سېلاب ځپلو ته د ترکیې د مرستو لومړۍ جوپه سبا افغانستان ته رسېږي

په کابل کې د ترکیې سفیر د طالبانو د اقتصاد له وزیر سره په کتنه کې ویلي، چې د دغه هېواد د مرستو لومړۍ جوپه به سبا ته افغانستان ته ورسېږي.

په کابل کې د ترکیې سفیر د طالبانو د اقتصاد له وزیر سره په کتنه کې ویلي، چې د دغه هېواد د مرستو لومړۍ جوپه به سبا ته افغانستان ته ورسېږي.
په کابل کې د ترکیې سفارت نن په خپل اېکس کې لیکلي، چې جنک اونال له دین محمد حنیف سره په خبرو کې ویلي، چې د دغه هېواد د مرستو لومړۍ جوپه ۲۰ ټنه ده.
ښاغلي اونال زیاته کړې؛ ټاکل شوې چې له دغه هېواد څخه تر راتلونکو ورځو د خوراکي او غیرې خوراکي توکو په ګډون ۶۵۰ ټنه بشري مرستې هم د تورغونډۍ بندر له لارې سېلاب ځپلو ته راولېږدول شي.د یو بل خبر له مخې؛ د جاپان د بهرنیو چارو وزارت هم د افغانستان له سېلاب ځپلو سره د بېړنیو مرستو د ترسره کېدو خبر ورکړی.د جاپان په مرستو کې خیمې، کمپلې او نور لومړني توکي شامل دي، چې د جایکا سازمان له خوا به زیانمنو کسانو ته ووېشل شي.دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې د طالبانو د کډوالو چارو وزارت هم ویلي وو، چې د بغلان په سېلاب کې د هر مړه کس پر سر د هغه کورنۍ ته یو لک افغانۍ ورکوي.د بغلان ولایت په څو سیمو کې د سختو سېلابونو د راوتلو له امله تراوسه د ۳۰۰ کسانو د وژل کېدو او د سلګونو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.د راپورونو له مخې؛ ښایي د قربانیانو شمېر تر دې هم زیات شي.


د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، پر دغه هېواد واکمن طالبان که د مسکو اولنمبر دوستان نه دي، دوښمنان یې هم نه دي. ښاغلی کابلوف د روسیې له تاس خبري اژانس سره په خبرو کې زیاتوي، د مسکو او طالبانو ترمنځ اړیکي مخ پر وده دي، خو محدودیتونه هم لري.
ضمیر کابلوف دا هم وايي، چې « طالبان په ښکاره نارې وهي چې پر مسکو دومره باور لري، لکه پر پخواني شوروي یې چې درلود.»
د نوموړي په خبره، طالبان هغه مجاهدین دي چې د پخواني شوروي او د هغه د ملاتړي حکومت او هم د نورو بهرنیو ځواکونو پرضد جنګېدلي، خو له دې سره د افغانستان په عصري کولو کې د روسیې د هغه وخت پر هڅو سترګې نه پټوي.
ضمیر کابلوف په تازه مرکه کې زیاتوي، د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، خو له محدودیتونو سره یې اړیکي له دې ډلې سره پراخېږي.
نوموړی وايي، دوی د طالبانو شازدافیر، پوځي او تجارتي اتشه د مسکو سفارت لپاره منلې ده او تجارت هم ور سره مخ په وده دی.
د کابلوف له خبرو سره هممهاله د طالبانو د تجارت وزیر په مشرۍ پلاوی د روسیه او اسلامي نړۍ اقتصادي غونډه کې د ګډون لپاره کازان ښار ته تللی دی.
طالب چارواکي وايي، چې د دوی په واکمنېدو سره د افغانستان او روسیې ترمنځ راکړه ور کړه پنځه برابره شوې ده.
روسیه یو هغه هېواد و چې د طالبانو واکمنېدو سره یې هم په افغانستان کې سفارت پرانیستی پرېښود.
دغه هېواد وروستیو کې وویل، چې د ترهګرو له خپل لېست د طالبانو پر اېستلو غور کوي.

