• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په جوزجان کې له ۴۰۰ کسانو د «امارت پېژندنې» ازموینه واخیسته

۶ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۶ می ۲۰۲۴، ۱۴:۱۷ GMT+۱

په جوزجان ولایت کې د طالبانو د پوهنې رییس محمد طاهر جواد وايي، چې په دغه ولایت کې یې له ۴۰۰ محصلینو د «امارت پېژندنې» په نوم جوړې شوې سيالۍ کې ازموینه اخیستې ده. طالبان وایي، چې د دې سیالۍ يې موخه په «ټولنه کې فکري اصلاح، روزنه او د امارت اړوند د خلکو د معلومات زياتول دي.»

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان ملي راډیو د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۶مه) په جوزجان ولایت کې د طالبانو د پوهنې ریاست د مشر محمد طاهر جواد له قوله ویلي، چې دغه ډله محصلینو ته چې په سیالۍ کې یې ګډون کړی د ښو زده کړې په لټه کې دي.

طالبانو د افغانستان په ټولو ولایتونو کې له محصلینو د «امارت پېژندنې» ازموينه اخلي او په دې ازموینه کې برياليو زده کوونکو ته جايزې ورکوي.

په دغه سیالۍ کې محصلین باید د "امارت پیژندنې" په نوم د طالبانو له خوا چاپ شوی کتاب ولولي او بیا سیالۍ کې ګدون وکړي.

د طالبانو د معلوماتو له مخي، دغې ډلې تر اوسه په کندهار، هلمند، لغمان، بغلان، بلخ، روزګان او یو شمېر نورو ولایتونو کې دغه ازموينې اخيستې ده.

طالبانو تر دې وړاندي د ازموينې د پوښتنو انځورونه هم پر ټولنيزو رسنیو خپاره کړي وو.

په دې پوښتنو کې لیدل کېږي، چې د «امارت پېژندنې»په ازموینه کې له محصلینو څخه د طالبانو د تحریک د ایډیالوژۍ، اهدافو او تاریخ په اړه پوښتنې کېږي.

سره له دې چې په افغانستان کې د هلکانو لپاره زده کړې تر یوه هده په عادي توګه روانې دي، خو له هغه راهیسې، چې طالبانو د ۱۴۰۰ کال د زمري په مياشت کې د افغانستان واک تر لاسه کړ، طالبانو تر شپږم ټولګي پورته پر نجونو زده کړو بندیز لګولی دی او په دیني مدرسو کې یې د ماشومانو او تنکيو ځوانانو پر استخدام تمرکز زیات کړی دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

ایران وايي، په افغانستان کې د نشه يي توکو د کموالي په اړه د طالبانو ادعا رښتيا نه ده

۶ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۶ می ۲۰۲۴، ۱۱:۰۳ GMT+۱

د ایران له نشه یې توکو سره د مبارزې پولیسو مشر وايي؛ چې په ایران کې په ۲۰۲۳ او د ۲۰۲۴ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې څه باندې ۶۶۲ ټنه نشه یې توکي نیول شوي. ایرج کاکاوند دغو شمېرو ته په اشارې په افغانستان کې د نشه یې توکو د تولید د کموالي او بندولو په اړه د طالبانو ادعا رد کړه.

ایرج کاکاوند د پنج شنبې په ورځ په مسکو کې د برېکس غړو هېوادونو د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې د کاري ځواک په غونډه کې وویل: «ایران تر اوسه پورې له افغانستان څخه د نشه یې توکو په قاچاق او لیږد کې د پام وړ کموالی نه دی لیدلی.»

ورته مهال نوموړي له نشه یي توکو سره د مبارزې لپاره د معلوماتو او تجربو د تبادلې په ګډون په مختلفو برخو کې د برېکس له غړیو هېوادونو سره ملګرتیا ته د ایران د چمتوالي خبر ورکړ.

برازیل، روسیه، هند، چین او سوېلي افریقا د برېکس ډلې بنسټ اېښودونکي دي.

د برېکس د غړیتوب لپاره د ایران غوښتنه تېر کال ومنل شوه.

