• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران د زعفرانو د ملي شورا منشي: افغانستان زموږ زعفران پر موږ او بهرنیو مشتریانو پلوري

۲۲ وری ۱۴۰۳ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۴، ۱۷:۴۱ GMT+۱

د ايران د زعفرانو د ملي شورا منشي ویلي، چې افغانستان د دغه هېواد زعفران پېري او په بهرنيو پېرودونکو يې د خپل محصول په توګه پلوري. د فرشيد منوچهري په وینا؛ افغانستان تېر کال ۴۰ټنه ایراني زعفران اخیستي او د ایران په بازارونو کې یې پلورلي دي.

د ایران د کارګرانو خبري اژانس «ایلنا» د راپور له مخې؛ د ایران د زعفرانو د ملي شورا منشي د چهارشنبې په ورځ د (وري ۲۲مه) وویل، چې د دغه هېواد ډېر صادراتي بازارونه د افغانستان، چین، هسپانیا او قطر دي.

فرشيد منوچهري زیاته کړه: «د افغانستان په څېر هېواد خپل زعفران نه مصرفوي، بلکې د افغانستان د تولیدي محصول په توګه یې په لوړه بیه پلوري.»

دا ادعا په داسې حال کې کېږي، چې له دې وړاندې هم د ایران په نوم نورو هېوادونو ته د افغان زعفرانو د صادرېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

د ایران د زعفرانو د ملي شورا د دغه چارواکي په خبره چین ته د دغه هېواد د زعفرانو د صادراتو له کمېدو وروسته د تېر کال په دویمه شپږو میاشتو کې د دغه هېواد د زعفرانو د صادراتو اندازه کمه شوې ده.

ښاغلي منوچهري زیاته کړه، چې ډېری مصرف کوونکي ایران د زعفرانو د ستر تولیدونکي هېواد په توګه نه پېژنې.

هغه وویل: «که یوه ورځ افغانستان د پام وړ زعفران تولید کړي، کولی شي په اسانۍ سره زموږ بازارونو ته ننوځي او زموږ موقف محدود کړي او له ایران څخه واردولو ته بيا اړتیا نه شته.»

د ایران د زعفرانو د ملي شورا منشي ټینګار وکړ، چې زعفران د «سوداګريزي نښې» د ثبت په اړه باید اقدام وشی.

د ١٤٠٢ کال په پاى کې طالبانو وويل، چې د کندهار ولايت په مرکز او ولسواليو کې تر ٤٠٠ جريبه په زياته ځمکه زعفران کرل شوي دي.

هرات ولایت، چې د ایران په ګاونډ کې دی په افغانستان کې د زعفرانو د تولید تر ټولو لوی مرکز دی.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

۵

ازادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د راکټي برید خبر ور کړی

•
•
•

نور کیسې

اسراییل د غزې د ۱۵۰ زرو اوسېدونکو سره خپلو کورونو ته د بېرته ستندېدو احتمالي موافقه ښودلې

۲۲ وری ۱۴۰۳ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۴، ۱۷:۲۷ GMT+۱

د ټایمز اف اسراییل خبري ویب پاڼې د چهارشنبې په ورځ لیکلي، چې د امریکا له خوا د وړاندیز شوي اوربند له مخې به اسراییل د غزې د شمالي سیمو د ۱۵۰ زرو اوسېدونکو خپلو سیمو ته د ستنیدو سره موافقه وکړي.

د اوربند په تړاو د راپورونو له مخې؛ د اسراییل د اقداماتو په بدل کې حماس باید د هغو ښځو، بوډاګانو او ناروغانو لېست چمتو کړي، چې د دې ډلې له خوا یرغمل شوي او ژوندي دي.

دوو اسراییلي چارواکو ویلي، چې د حکومت ارزونه دا ده چې حماس لا هم د دغه پلان منلو ته زړه نه ښه کوي.

وال سټریټ ژورنال بیا لیکلي چې حماس د امریکا وړاندیز ځکه رد کړی، چې د واشنګټن په پلان کې په سیمه کې د شخړو د بشپړې پای ته رسیدو وخت پکې نه دی ذکر شوی.

