• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د هند په سوداګریز لیګ کې راشد خان له لاسه وتلې لوبه وګټله او د لوبې غوره لوبغاړی شو

۲۳ وری ۱۴۰۳ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۴، ۱۰:۴۸ GMT+۱

تېره ورځ د هند په سوداګریز لیګ کې د ګجرات ټایټنز او راجستان رویالز لوبډلو تر منځ لوبه کې راشد خان د خپلې لوبډلې ګجرات ټایټنز په ګټه د یوې مهمې ویکېټې اخیستو ترڅنګ په توپ وهنه کې هم ښه وځلیده او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د چهار شنبې په ورځ د (وري ۲۲مه) د هند په ستر سوداګریز لیګ ای‌پي‌ایل کې د ګجرات ټایټنز او راجستان رویالز لوبډلو تر منځ لوبه تر سره شوه.

په یاده لوبه کې د راشد خان لوبډله ګجرات ټایټنز د راشدخان د ښې توپ اچونې او ښې توپ وهنې په مټ وتوانېده چې د لوبې په وروستي اور کې د راجستان رویالز په وړاندې بری ترلاسه کړي.

د تېرې ورځې په لوبه کې لومړی راجستان رویالز لوبډلې توپ وهنه وکړه او خپلې مخالفې لوبډلې ګجرات ټایټنز ته یې ۱۹۹ منډو هدف ورکړ.

د راجستان رویالز د ۱۹۹ منډو هدف پوره کېدو په موخه د ګجرات ټایټنز توپ وهونکو ښه لوبه وکړه چې تر نورو لوبغاړو د دغې ډلې لوبډلمشر شبمن ګېل ۷۲ منډې جوړې کړې.

د لوبې په سختو حالاتو کې چې په ظاهره لوبه د راجستان رویالز لوبډلې په ګټه روانه وه، راشد خان د توپ وهني په موخه د لوبې ډګر ښکته شو.

راشد خان د خپلې لوبډلې لپاره په سخت حالت کې په ۱۱ توپونو ۲۴ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

راشد خان په دغې لوبه کې په توپ اچونه کې هم یوه ویکېټه ترلاسه کړه او په ډګر ساتنه کې هم ښه وځلیده.

خان د تېرې شپې په لوبه کې د ښې توپ اچونې، بهترینې ډګر ساتنې او د لوبې په سختو شېبو کې د ښې توپ وهنې له امله د تېرې شپې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.

د هند په سوداګریز لیګ کې راشدخان، نور احمد او عظمت الله عمرزی له ګجرات لوبډلې سره، محمد نبي له ممبۍ اینډینز، فضل الحق فاروقي له سنرایزرز حیدراباد او نوین الحق له لکناو سوپر جاینټز لوبډلو سره لوبیږي.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

۵

ازادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د راکټي برید خبر ور کړی

•
•
•

نور کیسې

افغان کرېکټ بورډ: د سريلانکا الف لوبډلې سره د لوبو لپاره د افغان لوبغاړو نوملړ اعلان کړ

۲۱ وری ۱۴۰۳ - ۹ اپریل ۲۰۲۴، ۱۲:۴۴ GMT+۱

د افغانستان کرېکټ بورډ د سريلانکا الف لوبډلې سره د ۵ يو ورځنيو او یوې څلور ورځنيو لوبو لپاره د افغان ابداليانو دوه نوملړه اعلان کړل. د افغان ابدالیانو او سريلانکا الف کرېکټ لوبډلو به دغه لوبې د اپريل په ۲۸ پيل او د مې ر ۱۴ به دوام وکړي.

د افغانستان کرېکټ بورډ نن له سريلانکا سره د ۵ يورځنيو لوبو لپاره دې ۱۵ کسيزې لوبډلې ته عبدالباقي، کامل کاکړ او رحمان الله ځدران احتياطي لوبغاړي ټاکلي دي.

د افغان ابداليانو په لوبډله کې اکرام علي خيل لوبډلمشر دی او رياض حسن، عبدالمالک، زبید اکبري، شاهد کمال، بلال ترين، درويش رسولي، محمد اسحاق، ننګيال خروټی، فرمان الله ساپی، قیس احمد، ضیا الرحمان اکبر، سلیم ساپی، عبدالرحمان او بلال سميع هم ور سره لوبغاړي دی. ا

کرېکټ بورډ له سريکلانکا سره د ۴ یوه ورځينو سياليو لپاره هم ۱۶ کسيزه لوبډله غوره کړې ده.

