• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالب چارواکی: م.م د کوکنارو پر کښت له بندیز وروسته د کرونده‌ګرو پر وړاندې بې غوري کوي

۸ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۸ می ۲۰۲۴، ۰۷:۲۵ GMT+۱تازه شوی: ۸ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۸ می ۲۰۲۴، ۰۹:۳۳ GMT+۱

د طالبانو د کرنې او مالدارۍ وزارت مرستیال وايي، په افغانستان کې د کوکنارو پر کښت له بندیز وروسته د افغانستان د کرونده‌ګرو او خلکو په وړاندې د ملګرو ملتونو پر بې غورۍ او نه پاملرنې نیوکه کوي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس د طالبانو د کرنې او مالدارۍ وزارت مرستیال صدراعظم عثماني له قوله خبر ورکړی، چې په افغانستان کې د کوکنارو پر کښت له بندیز وروسته د افغانستان د کرونده‌ګرو او خلکو پر وړاندې د ملګرو ملتونه بې تفاوتي کوي.
باختر اژانس د نوموړي له قوله لیکلي، چې طالبانو په افغانستان کې د کوکنارو کښت صفر ته راټیټ کړ؛ خو ملګري ملتونه او همکارو ادارو یې د افغانستان خلکو او کروند‌ه‌ګرو ته هیڅ کار نه دی کړی، په داسې حال کې چې د کوکنارو پر کښت بندیز د افغانستان او نورو هېوادونو په خلکو مثبت اغېز کړی دی.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو څو میاشتې وروسته د طالبانو مشر ملا هبت الله د یوه فرمان له مخې په افغانستان کې د تریاکو کښت او د نشه‌یي توکو کاروبار منعه کړ؛ خو لا هم د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې کوکنار کرل کېږي او طالبان نه دي توانېدلي، چې کرونده‌ګرو ته د کنارو بدیل ورکړي.

دا رنګه د افغانستان ګاونډیو هېوادونو هم په وار، وار ویلي، چې لا له هغه هېواده د دوی هېوادونو ته د نشه‌یي توکو قاچاق نه یوازې دا چې کم شوی نه دی؛ بلکې څو برابره زیات شوی هم دی.

ایراني چارواکو څو، څو ځلې ویلي، چې له افغانستانه ایران ته د صنعتي شویو نشه‌یي توکو قاچاق مخ په زیاتېدو دی او داسې هم ویل کېږي، چې په دغو قاچاقو کې طالب لوړپوړي چارواکي لاس لري.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د ماشوم ژغورنې سازمان: په افغانستان کې له هرو ۱۰ ماشومانو څخه ۳ یې له لوږې سره مخ دي

۷ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۷ می ۲۰۲۴، ۱۹:۵۸ GMT+۱

د ماشومانو د ژغورنې سازمان وړاندوينه کړې، چې په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۶.۵ میليونه افغان ماشومان د لوږې له بحران سره مخ دي. دغه سازمان ویلي، چې د نړۍ هېوادونه باید په افغانستان کې د ماشومانو د ژوند د ژغورلو لپاره بشري مرستې زیاتې کړي.

د ماشومانو ژغورنې سازمان د دوشنبې په ورځ (د غبرګولي ۷مه) لیکلي، چې سېلابونه، وچکالي او د افغان کډوالو راستنېدل په افغانستان کې د خوړو د نه خوندیتوب د زیاتوالي لاملونه دي.

د معلوماتو له مخې؛ تر پنځو کلونو کم عمره دوه میلیونه ماشومان په ډېرې خوارځواکۍ اخته دي.

په افغانستان کې د ماشومانو د ژغورنې سازمان مشر ارشد مالک وايي؛ د روان کال له پیله تر اوسه د څه باندې ۷زره خوارځواکو ماشومانو درملنه شوې ده.

هغه د افغانستان په شمال کې د وروستیو سېلابونو تر څنګ لوږه د افغانستان په لویو برخو کې د «ماشومانو لپاره خطرناک حالت» وباله.

مالک وويل، چې دوی په بغلان کې يو «ګرځنده کلينيک» جوړ کړى دى.

