• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سراج الدین حقاني: طالب امنیتي مسولين دې ظلم نه کوي او خلک دې همکاري وکړي

۲۲ وری ۱۴۰۳ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۴، ۱۳:۰۵ GMT+۱

د طالبانو کورنیو چارو وزير د کوچني اختر په مناسبت په پيغام کې خپلو امنيتي مسولانو ته ويلي، چې پر خلکو «ظلم» ونه کړي او له داسې کار ډډه وکړي چې د خلکو د ځور سبب کېږي. سراج الدين حقاني د دې ډلې له حکومت سره د خلکو د همکارۍ غوښتنه کړې. نوموړي د فلسطين له خلکو سره خواخوږي ښودلې.

د طالبانو کورنيو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د چهار شنبې په ورځ د سراج الدين حقاني پيغام په خپل ږغ کې خپور کړ.

حقاني په خپل پيغام کې له خلکو غوښتي، چې له دوی سره همکاري وکړي او د نيمې پيړۍ د ستونزو پر حل دې تلوار نه کوي.

هغه د ستونزو په حل کې له خلکو د «صبر» غوښتنه وکړه.

«موږ په دې پوهيږو، چې د نژدې نيمې پيړۍ ستونزي په اسانه او عاجله توګه د ژوند د هغسې ژوند او امکاناتو تمه نه شو کولای، چې هیله یې لرو، خو موږ ټول يې په حل کې هڅې کوو.»

حقاني په خپل پيغام کې ولايتي طالب امنيتي مسولينو ته سپارښتنه کړې، چې له « کيبر، خودخواهۍ، ځان ښودنې او ظلم» ډډه وکړی.

هغه وويل، چې د افغانانو په يووالي سره پرمختګ او ثبات راتلای شي.

د طالبانو کورنيو چارو وزير د کوچني اختر په مناسبت په همدې پيغام کې پر فلسطين د «اسراييلو ظلمونه» غندلي او زياتوي: « يهوديانو زموږ پر وړونو او خوندو وحشت پيل کړی».

حقاني وايي، د دې «ظلم» په اړه ټوله نړۍ چوپ ده او هيڅوک د فلسطين د خلګو دفاع نه کوي.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

۵

ازادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د راکټي برید خبر ور کړی

•
•
•

نور کیسې

د افغانستان او پاکستان د تجارت کړکېچونه

۲۲ وری ۱۴۰۳ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۴، ۱۰:۳۰ GMT+۱
•
افراسیاب خټک

د تېر مارچ په ۲۵ د پاکستان د تجارت د وزارت معین خرم اغا په مشرۍ دولتي پلاوي کابل ته سفر وکړ چې د طالبانو د تجارت د وزارت او نورو مقاماتو سره پر خپلمنځي تجارتي اړیکو کې د ستونځو پر هوارولو خبرې وکړي او د رکود ښکار دوه اړخیزه تجارت او ټرانزیټي تجارت د بیا روانولو لارې پرانیځي.

په دغه درې ورځني سفر کې پاکستاني هیت د طالبانو د تجارت وزیر نورالدین عزیزي او نورو چارواکو سره خبرې وکړې.

په ابتدا کې د خبرو برنامه تر دوو ورځو محدوده وه، خو چې دواړو خواوو ولیدل چې په دوو ورځو کې د دواړو هیوادونو تر منځ تجارت ته د ورپیښو مسلو په ټولو اړخونو بحث تکمیل نه شو نو دوی په دریمه ورځ هم خبرو ته ادامه ورکړه.

چون د امنیت مسلې هم له تجارتي چارو سره تړاو لري نو ځکه په پاکستاني پلاوي کې د داخله وزارت یوه لوړ پوړي افسر خوشال خان هم ګډون درلود.

د پاکستان تورونه او تجارت ته خنډونه

په مارچ کې کابل ته تللي پاکستاني پلاوي د ستونزو هوارولو ژمنه وکړه
100%
په مارچ کې کابل ته تللي پاکستاني پلاوي د ستونزو هوارولو ژمنه وکړه

پاکستان پر افغانستان دا تور لګوي چې هغه د ټرانزېټ له لارې وارد شوی مال په قاچاقي توګه پاکستان ته لیږي او دغه قاچاق د پاکستان تجارت او صنعت دواړو ته سخت تاوان رسوي.

افغان اړخ د پاکستان هیت ته ډاډ ور کړ چې د قاچاق په مخنیوي کې د پاکستان کومک ته اماده دی، خو باید پاکستان په خپله ساحه کې د قاچاق د مخه نیولو غم وکړي.

