• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

‎ایراني چارواکي: د افغانستان د اورګاډي پټلۍ له ایراني ماشینونو پرته نه شي ترمیم کیدای

۱۳ غویی ۱۴۰۳ - ۲ می ۲۰۲۴، ۱۹:۱۷ GMT+۱

د ایران د اورګاډي پټلۍ تخنیکي مرستیال مصطفی داوودي وايي، چې په افغانستان کې د خواف – هرات اورګاډي پټلۍ تخنیکي نیمګړتیاوې لري.

ایسنا خبري اژانس د ښاغلي داوودي په حواله ویلي، چې د افغانستان د اورګاډي پټلۍ د ایران د اورګاډي له ماشینونو پرته ترمیم کیدای نه شي.

دغه ايراني چارواكي څرګنده كړې چې افغانستان له كوم بل هېواد سره د اورګاډي پټلۍ له لارې نه دی نښتی، نو دغه ماشينونه بايد د ايران د اورګاډي د پټلۍ له لارې افغانستان ته داخل شي.

په هغه راپور کې چې ایسنا د پنجشنبې په ورځ (د غوایي ۱۳مه) خپور کړی، راغلي"څیړنې ښیي چې د اورګاډي یو ماشین هم له دغه هېواد څخه نه دی بهر شوی."

د طالبانو او ایراني چارواکو له خوا د خواف- هرات د اورګاډي پټلۍ له ګټې اخیستې سره هم‌مهاله، د ایران د اورګاډي ادارې ویلي، چې په افغانستان کې د اورګاډي د پټلۍ تخنیکي ستونزې نه دي حل شوي.

مصطفی داوودي وویل، چې دغه پروژه له شمتیع څخه د افغانستان تر روزنک پورې شاوخوا ۶۰ کیلومتره اوږدوالی لري او ټاکل شوې وه چې تر هرات ښار پورې وغځیږي.

د دغه ایراني چارواکي په وینا، "د ۱۴۰۲کال د وري په میاشت کې تخنیکي مطالعې وښودله چې پخوانۍ کرښه یوازې یو څه زیانمنه شوې وه او دغه نیمګړتیاوې نه وې ترمیم شوې."

د ایران د اورګاډي پټلۍ دغه چارواکي ویلي، چې په دې وروستیو کې یې شرکت د نیمګړتیاوو د له منځه وړلو په اړه راپورونه ترلاسه کړي، خو تر اوسه د افغانستان د اورګاډي پټلۍ له خوا د ایران د اورګاډي پټلۍ څخه د دې کرښې د لیدو لپاره کومه رسمي غوښتنه نه ده شوې.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

۵

ازادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د راکټي برید خبر ور کړی

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د دفاع وزارت وایي، چې ۵۸۶ عرادې پوځي وسایط یې ترمیم کړي دي

۱۳ غویی ۱۴۰۳ - ۲ می ۲۰۲۴، ۱۷:۲۳ GMT+۱

د طالبانو د دفاع وزارت وایي، چې ۵۸۶ عرادې بېلابېل ډول پوځي وسایط یې ترمیم کړي دي. د طالبانو د دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ (د غوایي ۱۳مه) پر اېکس ټولنیزې شبکې لیکلي چې دغه وسایط د حضرت عبدالله بن مسعود د جګړه ییزو ګډو زده کړو په قوماندانۍ کې ترمیم شوي دي.

دغه وزارت وایي، چې د دغو پوځي وسایطو له ډلې ځینې یې د تېر نظام پر مهال خراب شوي وو.

‏ د طالبانو د دفاع وزارت لیکلي: «په دغو وسایطو کې ۳۵۹عرادې رنجر، ۶۰ عرادې هاموې ټانګونه، ۶۰ عرادې انټرنشنل لارۍ او یو شمېر کاسټر، فورکليفت، کرين او موټرسايکلونه شامل دي.»

د تېر حکومت له نسکورېدو وروسته د پخوانيو امنيتي ځواکونو د پوځي وسايطو یوه لویه برخه له کاره لویدلې او د طالبانو لاس ته ورغلې وه. ډیری دغه وسایط د طالبانو په بریدونو او جګړو کې زیانمن شوي وو.

د طالبانو د لوګر والي: یوناما دې د افغانستان عیني واقعیتونه نړۍوالو ته انتقال کړي

۱۳ غویی ۱۴۰۳ - ۲ می ۲۰۲۴، ۱۶:۰۸ GMT+۱

د طالبانو د لوګر والي د یوناما رییسې روزا اتنبایوا سره په لیدنه کې ویلي، چې یوناما دې د افغانستان عیني واقعیتونه نړۍوالو ته انتقال کړي.

د لوګر ولایت د مقام د مطبوعاتو او عامه اړیکو دفتر پر ایکس ټولنزې شبکې لیکلي، چې د لوګر لپاره د طالبانو والي شیخ ضیاءالرحمن مدني د پنجشنبې په ورځ (د غوایي ۱۳مه) د افغانستان له پاره د یوناما له رییسې روزا اتنبایوا سره کتلي دي.

