طالبانو په کابل کې درې غله وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی

په کابل کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ د درېیو غلو د وژل کېدو او د یوه بل د ټپي کېدو خبر ورکړ.

په کابل کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ د درېیو غلو د وژل کېدو او د یوه بل د ټپي کېدو خبر ورکړ.
دغې قوماندانۍ په خپل اېکس کې لیکلي؛ یاد شمېر غلو ته تر هغه وروسته مرګ ژوبله واوښته، چې د کابل ښار د پنځمې حوزې افشارو سیمه کې یې د ۸۰۰ زره افغانیو په ارزښت له یوه کور څخه سره زر غلا کړي و.
طالبانو دغه راز ویلي، چې تر غلا وروسته دغو کسانو ته د کارتې مامورین په سیمه کې د یوه برخورد په پایله کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ویلو ده، چې په کابل کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ بیا د دغو غلو د هویت په اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د جنایي او امنیتي پېښو د مخنیوي او څارلو په موخه تېر کال ویلي وو، چې د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې یې ۶۰ زره کمرې لګولي دي.
که څه هم طالبان په هېواد کې د بشپړ امنیت خبره کوي؛ خو بیا هم یو شمېر هېوادوال وايي، چې په بېلابېلو ښارونو کې جنایي پېښې، وسله والې غلاوې او د سړي تښتونو پېښې زیاتې شوې دي.
له دې سره؛ طالبانو امنیتي پېښو ته په کتو سره څه موده مخکې د کابل ښار له اوسېدونکو غوښتي وو، چې د خپلو کورونو په شاوخوا او همداراز په هټیو کې امنیتي کمرې ولګوي.
د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د جنایی پېښو کچه په داسې حال کې زیاته شوې، چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د غلا او انسان تښتونې پېښو ترڅنګ د وزګارۍ او بېوزلۍ کچه هم لوړه شوې او خلک له جدي اقتصادي ستونزو سره مخامخ شوي دي.
ځيني هېوادوال بیا د غلاوو او جنایي پېښو د ډېرېدو لامل وزګاري په ګوته کوي.