طالبانو د بریا او نور تلوېزون خپرونې بندې کړې

طالبانو د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب بریا رادیو تلویزون او د صلاح الدین رباني په مشرۍ د جمعیت اسلامي نور تلویزون خپرونې بندې کړې. طالبان وايي، دې تلوېزونونو «ملي او اسلامي ارزښتونه نه مراعتول» ځکه وتړل شول او چې محکمه کې یې د دوسیو پرېکړه کېږي خپرونې به یې بندې وي.