مېرمن اتنبایوا د افغانستان تعلیمي، روغتیایي او نورو ټولنیزو ستونزو ته په اشارې سره د همکارۍ ژمنه وکړه.

ښاغلي مدني مېرمن اتنبایوا ته وویل: «نړۍ له اسلامي امارت سره نا انصافي کوي.» هغه له یوناما څخه وغوښتل چې نړۍ ته د افغانستان واقعیتونه انتقال کړي.

یوناما د پنجشنبې په ورځ په افغانستان کې د روان میلادي کال د لومړنیو درېیو میاشتو راپور کې د ښځو او نجونو حقونه، د رسنیو ازادي، د ولسي خلکو مرګ ژوبله، د اعدام سزا، په خوست او پکتیا کې د هوايي بریدونو له امله د ملکي وګړو مرګ ژوبله او د پخواني دولتي چارواکو او سرتېرو نیولو او ربړولو په اړه تفصیلي معلومات خپاره کړي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یوناما د راپور په غبرګون کې ویلي، چې په دغه راپور کې هغه څه چې لیدل کېږي ټول تکراري او له پروپاګنده ډک دي.

رویټرز: طالبان د روسیې تېلو ته په پام سره د سیمه ییزې انرژۍ تجارتي مرکز پلانول غواړي

۱۳ غویی ۱۴۰۳ - ۲ می ۲۰۲۴، ۱۳:۰۳ GMT+۱

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر وايي، سوېلي اسیا ته د روسیې د تېلو رسولو لپاره د افغانستان لوېدیځ کې د لوژستیک مرکز یا قطب په جوړلو کې له قزاقستان او ترکمنستان سره هوکړې ته رسېدلي. نورالدین عزیزي زیاتوي، دې کار سره غواړي چې افغانستان د سیمې د صادراتو پر لوجسټیک مرکز بدل کړي.

ښاغلي عزیزي رویټرز ته ویلي، چې په افغانستان کې د درې واړو هېوادونو د استازو تر منځ د تېرې اونۍ له غونډې وروسته به تخنیکي ټیم په دوو میاشتو کې د دغه مرکز د رسمي طرحو یا پلانونو په اړه هوکړه لیک ترتیب کړي او بیا به له شپږو میاشتو خبرو وروسته درې واړه هېوادونه پکې پانګونه وکړي.
عزیزي ویلي دي، چې دغه مرکز د افغانستان له ستراتیژیک موقعیت څخه د ګټې اخیستنې د پراخو هڅو یوه برخه ده، چې یو وخت د ورېښمو لرغونې سوداګریزه لار پرې تېره وه او اوس هم د سویلي او منځنۍ اسیا ترمنځ پروت او له چین او ایران سره ګډه پوله لري.

د نوموړي په خبره، د ترکمنستان او قزاقستان له چارواکو سره د خبرو له مخې دا لجسټیک قطب یا مرکز به هرات کې جوړېږي چې شمالي اسیا له سوېلي اسیا سره نښلوي.

هغه وايي، طالبان دې ته سترګې پر لار دي چې د نوي مرکز له لارې به روسیه په راتلونکو کلونو کې پر سوېلي اسیا په تېره پاکستان میلیونونه ټنه تېل پلوري.

ښاغلی عزیزي وايي، دې درې واړو هېوادونو د نوي سوداګریز مرکز جوړولو سره د دې ټکي د ثابتولو تر ټولو غوره هڅه کړې چې افغانستان د وصل نقطه ده

د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت وزیر وايي، افغانستان تر پاکستان د رسېدو تر ټولو غوره لار ده او دوی غواړي د نوي مرکز له لارې روسیه خپل تېل د هرات له لارې سوېلي اسیا ته ولېږي او قزاقستان هم پلان لري چې توکي له دې لارې سوېلي اسیا ته ولېږدوي.

د قزاقستان سوداګرۍ وزارت هم یوه بیان کې رویټرز ته ویلي چې غواړي د یو مهم لوجسټیک مرکز له لارې سوېلي اسیا او خلیج ته د رسېدو لپاره د افغانستان سړکونو او پټلۍ ته پراختیا ور کړی.

ترکمنستان، روسیې او پاکستان تر اوسه د طالبانو د دې پلان په هکله څه نه دي ویلي.

د روسیې استازی: نړۍ باید په افغانستان کې د امریکا او ناټو د شلو کلونو جنایتونه هېر نه کړي

۱۳ غویی ۱۴۰۳ - ۲ می ۲۰۲۴، ۱۱:۵۰ GMT+۱

د روسي پلاوي مشر د ملګرو ملتونو غونډه کې ویلي، چې امریکا په افغانستان کې د اوسني وضعیت مسووله ده او نړۍ باید په دغه هېواد کې د امریکايي او ناټو ځواکونو «د شلو کلونو جنایتونه هېر نه کړي.» ایلیا برمن دا خبره پرون په جنیوا کې د انساني حقونو د شورا ۴۶ ناستې ته په وینا کې کړې ده.