اعتماد خبري اژانس د یکشنبې په ورځ د (غبرګولي شپږمه) لیکلي، ایرج کاکاوند چې په ایران کې د نشه یي توکو په وړاندې د مبارزې په برخه کې د قانون د پلي کولو تر ټولو لوړ پوړی چارواکی ګڼل کیږي، سږ کال د لومړي ځل لپاره د برېکس په کاري ډله کې راڅرګند شو او د طالبانو له لوري د نشه یې توکو د بندولو او کمولو ادعا یې رد کړه.

د دغې رسنۍ په وینا، د تېر یوه کال په اوږدوکې د ایران د دغه چارواکي غبرګون چې یو لوړ پوړی پوځي چارواکي دی«بې ساری» دی.

اعتماد خبري اژانس ویلي: «له تیر یو کال راهسې د طالبانو په وړاندې د ایران حکومت دغه ډول چلند د زغم ټیټ حالت دی.»

د دغه راپورله مخې په ایران کېدننه دغه نرمښت د اقتصادي، سیاسياو اجتماعي فعالانو له ډېرو اعتراضونو او نیوکو سره مخامخ شوی دی. «په ځانګړې توګه د دې لپاره چې د هلمند د اوبو له حق څخه د ایران په محرومولو کې د طالبانو دوام د ایران د خلکو له له نظره د هیواد ملي ګټو ته ښکاره سپکاوی دی.»

د افغانستان او پاکستان تر منځ د خرلڅيو دروازه له یوې اونۍ تړلو وروسته پرانیستل شوه

۶ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۶ می ۲۰۲۴، ۱۰:۲۵ GMT+۱

د پکتيا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د خرلڅيو لاره د پاکستاني پوله ساتو او طالبانو ترمنځ د نښتې له امله له شپږو ورځو تړل کېدو وروسته بېرته پرانيستل شوه. پر ډیورنډ کرښه پکتيا کې د دواړو لوریو ترمنځ شخړه پنځه ورځې روانه وه او تېره اونۍ د ځايي مشرانو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.

د خرلڅیو په لاره کې د جګړې لامل د پاکستاني ځواکونو له لوري د ډیورنډ کرښې په صفري نقطه کې د پوستې جوړول بلل شوي و.

د ځايي جرګې غړي حاجي رووف چې پر ډیورنډ کرښه شوې جګړې په پای ته رسولو کې يې مرسته کړې، وويل چې د خرلڅيو لاره د جمعې په ورځ د غبرګولي څلورمه د عادي سوداګريزو فعاليتونو پر مخ پرانيستل شوه.

هغه ويډيوګانې چې ځايي اوسېدونکو د جګړې له سیمې افغانستان انټرنشنل ته لېږلې ښيي چې د ډنډ پټان ولسوالۍ په بازار کې دوکانونه او د استوګنې کورونه ويجاړ شوي دي.

د خرلڅیو لویه لاره د افغانستان او پاکستان تر منځ پر ډیورنډ کرښه له ۱۸ دروازو څخه یوه ده چې هره ورځ له ۱۰۰ تر ۱۵۰ لارۍ پرې تګ راتګ کوي.

پر دغې ترانزیټي لاره سوداګري د دوه اړخیز تړون پر بنسټ په ۲۰۱۰ کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ لاسلیک شوې وه.

د خرلڅیو لارې تړل کېدل افغان او پاکستاني سوداګرو ته ډېر مالي زیانونه اړولي.

ډېری افغان او پاکستاني سوداګر پر دغې لارې د سوداګریزو توکو په لېږد بوخت دي.

طالبان: له پنځه سوه ډېر کډوال په جبري توګه له پاکستانه راستانه کړل شول

۶ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۶ می ۲۰۲۴، ۰۷:۵۴ GMT+۱

له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري اېستلو په دوام د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، تېره ورځ د ۱۹ بندیانو په ګډون ۵۵۹ تنه افغان کډوال له پاکستانه په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړل شوي.

