المرصاد: د باميان د پېښي يو بریدګر د بهرنيو استخباراتو سره د تړاو په تور نیول شوی و

د طالبانو پوري تړلې المرصاد رسنۍ ويلي، چې د بامیان د پېښې یو بریدګر درې میاشتې وړاندې د يو بهرني هېواد د استخباراتو سره د تړاو په تور نیول شوی او درې ورځي بندي و.

د طالبانو پوري تړلې المرصاد رسنۍ ويلي، چې د بامیان د پېښې یو بریدګر درې میاشتې وړاندې د يو بهرني هېواد د استخباراتو سره د تړاو په تور نیول شوی او درې ورځي بندي و.
طالبانو ويلي، چې په دې بريد کې ۳ بهرني سيلانیان او ۳ ملکي افغانان وژل شوي او ۴ بهرني سيلانیان او ۳ نور ملکي کسان ټپيان شوي دي.
د طالبانو اړوند المرصاد رسنۍ نن شنبه د باميان د پېښي د نویو معلوماتو په خپرولو سره ويلي، چې په باميان کې پر بهرنيو سيلانیانو باندې شوي برید کې ښکیل يو بريدګر، چې له برید وروسته پر لاس ټپي شوی د يو بهرني هېواد له استخباراتي سازمان سره د اړیکو په تور تر تعقیب لاندي و. دغه رسنۍ وايي، چې دغه کس درې میاشتې مخکې د طالبانو له خوا نیول شوی د دريو ورځو لپاره بندي شوی هم و.
المرصاد د خپلو سرچينو له قوله لیکلي، چې دغه کس «سرور د قنبر علي زوی، چې د بامیانو د مرکز ګواره سېمې اوسيدونکی دی د بريد د یو مهم عامل په توګه پېژندل شوی او نیول شوی» دی.
د المرصاد د معلوماتو له مخي، دغه بريدګر له برید وروسته د طالبانو په ځوابي ډزو کې ټپي شوی او له نوموړي سره یو ميل کلاشینکوف او دوه شاجورونه هم نيول شوي دي.
د طالبانو کورنيو چارو وزارت وايي، چې د پېښې «جدي او هر اړخيزې څېړنې کوي او عاملين به يې تر پېژندلو وروسته د قانون منګولو» ته وسپاري.
تر اوسه د دې برید مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.
طالبان، پاکستان تورنوي، چې د افغانستان د ناامنه کولو لپاره يې داعش وسله والو ته مرکزونه ورکړي او ملاتړ يې کوي.

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته رسېدلي سندونه ښيي، چې نږدې دوه نیمې میاشتې وړاندې د الکوزي کمپنۍ ۴ مالکان چې خپلو کې وروڼه هم دي د پيښور په حیات اباد کې له خپلو کورونو تښتول شوي. د محمد مظاهر الکوزي میرمن د پاکستان د امنیتي ادارو له مشرانو ته د دوی د خوشي کېدو لپاره همکاري غوښتې.
نوموړې په یوه لیک کې د پاکستان د پوځ او د دغه هېواد د څارګرو ادارو په نوم مشرانو ته د دغو کسانو نومونه محمد ظاهر الکوزی، عبدالوارث الکوزی، محمد عثمان الکوزی او نصیر الکوزی بللي دي.
په دغه لیک کې راغلي چې دغه کسان د روان کال د فبرورۍ میاشتې په ۲۸ نېټه شاوخوا د شپې ۲ بجې له خپل کور وړي، چې د پاکستان د امنیتي ادارو یونفرمونه یې اغوستي وو.
په دغه لیک کې زیاته شوې، چې دې امنیتي کسانو د دوی نیولو هېڅ کوم مکتوب نه درلود.

