پاکستانۍ رسنۍ: د طالبانو حکومت لخوا پر پاکستاني طالبانو فشار له تمې لرې خبره ده

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې د سه شنبې په ورځ په خپله سرلیکنه کې لیکلي چې د طالبانو حکومت له لوري د پاکستاني طالبانو د ځپلو تمه یو خوب دی او له حقیقته لرې خبره ده. د دغې ورځپاڼې په وینا د طالبانو حکومت د خپلو «ایډیالوژیکو ملګرو» پر ضد وسله وال ګام نه اخلي.

