• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د عدلیې وزیر: د هغې ورځې په هیله یم چې فرعي قوانین په اساسي قانون بدل شي

۸ غویی ۱۴۰۳ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۴، ۱۷:۳۳ GMT+۱

د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي وايي، چې دغه ډله د اساسي قانون له تشې سره مخامخ نه ده، بلکې د دې ډلې قوانین د قران، سنت او حنفي فقهې پر بنسټ دي. هغه ویلي، چې د هغې ورځې په هیله دی چې طالبان دغه فرعي قوانین د اساسي قانون په چوکاټ کې خلکو ته وړاندې کړي.

د طالبانو د عدلیې وزارت د شنبې په ورځ (د غویي اتمه) د دغه وزارت د وزیر عبدالحکیم شرعي د وینا یوه برخه په اېکس ټولنیزې شبکې خپره کړې ده. نوموړي ویلي، چې لويديځوال او د هغوى "نوکران او جاهلان" وايي، چې په افغانستان کې قانوني تشه شتون لري.

د طالبانو د عدلیې وزیر وايي، چې د قوانینو پر جوړولو کار په چټکۍ سره روان دی او تر دې دمه د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو قانون، د ځانګړې محکمې د شرعي اصولو قانون، د څارنې عمومي ریاست قانون، د امر بالمعروف فرمانونو په ګډون یو شمېر قوانین توشیح شوي دي.

ښاغلي شرعي وویل: «هیله من یم هغه وخت راشي چې ټول فرعي قوانین راټول او د ګڼو مادو په بڼه د اساسي قانون په توګه ملت ته وړاندې شي. له هغه وروسته که چا وویل، چې قانوني تشه شته یا کافر دی، یا د کفارو غلام او یا هغه جاهل خلک دي چې په دې موضوع نه پوهیږي.»

د طالبانو له واکمنۍ نږدې درې کاله تېرېږي، خو دغه ډله لا نه ده توانېدلې چې د خپل حکومت لپاره اساسي قانون جوړ کړي.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

۵

ازادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د راکټي برید خبر ور کړی

•
•
•

نور کیسې

کاناډا له افغانستان سره مرستې بیا پیلوي

۸ غویی ۱۴۰۳ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۴، ۱۶:۵۰ GMT+۱

اوتاوا په پام کې لري چې سږ کال له افغانستان سره د کاناډا پراختیايي مرستې بیا پیل کړي، خو ښايي دغه کار ډیر وخت ونیسي. د ګلوبل نیوز د راپور له مخې، بشري سازمانونه وايي، چې دغه ځڼډ به هغو کسانو ته سخت وي چې بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده چې نور هیوادونه د مرستو رسولو له پاره په چټکۍ سره حرکت کوي او د کاناډا د مرستو بیا پیل کې ځڼډ بشري سازمانونه ناهیلي کړي دي.

په کاناډا کې د افغان ښځو د موسسې مشرې اسما فیضي وویل: «که زه وغواړم دغه موضوع په دقیقه توګه بیان کړم، دا وضعیت ډیر د مایوسۍ خبره ده.»

د افغان ښځو موسسه، کاناډا ته د نویو راغلو افغان ښځو او همدارنګه په افغانستان کې او ګاونډیو هیوادونو کې د افغان میرمنو ملاتړ کوي.

د افغان ښځو موسسه، په کابل کې د نجونو یوه یتیم خانې چارې هم پر مخ بیايي، خو دغه یتیم خانه د طالبانو له واکمنیدو وروسته د کاناډا له مرستو بې برخې شوې ده.

اغلي فیضي وايي: «هغه کاناډايي موسسې چې غواړي په افغانستان کې کار وکړي، چمتو دي چې افغانستان ته ولاړې شي او هلته کار ته لېوالتیا لري، خو هغوی له دغه کار منع شوې دي.»

