د خاورین له نیول کېدو څو ساعته مخکې امریکايي رسنیو خبر ورکړی و، چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي دغه غړی په دغه هېواد کې ازاد ګرځېږي، سره له دې چې نوم یې د امریکا د فدرالي پولیسو د ترهګرو په لېست کې دی.
ښاغلی خاورین چې نوم یې په امریکايي رسنیو کې د "محمد خاورین" په نوم لیکل شوی، د ۱۴۰۱ کال د حوت په ۱۹مه د مکسیکو له پولې په ناقانونه توګه امریکا ته له ننوتلو وروسته په کلیفورنیا ک ېونیول شو، خو د امریکا له فدرال پولیسو سره د پام وړ تورن په هکله مالومات د ښاغلي خاورین له اړوند معلوماتو سره سر نه خوړ، ځکه په ضمانت خوشی او د پولیسو تر څارنې لاندې خوشی شو.
کله چې نوموړی د امریکا له پولې تېرېده، د دغه هېواد پوله ساتو ځواکونو د محمد خاورین په تړاو یو موردداسې معلومات هم وموندل چې د هغه کس له اطلاعاتو سره یې مطابقت درلود چې د ترهګرو په لېست کې شامل و.
په همدې حال کې، د کډوالو دفترونو د هغه معلومات پروسس کړل، د هغه بایومیټریکونه یې واخیستل او د نورو پناه غوښتونکو په څیر یې خوشی کړ.
بیا هغه ته اجازه ورکړل شوه، چې د پناه غوښتنې او د کار جواز لپاره غوښتنه وکړي او په امریکا کې د یو کال لپاره ازاده توګه ژوند او سفر وکړ.
په ورته وخت کې، د امریکا فدرالي پولیسو، ایف بي اي تیره میاشت د متحده ایالاتو د کډوالو خدماتو ته معلومات ورکړل، چې خاورین احتمالي تروریستي اړیکې لري او ممکن د هیواد ملي امنیت ته ګواښ وي.
این بي سي نیوز له دې قضیې سره د باخبرو سرچینو په حواله راپور ورکړ، چې هغه له نږدز یو کال ازاد ګرځېدو وروسته د متحده ایالاتو پولیسو هغه د تیر کال د حوت په نهمه په سان انتونیو کې ونیو.
تر نیول کېدو وروسته د روان حمل تر نهمې نېټې پورې په زندان کې و او بیا محکمې ته حاضر شو.
این بي سي نیوز لیکلي چې څارنوالانو له څارنوالانو سره هغه معلومات شریک نه کړل، چې د افغانستان له اسلامي ګوند سره د خاورین اړیکې ښیې، مګر دوی د هغه د بندي ساتلو غوښتنه وکړه او استدلال یې وکړ چې ممکن هغه وتښتي.
خو څارنوالانو د حزب اسلامي دغه غړی د راتلونکي کال تر محاکمې پورې په ۱۲۰۰۰ ډالرو ضمانت خوشی کړ.
د امریکا د ترهګرو لېست
د محمد خاورین نوم د ایف بي اي د ترهګرو په لیست کې دی.
په دې لیست کې د شاوخوا ۱،۸ میلیونو کسانو نومونه شامل دي، چې احتمالي امنیتي ګواښونه ګڼل کیږي.
دغه ډیټابیس ښيي، چې دغه کس د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي غړی دی.
د امریکا په وینا دغه ګوند یو نیم پوځي سیاسي سازمان دی چې د خپلې توندلارې ایجنډا له امله د یوه ترهګر سازمان په توګه پیژندل کیږي.
د متحده ایالاتو د ملي استخباراتو د رییس د دفتر په وینا، حزب اسلامي یوه "سخته د لویدیځ ضد اورپکې ډله" ده، چې په ۲۰۲۱ کې په افغانستان کې د لویدیځ په ملاتړ د حکومت تر نسکوریدو دمخه یې د هغه پرضد کلونه جګړه کوله، خو وروسته یې ور سره جوړه وکړه.
حزب اسلامي په افغانستان کې د هغو بریدونو مسوول دی، چې له ۲۰۱۳ کال څخه تر ۲۰۱۵ کال پورې یې لږ تر لږه ۹ امریکايي پوځیان او ملکي وګړي وژلي دي.
امریکا دغه ګوند په خپله خاوره کې یو ګواښ نه ګڼي.
د متحده ایالاتو د ولسمشر جوبایډن ادارې ویلي دي، چې د کډوالو زنداني کولو او شړلو کې لومړیتوب هغه چا ته ور کول کېږي، چې ملي امنیت ته ګواښ ګڼل کیږي.
پر کورني امنیت وزارت نیوکې
د محمد خاورین د خوشي کېدو په اړه د رسنیو د نیوکو په ځواب کې، د امریکا د کورني امنیت وزارت وویل، چې د ګمرکونو او سرحدونو ساتنې ریاست په "ناپوهۍ" کې هغه کس خوشی کړی، چې د ترهګرو په لیست کې دی.
وزارت این بي سي نیوز ته وویل، چې په پیل کې په فایل کې موجود معلومات په بشپړ ډول د دې سړي له معلوماتو سره سمون نه خوړ، مګر کله چې معلوماتو وښوده چې دا سړی "خطرناک" دی، نو ونیول شو.
وزارت ټینګار کړی چې خاورین د "عامه امنیتي ګواښونو" د احتمال له امله د امنیتي ځواکونو تر څارنې لاندې و.