د بې پولې ډاکټرانو سازمان په افغانستان کې د شري ناروغۍ د زیاتوالي خبر ورکړ. دغه سازمان وایي، چې سږکال یې په بلخ، هرات او هلمند ولایتونو کې په خپلو روغتیایي مرکزونو کې د هغو نږدې پنځه زره ماشومانو درملنه کړې ده چې په شري ناروغۍ اخته و.
بې پولې ډاکټران وایي، چې دا شمېرې تر تېر کال زیاتې او د اندېښنې وړ دي.
د دغه بشردوستانه سازمان د معلوماتو له مخې، ډېرېر ماشومان چې دغو مرکزونو ته تللي، له يو کال څخه کم عمر لري.
بې پولې ډاکټران راپور ورکوي؛ هغه ماشومان چې په شري اخته شوي د واکسین کولو له وخت څخه یې کم عمر درلود.
په راپور کې زیاته شوې، چې په افغانستان کې ماشومان تر نهو میاشتو پورې د واکسین لومړی دوز نه کوي او دا کار ماشومان د شري په ناروغي د اخته کېدو له ګواښ سره مخ کوي.
بې پولې ډاکټران په افغانستان کې د ماشومانو د شري په وړاندې د واکسین کولو او همدارنګه روغتیایی خدمتونو ته د لاسرسي د ښه کولو لپاره د هڅو د زیاتوالي غوښتنه کوي.
شری د ماشومانو ساري ناروغي ده او دغه راز که ماشوم د شري په څېر په نورو ناروغیو لکه خوارځواکۍ اخته شي، د مړینې له ګواښ سره یې مخ کوي.

افغانستان انټرنشنل ته ځینو سیمهییزو سرچینو ویلي، چې د پکتیا ولایت په ډنډپټان کې د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ نښته د شپې په یوولسو بجو پیل شوه او د سهار تر لمانځه پورې روانه وه.
د دغې سرچینې په وینا، طالبانو د دغې نښتې د تلفاتو په اړه لا په ډاګه څه نه دي ويلي؛ خو په سیمه کې ځینو طالبانو ویلي، چې په دې نښته کې یو طالب وژل شوی دی.
د سرچینې په خبره، ښایي په دغې نښته کې د طالبانو تلفات زیات وي.
سرچینې ادعا کړې، چې طالبانو پنځه پاکستاني پوله ساتي ژوندي له ځانه سره وړي؛ خو د دغې ادعا په اړه کومې خپلواکې سرچینې پخلی نه دی کړی.
سرچینې زیاته کړې، چې په سیمه کې پر ولسي استوګنځایونو هم مرمۍ لګېدلي؛ خو چاته په کې د سر زیان نه دی اوښتی.
له بل پلوه په پاکستان کې هم سرچینو ویلي، چې ټوله شپه په خرلاڅي کې د دواړه خواوو ترمنځ نښته روانه وه.
د دغې سرچینې په خبره، په دغې نښته کې یو پاکستانی سرتېری وژل شوی او څلور نور بیا ټپیان دي او د طالبانو بیا شاوخوا ۱۲ کسان وژل شوي دي.
تېره اوونۍ داسې راپورونه خپاره شول چې ګنې د پاکستان هوايي ځواک یو ځل بیا د افغانستان په پکتیکا ولایت کې د ټيټيپي وسلهوالو پر پټنځایونو هوايي بریدونه کړي؛ خو طالبانو او پاکستاني حکومت په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
تر هغه وروسته د پکتیا په ځاځي اریوب او ډنډپټان ولسوالیو کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو تر منځ څو ځلې نښتې شوې او د مرګ ژوبلې خبرونه یې هم خپاره شوي دي.

