• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: په باميان کې د غر ښويېدنې له امله یو کس وژل شوی او ۴ نور ټپيان دي

۶ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۶ می ۲۰۲۴، ۱۴:۵۷ GMT+۱

په بامیان کې د طالبانو د والي دفتر وایي، چې د دویم نمبر يکاولنګ ولسوالۍ کې د غر ښويېدنې له امله یو کس وژل شوی، ۴ نور ټپیان دي او یو کس لادرکه دی. طالبانو په دې اړه خپره کړې اعلامیه کې ويلي، چې دغو کسانو په سېمه کې د اوبو ويالې پاکولې.

په بامیانو کې د طالبانو د والي دفتر نن یکشنبه په يوې اعلاميه کې ويلي، چې دغه پېښه د دویم نمبر یکالنګ ولسوالۍ په کلیګان سېمه کې رامنځ ته شوې ده.

په اعلاميه کې راغلي، چې د سېمې اوسيدونکو زراعتي ځمکو ته د اوبو رسولو لپاره ويالې پاکولې، چې غر پرې ښویدلی دی.

اعلاميه زياتوي چې ټپیان د سیمې روغتيایي مرکز ته انتقال شوي او د ورک شوي کس د موندلو هڅې روانې دي.

څلور ورځي وړاندي طالبانو خبر ورکړی و، چې د بدخشان ولایت په راغستان ولسوالۍ کې د غر ښويېدنې له کبله ۱۵ هستوګنیز کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي او ۲۶ د ویجاړېدو له ګواښ سره مخامخ دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د ښځو له پوهنې سره مخالفت؛ عقده، عقیده که سیاست؟

۶ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۶ می ۲۰۲۴، ۱۴:۵۴ GMT+۱
•
عبدالغفور لېوال

د ښځو د تعلیم مخنیوی او د دغه «حق» لپاره د غږونو پورته کول دومره ډېر وشاربل شول، چې ښايي ځینې خلک یې له ډېرې ناهیلۍ نور نه یادوي او ځينې وګړي یې هم له ضد او عقدې څخه.

مګر لاهم د افغانستان خلک نه پوهېږي، چې د وطن معصومې نجونې ولې له خپل دغه انساني او خورا طبیعي حق څخه محرومې دي. نړۍ ته هم دا یوه عجیبه معما ده.

د اوس‌واکمنې ډلې په لومړۍ دوره کې د ښځو پر زدکړو، کار او ټولنیز فعالیت بندیز د دوی ترمنځ دود د منځنیو پېړیو له ایډیو لوژیک او عقیدوي بستر څخه راپاڅېدلی امر ګڼل کېده، چې هغه مهال یې د «ولې؟» دومره زیاتې پوښتنې راولاړې کړې نه وې. هغه مهال چې د افغانستان خلک تنظیمي جګړو ځپلي وو او وطن په یوه شاړه کنډواله بدل شوی و، د خلکو او نړیوالو لویه اندېښنه و هڅه دا وه، چې په افغانستان کې یو ابتدايي ژوند ته څنګه بېرته راوګرځي او دلته پاتې خلک څنګه ژوندي پاتې شي؟

هغه مهال هم طالبان له لوستیو ښځو وېرېدل او هم د دوی سناریستانو (پاکیستان او نورو) له دې ډاره د نجونو د پوهنې مخه نیوله، چې په افغانانو کې تر خپل مدیریت لاندې د روان (جهاد) روایت کمزوری نه شي. پاکیستان تر هرڅه زیات په افغانانو کې د ملي تفکر، هوښیارۍ، مدني کېدو او پرمختګ څخه ویره لرله او لري یې، ځکه پوهیږي، چې د روښانه او لوستیو مېرمنو پر بچیانو خپل ایډيولوژیک او مدرسه‌يي اغېز و نفوذ بایلي.

خو دا ځل هرڅه بدل دي. افغانستان یوه شل کلنه مدني دوره تجربه کړې ده، چې په کې د ښځو حقونو ته حتی تر طبیعي بریده زیات تبلیغات وشول.د طالبانو د تحریک څه شمېر غړي چې د امریکايي پوځي حضور پر مهال په افغانستان کې پاتې وو، هم په دې اړه په صراحت غږېدل، چې ښځې په اسلام کې خپل حقونه لري. د دوی وطنمېشتو قلمي و لوستیو پاتې شونیو په دې اړه کتابونه ولیکل. په ۱۳۸۰ کلونو کې «ښځه په اسلام کې» داسې سرلیک و، چې ښايي زرګونه مقالې، ویناوې او سلګونه رسالې وکتابونه به پرې لیکل شوي وي، او د دې ګڼ شمېر یې هماغه پاتې شونیو لیکلي وو، چې د واکمنۍ پر لومړي ځل یې د نجونو او ښځو محرومیت د سیاست یوه برخه وه.

