• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اسراییلي پوځ وايي، چې له غزې څخه یې د دریو یرغمل شویو مړي ترلاسه کړي دي

۲۸ غویی ۱۴۰۳ - ۱۷ می ۲۰۲۴، ۱۹:۵۴ GMT+۱

د اسراییل د پوځ ویاند دانیل هاګاري د جمعې په ورځ وویل، چې د پنجشنبې په شپه اسراییلي ځواکونو د غزې له تړانگې د درېیو یرغمل شویو کسانو جسدونه موندلي دي.

هاګاري د دغو درېیو کسانو نومونه شاني لوک، امیت بسکیلا او یتزاک ګیلرنټر یاد کړ، او وې ویل: «دغه کسان د اکټوبر په اوومه د نووا میوزیک له فیسټیوال څخه د تېښتې پرمهال د حماس له خوا وژل شوي او جسدونه یې غزې ته وړل شوي وو".

لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د جمعې په ورځ د پوځي عملیاتو ستاینه وکړه او د ټولو یرغمل شویو د بیرته ستنولو ژمنه یې تکرار کړه.

هغه په ​​یوه اعلامیه کې وویل: «موږ به خپل ټول یرغمل هغه که ژوندي وي یا مړه، بیرته راولو.»

د وروستیو معلوماتو له مخکې د اسراییل او حماس د جګړې له پیل راهېسې تر دې دمه، لږ تر لږه ۳۵زره او ۲۷۲ فلسطینیان وژل شوي او لږ تر لږه ۷۹زره او ۲۰۵نور ټپیان شوي دي.

بل خوا، اسراییل وایي، چې په دې جکړه کې یې یو زره او ۱۳۹ کسان یې له لاسه ورکړي او لږ تر لږه ۸ زره او ۷۳۰ نور ټپیان شوي او ۱۳۰ تنه په غزه کې یرغمل دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د غزې جګړه؛ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په غزه کې لږ تر لږه ۳۹ کسان وژل شوي دي

۲۷ غویی ۱۴۰۳ - ۱۶ می ۲۰۲۴، ۲۲:۰۰ GMT+۱

د غزې د روغتیا وزارت وايي، چې د اکټوبر له میاشتې راهیسې پر غزې د اسراییل په پوځي عملیاتو کې ۳۵زره او ۲۷۲ فلسطینیان وژل شوي او ۷۹زره او ۲۰۵ نور ټپیان شوي دي.

دغه وزارت وايي، په تېرو ۲۴ساعتونو کې لږ تر لږه ۳۹ کسان وژل شوي دي.

بل خوا؛ د جبالیا د مهاجرینو کمپ اوس د جګړې اصلي ډګر دی اوپه دې کمپ باندې د اسراییل بریدونه د ساعت په تیریدو سره زیاتیږي.

الجزیرې راپور ورکړی، چې په تېرو څو ساعتونو کې نه یوازې بریدونه زیات شوي، بلکې د کمپ په مرکزي بازار کې چې ګڼ مېشته سیمه ده پېښې ثبت شوي.

اسراییلي پوځ د بې پیلوټه الوتکې په وسیله په کمپ کې یو وړکتون هم په نښه کړی، چې لږترلږه پنځه فلسطینیان یې ټپیان کړي دي. په دې عملیاتو کې اسراییلي پوځ حتی ډاکټران هم په نښه کړي چې په دې برید کې دوه ډاکټران ټپیان شوي دي.

په جبالیا کې د وژل شویو کسانو په منځ کې یوه امیندواره ښځه هم شامله ده.

د وفا خبري اژانس د راپور له مخې؛ یوه میندواره ښځه د جبالیا په الفلوجه سیمه کې اسراییل یوه کور په نښه کړ او ۴کسان یې ووژل، چې یوه یې امیندواره ښځه وه.

انځورونه: د خان یونس د کنډوالو په منځ کې د بې ځایه شویو فلسطینیانو ژوند

۲۷ غویی ۱۴۰۳ - ۱۶ می ۲۰۲۴، ۱۷:۵۳ GMT+۱

د وروستیو معلوماتو له مخکې د اسراییل او حماس د جګړې له پیل راهېسې تر دې دمه، لږ تر لږه ۳۵ زره او ۲۷۲ فلسطینیان وژل شوي او لږ تر لږه ۷۹ زره او ۲۰۵ نور ټپیان شوي دي.

بل خوا، اسراییل وایي، چې په دې جکړه کې یې یو زره او ۱۳۹ کسان له لاسه ورکړي او لږ تر لږه ۸ زره او ۷۳۰ نور ټپیان شوي دي.