دغې ورځپاڼې زیاته کړې، حماس پلان لري چې د روانې اونۍ په وروستیو کې د جګړې د ختمولو په اړه خپل وړاندیز وړاندې کړي.

الجزیره: غزه کې د اسراییل په هوايي برید کې د اسماعیل هنیه درې زامن او لمسیان وژل شوي

۲۲ وری ۱۴۰۳ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۴، ۱۶:۵۸ GMT+۱

د الجزیرې خبري شبکې د چهارشنبې په ورځ (د وري ۲۲مه) خبر ورکړ، چې د حماس د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه درې زامن په غزه کې د اسراییل په هوايي برید کې وژل شوي دي. دغې رسنۍ خبر ورکړی، چې په دغه برید کې د ښاغلي هنیه لمسیان هم وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې؛ د ښاغلي هنيه زامن حازم، امير او محمد هنيه دي.

د حماس د سیاسي دفتر د مشر دغه اولادونه په غزه کې د کډوالو پر کمپ د اسرايیل په هوايي برید کې وژل شوي دي.

دغې شبکې د اسماعیل هنیه له قوله ویلي، چې ماشومان یې د غزې په شمال کې شاطي کمپ ته د اختر لپاره له خپلې کورنۍ او خپلوانو سره د لیدو لپاره روان وو، چې پرې برید وشو.

د اسماعیل هنیه زامن
100%
د اسماعیل هنیه زامن

د حماس د سیاسي دفتر مشر ویلي، که د حماس د مشرانو کورنۍ او کورونه هم په نښه شي، دوی به له خپل دریځه شا نه شي.

د اسراییل پوځ تر اوسه د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي.

الجزیرې خبر ورکړی، چې د اسراییل په بریدونو کې د اسماعیل هنیه د کورنۍ ۶۰ تنه خپلوان وژل شوي دي.

د پاکستان لومړي وزير د مختلفو هېوادونو مشرانو ته د اختر مبارکي لپاره ټلیفون وکړ

۲۲ وری ۱۴۰۳ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۴، ۱۵:۳۸ GMT+۱

د پاکستان لومړي وزير د مالیزیا، ترکيې، قطر، بحرين، عمان او محتده عربي اماراتو مشرانو ته ټلیفون سره د اختر مبارکي ور کړه. شهباز شریف وايي، له دې مشرانو سره یې پر مبارکۍ سربېره د اسلامي هيوادونو پر ګډه ملګرتيا، د سوداګريزو اړيکو پر پياوړتيا او په سېمه کې پر سوله او ثبات خبرې کړي.

د پاکستان لومړۍ وزير شهباز شريف نن چهار شنبه د کوچني په لومړۍ ورځ پر خپله اېکس پاڼه د هغو هيوادونو د مشرانو یادونه کړې چې ده ور سره نن او یا پرون د اختر مبارکي لپاره ټلیفون کړی دی.

شهباز شريف د مالیزیا لومړي وزیر انوار ابراهیم، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، د قطر امیر شیخ تمیم بن محمد الثانی، د متحده عربي اماراتو مشر شیخ محمد بن زاید النهیان، د عمان پاچا سلطان هشام بن طارم او د بحرين پاچا حمد بن عیسا ال خلیفه ته زنګ وهلی دی.

شهباز شریف دغو ټولو هيوادونو ته د مبارکۍ ويلو ترڅنګ د همکارۍ غوښتنه کړې او د «اسلامي هيوادونو» د اړيکو پر پياوړتيا يې ټينګار کړی دی.

شهباز شریف پرون د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د سعودي عربستان له دوه ورځني سفر هېواد ته ستون شو.

د سعودي چارواکو له نوموړي سره د پاکستان د خراب اقتصادي حالت په ښه کولو کې د مرستې ژمنه کړې ده.