افغان اړخ هغه مشکلات په ګوته کړل چې د پاکستان له خوا د نویو قیوداتو د تحمیل په وجه منځ ته راغلي دي.

پاکستان د کال ۲۰۲۳ په اکتوبر کې د افغانستان له خوا په ټرانزیټي تجارت کې د ځینی شیونو په واردولو بندیز ولګاوه او په دې لړ کې یې په اصطلاح یو منفي لیست هم اعلان کړ، چې د دواړو هیوادونو تر منځه د ټرانزیټي تجارت د ۲۰۱۰ کال د معاهدې او له بین المللي قوانینو او مقرراتو نه سرغړونه ده.

پر دې برسیره پاکستان د عادی اشیاوو په راتیرولو ۱۰ فیصده ټیکس ولګاوه چې دا په افغانانو باندې یو بې ځایه اقتصادي بار دی.

په دې د پاسه پاکستان د ټرانزیټي مال لپاره د څرخیدونکې بیمې تضمین یا انشورنس ګارنټي په بانکي تضمینونو بدله کړه، چې په ټرانزیټي تجارت کې د افغان تاجرانو مصارف لوړوي.

د کرښې د پاسه د عبور او مرور لپاره د پاکستان له خوا د پاسپورټ او ویزې یو جانبه شرط هم مشکل جوړ کړی دی.

د طالبانو امارت د پاکستان پر سیتروس میوو ټیکس زیات کړی دی او د ډبرو سکرو بیه خو یې له څه وخت وړاندې لوړه کړې وه.

د دغو منفي پرمختګونو له امله د دواړو د هیوادونو په منځ کې د تجارت کچه ډیره ټیټه شوه.

د ایران لارې ته د افغان ټرانزېټ اوښتل

د پاکستان د خنډونو له امله افغان سوداګر اوس تر کراچۍ ایران غوره بولي
100%
د پاکستان د خنډونو له امله افغان سوداګر اوس تر کراچۍ ایران غوره بولي

د طالبانو د تجارت وزارت ویاند عبدالسلام جواد وايي، چې د پاکستان له خوا د افغان تاجرانو لپاره د بې ځایه مشکلاتو پیدا کولو په وجه د پاکستان له لارې د افغانستان ټرانزیټي تجارت پنځوس فیصده کم شوی دی او افغان تاجران اوس د ټرانزیټ تجارت لپاره ایران ته په مخه کولو مجبور شوي دي.

خو د پاکستان یوې ورځپاڼې ډیلي میل د خبر سره سم د پیښور یو تاجر ضیا الحق سرحدي وايي چې د ۲۰۲۴ کال نه د افغانستان د ټرانزیټي تجارت اویا فیصدي اوس د ایران له لارې کیږي.

ضیا الحق سرحدي دا هم وايي چې پخوا د افغانستان او پاکستان دوه اړخیز تجارت له دریو میلیارد ډالرو نه لوړ شوی و او دواړو هیوادونو غوښتل چې د دوه اړخیز تجارت کچه تر پنځو میلیاردو ډالرو لوړه کړي، خو د پورته ذکر شویو مسایلو په وجه دغه تجارت اوس له یو میلیارد ډالرو نه هم ښکته راغلی دی.

د ۲۰۲۴ کال په جنورۍ میاشت کې د پاکستان او افغانستان د تجارت او صنعت ګډ اتاق رییس جنید مکدا له ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، چې باید د پاکستان حکومت د افغانستان په ټرانزیټي تجارت لګول شوي یو اړخیز بندیزونه لرې کړي.

د هغه په خبره، د پاکستان د دغو بندیزونو له امله د داوړو هیوادونو تر مینځ دوه اړخیز تجارت د کچې پر ټیټیدو برسیره د دواړو خواوو تاجرانو هم ډیر تاوان لیدلی دی او په دې مسایلو د دواړو اړخونو تر مینځه خبرې له بن بست یا بندون سره مخامخ شوې دي.

نو داسې ښکاری چې د مارچ میاشتې خبرې د پورته ذکر شوي بندون د ختمولو په خاطر وشولې، پاکستاني هیت له طالب چارواکو سره لوظ هم وکړ چې دوی به پاکستان ته د بیر ته تګ نه پس خپل مشرتابه ته په ټرانزیټي تجارت کې افغانانو ته د ورپیښو ستونځو د حل لپاره سپارښتنې وکړي.

له دې سره ځینې شنونکي په دې اند دي، چې په افغانستان کې د پاکستاني الوتکو له بمبار یوه اونۍ وروسته د پاکستان د تجارتي هیت کابل ته د سفر اصلي موخه د هغه شدید تاوتریخوالي کمول و چې د پاکستاني الوتکو د برید له امله زیږیدلی و.

