• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایف بي ای د امریکا د بالټیمور د پل د نړېدو د وژونکي پېښې په اړه جنایي څېړنې پیل کړي

۲۷ وری ۱۴۰۳ - ۱۵ اپریل ۲۰۲۴، ۱۷:۱۰ GMT+۱

د امریکا د فېډرالي څېړنو څانګې ایف بي ای د دوشنبې په ورځ ویلي، چې تېره میاشت د بالټیمور پل د وژونکي پېښې په اړه یې جرمي تحقیقات پیل کړي. په دغه پېښه کې یوه بار وړونکې بېړۍ د پله له یوې پایې سره ولګېده او ټول پل یې رانسکور کړ.

د ایف بي ای یوه ویاند رویټرز خبري اژانس ته وویل، چې ددغې ادارې اجنټانو ته د پېښې د څېړلو په اړه د محکمې له خوا اجازه ورکړل شوې او دوی د څېړنو لپاره دغې بېړۍ ته ننوتي دي.

دغې ادارې په دې اړه د نورو معلوماتو له ورکولو ډډه کړې ده.

د مارچ په ۲۶ مه سهار وختي مهال دغې د کانټرینرونو لېږدونکې لویې بېړۍ د تخنیکي ستونزو له امله برېښنا له لاسه ورکړه او بېړۍ له پله سره وجنګیده.

فرانسیس سکاټ کې پل د پټومک سیند ته وغورځید او شپږ کسان یې ووژل چې د پله د نسکورېدو پر مهال یې هلته کار کاوه.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ راپور ورکړ، چې د پله د نسکورېدو په اړه تحقیقات به په دې برخه کې تمرکز وکړي، چې د بېړۍ عملې مخکې له دې چې بندر پرېږدي، په دې پوهیدل چې بېړۍ جدي تخنیکي ستونزه لري او که نه.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

۵

ازادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د راکټي برید خبر ور کړی

•
•
•

نور کیسې

ګلبدین حکمتیار: ټام وېسټ ویلي چې امریکا په افغانستان کې حضور لري، مګر طالبان چوپ دي

۲۷ وری ۱۴۰۳ - ۱۵ اپریل ۲۰۲۴، ۱۶:۵۶ GMT+۱

د افغانستان د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار وايي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ټام وېسټ ویلي، چې امریکا لا هم په افغانستان کې حضور لري؛ خو طالبانو تر اوسه دا خبرې نه دي رد کړي دي.

نوموړي د خپل ګوند له یو شمېر غړو سره په ناسته کې ویلي، چې د امریکا ډرون الوتکې د افغانستان په فضا کې ګرځي او د افغانستان هوا اشغال شوې ده.

د حکمتیار په خبره؛ دوی په افغانستان کې د امریکا هېڅ ډول حضور او اشغال نه مني او له طالبانو یې غوښتي، چې د تام وېسټ وینا رد کړي.

هغه وايي: "ټام وېسټ په کانګرس کې ویلي وو، چې نن موږ په افغانستان کې فعال استخباراتي حضور لرو او د ترورېزم ضد زموږ اداره او حضور ډېر فعاله دی. دا عادي خبره نه ده، بلکې د یوه مسوول شخص خبره ده".

د حکمتیار په خبره، چې طالبانو باید په هماغه وخت کې دا څرګندونې رد کړی وی؛ ځکه ټام وېسټ ویلي، چې له طالبانو سره دوه میلیارده ډالره مرستې شوي دي.

هغه وویل: "ټام وېسټ ویلي، چې دوه میلیارده ډالره مو له طالبانو سره مرسته کړې ده او طالبان پر خپلو ژمنو ولاړ دي او عمل کوي".

نوموړي پر طالبانو غږ کړی، چې که دا مساله حقیقت نه وي؛ نو باید رد یې کړي.

هغه زیاته کړې ده، چې ښايي دا خبرې په ځینو طالبانو ښې ونه لګیږي؛ خو په حقیقت کې دا د افغانستان د ملت حیثیت او اعتبار ته زیان رسوي.

حکمتیار ویلي: "د مبارزې، ګوندونو، انسانانو او ټولې پایلې الله تعالی ټاکي او موږ یې منو".

نوموړي د چا نوم وا نه خیست خو زیاته یې کړه، چې د ډېرو له عمره زیاته دوی مبارزه کړې ده.

له دې وړاندې ګلبدین حکمتیار د کوچني اختر په مناسب په خپره شوې خبرپاڼه کې په تونده ژبه نیوکې کړې او ویلي یې دي چې، طالبانو د افغانستان فضا په امریکا پلورلې.