د الکوزي کورنۍ د پاکستاني امنیتي ادارو په تړاو وايي د شاوخوا دوه میاشتې تېریدو سره تر اوسه د تښتولو شوو کسانو مړي او ژوندي ورک دي او د ځايي پولیسو مسوولان یې په پیدا کولو ناغیړي کوي.
د الکوزي کورنۍ زیاتوي تر اوسه پاکستاني پولیسو د دوی د قیضې له ثبتولو انکار کړی او ځانونه ترې لرې ساتي.
د الکوزي کورنۍ د لیک په اخر کې د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارو له مشرانو غوښتي چې دې قضیې ته بېړنی غبرګون وښيي او د دوی د خلاصون په برخه کې همکاري وکړي.
په دې لیک کې د پوځ او څارګرو ادارو مشرانو ته دا وضاحت هم ورکړل شوی دی، چې الکوزي کمپنۍ په راتلونکي کې نیت درلود چې په پاکستان کې سرمایه کذاري وکړي، چې له دې سره به ۱۰۰۰ کسانو ته مستقیم او ۵۰۰۰ کسانو ته غیرمستقیمې دندې پیدا شي.
خو د الکوزی کمنپۍ د مالکانو ورکېدل په داسې مهال دي چې پاکستان کې پر کډوالو د فشار زیاتېدو سره په دغه هېواد کې ځینې پانګوال هم افغانستان او نورو هېوادونو ته د خپلې پانګې د اېستلو هڅه کوي.

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو هغه ویډیو هم ترلاسه کړې ده، چې د پاکستاني پولیسو په یونفرم کې یو شمیر وسلوال د الکوزي کمپنۍ د مالکانو کورونو ته د ننوتلو په حال کې دي.
الکوزي کمپڼۍ پر افغانستان سربېره د نړۍ شاوخوا ۳۰ هېوادونو کې فعالیت او فترونه لري، خو په افغانستان کې یې الکوزي مشروبات او چای مشهور دي.
ځینې نظر خاوندان په دې باور دي، چې د افغانستان سرمایداره او سوداګر په پاکستان کې وخت ناوخت ورک کیږي چې په دې کې د پاکستان څارګرې ادارې لاس لري او غواړي چې د فشار له لارې پر دوي باج ومني او شوکه ترې وکړي.
د الکوزي کورنۍ هم وايي چې له نامعلومو شمېرو ورسره تماس نیول کیږي ترڅو د خلاصون په بدل کې پیسې ورکړي.
تر اوسه د پاکستان حکومت او امنیتي ادارو په رسمي ډول کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د طالبانو کورنيو چارو وزارت ویاند وايي، په بامیان کې پر بهرنيو سيلانيانو د بريد په تړاو ۷ کسان نيول شوي دي. عبدالمتین قانع زياتوي، چې په دې بريد کې درې بهرني سيلانیان او درې ملکي افغانان وژل شوي او څلور بهرني سيلانیان او درې نور ملکي کسان ټپيان شوي دي.
د طالبانو د کورنيو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع نن بامیان کې پر بهرنيو سيلانیانو باندې تر بريد یوه ورځ وروسته په يوه ويديو کې ویلي، چې د لومړنيو څېړنونو پر بنسټ يې د دې بريد په تړاو ۷ کسان نيولي، چې يو کس پکې ټپي شوی هم دی.
قانع وايي د پېښې «جدي او هر اړخيزې څېړنې کوي او عاملين به يې تر پېژندلو وروسته د قانون منګولو» ته وسپاري.
قانع زياتوي، چې د پېښې ټپیان یې د ښې روغتيا لپاره کابل ته انتقال کړي دي.
د طالبانو په واکمنۍ کې دا لومړی ځل دی چې پر بهرنیو سیلانیانو برید کېږي.
د دې ډلې په واکمنېدو سره، چې افغانستان ته د بهرنیو سیلانیانو شمېر ورځ تر بلې ډېرېږي، ښايي دا برید یې پر شمېر اغېز وکړي.
بامیان په جمهوریت هم تر ټولو امن ولایت و او د طالبانو په وخت کې هم ښايي دا لومړنۍ وسلواله پېښه وي، چې ان د دې ولایت په مرکز کې پېښېږي.
تر اوسه د دې برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.