ټرانزېټ پاکستان ته د فشار اله

100%

که موږ په تاریخ نظر واچوو نو په دې خبره پوهیدل ګران نه دي چې پاکستان له ډیر پخوا نه د افغانستان د ټرانزیټ تجارت نه د فشار د یوې الې په توګه کار اخستی دی.

کله چې د دواړو هیوادونو په سیاسي مناسباتو کې کوم اړی ګړی راغلی دی، نو پاکستان سملاسي د افغانستان په تجارت خپلې لارې پوره په ډیر کبر سره تړلې دي او ټولې معاهدې او مقررات یې تر پښو لاندې کړي دي، که هغه دواړو هیوادونو تر منځه د ټرانزیټ تجارت د کال ۱۹۶۵ معاهده وه او که په ۲۰۱۰ کې امضا شوې لوظنامه ده.

د پاکستان له خوا په وار وار د دغه عمل تکرار دا خبره په اثبات رسوي چې پاکستان ځان د خپلو بین المللي لوظنامو پابند نه ګڼي او د حقوقي ژمنتیا په ځای د خپلې خوښې او ناخوښې په اساس عمل کوي، په خاصه توګه له افغانستان سره د یوه مستقل ګاونډي هیواد په ځای د یو تحت الحمایه سیمې غوندې برخورد کوي او دغه برخورد د داړو هیوادونو په مناسباتو کې د کړکیچونو د زیږیدو سبب ګرځي.

افغانستان کې تر تجارت تاوتریخوالی غوره کول

ایران، ترکمنستان او ازبکستان له افغانستان سره ځانونه پر پټلۍ ونښلول
100%
ایران، ترکمنستان او ازبکستان له افغانستان سره ځانونه پر پټلۍ ونښلول

د ډیرو مساعدو جغرافیايي او تاریخي شرایطو باوجود له افغانستان سره د پاکستان د تجارتي او اقتصادي اړیکو د ضعف یو بل مهم علت دا دی چې پاکستان د خپل تاسیس نه سملاسي پس له افغانستان سره خپلو اړیکو ته تل له ستراتیجیکو عینکو کتلي دي، چې پخوا د بریتانوي امپراتورۍ سیاست و، تر دې چې کله د پخواني شوروي اتحاد د ړنګیدو نه وروسته په نړۍ کې پخوانی سوړ جنګ پای ته ورسید، نو بیا هم پاکستان خپل کرغیړن زاړه سیاست ته د پای ټکی نه کیښود.

د مثال په توګه په تیرو پنځو څلویښتو کلونو کې چې پاکستان څومره پاملرنه په افغانستان کې جنګ ته لمن وهلو ته او د ټوپکمارو لیږلوته کړې ده، د هغې شلمه برخه یې هم د تجارتي او اقتصادي اړیکو پراخولو ته نه ده کړې.

په ۱۹۹۲ کې په افغانستان کې د مجاهدینو د حکومت له جوړیدو نه پس د پاکستان حکومت د پیښور نه تر تورخم پورې د ۴۰ میله سړک د پراخولو او دوه رویه کولو اعلان کړی و، خو تر اوسه یې دا کار نه دی کړی.

په تیرو څو لسیزو کې د افغانستان درې ګاونډیو هیوادونو ازبکستان، ترکمنستان او ایران له افغانستان سره خپل ځانونه په پټلۍ او د ریل ګاډي په ذریعه وصل کړي دي.

د پاکستان لپاره پټلۍ خو لرې خبره ده ، دغه هیواد د افغانستان لوري ته هیڅ کومه نوې تجارتي لار هم نه ده جوړه کړې، ځکه چې هغه خپل ټول وس او توان یې د ټوپکمارو په لیږلو مصرف کړی دی.

د جګړې سیاست خپله پاکستان ته هم ډیر تاوان رسولی دی او پاکستان یې په ژورو اقتصادي او سیاسي بحرانونو اخته کړی دی،ځکه د دغه سیاست بدلول ډیر اړین دي او د دواړو هیوادونو په ګټه تمامیدېدلی شي.

یادونه: پورته مقاله د لیکوال خپل نظر څرګندوي، افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

ملاحسن: چاته باید اجازه ورنکړو، چې یوځل بیا د جګړې او فتنې اور بل کړي

۲۲ وری ۱۴۰۳ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۴، ۰۹:۳۴ GMT+۱

د طالبانو رییس الوزرا ملاحسن وایي، چاته باید اجازه ورنکړو چې یوځل بیا د جګړې او فتنې اور بل کړي. هغه په خپل اختریز پیغام کې ویلي، اختر داسې مهال رسېدلی چې په هېواد کې بشپړ امنیت ټینګ شوی.

