماس د امریکا وړاندیز ځکه رد کړی، چې د واشنګټن په پلان کې په سیمه کې د شخړو د بشپړې پای ته رسیدو وخت پکې نه دی ذکر شوی.
دغې ورځپاڼې زیاته کړې، حماس پلان لري چې د روانې اونۍ په وروستیو کې د جګړې د ختمولو په اړه خپل وړاندیز وړاندې کړي.