د مۍ میاشتې په دویمه اونۍ کې د افغانستان د بغلان، تخار، بدخشان، غور ، هرات او ځینې نورو ولایتونو کې له توپاني بارانونو پس د ویجاړوونکو سیلابونو لړۍ روانه ده. د دغې لړۍ په وړومبنۍ مرحله کې د سوونو کسانو د مړینې راپورونه راغلي دي.
په مجموع کې د سیلاب له امله په اوو ولایتونو کې شپږ لکه خلک اغیزمن شوي دي، چې د ځینې تخمینو سره سم نیمايي یې ماشومان دي.
تش د بغلان ولایت نه تر اوسه د ۳۳۱ تنو د مړینې اطلاعات راغلي دي. په دغه ولایت کې د ټپي شوو خلکو شمیره ۳۹۶ ده.
د ګزارشونو له مخې اتیا زره خلک اغیزمن شوي دي، چې د لرې پرتو سیمو څخه معلومات تر لاسه کیږي نو د مړو، ټپیانو او اغیزمنو د شمیرې د لوړیدو امکان شته.
توپاني باران او سیلاب د بغلان ولایت بورکه ولسوالي تر ټولو زیاته ځپلې ده.
د دغې ولسوالۍ په اتلس مربع کیلومتره سیمه کې کمرې رانړیدلې دي او ابادۍ ته یې زیان رسولی دی.
د متحده قومونو ستر سکرتر انتونیو ګتریش د افغانستان د سیلاب ځپلو سره همبستګي ښکاره کړې او هغوی ته یې ډاډ ورکړی دی چې متحده قومونه دوی ته د رسیدلو تاوانونو جاج اخلي چې ور سره کومک وکړي.
د اسلامي همکارۍ سازمان هم د افغانستان د سیلاب ځپلو خلکو سره د کومک لپاره
غوښتنه کړې ده.
یو شمیر اسلامي هیوادونو په خپلو بیلو ببلو پیغامونو کې د افغانستان ولس سره همدردي څرګنده کړي ده.
هم په دغو ورځو کې د افغانستان په شمالی ولایاتو کې د تیزو سیلیو سره شګلن توپان هم راغلی دی، چې د شمال غرب نه یې د شرق په لور خوځښت درلود.
د دغه شګلن توپان له امله په کندوز کې په لارو په تګ او راتګ کې خلل راغلی دی.

په سیلاب ځپلو سیمو کې ډیرې هغه سیمې هم شاملې دي چې په تیرو څو کلونو کې د وچوبي ښکار شوې وې او هلته زراعت او مالدارۍ ډیر زیان لیدلی و، حتا د ځینو سیمو نه خلک په کوچیدو مجبور شوي وو، ځکه چې د بنیادمو او څاروو د څښلو اوبه نه وې او اوس د توپاني بارانونو او سیلابونو سره مسلې بل شکل غوره کړ چې بنیادم او څاروي اوبو یووړل.
که څه هم له دغو بارانونو سره د نوې کروندې لپاره شرایط مساعد شوي دي، خو دغه استفاده په موقتي توګه کیدای شی، مسله دا ده چې د وړو بندونو د زیربنا د نشتوالي له امله افغانستان د بارانونو د اوبو او د سیلابي اوبو د زیرمه کولو توان نه لري.
دغه اوبه له افغانستان بیرون ځي او د ګاونډیو هیوادونو ساحې ته داخلیږي، که د افغانستان د اوبو د زیرمه کولو توان د ګاونډیو هیوادونو له توان سره مقایسه شي نو ډیر ښکاره توپیر لري.
د اوبو د مدیریت د متخصصینو په وینا د افغانستان د اوبو زیرمولو زیربنا له ایران ۲۲ چنده او له پاکستان ۱۳ چنده کمه ده.
په داسې حال کې چې په افغانستان کې د اوبو د تولید کچه د ایران په مقایسه لوړه ده خو دا هیواد د دغو اوبو د مهارولو توان نه لري.
په افغانستان کې په خوا جوړ شوي بندونه له خړې یا رسوبونو نه ډک شوي او د انکشاف په نویو پلانونو کې د اوبو د مهارولو لپاره د نویو بندونو جوړولو کار ته اولیت نه دې ورکړل شوی.
اساسي مسله ده چې د متخصصینو د تحلیل سره سم افغانستان په نړۍ کې له اقلیمی بدلون تر ټولو زیات اغیزمنیدونکې څلورم هیواد دی او د نزدې ورځو د سیلابونو تباهي اخري نه ده.
په نن سبا کې متخصصینو د افغانستان په شمالي ولایاتو کې د سیلابي بارانونو د یوې نوې څپې پیش بیني کړې ده، چې د لا زیاتو خلکو ترې د زیانمنیدو امکان موجود دی، خو دغه قدرتي افت په داسې وخت راځي چې په افغانستان کې یو منظم او د واکمنۍ په مدیریت سنبال دولتي او حکومتي نظام نشته.