دغو لیکنو او کتابونو دا څرګندوله، چې په اسلام کې پر ښځو د تعلیم، کار او ټولنیز فعالیت بندیز نشته. په تېرو شلو کلونو کې هرڅه توپیر وموند، نړۍ په دې وپوهېده، چې افغانان له نورو انسانانو سره توپیر نه لري او که شرایط ورته مساعد شي، ښځې و نر تعلیم کوي، استعداد لري او کړلای شي په ښو کادرونو بدل شي. نړې ورو ورو د افغانانو له دغه پېژاند سره بلده شوه. ټول پوه شول، چې پرښځو د بندیزونو مسئله نه په اسلام کې ریښه لري او نه په افغاني دود دستور کې، ځکه خلکو لیدل، چې هرځای فیزیکي و رواني امنیت وي، هلته نجونې ښوونځي ته ځي. په کندهار کې، په خوست و بدخشان و سر پل و نیمروز و بامیان کې، هرځای و هرڅوک غواړي لوڼې و خویندې یې زدکړه وکړي.

د دوحې د مبهمو، مرموزو او له توطئې ډکو خبرو اترو پرمهال هم چې د طالبانو د وسله والې ډلې د بدلون نغارې ډنګېدې او خلیلزاد او نورو پلویانو یې په وازکومي چیغې وهلې، چې دا طالبان نور هغه د ۱۳۷۰ یمو کلونو طالبان نه دي او هرڅه به سم وي، تر یوه بریده نړیوالو او عامو افغانانو ته د ویرې و تمې ترمنځ هیلې وې، چې که دغه ډله واک ته راوستل شي، ښايي د دوی لوڼې به له ښوونځي و پوهنځي راونه ګرځوي. دوحه کې د پټو پرېکړو او مبهمو ضمایمو پر بنسټ واک وروسپارل شو، خو چې دوی لا هم د نجونو د تعلیم مخالفت ته بیا لاس ورواچاوه او دا یې د خپل حکومت اصلي هدف اعلان کړ، دا ځل نو د افغانستان خلک او نړیوال پوه شول، چې د دې مخالفت شاته نورې کیسې دي او دا یوازې د اسلام یا د دوی په ژبه د افغان دود دستور مخالفت نه دی.

د مصنوعي هوش پر مټ جوړ شوی انځور چې په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو متنقدینو خپور کړی
100%
د مصنوعي هوش پر مټ جوړ شوی انځور چې په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو متنقدینو خپور کړی

درې ډوله شننې کېدې:

۱ـ طالبان له لوستیو ښځو او د دوی په لمنو کې له روښانه روزل شويو افغانانو څخه ډاریږي او پوهیږي، چې روښانفکر او په ملي روحیه سنبال افغانان به د دوی تیاره واکمني ونه زغمي.

۲- دوی ځکه نجونې تعلیم ته نه پرېږدي، چې د دوی د لیکو ترمنځ نارضایتي پېښه نه شي، ځکه دوی خپل صفوف پر هماغه د منځنیو پېړیو روسته پاتې روایتونو راټول ساتلي، چې په پاکیستاني مدرسو کې ورښوول شوي او هلته ورته ویل شوي، چې اسلامي حکومت جوړول او اسلامي شریعت پلي کول یعنې د ښځو په کور کېنول او له هرڅه یې محرومول. نو که اوس دوی نجونې زدکړو ته پرېږدي، بیا به یې د منځنۍ او ټيټې کچې وسلوال ورڅخه مخ واړوي.

۳- درېیم روایت ډېر سیاسي او ټکان ورکوونکی دی. دا ګومان ورځ په ورځ په یوه باور اوړي، چې طالبانو د افغانستان د نجونو تعلیماو د ښځینه‌وو کار و ټولنیز فعالیت په سیاسي توګه یرغمل کړی دی او د دې اجازې په بدل کې له نړۍ څخه امتیازات غواړي. دوی غواړي له دې مسئلې څخه د وسیلې په توګه کار واخلي او پر نړیوالو فشار راوړي، چې دوی په رسمیت وپېژني، په ملګرو ملتونو کې څوکۍ وروسپاري، له تورو لیستونو او بندیزونو څخه یې وباسي او حتی د دې لپاره مادي باج ورکړي.

