طالبانو ويلي، چې په دې بريد کې ۳ بهرني سيلانیان او ۳ ملکي افغانان وژل شوي او ۴ بهرني سيلانیان او ۳ نور ملکي کسان ټپيان شوي دي.
د طالبانو اړوند المرصاد رسنۍ نن شنبه د باميان د پېښي د نویو معلوماتو په خپرولو سره ويلي، چې په باميان کې پر بهرنيو سيلانیانو باندې شوي برید کې ښکیل يو بريدګر، چې له برید وروسته پر لاس ټپي شوی د يو بهرني هېواد له استخباراتي سازمان سره د اړیکو په تور تر تعقیب لاندي و. دغه رسنۍ وايي، چې دغه کس درې میاشتې مخکې د طالبانو له خوا نیول شوی د دريو ورځو لپاره بندي شوی هم و.
المرصاد د خپلو سرچينو له قوله لیکلي، چې دغه کس «سرور د قنبر علي زوی، چې د بامیانو د مرکز ګواره سېمې اوسيدونکی دی د بريد د یو مهم عامل په توګه پېژندل شوی او نیول شوی» دی.
د المرصاد د معلوماتو له مخي، دغه بريدګر له برید وروسته د طالبانو په ځوابي ډزو کې ټپي شوی او له نوموړي سره یو ميل کلاشینکوف او دوه شاجورونه هم نيول شوي دي.
د طالبانو کورنيو چارو وزارت وايي، چې د پېښې «جدي او هر اړخيزې څېړنې کوي او عاملين به يې تر پېژندلو وروسته د قانون منګولو» ته وسپاري.
تر اوسه د دې برید مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.
هم په دغو ورځو کې د افغانستان په شمالی ولایاتو کې د تیزو سیلیو سره شګلن توپان هم راغلی دی، چې د شمال غرب نه یې د شرق په لور خوځښت درلود.
د دغه شګلن توپان له امله په کندوز کې په لارو په تګ او راتګ کې خلل راغلی دی.
د اوبو زېرمولو کې بې وسه افغانستان
په سیلاب ځپلو سیمو کې ډیرې هغه سیمې هم شاملې دي چې په تیرو څو کلونو کې د وچوبي ښکار شوې وې او هلته زراعت او مالدارۍ ډیر زیان لیدلی و، حتا د ځینو سیمو نه خلک په کوچیدو مجبور شوي وو، ځکه چې د بنیادمو او څاروو د څښلو اوبه نه وې او اوس د توپاني بارانونو او سیلابونو سره مسلې بل شکل غوره کړ چې بنیادم او څاروي اوبو یووړل.
که څه هم له دغو بارانونو سره د نوې کروندې لپاره شرایط مساعد شوي دي، خو دغه استفاده په موقتي توګه کیدای شی، مسله دا ده چې د وړو بندونو د زیربنا د نشتوالي له امله افغانستان د بارانونو د اوبو او د سیلابي اوبو د زیرمه کولو توان نه لري.
دغه اوبه له افغانستان بیرون ځي او د ګاونډیو هیوادونو ساحې ته داخلیږي، که د افغانستان د اوبو د زیرمه کولو توان د ګاونډیو هیوادونو له توان سره مقایسه شي نو ډیر ښکاره توپیر لري.
د اوبو د مدیریت د متخصصینو په وینا د افغانستان د اوبو زیرمولو زیربنا له ایران ۲۲ چنده او له پاکستان ۱۳ چنده کمه ده.
په داسې حال کې چې په افغانستان کې د اوبو د تولید کچه د ایران په مقایسه لوړه ده خو دا هیواد د دغو اوبو د مهارولو توان نه لري.
په افغانستان کې په خوا جوړ شوي بندونه له خړې یا رسوبونو نه ډک شوي او د انکشاف په نویو پلانونو کې د اوبو د مهارولو لپاره د نویو بندونو جوړولو کار ته اولیت نه دې ورکړل شوی.
اساسي مسله ده چې د متخصصینو د تحلیل سره سم افغانستان په نړۍ کې له اقلیمی بدلون تر ټولو زیات اغیزمنیدونکې څلورم هیواد دی او د نزدې ورځو د سیلابونو تباهي اخري نه ده.
په نن سبا کې متخصصینو د افغانستان په شمالي ولایاتو کې د سیلابي بارانونو د یوې نوې څپې پیش بیني کړې ده، چې د لا زیاتو خلکو ترې د زیانمنیدو امکان موجود دی، خو دغه قدرتي افت په داسې وخت راځي چې په افغانستان کې یو منظم او د واکمنۍ په مدیریت سنبال دولتي او حکومتي نظام نشته.
د طالبانو بې مسوولیته واکمني او بحران زیاتېدل
د ترکیې مرستې چې تازه افغانستان ته رسېدلې دي
د طالبانو امارت برسیره پر دې چې ملي او بین المللي مشروعیت نه لري، کار د اهلکارو ته د سپارلو اصول هم نه لري، دا یوه په داخلي او خارجی توګه تجرید شوې داسې واکمني ده چې د نظام اساس یې ټوپک او خشونت دی، نو ځکه په میلیونونو خلک د هیواد څخه بهر ولاړ دي.
په دې کې هغه باسواده ، مجرب او متخصص افراد هم شامل دي چې د دولتي او حکومتي نظامونو لپاره د ملا د تیر حیثیت لري، خو د شایسته او په تعلیمي استعداد سنبال دولتي کادرونو نشتوالی یوازینی چیلنج نه دی، که کوم علمي استعداد او د کار تجربه لرونکي کادرونه په هیواد کې شته، نو په هغوی باندې طالبانو د کار دروازې تړلې دي، ځکه چې طالبانو د هر کار د پاره تش ملایان ګمارلي دي څوک چې د نوموړي کار د تر سره کولو اهلیت نه لري.