د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر د افغانستان په اړه دوحې او اسلام اباد ته سفر کوي

AP ۱۴۰۳ غویی ۸

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دغه وزارت د سیاسي مرستیالۍ چارسمبالی جان بس د افغانستان او سیمې د امنیت په اړه د قطري او پاکستاني چارواکو سره د خبرو لپاره دوحې او اسلام اباد ته سفر کوي.

د دغه وزارت په وینا، دغه سفر به د غويي له ۷مې تر ۱۱مې نېټې دوام وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي، چې جان بس به په دوحه کې د قطر له لوړپوړو چارواکو او نورو ډیپلوماټیکو پلاوو سره د افغانستان څځه د ملاتړ او په سیمه کې د ګډو امنیتي ګټو په اړه خبرې اترې وکړي.
دغه وزارت دا رنګه ویلي، چې جان بس به په اسلام اباد کې د امریکا او پاکستان تر منځ «د سیمه‌ییزو او دوه اړخیزو مسلو» په اړه له لوړپوړو دولتي چارواکو سره وغږېږي.
جان بس هم په خپله اېکس پاڼه دوحې او اسلام اباد ته د خپل سفر په اړه خبر ورکړی.
نوموړي د ۲۰۱۷ کال څخه د ۲۰۲۰ کال تر جنورۍ پورې په افغانستان کې د امریکا د سفیر په توګه دنده لرله.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