دا درېیمه برخه ګومانونه ولې رامنځ ته شول؟

دا روایت ډېر جدي دی، چې ګواکې د طالبانو ۹۹ سلمه غړي د نجونو د تعلیم پلویان دي او دا یې وار وار په خپلو مرکو او رسمي تربیونونو څخه هم ویلي دي. پوښتنه دا ده، چې دا یو سلمه (۱٪) زورور طالبان ولې بل ډول فکر کوي؟

که اسلام و دود دستور پلمه وي، خو باید پر دې د ټولو باور یو ډول وای. ولې هغه ۹۹ سلمه بل ډول فقهي باور لري او دا یو فیصد بل ډول فقهي و دودیز باور پالي؟

له اروپا څخه تللیو د دوی پلوي افغانانو، چې پر همدې مسئله ورسره خبرې کولې، هم په خپلو رسمي څرګندونو کې وویل، چې ۹۹ سلمه طالبان د نجونو تعلیم غواړي، خو یوه سلمه یې نه غواړي او هغې یوې سلمې ته څوک موږ نه ورپرېږدي.

له دې ښکاري، چې د عقیدې و دود خبره نه ده، بلکې کیسه سیاسي ده او هغه څه چې مرموز (۱٪) واکمو ته څرګند دي، لاندې ۹۹ ٪ پرې خبر نه دي.ښکاري دا چې هغه (۱٪) د واک له اصلي سرچینې سره اړیکه لري او دا نور نه پوهیږي، چې څه روان دي؟

بل دا چې له دوی څخه رسماً دا هم واورېدل شول: کله چې نړۍ دوی په رسمیت نه پېژني او امتیازات نه ورکوي، دوی ولې د نړۍ خبره ومني او نجونې ښوونځيو ته پرېږدي؟ دا خبره له عجیبو غبرګونونو سره مخ شوه، اعتراض وشو چې له نړیوالو د امتیاز و رسمیت غوښتنې لپاره مو خپلې لوڼې ولې محرومې کړي دي؟ دې خبرې بیا وارخطا کړل اوبیا یې دغه کیسه تکرار نه کړه، خو باور دا دی، چې په رسمي ناستو کې له هربهرني سره دا خبره کوي او د نجونو د تعلیم د اجازې په بدل کې امتیازات غواړي. نړیوالو هیئتونو هم دا خبره پټه کړې نه ده.

په دې توګه ګورو، چې د نجونو له زدکړو مخنیوی تر یو بریده عقده او ویره ده، چې دوی یې له ویښو او هوښیارو افغان نسلونو څخه لري. هغسې چې پخوا ګڼل کېده، چې د دغه بندیز مخنیوی د عقیدې پربنسټ کیږي دا روایت اوس منتفی دی، ځکه نه یې دوی مني او نه هم خلک ورسره موافق دي. اصلي لامل اوس راڅرګندیږي، چې هغه سیاسي دی او دغه حق د سیاسي امتیازاتو لپاره یرغمل شوی دی.

د خلکو له نظره، نور نو «امرثاني» یو مطلق درواغ دی او «شرعي چاپېریال»، «اسلامي طرزالعمل»، «بېل ټولګي» او «اسلامي نصاب» ، «حجاب» او... نورې ټولې هغه افسانې دي، چې که دوی ته امتیازات ورنه کړل شي، ښايي د دوی د واکمنۍ تر پای یا بدلون راتللو پورې هم رامنځته نه شي.

له دې ټولو پایله اخیستل کیږي، چې نه دوی، نه نړیوال او نه نور څوک د افغان ولس د لوڼو له غمه مړه دي، دوی دا حق یرغمل کړی او د دې سیاسي لوبې قربانیان د افغانستان خلک په تېره بیا معصومې نجونې دي، چې په تېرو درېیو کلونو کې یې سلګونه زره د تل لپاره له زدکړو محرومې شوې، ځکه دا ثابته ده، چې که په راتلونکې کې ښوونځی و پوهنځي پیل هم شي، دغه درې نسلونه د عمر د زیاتېدو، په شخصي احوال کې د بدلون او د ناهیلۍ و محرومیت د ګرومونو اوربړو له کبله به د زدکړو دوام ته زړه ښه نه کړي.

حللاره یې هم یوازې له خلکو سره ده. خلک باید پر دغه حقیقت پوه شي، چې د دوی د بچیانو له برخلیک سره سیاسي لوبې کیږي او ترهغو چې ولس د خپل دغه بنسټي حق د ترلاسه کولو لپاره یو موټی نه شي، هيڅوک به یې مرستې ته لاس رااوږد نه کړي.

یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

ملګري ملتونه: په تېرو ۱۰ ورځو کې په غور او فاریاب کې د سیلابونو له امله ۱۳۴ کسان مړه شوي

۶ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۶ می ۲۰۲۴، ۱۴:۳۴ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي، چې په تېرو لسو ورځو کې په غور او فاریاب ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو له امله لږ تر لږه ۱۳۴ کسان مړه شوي دي. د اوچا په وینا، دغو سېلابونو ٧ زره ٨٧٠ کورونه او ٧٠٠ جريبه ځمکه هم ويجاړه کړې ده.

دغه سازمان د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي په شپږمه) پر اېکس ټولنیزې شبکه خپور کړي پیغام کې لیکلي، چې د تېرو لسو ورځو د بارانونو له امله ۸۴ تنه په فاریاب او ۵۰ تنه په غور ولایت کې مړه شوي دي.

اوچا زياته کړه، چې باران د یو زرو ٨٦٠ کورنيو ژوند اغېزمن کړى دى.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په خپل راپور کې لیکلي، چې په دې دوو ورځو کې ۹۰۰ څاروي مړه شوي او ۳۰ زره مېوه لرونکي ونې له منځه تللي دي.

دغه سازمان وايي، چې سېلابونو په غور کې لس ولسوالۍ او په فاریاب کې اته ولسوالۍ سختې اغېزمنې کړې دي.

د دې ادارې ارزونې ښيي چې د فاریاب او غور سیلاب ځپلي خوراکي توکو، اوبو او سرپناه ته بېړنۍ اړتیا لري.

طالبانو په جوزجان کې له ۴۰۰ کسانو د «امارت پېژندنې» ازموینه واخیسته

۶ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۶ می ۲۰۲۴، ۱۴:۱۷ GMT+۱

په جوزجان ولایت کې د طالبانو د پوهنې رییس محمد طاهر جواد وايي، چې په دغه ولایت کې یې له ۴۰۰ محصلینو د «امارت پېژندنې» په نوم جوړې شوې سيالۍ کې ازموینه اخیستې ده. طالبان وایي، چې د دې سیالۍ يې موخه په «ټولنه کې فکري اصلاح، روزنه او د امارت اړوند د خلکو د معلومات زياتول دي.»

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان ملي راډیو د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۶مه) په جوزجان ولایت کې د طالبانو د پوهنې ریاست د مشر محمد طاهر جواد له قوله ویلي، چې دغه ډله محصلینو ته چې په سیالۍ کې یې ګډون کړی د ښو زده کړې په لټه کې دي.

طالبانو د افغانستان په ټولو ولایتونو کې له محصلینو د «امارت پېژندنې» ازموينه اخلي او په دې ازموینه کې برياليو زده کوونکو ته جايزې ورکوي.

په دغه سیالۍ کې محصلین باید د "امارت پیژندنې" په نوم د طالبانو له خوا چاپ شوی کتاب ولولي او بیا سیالۍ کې ګدون وکړي.

د طالبانو د معلوماتو له مخي، دغې ډلې تر اوسه په کندهار، هلمند، لغمان، بغلان، بلخ، روزګان او یو شمېر نورو ولایتونو کې دغه ازموينې اخيستې ده.

طالبانو تر دې وړاندي د ازموينې د پوښتنو انځورونه هم پر ټولنيزو رسنیو خپاره کړي وو.

په دې پوښتنو کې لیدل کېږي، چې د «امارت پېژندنې»په ازموینه کې له محصلینو څخه د طالبانو د تحریک د ایډیالوژۍ، اهدافو او تاریخ په اړه پوښتنې کېږي.

سره له دې چې په افغانستان کې د هلکانو لپاره زده کړې تر یوه هده په عادي توګه روانې دي، خو له هغه راهیسې، چې طالبانو د ۱۴۰۰ کال د زمري په مياشت کې د افغانستان واک تر لاسه کړ، طالبانو تر شپږم ټولګي پورته پر نجونو زده کړو بندیز لګولی دی او په دیني مدرسو کې یې د ماشومانو او تنکيو ځوانانو پر استخدام تمرکز زیات کړی دی.

ایران وايي، په افغانستان کې د نشه يي توکو د کموالي په اړه د طالبانو ادعا رښتيا نه ده

۶ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۶ می ۲۰۲۴، ۱۱:۰۳ GMT+۱

د ایران له نشه یې توکو سره د مبارزې پولیسو مشر وايي؛ چې په ایران کې په ۲۰۲۳ او د ۲۰۲۴ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې څه باندې ۶۶۲ ټنه نشه یې توکي نیول شوي. ایرج کاکاوند دغو شمېرو ته په اشارې په افغانستان کې د نشه یې توکو د تولید د کموالي او بندولو په اړه د طالبانو ادعا رد کړه.

