طالبان وايي، قزاقستان افغان ځوانانو ته نور بورسونه ورکوي

د طالبانو تر کنټرول لاندې ارګ د قزاقستان د لومړي وزیر د مرستیال له قوله ویلي، چې هېواد یې غواړي افغان ځوانانو ته نور تحصیلي بورسونه ورکړي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې ارګ د قزاقستان د لومړي وزیر د مرستیال له قوله ویلي، چې هېواد یې غواړي افغان ځوانانو ته نور تحصیلي بورسونه ورکړي.
د طالبانو په وینا، سیک ژومانګارین د کابل او الماتي ترمنځ د مستقیمو الوتنو غوښتنه هم کړې ده.
د طالبانو تر کنټرول لاندې ارګ پر اېکس ټولنیزې شبکې د سې شنبې په ورځ ( د غوایي اتمه) د قزاقستان لومړي وزیر مرستیال او د سوداګرۍ وزیر سریک ژومانګارین سره د طالبانو د ریاست الوزرا مرستیال مولوي عبدالکبیر د لیدنې خبر ورکړی.
ارګ د ژومانګارین له قوله ویلي، چې قزاقستان په افغانستان کې پانګونې ته لېواله دی او همدا اوس له افغانستان سره اوږدمهاله سوداګرۍ، ټرانزیټ او پانګونې ته چمتو دی.
دغه قزاقستاني چارواکي په سیمه کې د سترو پروژو په پیلولو هم ټینګار کړی او هغه یې د سیمې په ثبات کې اغیزناکه بللي دي.
د هغه څه پر بنسټ چې د ارګ اېکس پاڼې لیکلي، د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال افغانستان "په سیمه کې د یوه ارامه هېواد مثال" ګڼلی دی.
طالبان په داسې حال کې د قزاقستاني چارواکي له قوله په افغانستان کې د امنیت ادعا کوي، چې د دغې ډلې له تسلط وروسته په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې په ګډون د وسله والو ډلو فعالیت زیات شوې او په بېلابېلو ښارونو کې یې په بریدونو کې لسګونه کسان وژلي دي.

د ملي مقاومت جبهه وايي، د شنبې په ماښام د کابل ښار په شپږمه امنیتي حوزه کې د طالبانو دوه غړي د دوی د ځواکونو په برید کې وژل شوي دي.
دغه جبهه همداراز وايي، چې د هرات او کابل په ښارونو کې د دوی د ځواکونو په دوو نورو بریدونو کې څلور طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
د دغې جبهې د معلوماتو له مخې، دغه برید د شنبې په ماښام ترسره شوی، چې په ترڅ کې یې ملکي وګړو او د مقاومت ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
د ملي مقاومت جبهې، چې د دغه برید انځور یې هم پر اېکس ټولنیزې شبکې خپور کړی، ویلي چې دغه دوه طالبان چې په موټر سایکل سپاره وو او د خلکو ځورونه یې کوله، د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د چهاردهي سړک په سیمه کې په نښه شوي دي.
دغه جبهه وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې درې ځله پر طالبانو بریدونه کړي دي. دغې جبهې په خپله اعلامیه کې لیکي: په دوو نورو بریدونو کې چې د جمعې په ماښام او د شنبې پر سهار په کابل او هرات کې ترسره شوي، څلور طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