د طالبانو امارت برسیره پر دې چې ملي او بین المللي مشروعیت نه لري، کار د اهلکارو ته د سپارلو اصول هم نه لري، دا یوه په داخلي او خارجی توګه تجرید شوې داسې واکمني ده چې د نظام اساس یې ټوپک او خشونت دی، نو ځکه په میلیونونو خلک د هیواد څخه بهر ولاړ دي.
په دې کې هغه باسواده ، مجرب او متخصص افراد هم شامل دي چې د دولتي او حکومتي نظامونو لپاره د ملا د تیر حیثیت لري، خو د شایسته او په تعلیمي استعداد سنبال دولتي کادرونو نشتوالی یوازینی چیلنج نه دی، که کوم علمي استعداد او د کار تجربه لرونکي کادرونه په هیواد کې شته، نو په هغوی باندې طالبانو د کار دروازې تړلې دي، ځکه چې طالبانو د هر کار د پاره تش ملایان ګمارلي دي څوک چې د نوموړي کار د تر سره کولو اهلیت نه لري.

د دغه بحران د ژوریدو بله وجه د طالبانو د امارت د ژوند د ټولو ساحو نه د ښځو د ویستلو پالیسي ده، په تیرو څو لسیزو کې د افغانستان ښځو نه یوازې په معارف کې د ستاینې وړ پرمختګ کړی و، ورسره یې په حکومتي او غیرحکومتي موسسو کې د وظایفو په اجرا کې مهمه ونډه تر سره کوله.
په ښځو د معارف او د کار دروازې تړل هغه جنسي اپارتاید دې چې له یوې خوا یې افرادو او کورنیو ته اقتصادي ستونځې ایجاد کړې دي او له بلې خوا یې د یوه موثر او د خلکو مسایلو ته رسیدګي کوونکي حکومتی نظام د جوړیدو په لاره کې خنډونه اچولي دي.
د ښځو او ماشومانو سره د تبعیض د سیاست په وجه د طالبانو امارت په بین المللي سویه د تجرید سره مخامخ دی، نو ځکه د سیلاب ځپلو خلکو سره هغه قسمه کومکونه و نه شوو چې شاېد و باید شوي وی.
د دې نه علاوه د طالبانو امارت د بین المللي تجرید په وجه افغانستان د ځینې مهمو بین المللي امکاناتو څخه د ګټې پورته کولو جوګه نه دی.
د مثال په توګه په نړیواله سویه د اقلیمي بدلونونو سره د سمون پیدا کولو په کار کې د مستحقو هیوادونو سره د کومک کولو لپاره یو بین المللي صندوق موجود دی، خو افغانستان تر اوسه دا کومک تر لاسه نه کړی شو او دې سره په افغانستان کې د اقلیمي بدلون او محیط زیست بحران مخ په ژوریدو دی، د افغانستان مدنې ټولنې او دایاسپورا ته د دغې مشکل د رفع کولو لپاره نوې ستراتیژي جوړول پکار دي.
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوي لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