یوه خیریه موسسه وايي، افغانستان او عراق کې د جنګېدلو پوځیانو په ډله کې د هغو سرتېرو شمېر په تېرو ۳ کلونو کې تر ۴۰ سلنې ډېر شوی چې د رواني روغتیا ملاتړ غواړي. له سټرس سره د مبارزې په نوم د سرتېرو د رواني روغتیا خیریه موسسه وايي، له ۲۰۲۰ کال راهیسې کال په کال دا شمېر ډېرېږي.
ټلګراف ورځپڼه له سټرس سره د مبارې په نوم د سرتېرو د رواني روغتیا د خیریه موسسې له قوله وايي چې له ۲۰۲۰ کال راهیسې کال په کال دا شمېر ډېرېږي.
ټلګراف ورځپاڼه د دې موسسې له قوله وايي چې دې موسسې ته د رواني روغتیا د ملاتړ په هیله له ۲۰۲۳ کال ۷۷۶ نويو سرتېرو مراجعه کړې، خو د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کال ترمنځ دا شمېر ۶۷۷ و.
دا موسسه وايي، د رواني روغتیا ملاتړ ته د اړمنو شمېر په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کې ۶۷۲ او ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کې ۵۳۹ کسان و.
په نویو موندو پسې د بریتانیا د پوځ پخواني مشر او نورو قومندانانو یوه پرانیستي لیک کې ویلي، دا د بریتانیا مسوولیت دی چې دغو اغېزمنو پوځیانو ته د رواني روغتیا ملاتړ برابر کړي.
پر بریتانیا سربېره د امریکا او جرمني ځینې هغه سرتېري هم له رواني ستونزو کړېږي چې په افغانستان یا عراق کې یې په جګړه کې برخه اخیستې ده.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت وايي، د دې ډلې چارواکو د ملګرو ملتونو له استازو سره د لومړیتوبونو پر شریکولو او د همغږۍ پر زیاتولو خبرې وکړې. په خبرپاڼه کې د امیر خان متقي له قوله ویل شوي، چې نړیوالې مرستې باید د خلکو د اړتیاوو پربنسټ او لومړیتوبونو ته په کتو سره وشي.
طالبان وايي، په دغه ناسته کې پر امیرخان متقي سربېره د دې ډلې د کليو د بيا رغونې او پراختيا، اقتصاد، ماليې، کورنيو چارو، عامې روغتيا، مهاجرينو او راستنيدونکو چارو، کرنې او مالدارۍ او نورو ادارو استازو ګډون درلود.
له مقابل لوري ملګرو ملتونو د بېلابېلو ادارو مسولانو، نړيوالو موسسو او د خصوصي سکتور لوړپوړو استازو ګډون کړی وو.
د افغانستان د خلکو په اړتیاوو او له تېر یوه کال راهیسې د ملګرو ملتونو له خوا پر شويو مرستو خبرې وکړې.
د خبرپاڼې له مخې، یادو مسوولانو د طالبانو پر لومړيتوبونو او د دواړو لورو تر منځ د تفاهم او همغږۍ د پراختيا په اړه هم بحثونه وکړل.
په خبرپاڼه کې د امیر خان متقي له قوله ویل شوي، چې «د څلوېښت کلنو جګړو، ويجاړ اقتصاد، کونډو او یتیمانو، په ګاونډيو هېوادونو کې د ميليونونو کډوالو، پر بهرنيو مرستو ولاړ صحي نظام، پرله پسې وچکاليو، زلزلو، سېلابونو، اقليمي بدلون او د نورو طبيعي ناورينونو لپاره د حکومت اوسني مالي امکانات بس نه دي.»
طالبان په دغه ناسته کې د ملګرو ملتونو د بشري او پرمختيايي برخې د مسوول او د يوناما د مرستيال انډريکا رتواتيذ له قوله وايي دا اداره غواړي د مرستو نوعيت د بشري مرستو تر څنګ پرمختيايي مرستو ته واړوي.
ملګرو ملتونو لاه په دې هکله څه نه دي ویلي، چې له طالبانو سره یې په دغه غونډه کې پر څه خبرې کړې دي.