په دې کلینیک کې نارینه او ښځینه ډاکټران، د رواني روغتیا متخصصين او د ماشومانو د ساتنې کسان کار کوي.

هغه وويل، «په سېلاب ځپلو سيمو کې ماشومان پاکو اوبو ته محدود لاس رسی لري او يو شمېر يې د معدې ناروغي لري.»

دې سازمان ته یوه مراجعه کوونکي وويل: «ډېر وختونه موږ د خوړلو لپاره کافي خواړه نه لرو، زه غمجن یم کله، چې زما ماشومان وږي وي.»

هغه وویل، چې ځینې وختونه دوی په لوږه ويده کيږي.

د روسیې ځانګړی استازی: مسکو طالبانو ته د سنټ پیټرز بورګ غونډې ته بلنه ورکړې ده

۷ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۷ می ۲۰۲۴، ۱۷:۵۱ GMT+۱

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی وايي، مسکو طالبانو ته د سنټ پیټرزبورګ په نړۍوال اقتصادي فورم کې د ګډون بلنه ورکړې ده. ضمیر کابلوف ویلي، چې د غونډې بلنه طالبانو ته استول شوې ده. د هغه په ​​وينا؛ طالبان لېواله دي چې له روسيې څخه تېل او نور توکي واخلي.

دغه ډېپلوماټ د تاس خبري اژانس د دې پوښتنې په ځواب کې چې روسیه په دې غونډه کې له طالب استازو سره پر کومو مسایلو خبرې کوي وويل: «د همکارۍ ډېرې هیلې شته.»

تاس خبري اژانس د ضمير کابلوف له قوله په يو بل خبر کې لیکلي، چې د روسيې د عدليې او بهرنيو چارو وزارتونو ولسمشر پوتين ته وړانديز کړی، چې طالبان دې د ممنوع الخروج سازمانونو له لېست څخه وباسي.

د افغانستان په چارو کې د روسيې ځانګړي استازي، چې تل له طالبانو سره د روسيې د اړيکو د پراخولو په لټه کې دی مخکي ويلي وو، چې «طالبان نور د روسيې دښمنان نه دي.»

ضمیر کابلوف په تیرو درېیو کلونو کې له طالبانو سره د روسیې د اړیکو په ښه کولو کې مهم رول لوبولی دی.

هغه مخکې ویلي وو، چې طالبان د پخواني شوروي اتحاد د ځای ناستي په توګه پر روسیه باور لري.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت:‌ د پاسپورت رییس په کندهار کې نه دی توقیف شوی

۷ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۷ می ۲۰۲۴، ۱۶:۱۸ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د دوشنبې په ورځ په ټولنیزې شبکې اېکس خپور کړي پیغام کې ویلي، چې د دغې ډلې د پاسپورټ ادارې مشر مولوي عبدالکریم حسیب په کندهار کې نه دی توقیف شوی.‌

هغه ویلي: "څه موده وړاندې، د ننګرهار په باریکاب کې د ځمکو په تړاو لاریونونه وشول، چې د همدې موضوع د وضاحت لپاره ښاغلی حسیب او د کورنیو چارو او ملي دفاع وزارت یو شمېر مسوولین د مشرتابه مقام ته غوښتل شوي دي."

عبدالمتین قانع ټینګار کوي، چې د پاسپورټ ریاست چارې په عادي توګه روانې دي او هېڅ کومه ستونزه پکې نه شته دی.

ځینو سرچينو افغانستان انټرنشنل ته ويلي؛ چې د طالبانو د پاسپورټ ادارې مشر عبدالکريم حسيب د پنجشنبې په ورځ د غبرګولي له دریېمې راهيسې د ملا هبت الله په امر نیول شوی او بندي دی.

تصویري راپور: په کندهار کې د ځينو بنديزو سره - سره خلکو د شالمار په مېله کې برخه واخیسته

۷ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۷ می ۲۰۲۴، ۱۶:۰۸ GMT+۱

له کندهار څخه افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته یو شمېر مېله والو د شالمار تاريخي مېلې ځنې انځورونه ليږلی، چې پکې بېلا- بېلې لوبې ترسره کوي. د مېلې ګډونوال وايي، چې دغه مېله د نورو کلونو په پرتله بې رنګه وه؛ ځکه د طالبانو بنديزونه پکې زیات وو.

