د امریکا د استازي او نتنیاهو لیدنه؛ خو اسراییل پر ټوله غزه هوايي بریدونه کړي

سیمه ییز اوسیدونکو وايي، چې اسراییلي الوتکو او ټانکونو په ټوله غزه بریدونه کړي دي. بل خوا د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان د یکشنبې په ورځ د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره کتلي او د متمرکزو پوځي عملیاتو غوښتنه یې تازه کړې ده.