سرچينو افغانستان انټرنشنل ته وویل، د پاکستان سرحدي ځواکونو او طالبانو نن ډیورنډ کرښې ته څېرمه له پنځه ورځنۍ جګړې وروسته اوربند وکړ. د پکتیا په ځاځي اریوب او ډنډپتان کې له ډیورنډ کرښې سره دې جګړه کې ۴ طالبان او ۳ ولسي افغانان وژل شوي او د ۵ ملکیانو په ګډون ۱۴ طالبان ټپیان شوي.
دواړو لورو د دې نښتو د پای ته رسولو لپاره د پکتيا ولايت د ډنډ پټان ولسوالۍ او د کورمې د خرلڅي ترمنځ د ډیورنډ کرښې په صفري نقطه کې خبرې درلودې.
سرچینې وايي، پر اوربند سربېره دواړو لورو هوکړه کړې، چې له دې وروسته که جنجال رامنځته کیږي د جګړې پرځای به د خبرو له لارې حل کیږي.
په سیمه کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې دواړو خواو منلې چې سبا ته به هم ناسته کوي او پکې به د لارو د خلاصون او د ولسي خلکو د تګ راتګ په تړاو خبرې کیږي.
د ډنډ پټان ولسوالۍ اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته وويل، چې بېګا شپه د دواړو خواوو سخته نښته وشوه، خو د شنبې ورځې د خبرو په پایله کې دا نښته پاى ته ورسېده.
افغانستان انټرنشنل ته د ځايي اوسېدونکو په لېږلیو ویډیوګانو کې ليدل کيږي، چې د ډنډ پټان ولسوالۍ د بازار دوکانونه او کورونه ویجاړ شوي دي.
که څه هم پاکستاني او طالب چارواکو تر اوسه د دغو نښتو د اصلي لامل په اړه څه نه دي ویلي، خو نا رسمي سرچینې وايي، د پاکستاني ځواکونو له لوري په صفري نقطه کې د پوستې جوړول د دواړو لورو ترمنځ د جګړې د پیل لامل و.

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو د طالبانو له سرچېنو کابل ته د دې ډلې د مشر د سفر جزیات ترلاسه کړي. ملا هبت الله اخوندزاده د طالبانو کورنیو چارو وزارت، ارګ او ستره محکمه کې غونډې کړې، خو د ملګرو ملتونو له استازي، حامد کرزي او عبدالله غبدالله سره یې لیدنې رد کړې دي.
ملا هبت الله اخوندزاده له کندهار د پنجشنبې په ورځ کابل ته لاړ.
د تر لاسه شوو معلوماتو له مخې د طالبانو مشر په لومړی ورځ په کابل کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ۳۴ ولایتونو د والیانو او قومندانانو لپاره د کاري ښه والي په موخه د څلور ورځني سمینار په پای غونډه کې کډون وکړ.
تالار ته د ننوتلو پرمهال د طالبانو کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني، د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد او د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق د ملا هبت الله اخوندزاده ملتیا کوله.
د عیني شاهدانو په خبره، ملا هبت الله اخوندزاده په دې ناسته درې ساعته وینا وکړه.
د وینا پرمهال د ملا هبت الله اخوندزاده سره په څنګ کې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني او دده لومړی معاون محمد نبي عمري ناست وو.
د ملا هبت الله اخوندزاده د وینا مهم ټکي:
نوموړي په دغه غونډه کې طالب والیانو او نورو چارواکو ته ویلي چې په مسووليت کې «قوم او خپلولي په نظر کې مه نيسئ او داسې خلک نظام ته را داخل کړئ چې نظام ته يې ګټه وي.»
د هغه په خبره، طالبان دې مسووليت اهل ته وسپاري، د خپلوۍ او ملګرتيا له وجې دې په دندو ګمارنې نه کوي.
ملا هبت الله دا هم ویلي چې طالبان دې د ژبې، سمت، پښتو او فارسي په اړه تفرقه نه کوي؛ اوکه چا دا کار کاوه، «ويې نيسئ او محکمې ته يې وسپارئ چې سزا ورکړي.»
په ارګ کې د ملا هبت الله غونډه