دغه وزارت د یک شنبې په ورځ د (غبرګولي شپږمه) په اېکس پاڼه لیکلي؛ چې دغه کډوال د سپین بولدک او تورخم له لارو هیواد ته راستانه شوي.

یاد وزارت د کندهار د سپین بولدک او د ننګرهار د تورخم سرحدي امریتونو په حواله لیکلي؛ ۷۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۷۰ تنو ته رسیږي د سپین بولدک له لارې او ۳۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۷۰ تنو ته رسیږي د تورخم له لارې افغانستانته راستنې کړل شوې.

د کډوالو وزارت وايي په یادو تازه راستنو کړل شویو کډوالو کې ۱۹ تنه هغه افغانان هم شامل دي چې د پاکستان په بېلابېلو بندخونو کې بندیان وو.

طالبان وايي، یاد کډوال یې د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې او د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ دفتر ته ورپیژندلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان په کراچي کې د طالبانو کونسل عبدالجباري تخاري د جعمي په ورځ د پاکستان له بندخونو څخه د ۲۳ تنو افغان بندیانو د خوشي کېدو او افغانستان ته د ستنېدو خبر ورکړی و.

د خوړو نړېوال پروګرام: په بدخشان کې د سېلابونو له امله لس کسان مړه شوي

۶ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۶ می ۲۰۲۴، ۰۶:۳۷ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د خوړو نړېوال پروګرام وايي، په بدخشان ولایت کې د تازه راوتلو سېلابونو له امله لس کسان مړه شوي، کورونه او سړکونه یې ویجاړ شوي. دغه پروګرام د یک شنبې په ورځ د (غبرګولي شپږمه) په خپله اېکس پاڼه د سېلابونو راوتلو یوه ویډیو خپره کړې ده.

د دغه پروګرام د معلوماتو له مخې، په بدخشان کې د سېلابونو په تازه پېښو کې د دغه ولایت لس تنه مړه شوي.

د خوړو نړېوال پروګرام معلومات ښيي چې د یادو سېلابونو له امله د دغه ولایت د سېلاب ځپلو سیمو ځينې کورونه او سړکونه هم ویجاړ شوي دي.

د خوړو نړېوال پروګرام وايي؛ په تېرو څو اونیو کې د سېلابونو له امله په افغانستان کې ۸۰ زره کسان زیانمن شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د اقلیمي بدلون تر ټولو اغېزمن هېواد بلل شوی، او د سېلابونو له امله په کندهار، هلمند، روزګان، غور، فاریاب، کندوز، بغلان، بادغیس او بدخشان ولایتونو په ګډون په ګڼو سیمو کې سلګونه کسان مړه، زرګونه کسان زیانمن او په لسګونو زره جریبه کرنیزې ځمکې ویجاړې شوې دي.

له سېلاب ځپلو سره د ایران د بشري مرستو دویمه جوپه بلخ ته ورسېده

۶ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۶ می ۲۰۲۴، ۰۶:۱۷ GMT+۱

د افغانستان له سېلاب ځپلو سره د ايران د بشري مرستو دويمه جوپه بلخ ته ورسېده او طالبانو ته وسپارل شوه. په مزارشريف کې د ايران کونسل حميد رضا احمدي وايي، په دغو مرستو کې درمل، غالۍ، کمپلې، بسترې، خوراکي توکي، خيمې او نور توکي شامل دي.

د افغانستان له سېلاب ځپلو سره د ایران د بشري مرستو لومړۍ الوتکه د پنجشنبې په ورځ د (غبرګولي درېیمه) په مزارشریف کې طالبانو ته سپارل شوې وه.

د دغو مرستو دویمه جوپه د شنبې په ورځ بلخ ولایت ته ورسېده.

د دانشجویان ایران په نوم خبري اژانس د خبر له مخې، چې دغه مرستې د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنې په غوښتنه افغانستان ته استول شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې، په تېرو څو اونیو کې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې له وروستیو بارانونو او سېلابونو راوتلو وروسته سلګونه کسان مړه او سلګونه نور ټپیان شوي دي.