په دې لوبغاړو کې بیا هم اکرام علي خیل لوبډلمشر دی او احسان الله جنت، عمران مير، بهير شاه محبوب، رحمان الله ځدران، اعجاز احمد مهري، عبدالهادي، محمد طاهر عادل، عبدالله تره خيل، خليل ګربز، ضيا الرحمان اکبر، ابراهيم عبدالرحمانزی، نويد ځدران، نسیم منګل، سيد احمد شېرزاد ور سره لوبغاړي دي.

د پاکستان کرېکټ بورډ له نيوزيلنډ سره پنځو شل اوره سیالیو ته لوبډله غوره کړه

۲۱ وری ۱۴۰۳ - ۹ اپریل ۲۰۲۴، ۱۱:۳۱ GMT+۱

د پاکستان کرېکټ بورډ نن له نيوزيلنډ سره د دغه هېواد د پنځو شل اوره لوبو لپاره ۱۷ کسيزه کرېکټ لوبډله اعلان کړه. بورډ وايي، له نيوزيلنډ سره دغه ۵ شل اوره لوبې په راولپنډۍ او لاهور کې د اپريل مياشتې پر ۱۸ پيلېږي او تر ۲۷ نېټې به دوام وکړي.

د پاکستان د کرېکټ بورډ غوراوي کمېټې د دې سیالیو لپاره نن د لاهور په قذافي لوبغالي کې په يوه خبري کنفرانس کې د ۵ احتياطي لوبغاړو ترڅنګ د بابراعظم په لوبډلمشری ۱۷ کسيزه لوبډله اعلان کړه.

په دې لوبډله کې ابرار احمد، اعظم خان، فخرزمان، افتخار احمد، عماد وسيم، محمد عباس اپريدی، محمد رضوان، محمد امير، محمد عرفان خان، نسيم شاه، صایم ایوب، شاداب خان، شاهين شاه اپريدی، اسامه مير، عثمان خان او زمان خان شامل دي.

د کرېکټ بورډ غوراوي کمېټه وايي، پرعماد وسيم او محمد عامر سربېره یې په لوبډله کې دوه نوي لوبغاړي محمد عثمان او عرفان خان هم اضافه کړي دي.

بورډ په احتياطي لوبغاړو کې « حسیب الله، محمد علي، محمدوسيم جونير، صاحبزاده فرحان او سلمان علي اغا» غوره کړي دي.

د پاکستان کرېکټ لوبډلي مدير او د غوراوي کمېټې غړي وهاب رياض د کرېکټ شل اوره نړیوالو سياليو ته په اشارې سره وويل: « موږ په امريکا او ويسټ انډيز کې د ۲۰۲۴ شل اوره کرېکټ نړیوال جام لپاره تیاری نيسو، دا لړۍ د پاکستان لپاره اهميت لري. د دې پر ځای، چې د نيوزيلنډ قوي اړخ باندې تمرکز وکړو، موږ هدف لرو، چې ځان وڅېړو او د پرمختګ ساحې وپېژنو.»

د پاکستان کرېکټ بورډ پرون د ملي لوبډلې لپاره د مديريت، توپ اچوني، توپوهنې، فزيکي، امنيتي او نورو برخو کې هم روزنکي او مسولان اعلان کړه.

پاکستان کرېکټ ملي لوبډه له تېرې يوې مياشتې راهیسې د پوځ په مرکزونو کې په سختو تمریناتو او د شل اوره نړیوالو سياليو لپاره په تياريو بوخته ده.

افغان سوک وهونکی هلمند الکوزی د ډبلیو بي سي د سوک وهنې اتلولۍ ګټلو په موخه رینګ ته ننوځي

۱۸ وری ۱۴۰۳ - ۶ اپریل ۲۰۲۴، ۱۷:۳۳ GMT+۱

کاناډا میشتی افغان سوک وهونکی هلمند الکوزی، د سوک وهنې د نړۍوالې شورا (ډبلیو بي سي) د منځني ختیځ د اتلولۍ د ګټلو لپاره له خپل هندي سیال دیګاري منش سره د لوبې ډګر ته ننوځي.

ټاکل شوې چې دغه لوبه د روانې عیسوي میاشتې په ۳۱مه نېټه د متحده اماراتو په دوبۍ ښار کې ترسره شي.

هلمند الکوزې به له ۱۲ بریاوو سره له خپل سیال سره مبارزه وکړي. د هغه سیال د سوک وهنې په سیالیو کې ۹ بریاوې او درې ماتې تجربه کړي دي.