د افغانستان د فوټبال اتلانو لیګ کې نن سرخپوشانو او موج ساحل لوبډلو سیالۍ وګټلې

۸ غویی ۱۴۰۳ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۴، ۱۶:۰۷ GMT+۱

د افغانستان فوټبال فدراسيون وايي، چې د فوټبال اتلانو لیګ دریم پړاو سياليو کې نن شنبه د هرات سرخپوشان لوبډلې د هلمند له ميوند لوبډلې او د بلخ موج ساحل لوبډلې د فاریاب له سرسبز ياشلر لوبډلې لوبې وګټلې. دغه سيالۍ په کابل کې شروع شوې او هره ورځ پکې دوې لوبې کيږي.

د افغانستان فوټبال فدراسيون د معلوماتو له مخي، د هرات سرخپوشان لوبډلې ۶ د صفر په مقابل کې د هلمند له ميوند لوبډلې او د بلخ موج ساحل لوبډلې بيا ۲ د ۱ په مقابل کې د فارياب له سرسبز یاشلر لوبډلې سیالۍ وګټلې.

د دې سياليو د پرون جمعې د ورځی لومړۍ لوبه د هرات اټک انژي لوبډلي ۵ د صفر په مقابل کې د فاریاب له خراسان لوبډلې ګټلې وه او دوهمه لوبه کې بيا د کندهار عينومېنې لوبډلې ۲ د ۱ په مقابل کې د فراه له ابومسلیم لوبډلې ماته خوړلې وه.

د افغانستان فوټبال د اتلانو لیګ دریم پړاو په دغو سيالیو کې۱۲ لوبډلو برخه اخيستې او يوه میاشت به دوام وکړي.

ننګرهار کې د غر ښویېدو له امله طالبان د یو کس او ولس د څلورو کسانو د مړینې خبره کوي

۸ غویی ۱۴۰۳ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۴، ۱۳:۵۴ GMT+۱

د ننګرهار په درونټه کې د کابل – جلااباد پر لویه لویه لار د غر ښويدنې له امله د سپرلۍ دوه موټر لاندې شوي دي. طالبان وايي په دې پېښه کې یو کس مړ او د ماشومانو او ښځو په ګډون اوه کسان ټپي شوي دي. خو ځايي خلک وايي، څلور کسان مړه شوي دي.

افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې ویډیو کې ښکاري چې الټو او ټوډي یو مخ له لویو ډبرو لاندې دي.

ویډیو لېږونکی هم وايي په دې پېښه کې څلور کسان مړه شوي دي.

خو د لغمان د ترافيکو مدير حبيب الله مبارز د طالبانو تر کنټرول لاندي باختر اژانس ته ويلي، چې دې پېښه کې یو کس مړ شوی او د دوو مېرمنو په ګډون ۷ کسان ټپیان شوي دي

طالبان وايي لار یې خلاصه کړې ده، خو خلګو ته یې خبر ورکړی، چې پر دې لار د باران او ورښتونو له امله د غر ښويېدني خطر شته او تر دوهمې خبرتيا دې پرې تګ راتګ نه کوي.

د کابل - جلال اباد لویه لاره، چې د باران او اورښتونو له امله غر را ښوېدلی او د خلاصون چارې يې روانې دي
100%
د کابل - جلال اباد لویه لاره، چې د باران او اورښتونو له امله غر را ښوېدلی او د خلاصون چارې يې روانې دي

له تېري ورځي راهیسي د افغانستان په ختيځ کې بارانونه او سېلابونه زيات شوي دي.

افغانستان انټر نشنل ته په رسېدلو ويډیو کې معلوميږي، چې د جلال اباد ښار سړکونه له اوبو ډک دي.

د جلال اباد ښاروالۍ په يوې خبرتيا کې له خلکو غوښتي، چې له اړتيا پرته ښار ته له تګ ډډه وکړي .

تر اوسه په دې ورښت کې د نورو ځاني او مالي زیانونو په اړه لا معلومات نشته.