بې ځایه شوي فلسطینیان د غزې په سویل کې په خان یونس کې د ویجاړو ودانیو او خیمو مخې ته ګرځي.
100%
بې ځایه شوي فلسطینیان د غزې په سویل کې په خان یونس کې د ویجاړو ودانیو او خیمو مخې ته ګرځي.

بې ځایه شوي فلسطینیان په خان یونس کې د اوبو اخیستلو لپاره راټول شوي.
100%
بې ځایه شوي فلسطینیان په خان یونس کې د اوبو اخیستلو لپاره راټول شوي.

په خان یونس کې د شهیدانو جومات منار چې د اسراییل د بریدونو له امله زیانمن شوی.
100%
په خان یونس کې د شهیدانو جومات منار چې د اسراییل د بریدونو له امله زیانمن شوی.

پاکستان او چین د سي پیک پروژې پر پرمختللې بڼه هوکړې ته ورسېدل

۲۷ غویی ۱۴۰۳ - ۱۶ می ۲۰۲۴، ۱۵:۴۸ GMT+۱

پاکستان او چین موافقه وکړه، چې په مختلفو برخو کې د چین – پاکستان د اقتصادي دهلیزیا سي پیک د پروژو پرمختللې بڼه عملي کړي. دغه هوکړه د پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو په مشرۍ د دغو هېوادونو په پنځم پړاو ستراتیژیکو خبرو کې شوې ده.

د پاکستان دولتي راډیو نن د دغه خبر خپرولو سره وايي، چې د چین او پاکستان اقتصادي دهلېز د بېجینګ د یو لار او یو کمربند برخه ده، چې له مخې د اسلام اباد لومړیتوبونو ته په پام په دغه هېواد کې د کارموندنې او بېخ بنسټو پروژو په ګډون مختلفو برخو کې نوښت کېږي.

په اوسنیو خبرو کې دواړه لوري پر سوداګرۍ، پانګونه او تجارت سربېره د ستراتیژیکو، اقتصادي، سیاسي، دفاعي او امنیتي برخې پر اړیکو هم غږېدلي دي.

دواړو لوریو د ترهګرۍ له هرې بڼې سره پر مبارزه هم ټینګار کړی دی.

د چین او پاکستان نوې هوکړه په داسې مهال ده، چې له بل هر وخت په پاکستان کې د بېجینګ پروژې د وسله والو له بریدونو سره مخ دي.

دغه هېواد تېر مارچ د پښتونخوا په شانګله کې پر چینايي انجینرانو له برید وروسته د دوو برېښنا بندونو د جوړولو چارې هم وځنډولې.

ایران انټرنشنل ته د جنیوا په سرمشریزه کې د ۲۰۲۴ کال د زړورتیا مډال ورکړل شو

۲۶ غویی ۱۴۰۳ - ۱۵ می ۲۰۲۴، ۱۹:۲۵ GMT+۱

د ایران انترنشنل د چهارشنبې په ورځ د (غويي ۲۶مه)د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د بشري حقونو او ډېموکراسۍ په برخه کې د جنیوا په سرمشریزه کې د ۲۰۲۴ کال د زړورتیا مډال ورکړل شو.

د ایران انټرنشنل د خپرونو اجراییوي مدیر علي اصغر رمضان پور او د دې شبکې د خپرونو یو وړاندې کوونکې پوریا زراعتي د ایران د انټرنشنل په استازیتوب دا جایزه د ملګرو ملتونو د سفیرانو، د بشري حقونو فعالانو او د نړۍ له بېلابېلو برخو څخه د خبریالانو په حضور کې د یو لړ مراسمو پر مهال تر لاسه کړه.

د غونډې تنظیموونکي وايي؛ دوی دا جایزه د ایران له خوا د ایرانیانو د ورځني ظلم او ځورونې د زړورتیا د افشا کولو له امله د ایران انټرنشنل ادارې ته ورکړې ده.

په دې مراسمو کښې د ایران انټرنشنل د خبریالانو په وړاندې د نړۍوالو فشارونو او ګواښونو او د دغې ډلې د کارکونکو زړورتیا ته اشاره وشوه او ویې ویل؛ چې د ایران د اطلاعاتو وزارت د خپلو خبرونو د پوښښ له امله یو ترهه ګره اداره وبلله.

رمضان پور په دې مراسمو کې په یوه مرکه کې ټینګار وکړ، چې ایران انټرنشنل ځان په ایران کې د خبریالانو د کورنۍ یوه برخه ګڼي او د دغې شبکې پر وړاندې د ایران د حکومت د غوسې علت د هغو ایراني خبریالانو اندېښنه ده، چې په تېرو څلورو لسیزو کې ځپل شوې ده.

