یعقوب مجاهد: په افغانستان کې د داعش په ګډون هېڅ یوه ډله فزیکي حضور نه‌لري

AP ۱۴۰۳ غویی ۷

د طالبانو د ملي دفاع سرپرست وزیر محمد یعقوب مجاهد ویلي، په افغانستان کې د داعش په ګډون هېڅ یوه ډله په فزیکي ډول ‏حضور نه‌لري.
نوموړي زیاته کړې:« موږ به هېچا ته اجازه ورنه کړو، چې د افغانستان له خاورې څخه ګاونډیو او د سیمې هېوادونو ته ګواښ پېښ کړي.»

د طالبانو د ملي دفاع سرپرست وزیر یعقوب مجاهد دغه څرګندونې د مالیزیا د لومړي وزير د ځانګړي استازي په مشرۍ د دغه هېواد له یوه پلاوي سره په لیدنه کې کړې دي.
د طالبانو د ملي دفاع وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې د یعقوب مجاهد په حواله راغلي:« مالیزیا یو پیاوړی او لوی اسلامي هېواد دی، هیله‌من یم چې دغه تګ راتګ لا پیاوړی شي.»
هغه زیاته کړې:« له نېکه‌مرغه زموږ په راتګ په افغانستان کې اشغال ختم او جګړه په بشپړ ډول پای ته رسېدلې او په ټول هېواد کې سراسري امنیت ټینګ شوی دی.»
د خبرپاڼې په وروستۍ برخه کې راغلي، چې دغه پلاوي افغانستان او مالیزیا دوست هېوادونه بللي او پر هر اړخیزو همکاریو یې ټینګار کړی دی.
په تېر کې هم د مالیزیا څخه د دیني عالمانو پلاوي افغانستان ته ورغلي وو او له طالبانو څخه یې د نجونو د ښونځیو د پرانیستلو او د مېرمنو پر کار د بندیز لرې کولو غوښتنې کړې وې، چې طالبانو هغه نه وې منلې؛ خو دا لومړی ځل دی، چې د دغه هېواد دفاعي او امنیتي پلاوی کابل ته په سفر ورغلی.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