د ښځو د حقونو فعالانې: په افغانستان کې د ښځو د حقونو ملاتړ تر زده کړو پورې محدود نه وي

AP ۱۴۰۳ غویی ۱۷

د افغان ښځو د حقونو یو شمېر فعالانو د اتریش په پلازمېنه کې د یوې غونډې په ترڅ کې ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو ملاتړ باید تر زده کړو پورې محدود نه شي.
دوی همداراز وویل، چې د ښځو له زده کړو څخه د ملاتړ په برخه کې د نارینه وو رول کمرنګه دی.

د ښځو د حقونو دغو فعالانو د اتریش په پلازمېنه ویانا کې د ښځو د پیاوړتیا په موخه په جوړه شوې دوه ورځینۍ غونډه کې په افغانستان کې د ښځو وضعیت د اندېښنې وړ وباله او ویې ویل، چې د طالبانو له خوا د تعلیمي نصاب بدلون د افغانستان د راتلونکي لپاره لویه ننګونه ده.
د غونډې ګډونوال وایي، چې د زده کړو بدیلې لارې نشي کولی په افغانستان کې د ښځو او نجونو لپاره د رسمي زده کړې نشتوالی جبران کړي.
په ویانا کې د افغانستان پخوانۍ سفیره منیژه باختري وایي: «حقوق یوه ګډه مجموعه ده او په یوازې توګه د زده کړو د ملاتړ لپاره د عدالت غوښتنه بسنه نه کوي، نو باید د افغانستان د ټولو ښځو د حقونو لپاره مبارزه وشي.»
له دې سره، د ښځو د حقونو فعالې حوریه مصدق چې په دې وروستیو کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد څخه د پوښتنو په کولو سره په ټولنیزو رسنیو کې خورا زیات غبرګونونه ترلاسه کړي، هم په دې غونډه کې وویل، چې د ښځو له زده کړو د ملاتړ په برخه کې د نارینه وو رول کافي نه دي.
مېرمن مصدق ټینګار کوي، چې د ښځو د حقونو لپاره مبارزه باید له کورنیو څخه پیل شي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته افغان مېرمنې له خپلو ټولو اساسي حقونو بې برخې شوې او د نږدې راتلونکي لپاره هېڅ هیله نه لیدل کیږي.

نور خبرونه

رادیو