ایرج کاکاوند د پنج شنبې په ورځ په مسکو کې د برېکس غړو هېوادونو د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې د کاري ځواک په غونډه کې وویل: «ایران تر اوسه پورې له افغانستان څخه د نشه یې توکو په قاچاق او لیږد کې د پام وړ کموالی نه دی لیدلی.»

ورته مهال نوموړي له نشه یي توکو سره د مبارزې لپاره د معلوماتو او تجربو د تبادلې په ګډون په مختلفو برخو کې د برېکس له غړیو هېوادونو سره ملګرتیا ته د ایران د چمتوالي خبر ورکړ.

برازیل، روسیه، هند، چین او سوېلي افریقا د برېکس ډلې بنسټ اېښودونکي دي.

د برېکس د غړیتوب لپاره د ایران غوښتنه تېر کال ومنل شوه.

اعتماد خبري اژانس د یکشنبې په ورځ د (غبرګولي شپږمه) لیکلي، ایرج کاکاوند چې په ایران کې د نشه یي توکو په وړاندې د مبارزې په برخه کې د قانون د پلي کولو تر ټولو لوړ پوړی چارواکی ګڼل کیږي، سږ کال د لومړي ځل لپاره د برېکس په کاري ډله کې راڅرګند شو او د طالبانو له لوري د نشه یې توکو د بندولو او کمولو ادعا یې رد کړه.

د دغې رسنۍ په وینا، د تېر یوه کال په اوږدوکې د ایران د دغه چارواکي غبرګون چې یو لوړ پوړی پوځي چارواکي دی«بې ساری» دی.

اعتماد خبري اژانس ویلي: «له تیر یو کال راهسې د طالبانو په وړاندې د ایران حکومت دغه ډول چلند د زغم ټیټ حالت دی.»

د دغه راپورله مخې په ایران کېدننه دغه نرمښت د اقتصادي، سیاسياو اجتماعي فعالانو له ډېرو اعتراضونو او نیوکو سره مخامخ شوی دی. «په ځانګړې توګه د دې لپاره چې د هلمند د اوبو له حق څخه د ایران په محرومولو کې د طالبانو دوام د ایران د خلکو له له نظره د هیواد ملي ګټو ته ښکاره سپکاوی دی.»

د افغانستان او پاکستان تر منځ د خرلڅيو دروازه له یوې اونۍ تړلو وروسته پرانیستل شوه

۶ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۶ می ۲۰۲۴، ۱۰:۲۵ GMT+۱

د پکتيا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د خرلڅيو لاره د پاکستاني پوله ساتو او طالبانو ترمنځ د نښتې له امله له شپږو ورځو تړل کېدو وروسته بېرته پرانيستل شوه. پر ډیورنډ کرښه پکتيا کې د دواړو لوریو ترمنځ شخړه پنځه ورځې روانه وه او تېره اونۍ د ځايي مشرانو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.

د خرلڅیو په لاره کې د جګړې لامل د پاکستاني ځواکونو له لوري د ډیورنډ کرښې په صفري نقطه کې د پوستې جوړول بلل شوي و.

د ځايي جرګې غړي حاجي رووف چې پر ډیورنډ کرښه شوې جګړې په پای ته رسولو کې يې مرسته کړې، وويل چې د خرلڅيو لاره د جمعې په ورځ د غبرګولي څلورمه د عادي سوداګريزو فعاليتونو پر مخ پرانيستل شوه.

هغه ويډيوګانې چې ځايي اوسېدونکو د جګړې له سیمې افغانستان انټرنشنل ته لېږلې ښيي چې د ډنډ پټان ولسوالۍ په بازار کې دوکانونه او د استوګنې کورونه ويجاړ شوي دي.

د خرلڅیو لویه لاره د افغانستان او پاکستان تر منځ پر ډیورنډ کرښه له ۱۸ دروازو څخه یوه ده چې هره ورځ له ۱۰۰ تر ۱۵۰ لارۍ پرې تګ راتګ کوي.

پر دغې ترانزیټي لاره سوداګري د دوه اړخیز تړون پر بنسټ په ۲۰۱۰ کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ لاسلیک شوې وه.

د خرلڅیو لارې تړل کېدل افغان او پاکستاني سوداګرو ته ډېر مالي زیانونه اړولي.

ډېری افغان او پاکستاني سوداګر پر دغې لارې د سوداګریزو توکو په لېږد بوخت دي.