خو ورته مهال د نوموړي د ادعا خلاف، طالبانو د شته پراخو امنیتي ګواښونو له کبله د مخابراتي شبکو خدمتونه په کندهار، غور، هرات او مزار شریف کې بند کړي دي.

تر دې وړاندې افغانستان انټرنشنل ته سرچینو داسې ویډیو لېږلې وه، چې پکې طالبان د کندهار د عیدګاه جومات شاوخوا کانکریټي دېوالونه جوړوي.
طالبان اندېښمن وو، چې د کوچني اختر د لمانځه پرمهال د داعش ډلې له‌خوا د دوی پر مشر ملا هبت الله برید ونه شي.

ملاحسن په خپله وینا کې له هېوادوالو غوښتي، چې د اختر په مناسبت دې د بې‌وزلو، یتیمانو او بې کوره هېوادوالو لاسنیوی وکړي.
هغه په خپلو خبرو کې د نړۍ له ټولو مسلمانو هېوادونو غوښتي، چې د فلسطین خلک هېر نکړي او د حقونو د خوندیتوب لپاره یې غږ اوچت کړي.
ورته مهال د طالبانو مشر ملا هبت الله هم د کندهار په عیدګاه جومات کې په خپل امامت د کوچني اختر لمونځ ادا کړ او په خپلې وینا کې یې ویلي، هغه کسانو چې د تېرو شلو کلونو پر مهال یې د بې پیلوټه او بي۵۲ ډوله الوتکو بریدونه کول اوس غواړي د یوې بلې ستراتېژۍ له لارې خپلو موخو ته ورسېږي؛ خو نوموړي په دغه اړه د کوم هېواد نوم نه دی اخیستی.
همدارنګه ملا هبت الله زیاتوي، چې د تېر حکومت کارکوونکو ته یې عمومي عفوه کړې او د یادې عفوې احسان پر چا نه کوي.

د افغانستان جمهوري غوښتونکي: طالبان نړۍوالو رقابتونو او کورنیو جګړو ته زمینه برابروي

۲۱ وری ۱۴۰۳ - ۹ اپریل ۲۰۲۴، ۲۰:۰۲ GMT+۱

د افغانستان د جمهوري غوښتونکو خوځښت د کوچني اختر د مبارکۍ په پیغام کې ویلي، طالبان نړۍوالو رقابتونو او کورنیو جګړو ته زمینه برابروي او که چیرې افغانستان بیا د رقابتونو او جنګونو میدان ګرځي، د دې مسوولیت د طالبانو پر غاړه دی.

دغه خوځښت د سې شنبې په ورځ د کوچني اختر مبارکۍ پیغام کې لیکلي: «سږکال افغانان کوچنۍ اختر یو ځل بیا په داسې حال کې نمانځي چې په افغانستان کې د قانونمند، مشروع او ولسواکه نظام تشه موجود ده. افغانان د فزیکي، رواني او بشري امنیت د سخت ناورین سره مخامخ دي. د افغانستان نیمایي نفوس، ښځې د تعلیم او کار د حق څخه په مستقیمه توګه د طالب واکمنانوله خوا محروم او د نور ولس حقه انساني حقوق د بیان د ازادۍ، کار او سیاست چې الله تعالی خپلو بندګانو ته ورکړی دی غصب شوی دی.»

دغه خوځښت زیاته کړې، چې افغانستان د سیمه ییزو او نړۍوالو رقابتونو د جدي ګواښ سره مخ دی او افراطیت ورځ تر بلې پراختیا موموي.

د افغانستان د جمهوري غوښتونکو خوځښت له د دغه بحران څخه د وتلو لپاره یوازینې لار په افغانستان کې د یو مشروع، قانونمنده او ولسواکه نظام حاکمیدل یاد کړي او زیاتوي، چې «د نفی او انحصار د قدرت سیاست نه شي کولی چې د راتلونکو نیابتي جګړو او رقابتونو مخه ونیسي.»

دغه خوځښت په بین الافغاني ډیالوګ ټینکار کړی او د دغه ډیالوک د زمینې مساعدولو لپاره یې د سمیي او نړۍوالې اجماع جوړیدلو یادونه کړې او ویلې یې دي، چې د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د داسې تفاهم رامنځته شي.

د جمهوري غوښتونکو خوځښت له ټولو افغانانو غوښتي چې د افغانستان د ژغورنې، ملي حاکمیت او تمامیت ارضي په منظور باید سلیقوي، قومي، سمتي او ژبني تعصب ته لمن ونه وهي او د افغانانو د وحدت لپاره ټول سره د جمهوري ارزښتونو په رڼا کې یو موټې شي.