په کندهار کې د شالمار په نوم مېله، چې شاوخوا ۴۰ ورځې دوام کوي، هر کال د توت پخېدو پر مهال د ارغنداب په ولسوالۍ کې جوړيږي.

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو د دې مېلې ځني برخې په تصوير کې وړاندې کوي.

د کندهار  ارغنداب ولسوالۍ د بابا ولي صاحب زيات او تفريحي پارک
100%
د کندهار ارغنداب ولسوالۍ د بابا ولي صاحب زيات او تفريحي پارک

په دې مېله کې د ښار ترڅنګ د ولسواليو، د ډېورنډ کرښې د ها غاړې چمن او لېرې پرتو سیمو خلک برخه اخلي.

د مېلې ګډنوال تر ډېره تفريحي لوبې او په خاص ډول محلي لوبه غېږنيونه ترسره کوي.

د کندهار ارغنداب ولسوالي د شارلمار په نوم د مېلې برخوال
100%
د کندهار ارغنداب ولسوالي د شارلمار په نوم د مېلې برخوال

یو شمېر میله والو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته د تصويرونو د ليږولو ترڅنګ ويلي، چې طالبانو ورباندې ډېر بنديزونه لګولي او طالب استخباراتو به پرله پسې تعقیبول.

ارغنداب کې د شالمار مېلې پر مهال د غېږنيونې محلي لوبه، چې سلګونه کسان يې ننداره کوي
100%
ارغنداب کې د شالمار مېلې پر مهال د غېږنيونې محلي لوبه، چې سلګونه کسان يې ننداره کوي

د دوی په خبره، چې مخکې به يې په دې مېله کې د «موسيقي، لډو، قطعو، اتڼ، دریا ږغول او نورې تفريحي لوبې» کولې، چې سږ کال ورته طالبانو اجازه نه ورکول.

د کندهار ارغنداب ولسوالۍ د بابا ولي صاحب د زيارت په تفريحي پارک کې مېله وال د نښې ويشتلو پرمهال
100%
د کندهار ارغنداب ولسوالۍ د بابا ولي صاحب د زيارت په تفريحي پارک کې مېله وال د نښې ويشتلو پرمهال

مېله وال وايي، چې طالبانو تر ډېره د دوی د شخصي مجلسونو او ناستو د ويډيو او عکس اخيستلو اجازه هم نه ورکول.

ارغنداب ولسوالۍ په یوه تفريحی پارک کې د مېله والو مازیګری
100%
ارغنداب ولسوالۍ په یوه تفريحی پارک کې د مېله والو مازیګری
په ارغنداب ولسوالۍ کې د شالمار مېلې پر مهال د مېله والو ماښامنی خپل منځي مجلس
100%
په ارغنداب ولسوالۍ کې د شالمار مېلې پر مهال د مېله والو ماښامنی خپل منځي مجلس
د ارغنداب ولسوالۍ د سړک پر غاړه ماشومان توتان پلوري
100%
د ارغنداب ولسوالۍ د سړک پر غاړه ماشومان توتان پلوري
په ارغنداب ولسوالۍ کې د محلي لوبې غېږنيونې یوه برخه
100%
په ارغنداب ولسوالۍ کې د محلي لوبې غېږنيونې یوه برخه
د ارغنداب ولسوالۍ عمومي لاره، چې خلک تګ راتګ پرې کوي
100%
د ارغنداب ولسوالۍ عمومي لاره، چې خلک تګ راتګ پرې کوي
په ارغنداب ولسوالۍ کې يو کس په ليړۍ کې پېرکي پلوري او د مشتريانو په انتظار ولاړ دی
100%
په ارغنداب ولسوالۍ کې يو کس په ليړۍ کې پېرکي پلوري او د مشتريانو په انتظار ولاړ دی
ماشومان د سړک پر غاړه توتان پلوري
100%
ماشومان د سړک پر غاړه توتان پلوري
په ارغنداب ولسوالۍ کې د شالمار مېلې ګډونوال د نښې ويشتلو پر مهال
100%
په ارغنداب ولسوالۍ کې د شالمار مېلې ګډونوال د نښې ويشتلو پر مهال
د ارغنداب ولسوالۍ رود، چې ماشومان او مېله کوونکي پکې لامبو وهي
100%
د ارغنداب ولسوالۍ رود، چې ماشومان او مېله کوونکي پکې لامبو وهي
د شالمار په مېله کې د غيږ نيونې لوبې د نندارچيانو یوه برخه
100%
د شالمار په مېله کې د غيږ نيونې لوبې د نندارچيانو یوه برخه