د معلوماتو له مخې د ارګ غونډه له ماښام لمانځه وروسته پیل شوه.
په دې غونډه کې له ملا هبت الله سره د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي، ریاست الوزرا سیاسي مرستیال عبدالکبیر او ددې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ترڅنګ له کندهار خه راغلي د ملا هبت الله مشاورینو مولوي احمد جان، مولوي محمد رسول، مولوي محمد عيسا، مولوي عبيدالله اخوند او ابوالمغفور حضور درلود.
خو ملا حسن اخوند چې لا د مخه کندهار کې و دې غونډه کې یې حضور نه درلود.
په دغه ناسته کي ملا هبت الله په خپلو خبرو کې د دې ډلې بهرنیو چارو وزیر اميرخان متقي ته بهرنۍ سیاست کې هر اړخيزه صلاحيت د شريعت او اسلامي اصولو رڼا کي ور کړ، خو ملا هبت لله اخوندزاده په دغه ناسته کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو لخوا د ځانګړي استازي ټاکل کېدو د مخالفت ترڅنګ وویل، چي په افغانستان کي یوناما فعال حضور لري نو د بل ځانګړي استازي ټاکل د نمنلو نه دی.
دغه ناسته د ماخستن لمانځه پورې پای ته ورسېده.
په ستره محکمه کې د ملا هبت الله اخوندزاده ناسته

د باخبره سرچېنو د معلوماتو له مخې ملا هبت الله اخوندزاده په کابل کي د جمعې په ورځ د غويي ۲۸ مه د ستري محاکمې په مرکزي دارالافتاء کي د ستري محاکمې له مسوولینو سره د افغانستان د جزا کوډ په اړه پر بحث سربېره د شرعي حدود پر جاري کولو او د غلو لپاره د سزا پر ټاکلو بحث وکړ، چي نتيجه به يې ډېر ژر د طالبانو ستري محاکمې لخوا نشر شي.
ملا هبت اخوندزاده کومو غونډو کې کډون او د چا د لیدونو غوښتنې رد کړې
د معلوماتو له مخې کابل ته د ملا هبت الله اخوندزاده خپل دوه ورځني سفر کې د دوو غونډو دعوت د نامناسبو شریطو له امله رد کړي.
د طالبانو سرچینې وايي د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ژان پیر لاکروکس په کابل کې د ملا هبت الله اخوندزاده سره د لیدنې غوښتنه کړې وه، ترڅو د ملګرو ملتونو پر روان ماموریت بحث ولري خو ملا هبت الله دغه ناسته رد کړې ده؛ خو بیا وروسته ملا هبت الله خپل پېغام د دې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په واسطه رسولی دی.
د طالبانو د باخبره سرچینو له مخې د طالبانو ریاست الوزرا اقتصاي مرستیال ملا برادر چې بغلان ته په سفر و، څو ځله یې د ملا هبت الله اخوندزاده له سکرتر ملا احمد اجان څخه غوښتي ول، چې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او ډاکتر عبدالله عبدالله سره دلیدنې لپاره زمنیه برابره کړي خو ملا هبت الله اخوندزاده له دغو دوه کسانو سره د لیدنې غوښتنه رد کړې ده.
ملا هبت الله اخوندزاده دغه سفر جعمې په ورځ د غويي ۲۸ پای ته رسېدلی او کندهار ته ستون شوی دی.