دغه سیالۍ به د ۶۴ کیلو ګرامه وزن او اته روندونو کې ترسره شي چې هر روند به یې درې دقیقې وي.

د هاشي هارا کراټې اسيايي لوبو ته افغان لوبغاړي غوره شول

۱۸ وری ۱۴۰۳ - ۶ اپریل ۲۰۲۴، ۱۶:۱۱ GMT+۱

په افغانستان کې د طالبانو بدني روزنې او ورزش ادارې خبر ورکړ، چې د ۳۰ لوبغاړو ترمنځ يې د هاشي کراټې سيالیو پر مهال اسیايي لوبو ته افغان لوبغاړي غوره کړل. دغه سيالۍ د کابل، کاپيسا، فاریاب، بغلان او پروان ولايتونو د لوبغاړو ترمنځ تر سره شوې.

د طالبانو تر واک لاندي هاشي هارا کراټې فدراسيون د شنبې په ورځ په خبرپانه کې ويلي، چې د کابل په ۵۰۰ کسيزه جمنازيوم کې يې د دغو ولايتونو د ۳۰ لوبغاړو ترمنځ دغه سيالۍ یې په دريو «ځوانان، نوي ځوانان او لویان» ګروپونو کې تر سره کړې.

فدراسيون زیاتوي، چې د لویانو په ډله کې «فياض دوراندېش په منفي ۷۰ کيلوګرامه، عبدالشاکر حميدي په منفي ۶۰ کيلوګرامه او هدايت الله په ۸۰ کيلوګرامه وزنونو» او د ځوانانو په ډله کې « حسيب الله قاضي زاده په منفي ۶۵ کیلوګرامه وزن او د کاتا په برخه کې بیا مهدي احمد جویا» د اسیايي لوبو لپاره غوره شول.

هاشي هارا کراټې افغان لوبغاړي پر داسي مهال ملي لوبډلي ته غوره کيږي، چې ټاکل شوې دغه سيالي د را تلونکې مۍ مياشتي په څلورمه او پنځه نېټه د ازبکستان په پلازمينه تاشکند کې تر سره شي.

د پاکستان تکړه ټوپ وهونکی عثمان خان د ۵ کلونو لپاره د اماراتو کرېکټ بورډ له سیالیو بند شو

۱۷ وری ۱۴۰۳ - ۵ اپریل ۲۰۲۴، ۱۸:۰۲ GMT+۱

د اماراتو کرېکټ بورد د جمعې په ورځ (د وري۱۷مه) خبر ورکړی، چې عثمان خان د دې بورډ له تړون څخه سرغړونه کړې، چې له امله یې د ۵ کلونو لپاره د اماراتو کرېکټ بورډ تر چتر لاندې په هېڅ سياليو کې برخه نشي اخیستی.

دغه بورد ویلی، چې له یوې مفصلې څېړنې وروسته څرګنده شوې چې عثمان خان د اماراتو لوبډلې لپاره د لوبیدو په برخه کې د اماراتو له کرېکټ بورډ، اي سي بي، سره له لاسلیک کړي تړون څخه سرغړونه کړې، غلط معلومات یې وړاندې کړي او د دې بورد شته فرصتونه او پرمختګونه یې کارولي او دا هم څرګنده شوه چې نور نه غواړي د اي سي بي لپاره لوبه وکړي.

عثمان د اي سي بي د معیارونه او مکلفیتونو پوره کولو کې هم پاتې راغلی.

عثمان خان د دې کال په پیل کې د اي سي بي له خوا د شل اوریز نړۍوال جام لیګ دویم فصل کې د متحده عربي اماراتو کټګورۍ کې د ځایي لوبغاړي په توګه برخه اخیستې وه. همدا راز، د اماراتو کرېکټ بورد له عثمان خان سره د اي سي بي یو کلن ټړون هم لاسلیک کړی و. دا هر څه د دې لپاره و چې عثمان ته د امن احساس ورکړي او هغه دې ته چمتو کړي چې په نړۍوال کړېکت کې د متحده عربي اماراتو د استازولی لپاره معیارونه پوره کړي.

د اماراتو کرېکټ بورډ وايي، عثمان خان د تړون له مواردو سرغړونه کړې، چې له امله يې تر پنځو کلونو پورې د اماراتو کرېکټ بورډ تر چتر لاندې په هېڅ سياليو کې برخه نشي اخیستلای.