د بیان د ازادۍ خونه: طالبانو د راه فردا ټلویزیون خبریال نیولی دی

AP ۱۴۰۳ غویی ۲۰

د بیان د ازادۍ خونه وایي، چې د طالبانو استخباراتو په غزني ولایت کې یوه اونۍ مخکې د راه فردا خصوصي ټلویزیون خبریال احمدشاه علمیار نیولی دی.
د یادې خونې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې طالبانو دغه خبریال له غزني څخه نیولی او کابل ته یې لېږدولی دی.

د بیان د ازادۍ خونې له طالبانو غوښتي، چې احمدشاه علمیار ژر تر ژره له بند څخه خوشې کړي.
د یاد خبریال خپلوانو ویلي، چې علمیار د طالباتو د استخباراتو په ریاست کې بندي دی.
تراوسه طالبانو د نوموړي خبریال د نیولو په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي او دا هم معلومه نه ده، چې ښاغلی علمیار د کوم جرم په تور نیول شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو څو ورځې وړاندې د ملي ټلویزیون یو خبریال ندا محمد نوري هم نیولی و، چې تېره ورځ ددغې ډلې له خوا خوشې شو.
له دې سره، په غزني ولایت کې د نیول شوي خبریال حبیب الرحمن تاثیر او په ننګرهار کې د نیول شوي شاعر عزت الله ځواب برخلیک هم تراوسه نامعلوم دی چې له څه مودې راهیسې د طالبانو په بند کې دي.
د افغانستان د خبريالانو د مرکز وروستۍ موندنې ښيي، چې طالبانو په تېرو دولسو مياشتو کې ٦٤ خبريالان نيولي او له دې ډلې درې خبريالان لا هم د دغې ډلې په بندخونو کې دي.

نور خبرونه

رادیو