د بلېنکن سلاکار کانګرس ته ویلي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتو په اړه جزییات نلري

ډېلي میل ورځپاڼې د یو لړ اسنادو له مخې لیکلي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سلاکار درک شولت، د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمېټې ته «سل ځلې» ویلي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتو په اړه یې جزییات په یاد کې نه دي پاتې. هغه د ۱۴۰۲ کال د لېندۍ په ۲۸ نېټه کانګرس ته وربلل شوی و.