د رویټرز خبري اژانس د یو راپور له مخې، "د سولې تیره څنډه" په نوم یو نوی مستند فلم، د یوې زړه بوږنونکې صحنې سره پیل کیږي: د افغانستان د پارلمان پخوانۍ غړې او د ښځو د حقونو فعاله، فوزیه کوفي، د ۲۰۲۰ کال په اګست کې په یو برید کې له ټپي کیدو وروسته په روغتون کې تر درملنې لاندې وي.
اغلې کوفي له خپلې لور سره کابل ته روانه وه، چې د ناپېژاندو وسله والو تر برید لاندې راغله.
هغه په دغه مستند فلم کې چې د هاټ ډاک په نوم د کاناډا د مستند فلمونو په فیستیوال کې د شنبې په ورځ نندارې ته وړاندې شو، وايي: "دوی فکر کاوه چې زه پر سر لګیدلې او مړه شوې یم." دغه فیستیوال به د مې تر ۵ مې نیټې پورې دوام وکړي.
د رویا سادات له خوا جوړ شوی دغه ۹۵ دقیقه ای فلم د افغان ښځینه مشرانو د زړورتیا نښه ده چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمن کیدو راهیسې د بدلون لپاره خپلې مبارزې ته دوام ورکوي. طالبانو د ښځو ازادي او حقونه په جدي توګه محدود کړي دي.
اغلې سادات وايي: "دا ‘روان وضعیت' یوه تراژیدي ده، خو په عین حال کې، تاسو کولی شئ د ښځو ځواک وګورئ او د دې هیواد ښکلا وګورئ."
پر اغلې کوفي برید د هغې د فعالیتونو مخه ونه نیوله. دا پر هغې لومړۍ برید نه و.
نوموړې د فاطمې ګیلاني، حبیبه سرابي او شریفه زرمتی په ګډون د ښځو د مرکچيانو په منځ کې یوه مهمه څېره وه، چې د قطر په دوحه کې یې د طالبانو سره د سولې د هوکړې په موخه په بین الافغاني خبرو اترو کې ګډون کړی و.
دا مستند فلم د ښځو له نظره د افغانستان د مرکچي پلاوي پر ناکامې خبرې کوي.
د خبرو اترو میز ته تر کیناستو وروسته، اغلې کوفي په دې پوهه شوه چې طالبانو خپله بریا لا دمخې منلې ده.
هغې په یوه مرکه کې وویل: "کله چې ولسمشر بایډن واک ته ورسېد، هغه اعلان وکړ چې له افغانستان څخه به خپل سرتیري له کوم شرط پرته وباسي، دغې خبرې د طالبانو مورال ډیر لوړ کړ."
د بایډن ادارې تر دې وړاندې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د غیر منظم راوتلو پره د ټرمپ پر ادارې ور اچولې او ویلي یې دي، چې طالبانو سره هغوی معامله کړې وه.
اغلې کوفي، چې اوس په جلاوطنۍ کې ده، د ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې په څېر له نړیوالو ادارو سره د اړیکو له لارې له برتانیا څخه خپل کار ته دوام ورکوي او پالیسي جوړونکي هڅوي چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د افغان ښځو وضعیت په رسمیت وپېژني.

د طالبانو د اقتصاد وزارت وايي، چې د اسايي هېوادونو لپاره د اروپايي ټولنې استازو د د دغې ډلې د اقتصاد وزیر سره په لېدنه کې ويلي، چې افغان سوداګرو ښځو ته د وړو پورونو او د چاپیریال په برخه کې افغانستان سره ۳۱.۸ میلیونه یورو مرسته کوي.
اروپايي ټولنې د ماشومانو د خوار ځواکۍ سره د مبارزې او د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي برخو کې هم د مرستو ژمنه کړې ده.
د طالبانو اقتصاد وزارت نن شبنه پر اېکس ټولنیزې شبکې خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې د دغې ډلې د اقتصاد وزیر دین محمد حنیف په کابل کې د اروپايي ټولنې د اسیايي اړیکو د څانګې له مشر پيترس اوستوبس او د افغانستان لپاره د اوپايي ټولنې له شارژدافیرې رافيلا يوديچې سره لیدلي دي.
د طالبانو اقتصاد وزارت ويلي، چې د اروپايي ټولنې دغو استازو ژمنه کړې، چې افغان سوداګرو ښځو ته د وړو پورونو د ورکړې لپاره به د ۱۱.۸ مېليونو يورو مرسته وکړي.
د وزارت د معلوماتو له مخي، اروپايي ټولنه د افغانستان په ۲۵۰ کليو کې د چاپيريال ساتنې په برخه کې د ۲۰ مېليونه يورو په ارزښت مرسته کوي او ځني پروژې به پيل کړي چې په سیمه کې به شاوخوا ۳۰ زرو کسانو ته د کار زمينه برابره شي.
د طالبانو د اقتصاد سرپرست وزير دین محمد حنيف د اروپايي ټولنو له مرستو هرکلۍ کړی او د نوري همکاريو هيله يې څرګنده کړې ده.
نوموړي د اروپايي ټولنې له استازو غوښتي، چې بشري مرستي دي په پراختيایي مرستو بدلي کړي، څو په افغانستان کې بيوزلي کنټرول، د بې کارۍ کچه ټیټه او د کورنيو اقتصادي وضعت ښه شي.
تر دې وړاندي اروپايي ټولنې ويلي و، چې د کډولو له نړیوال سازمان سره یې ۱۷ میلیونه یورو مرسته کړې څو له ایران او پاکستان څخه د ایستل شویو افغانانو سره همکاري وکړي.