حقاني: هغه دوښمن اوس هم په کمین کې ناست دی چې مجاهدین یې په بېلابیلو نومونو بیل کړل

۸ غویی ۱۴۰۳ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۴، ۱۲:۵۲ GMT+۱

د طالبانو په واک کې باختر اژانس وايي، د دې ډلې د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزير د غوايي د ۸ په مناسبت غونډه کې وويل هغه « دوښمن، چې د شوري یرغل په وړاندې تر بریا وروسته یې مجاهدين په بېلابيلو نومونو» بيل کړل اوس هم په کمين کې ناست دی او د افغانانو د وېشلو هڅې کوي.

د خلیل الرحمان حقاني په خبره،: «مجاهدين ځکه ناکام شول، چې یو واحد بيرغ او مشر يې نه درلود.»

حقاني په دې غونډه کې خپلو پلويانو ته په خبرو کې زياتوي، چې د شوري اتحاد تر ماتې او له افغانستان د وتلو وروسته دوی داسې کړۍ وروزلې، چې کلونه يې افغانانو ته «جنګ او بدبختي» په ميراث پرېښول.

نوموړی وايي، د شوري اتحاد په وړاندي د «مجاهدينو» قربانۍ د هېرولو نه دي او په تېرو دوو دورو کې تر ټولو لويه قرباني ښځو او ماشومانو ورکړې ده.

نوموړي وايي، چې بهرنیانو داسي تنظیمونه جوړ کړل، چې وطن ته وفادار نه ول او یوازي يې خپلي او د تنظيم ګټي خوندي کولې.

طالب مشرانو تر دې وړاندي هم پر خپلو ملګرو او پلويانو د يوالي ږغ کړی او غوښتنه يې ترې کړې، چې د پرديو دسیسو ښکار نه شي، په خپلو منځونو کې همږغي رامنځ ته کړي او د خپل مشر امر ومني.

په افغانستان کې د غويي د ۷مې او ۸مې ورځو په پار د طالبانو له‌خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې دوی د غويي ۷مه د تورې ورځې په نامه غندي او د غويي ۸مه د هېواد د خپلواکۍ د ورځې په نامه نمانځي.

د ایران کورنیو چارو وزارت: ابراهیم رییسي د پولو د بندولو لپاره ۳ میلیارده یورو ځانګړې کړې

۸ غویی ۱۴۰۳ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۴، ۱۲:۱۸ GMT+۱

د ایران ولسمشر امر کړی، چې د پولو د بندولو لپاره دې د دغه هېواد د وسله والو ځواکونو لوی درستیز ته ۳ میلیارده یورو ورکړل شي. د ایران د کورنیو چارو مرستیال وزیر مجید میراحمدي وايي، د افغانستان د پولې په ګډون د هغو لارو بندولو ته اولیت ور کول کېږي چې خلک او وسلې پرې قاچاق کېږي.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې ښاغلي احمدي د دې پروګرام په اړه وویل، چې د سرحدونو بندول یو پراخ پلان دی، چې په څو مرحلو کې ترسره کیږي؛ د کټارو او دیوالونو ترڅنګ د سرحد کنټرولولو پرمختتلي ټیکنالوجیک سیسټمونه هم جوړېږي.

هغه وویل چې ابراهیم رییسي د پولو د بندولو موافقه وکړه او امر یې وکړ چې وسله وال ځواکونه دې په پنځو کلونو کې دننه د پولو د بندولو پروسه پیل کړي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د کورنیو چارو د وزارت امنیتي مرستیال وویل، ایران د امنیت د ټینګښت او د انسان او وسلو د قاچاق د مخنیوي په هدف پر خپلو پولو دیوالونه جوړوي.

دغه جګپوړي امنیتي چارواکي ویلي، چې هر کال له ۲۰ میلیاردو ډالرو څخه زیات قاچاقي توکي ایران ته داخلیږي او یا بهر ته ځي.

ښاغلي احمدي ټینګار وکړ، چې د نشه یي توکو قاچاق او هغه ناامني چې ایران ور سره مخ دی ټول د یوې بنسټیزې پانګونې له لارې د پولو په بندولو سره حل کیدای شي.