هغه ویلي وو، چې د بهرنیو ځواکونو په وتو سره لا هم افغانستان خپلواک، ځواکمن او اسلامي نظام نه لري او په دې کې اوسني واکمنان پاتې راغلي.
له هغه وروسته چې د ګلبدین حکمتیار او طالبانو تر منځ د هغه د استوګنځي د بدلولو او د حزب د ړنګولو پر سر ناندریو زور واخیست دا لومړی ځل دی چې ښاغلی حکمتیار د یوې توندې خبرپاڼې په خپرولو سره په ډېره زیږه ژبه نیوکې کوي، خو طالبانو لا په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي پاکستان ته ځي

۲۷ وری ۱۴۰۳ - ۱۵ اپریل ۲۰۲۴، ۱۵:۴۳ GMT+۱

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي به د پاکستان د اوسني حکومت له واک ته رسېدو وروسته لومړنی بهرنی مشر وي، چې پاکستان ته سفر کوي. د ډېپلوماټيکو سرچينو له مخې؛ د ايران ولسمشر ابراهيم ریيسي به د اپرېل په ٢٢مه له يوه پلاوي سره پاکستان ته ځي.

جیو نیوز د یوې سرچينې په حواله ویلي، چې د ايران ولسمشر به پاکستان ته د خپل سفر پر مهال له ولسمشر اصف علي زرداري، لومړي وزير شهباز شريف او پوځي مشرانو سره وګوري.

سرچینه زیاتوي، چې پاکستان ته د ایراني ولسمشر د سفر پر مهال به پر دوه اړخیزو مسایلو او د پاکستان-ایران د ګازو د پایپ لاین په ګډون د منځني ختیځ پر بدلېدونکي وضعیت هم خبرې وشي.

پاکستان به له ایران سره د ګازو د پایپ لاین له جوړولو مخکې د پایپ لاین سروې بیا تایید کړي.

د یادولو وړ ده، چې د ۲۰۲۴ کال په جنورۍ کې ایران د پاکستان د بلوچستان ایالت په سرحدي سیمه کې توغندیز بریدونه وکړل، چې په ځواب کې پاکستان هم د ایران په سیستان و بلوچستان ولایت کې بریدونه وکړل؛ خو د دواړو خواو له خوا د ډېپلوماټيکو لارو مسالې په دوستانه ډول حل شوې او له پېښې سمدستي وروسته د ايران د بهرنيو چارو وزير امير عبداللهيان هم پاکستان ته سفر وکړ.

په ۲۰۲۴ کال کې افغان مېرمنو ته د کوسوو د جمهوري ریاست د زړورتیا مډال ورکړل شو

۲۷ وری ۱۴۰۳ - ۱۵ اپریل ۲۰۲۴، ۱۴:۳۹ GMT+۱

د کوسوو د ولسمشر د زړورتیا مډال د "ښځو، سولې او امنیت د نړۍوالې شورا" تر سرلیک لاندې په یو لړ مراسمو کې افغان مېرمنو ته ورکړل شو. د کوسوو ولسمشر ویسا عثماني دغه مډال زهرا نادر، مدینه دروازي، عارفه فاطمي او د افغان ښځو یو شمېر نورو استازو ته ډالۍ کړ.

دا فورم د امنیت او سولې په برخه کې د خبرو اترو او له جنسي تاوتریخوالي څخه د ژغورل شویو کسانو د غږ انعکاس په موخه جوړ شوی و.

د ښځو، سولې او امنیت دویمه نړۍواله غونډه د دوشنبی په ورځ (د وري ۲۷مه) د ۴۰ هېوادونو د څه باندې ۸۰۰ استازو په ګډون او د کوسوو د ولسمشر په حضور کې ترسره شوه.

زهرا نادر، د زن ټایمز مشره مدیرې وویل: "د اټکل له مخې شل میلیونه ښځې او نجونې له خپلو حقونو بې برخې دي. دوی د کار یا زده کړو لپاره د سفر کولو حق نه لري او حتا د جامو غوره کولو حق هم نه لري."

زهرا نادر وویل؛ د طالبانو ډلې په افغانستان کې د ښځو د ملاتړ ټول سیستمونه له منځه وړي او د دغې ډلې پر وړاندې تاوتریخوالی په ځانګړې توګه جنسیتي تاوتریخوالی زیات شوی دی.

په دې مراسمو کې د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې هیلري کلینټن، د سلوانیا ولسمشر، د البانیا ولسمشر او د شمېر نورو هېوادونو استازو په ګډون مشهورو نړیوالو شخصیتونو ګډون کړی و او په انلاین ډول یې ویناوې وکړې.

د کوسوو د زړورتیا ولسمشرۍ مډال په 2023 کې اوکرایني میرمنو ته ورکړل شوی و.