د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي وايي، چې دغه ډله د اساسي قانون له تشې سره مخامخ نه ده، بلکې د دې ډلې قوانین د قران، سنت او حنفي فقهې پر بنسټ دي. هغه ویلي، چې د هغې ورځې په هیله دی چې طالبان دغه فرعي قوانین د اساسي قانون په چوکاټ کې خلکو ته وړاندې کړي.
د طالبانو د عدلیې وزارت د شنبې په ورځ (د غویي اتمه) د دغه وزارت د وزیر عبدالحکیم شرعي د وینا یوه برخه په اېکس ټولنیزې شبکې خپره کړې ده. نوموړي ویلي، چې لويديځوال او د هغوى "نوکران او جاهلان" وايي، چې په افغانستان کې قانوني تشه شتون لري.
د طالبانو د عدلیې وزیر وايي، چې د قوانینو پر جوړولو کار په چټکۍ سره روان دی او تر دې دمه د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو قانون، د ځانګړې محکمې د شرعي اصولو قانون، د څارنې عمومي ریاست قانون، د امر بالمعروف فرمانونو په ګډون یو شمېر قوانین توشیح شوي دي.
ښاغلي شرعي وویل: «هیله من یم هغه وخت راشي چې ټول فرعي قوانین راټول او د ګڼو مادو په بڼه د اساسي قانون په توګه ملت ته وړاندې شي. له هغه وروسته که چا وویل، چې قانوني تشه شته یا کافر دی، یا د کفارو غلام او یا هغه جاهل خلک دي چې په دې موضوع نه پوهیږي.»
د طالبانو له واکمنۍ نږدې درې کاله تېرېږي، خو دغه ډله لا نه ده توانېدلې چې د خپل حکومت لپاره اساسي قانون جوړ کړي.

اوتاوا په پام کې لري چې سږ کال له افغانستان سره د کاناډا پراختیايي مرستې بیا پیل کړي، خو ښايي دغه کار ډیر وخت ونیسي. د ګلوبل نیوز د راپور له مخې، بشري سازمانونه وايي، چې دغه ځڼډ به هغو کسانو ته سخت وي چې بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.
دا په داسې حال کې ده چې نور هیوادونه د مرستو رسولو له پاره په چټکۍ سره حرکت کوي او د کاناډا د مرستو بیا پیل کې ځڼډ بشري سازمانونه ناهیلي کړي دي.
په کاناډا کې د افغان ښځو د موسسې مشرې اسما فیضي وویل: «که زه وغواړم دغه موضوع په دقیقه توګه بیان کړم، دا وضعیت ډیر د مایوسۍ خبره ده.»
د افغان ښځو موسسه، کاناډا ته د نویو راغلو افغان ښځو او همدارنګه په افغانستان کې او ګاونډیو هیوادونو کې د افغان میرمنو ملاتړ کوي.
د افغان ښځو موسسه، په کابل کې د نجونو یوه یتیم خانې چارې هم پر مخ بیايي، خو دغه یتیم خانه د طالبانو له واکمنیدو وروسته د کاناډا له مرستو بې برخې شوې ده.
اغلي فیضي وايي: «هغه کاناډايي موسسې چې غواړي په افغانستان کې کار وکړي، چمتو دي چې افغانستان ته ولاړې شي او هلته کار ته لېوالتیا لري، خو هغوی له دغه کار منع شوې دي.»