دغه خوځښت اندېښنه ښودلې که چیرې افغانستان بیا د رقابتونو او جنګونو میدان ګرځي، دا د افغانانو په خیر نه ده.

دا په داسې حال کې ده، چې پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د اختر د مبارکۍ په پیغام کې په افغانستان کې د نجونو د زده کړو پر بندېدا یو ځل بیا نیوکه کړې ده.

د برېتانيا د خبريالانو اتحاديې په پاکستان کې پر افغان خبريال د بريد د څېړلو غوښتنه وکړه

۲۱ وری ۱۴۰۳ - ۹ اپریل ۲۰۲۴، ۱۷:۴۱ GMT+۱

د برېتانيا د خبريالانو ملي اتحادیې له پاکستانه غوښتي، چې په اسلام اباد کې پر افغان خبريال احمد هنایش د برید په اړه سمدستي پلټنې وکړي. پر ښاغلي هنایش د چهارشنبې په شپه د (وري ۱۵مه) د دوو وسله والو موټر سایکل سپرو له خوا برید وشو.

د برېتانيا د خبريالانو ملي اتحاديې د سې شنبې په ورځ (وري ۲۱مه) اعلان وکړ، چې د اروپايي ټولنې د خبريالانو مشرتابه د پاکستان له حکومت او د دغه هېواد د خبريالانو له بنسټونو غواړي، چې دا موضوع جدي ونيسي او عاملين يې په ګوته کړي.

د برېتانيا د ژورناليستانو ملي اتحاديه د ښاغلي هنایش د ښې روغتيا او ژر تر ژره رغېدو هيله کړې او ويلي يې دي چې اوس يې درملنه روانه ده او روغتيا يې ښه ده.

د ازادي راډیو خبریال احمد هنايش له تېرې یوې میاشتې راهیسې په اسلام اباد کې ژوند کوي.

له افغانستان څخه تر وتلو وړاندې د افغان خبریالانو د مرکز د مدیره هیيت غړی و او ویل کیږي، چې له جلاوطنه افغان رسنیو سره یې اړېکې درلودې.

د خبریالانو د دفاع سازمانونو په داسې حال کې په پاکستان کې پر افغان خبریال د برید د څېړلو غوښتنه کړې، چې په دې وروستیو کې پاکستاني پولیسو اعلان وکړ، چې په اسلام اباد کې پر افغان خبریال د برید په اړه څېړنې کوي.

پاکستانۍ رسنۍ: افغانستان ته د پاکستان صادرات زیات خو واردات یې کم شوي دي

۲۱ وری ۱۴۰۳ - ۹ اپریل ۲۰۲۴، ۱۵:۵۶ GMT+۱

پاکستانۍ رسنۍ وايي، چې تېره میاشت افغانستان ته د پاکستان صادرات ۲۰.۶ سلنه ډېر شوي؛ خو په مقابل کې یې واردات نږدې نیمايي کم شوي.

د دې رسنیو د راپور له مخې؛ د روان کال په مارچ کې افغانستان ته له پاکستان د ۱۱۷ میلیون ډالرو صادرات شوي؛ خو په فبروري کې دا اندازه ۱۰۴ میلیونه ډالره وه.

په دې حساب د فېبروري پرتله په مارچ میاشت کې دا صادارت ۱۲.۵ سلنه زیات شوي دي.

پاکستانۍ رسنۍ د خپلو سرچینو له قوله دا هم وايي، چې په مقابل کې پاکستان ته د افغانستان صادرات کم شوي دي.

د دې راپور له مخې؛ د ۲۰۲۴ کال په مارچ یا تېره میاشت کې پاکستان ته له افغانستان د ۳۶ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي؛ خو د تېر کال په مارچ کې همدا اندازه ۷۱ میلیون ډالره وه.

د خپلمنځۍ سوداګرۍ د دې بدلون لامل نه دی په ګوته شوی؛ خو د وېزو نه درلودو په پلمه افغان ډرېورانو ته د پاکستان له خوا د تورخم او چمن لارو بندول او پر ډېورنډ کرښه د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تاوتریخوالی د دې سوداګرۍ خنډ بلل کېږي.

د پاکستاني صادراتو د زیاتوالي خبره په داسې مهال ده، چې تېره میاشت د پاکستان یو سوداګریز پلاوی کابل ته لاړ او هلته دواړو لورو پر دې سلا وکړه چې سوداګري به له سیاسي او امنیتي مسالو جلا ساتي.