د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د شالمار د دغې مېلې ډېرې برخې د نورو کلونو بر عکس سږ کال له وخت څخه مخکې ختمې شوې او يو شمېر مېله کوونکي خپلو سيمو ته تللي، چې دوی یې لامل د طالبانو بنديزونه او محدودیتونه یادوي.

د طالبانو د امربالمعروف وزیر: نړۍ دې زموږ په اړه ناسم قضاوت نه کوي

۷ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۷ می ۲۰۲۴، ۱۴:۴۴ GMT+۱

د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزير د ترکیې «مسک» رسنۍ له استازي سره په ليدنه کې ويلي، چې نړۍ دې د طالبانو په اړه ناسم قضاوت نه کوي. محمد خالد حنيفي د همدې رسنۍ څخه مننه کړې، چې د «دوی پر وړاندې يې د غرب شومو اهدافو ته انعکاس» ورکړی.

د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي، چې طالب وزير خالد حنفي د ترکيې هېواد د «مسک» رسنۍ له استازي او پلاوي سره په لیدنه کې ويلي، چې دوی د« ښځو حقونو ورکولو ته ژمن دي او تل يې په دې برخه کې هڅه کړې، چې د مېرمنو حق ضایع» نه شي.

ډېری ښځينه فعالانې پر دې وزارت نيوکه کوي، چې ښځو د کار او ټولنيزو ژوند د بنديزونو په اړه فعالیت کوي او ان په عامه ځایونو کې يې د «بې حجابۍ په نوم» مېرمنې نیولې او بندي کړې دي.

حنفي زياتوي: « له نړۍ نور څه نه غواړي فقط دومره، چې زموږ په اړه دې ناسم قضاوت نه کوي او هغه څه دې خلکو ته وښيي، چې د طالبانو رښتینی انځور دی.»

اعلاميه د همدې رسنۍ د استازي اويس چلبي عراقي له قوله زياتوي، چې نوموړي «د منکراتو په مخنيوي، معروفاتو د اقامې، شکایتونو اورېدو او حل په برخه کې د طالبانو هڅې» ستايلي دي.

طالبان تر ډېره د هغو رسنيو او فعالانو ملاتړ او ستاینه کوي، چې د دوی په ګټه فعالیت کوي.

دغه طالب وزير پر داسې مهال د «ترکيې د مسک رسنۍ» د فعالیت ستاینه کوي، چې څه موده مخکې يې د طالب ویاندويانو او رسنيو له مسوولينو سره په یوه غونډه کې رسنيو او فعالانو ته خبردارۍ ورکړ، چې د « اسلامي شريعت او افغاني کلتور» ضد فعالیتونه دې نه کوي.

واک ته د طالبانو په رسېدو دې ډلې پر رسنيو او خبريالانو سخت بنديزونه لګولي او چا ته اجازه نه ورکوي، چې تر ډېره د خلکو ستونزې او غوښتنې انعکاس شي.

طالبانو په تېرو درېيو کلونو کې يو شمېر رسنۍ بندې کړي، خبريالان یې وهلي، بنديان کړي او شکنجه کړي دي.

د رسنيو بنسټونو د طالبانو دا ډول کړنې د بیان د ازادۍ ضد یادي کړي او له دې ډلې يې غوښتي، چې پر رسنيو او خبريالانو دي شته بنديزونه لرې کړي؛ خو دې ډلې لا تر اوسه په عملي ډول په خپلو چارو کې مثبت تغير نه دی راوستلی.