د طالبانو استخبارات بهرنیو ډیپلوماټانو ته: له هیچا مه وېرېږئ، موږ مو ساتنه کوو

۲۲ وری ۱۴۰۳ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۴، ۱۴:۰۰ GMT+۱

د طالبانو استخباراتو ادارې په خپل اختري پيغام کې ټينګار کړی، چې ډيپلوماټان او د بهرنيو موسیسو کارکوونکي بايد له هیچا ونه وېرېږي. دې ادارې د بهرنيو ډيپلوماټانو شتون د افغانستان لپاره يوه «جدي اړتيا» بللې او ډاډ يې ورکړی، چې د دوی ساتنه به کوي.

د طالبانو استخباراتو ادارې دغه پيغام، چې د چهار شنبې په ورځ د (وري ۲۲مه) خپور کړی ټينګار کړی، چې « دوښمن په ټول افغانستان کې مات شوی دی» او د تېر کال د ځينو بريدونو عاملين په «خپله سزا رسېدلي» دي.

دغې ادارې په خپل پیغام کې زیاته کړې، چې د طالبانو د مشر د بښنې له امر سره سم په افغانستان کې د «ورورولۍ فضا» رامنځ ته شوې او د هېواد د اقتصادي ودې او پرمختګ لامل شوې ده.

د طالبانو استخباراتو لیکلي، چې د دې ډلې غړو په ټول افغانستان کې امنیت تامین کړی دی.

د طالبانو استخباراتو ادارې له خلکو غوښتي، چې د امنيت په تامينولو کې له دوی سره همکاري وکړي.

د طالبانو استخباراتي ادارې هغو «هیوادونو او ډلو» ته، چې د دې ادارې په وینا، «له بهر څخه خلک هڅوي او د افغانستان د بې ثباته کولو په هڅه کې دي» خبرداری ورکړی، چې «دوی باید له تېر څخه ز کړه وکړي او پوه شي، چې د زرګونو اشغالګرو بهرنیو پوځیانو په شتون سره بریالي نه شول او اوس نشي کولای ګډوډي رامنځته کړي.»

سراج الدین حقاني: طالب امنیتي مسولين دې ظلم نه کوي او خلک دې همکاري وکړي

۲۲ وری ۱۴۰۳ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۴، ۱۳:۰۵ GMT+۱

د طالبانو کورنیو چارو وزير د کوچني اختر په مناسبت په پيغام کې خپلو امنيتي مسولانو ته ويلي، چې پر خلکو «ظلم» ونه کړي او له داسې کار ډډه وکړي چې د خلکو د ځور سبب کېږي. سراج الدين حقاني د دې ډلې له حکومت سره د خلکو د همکارۍ غوښتنه کړې. نوموړي د فلسطين له خلکو سره خواخوږي ښودلې.

د طالبانو کورنيو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د چهار شنبې په ورځ د سراج الدين حقاني پيغام په خپل ږغ کې خپور کړ.

حقاني په خپل پيغام کې له خلکو غوښتي، چې له دوی سره همکاري وکړي او د نيمې پيړۍ د ستونزو پر حل دې تلوار نه کوي.

هغه د ستونزو په حل کې له خلکو د «صبر» غوښتنه وکړه.

«موږ په دې پوهيږو، چې د نژدې نيمې پيړۍ ستونزي په اسانه او عاجله توګه د ژوند د هغسې ژوند او امکاناتو تمه نه شو کولای، چې هیله یې لرو، خو موږ ټول يې په حل کې هڅې کوو.»

حقاني په خپل پيغام کې ولايتي طالب امنيتي مسولينو ته سپارښتنه کړې، چې له « کيبر، خودخواهۍ، ځان ښودنې او ظلم» ډډه وکړی.

هغه وويل، چې د افغانانو په يووالي سره پرمختګ او ثبات راتلای شي.

د طالبانو کورنيو چارو وزير د کوچني اختر په مناسبت په همدې پيغام کې پر فلسطين د «اسراييلو ظلمونه» غندلي او زياتوي: « يهوديانو زموږ پر وړونو او خوندو وحشت پيل کړی».

حقاني وايي، د دې «ظلم» په اړه ټوله نړۍ چوپ ده او هيڅوک د فلسطين د خلګو دفاع نه کوي.