پوريا زراعتي همدا راز وویل؛ دا باید هېره نه کړو، چې په سلګونو زره زړورو ایراني ځوانانو د مهسا امیني په ملاتړ په لارو کوڅو کې لاریون وکړ، چې ګڼ شمېر یې وژل شوي او زرګونه کسان په زندانونو کې دي.

هغه د ایران د انټرنشنل د دوو کارکوونکو د وژلو او بريد د ایران ارادې ته په اشارې سره وویل؛ کله چې ډېپلوماسۍ کار ونه کړی باید تهران ته یو واضح پیغام ولیږل شي، چې د دغه چلند دوام به جدی پایلې ولری.

دا کلنۍ ناسته د ۲۵ غیر دولتي سازمانونو د ایتلاف له خوا ترسره کیږي او هڅه کوي د نړۍوالې ټولنې پام د بشري حقونو پیښو ته واړوي، چې سمدستي څېړنې او عمل ته اړتیا لري.

د جنیوا غونډه هر کال د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا له اصلي غونډې مخکې جوړیږي او اصلي موخه یې د دې سازمان د بشري حقونو د شورا په اجنډا کې د مهمو نړیوالو مسالو شاملول دي.

پوتین د اوکراین د کړکېچ د سوله ییز حل لپاره د چین له پلان څخه ملاتړ اعلان کړ

۲۶ غویی ۱۴۰۳ - ۱۵ می ۲۰۲۴، ۱۶:۴۹ GMT+۱

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين نن په خپله په يوه مرکه کې ویلي، چې د اوکراين د کړکېچ د سوله ييز حل لپاره د چين د پلان ملاتړ کوي. هغه وويل، بېجينګ په بشپړه توګه پوهيږي چې د دې بحران تر شا څه دي.

پوتین د پنجشنبې په ورځ بېجینګ ته له خپل سفر مخکې د چین له شینهوا خبري اژانس سره په خبرو کې زیاته کړه، روسیه د اوکراین د شخړې د هواري لپاره خبرو ته چمتو ده.

د هغه په خبره، چې د چین پلان او نورې تګلارې چې د چین ولسمشر شي جین پینګ یې په اړه تېره میاشت خبرې کړې وې له اوکراین سره د شخړې اصلي لاملونه په پام کې نیسي.

پوتین وویل: "موږ د اوکراین د کړکیچ د حل لپاره د چین د چلند په اړه زموږ په ارزونه کې مثبت یو. بیجینګ په حقیقي توګه په اصلي لامل او نړۍوالې جیوپولیټیکل معنا پوهیږي."

څه له پاسه يو کال مخکې بېجينګ يو ​​دولس ماده ييز پلان وړاندې کړ، چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره يې عمومي اصول په ګوته کړل؛ خو دغه پلان یې لا جزوي بیان نه کړ.

په هغه وخت کې روسیې او اوکراین دواړو د دې پلان تود هرکلی وکړ، مګر متحده ایالاتو ورته زړه نه ښه کړ.

تېره میاشت د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د بیجینګ وړاندیز یو معقول پلان وباله.

شي جين پينګ د المان له لومړي وزیر سره په خبرو کې د چين د ۱۲ ماده ييز پلان تر څنګ د تاوتريخوالي د شدت د کمولو او د سولې او ثبات د ټينګښت لپاره د شرايطو د چمتو کولو او پر نړۍوال اقتصاد د دغه بحران د اغېزو د کمولو غوښتنه وکړه.

روسیه په اوکرایین کې خپل اقدامات د اوکراین د بې وسلې کولو او له فاشیستانو څخه د خلکو د ساتنې لپاره "ځانګړي پوځي عملیات" بولي.

اوکراین او لوېدیځ دا ادعاوې بې بنسټه ګڼي او وايي چې دا جګړه د تيري په معنا ده.

د ۲۰۲۲ کال په فېبرورۍ کې پر اوکراین د مسکو له برید یوازې څو ورځې وړاندې، روسیې او چین په ټولو برخو کې د خپلو "غیر محدودو" همکاریو هوکړه کړې وه؛ خو بیجینګ تر اوسه روسیې ته د وسلو او مهماتو له ورکولو ډډه کړې ده.

ټاکل شوې، چې سبا به د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د چین د ولسمشر په بلنه بېجینګ ته لاړ شي او هلته به په د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا بحث وکړي.