د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، ښاغلي مرمن په افغانستان کې د انساني حقونو د حالت ارزونې غونډه کې زیاته کړه: «نړیواله ټولنه باید د متحده ایالتونو او د ناټو د نورو ځواکونو هغه جنایتونه هېر نه کړي چې په افغانستان کې د خپل شل کلن حضور پر مهال وکړل، تر اوسه دا ټول سم نه دي څېړل شوي.»

د روسي استازي دا خبرې په داسې مهال دي چې تېره اونۍ سي اېن اېن د خپلو موندنو له مخې وویل، له افغانستان د امریکا د وروستیو ځواکونو د وتلو په درشل کې پر کابل هوايي ډګر د داعش برید کې ځینې کسان د دغو ځواکونو په ډزو وژل شوي دی.

دغه تلوېزون د امریکايي ځواکونو، عیني شاهدانو او ډاکټرانو له قوله ویلي، چې تر ځانمرګي برید وروسته امریکايي او بریتانوي ځواکونو پر خلکو ډزې کړې دي.

د افغانستان بد اقتصادي حالت

د روسیې استازي ایلیا برمن په پرونۍ غونډه په افغانستان کې بد اقتصادي حالت ته په اشاره زیاته کړه چې طالبان د سرچینو د کمښت له امله د اقتصادي او ټولنیز حالت په سموالي کې له ستونزو سره مخ دي.

برمن د افغانستان اوسنی بدن اقتصادي حالت هم د امریکا د سیاست له امله وباله چې په وینا کې افغان شتمني یې کنګل کړې او له طالبانو د امتیاز ترلاسولو لپاره یې بشري مرستې د انساني حقونو مسله پورې تړلې دي.

روسیه د چین، ایران او پاکستان په څېر له طالبانو سره نږدې اړیکي پالي او د هغو محدودو هېوادونو په ډله کې راځي چې په کابل کې یې سفارت پرانیستی دی.

نور الدین عزیزي: له ایران سره خپلمنځي سوداګري لس میلیارد ډالرو ته رسول غواړو

۱۳ غویی ۱۴۰۳ - ۲ می ۲۰۲۴، ۱۰:۲۹ GMT+۱

د طالبانو د صنعت او تجارت وزیر نور الدین عزیزي وايي، له ایران سره تجارت تر لس میلیار ډالرو رسول او د چابهار بندر له لارې د ټرانزېت عملي کېدل غواړي. طالبان زیاتوي، د خپلمنځي تجارت او د چابهار بندر له لارې د ټرانزېټ د پراختیا لپاره د ایران له سیستان بلوچستان سره ګډه کمېټه جوړوي.

د طالبانو د صنعت او تجارت وزیر پرون د یوه پلاوي په مشرۍ چې د نیمروز ولایت سوداګر هم پکې دي د ایران سیستان بلوچستان ته لاړ.

نورالدین عزیزي نن د ایران ایسنا خبري اژانس ته ویلي، چې غواړي د چابهار بندر له لارې د افغان ټرانزېټ سوداګري سل سلنه پلې شي.

د ښاغلي غزیزي په خبره، په دې برخه کې عملي کارونه پیل شوي دي.

نوموړی دا هم وايي، چې له ایران سره تر لس میلیار ډالرو پورې کلنۍ سوداګري زیاتول غواړي.

د طالبانو د صنعت او تجارت وزیر نن د سیستان بلوچستان له والي سردار محمد کرمي او د افغانستان لپاره د ایران له ځانګړي استازي حسن کاظمی قمي سره د خپلمنځي سوداګري پر پراختیا او ستونزو غونډه درلوده.

د طالبانو د اعلامیې له مخې، نوموړي په دې غونډه کې د افغان سوداګرو لپاره د بېلې شوې ځمکې د بیو د پرېکنده کېدو، د چابهار له لارې د ټرانیزیټي مالومو لپاره د لارې او امتیاز پر مالومولو او په دې برخه کې د اړینو اسانتیاوو برابرولو ټینګار وکړ.

طالبان د سیستان بلوچستان د والي کرمي له قوله وايي، چې د دې ستونزو دحل لپاره یې اړوند چارواکو ته اړینې لارښوونې وکړې.

دوی زیاتوي چې په اخر کې د سوداګرۍ د پراختیا او د چابهار بندر له لارې د ټرانزېټ د پیاوړتیا لپاره د ولایت په کچه د ګډې تخنیکي کمېټې پر جوړېدو هوکړه وشوه.

دا کمېټه به له مرکزي کمېټې سره د چابهار بندر اړوند موضوعات څاري.