بایډن نتانیاهو ته: امریکا به د ایران پر ضد په پوځي عملیاتو کې برخه وانخلي

۲۶ وری ۱۴۰۳ - ۱۴ اپریل ۲۰۲۴، ۱۹:۵۰ GMT+۱

رویټرز خبري اژانس د سپینې ماڼۍ د یوه چارواکي له قوله ویلي، چې د ایران تر برید وروسته جوبایډن بنیامین نتانیاهو ته ویلي، چې امریکا به د ایران پر وړاندي د اسراییلو په هېڅ ډول عملیاتو کې برخه وانخلي.

د دغه راپور له مخې، بایډن ويلي، چې اسراییل د بې ساري بریدونو په وړاندې د دفاع لپاره د پام وړ وړتیا ښودلې ده.

د شنبې په ورځ ناوخته، سپینې ماڼۍ د اسراییلو او امریکایي مشرانو ترمنځ د تلیفوني خبرو اترو په اړه په یوه اعلامیه کې ویلي، چې بایډن نتانیاهو ته وویل، چې اسراییل «د ځان د دفاع او د بې ساري بریدونو د شنډولو لپاره خورا لوړه وړتیا ښودلې ده.»

اسراییلو ویلي، چې د خپل دفاعي سیسټم او د خپلو متحدینو په همکارۍ یې د ایران زیاتره پراخه راکټي او د بې پیلوټه الوتکو بریدونه شنډ کړي دي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي د یکشنبې په ورځ د امریکا ای سي بي ټلویزیون ته وویل، چې متحده ایالات د اسراییلو په دفاع کې مرسته کوي؛ خو له ایران سره جګړه نه غواړي.

هغه وویل «مونږ په سیمه کې د تاوتریخوالی د زیاتوالي غوښتونکي نه یو، موږ په سیمه کې لویه جګړه نه غواړو.»

د اسراییلو د جنګي کابینې یوه لوړپوړي چارواکي د یکشنبې په ورځ وویل، چې دوی به په مناسب وخت کې د ایران بریدونو ته ځواب ورکړي.

د ترکيې سرچينه وايي، ايران ترکيې ته د اسراييلو پر ضد له عملياتو مخکې خبر ورکړی و

۲۶ وری ۱۴۰۳ - ۱۴ اپریل ۲۰۲۴، ۱۸:۰۹ GMT+۱

د ترکیې یوې ډیپلوماټیکې سرچینې د یکشنبې په ورځ رویټرز خبري اژانس ته ویلي؛ ایران د اسراییلو پر ضد د پلان شوي عملیاتو په اړه ترکیې ته مخکې له مخکې خبر ورکړی و او زیاته کړې یې ده، چې واشنګټن د انقرې له لارې تهران ته خبرداری ورکړی چې هر هغه اقدام چې ترسره کوي باید "محدود" وي.

ترکیې چې د غزې په تړانګه کې یې د اسراییل عملیات غندلي دي، د یکشنبې په ورځ یې ویلي، چې نه غواړي په سیمه کې د کړکیچ د لا زیاتوالي لامل شي.

د ترکیې یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان تېره اوونۍ له خپلو امریکايي او ایراني سیالانو سره د ایران د پلان شویو عملیاتو په اړه خبرې کړې وې او زیاته کړې یې ده چې انقره د احتمالي پرمختګونو په اړه خبره وه.

د دې اونۍ په پیل کې، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن له خپل سیال هاکان فیدان سره خبرې کړې وې، ترڅو روښانه کړي چې په منځني ختیځ کې تاوتریخوالی د هیچا په ګټه نه دی.

سرچینې وویل: "ایران موږ ته دمخه خبر راکړ چې څه به پیښ شي. د بلینکن سره د لیدنې پرمهال احتمالي پرمختګونه په اړې خبرې کړې وې او دوی (امریکا) زموږ له لارې ایران ته خبر ورکړ چې دا عکس العمل باید په ټاکلو حدودو کې وي."

دغې سرچینې زیاته کړې: "په ځواب کې، ایران وویل چې د ایران غبرګون به په دمشق کې د دوی پر سفارت د اسراییلو د برید ځواب وي او د دغه ځواب له حده به ډېر څه نه وي."

ایران چې د ترکیې ګاونډی دی، د اپریل په لومړۍ نېټه په دمشق کې د دوی پر کونسلګرۍ د اسراییلو د برید په غبرګون کې یې د غچ اخیستو ژمنه کړې وه. په دغه برید کې د سپاه پاسداران اووه افسران وژل شوي وو.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې دا تماسونه تایید کړي او ویې ویل چې انقرې د زغم غوښتنه کړې او خبرداری یې ورکړی چې که تاوتریخوالی نور هم زیات شي سیمه ایز جنګ به پیل شي.

په اعلامیه کې راغلي، چې انقره به په سیمه کې د نورو شخړو او کړکیچ د مخنیوي لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.