• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان او پاکستان د چینایانو د خونديتوب لپاره له ډیورنډ کرښې سره «عملیات پیلوي»

عبدالحق عمري
عبدالحق عمري

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۳۱ می ۲۰۲۴، ۱۰:۳۰ GMT+۱تازه شوی: ۱۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۴۱ GMT+۰

د طالبانو کورنیو چارو وزارت کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، طالبانو او د پاکستان پلاوي په پرونۍ لیدنه کې هوکړه کړې چې په پاکستان کې د چینایانو د امنیت لپاره به کډې هڅې کوي. په مقابل کې پاکستان له طالبانو سره ژمنه کړې چې پخوانیو قبایلي سیمو کې به د داعش مرکزونه ختموي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د مرستیال محمد خرم اغا په مشرۍ پلاوي پرون په کابل کې د طالبانو د کورنیو چارو وزرات مرستیال محمد نبي عمري سره خبرو کې پر چینايي انجینرانو د برید په یادولو سره په امنیتي برخه کې د طالبانو همکاري غوښتې ده.

تېر مارچ کې د پښتونخوا د شانګلې په بشام کې د موټربم له امله پنځه چینايي انجینران ووژل شول، چې پاکستان یې د ټي ټي پي کار بولي او وايي دا برید په افغانستان کې پلان شوی و.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دا تور ردوي او وايي پاکستان په دې ډول هڅو سره غواړي د چین او طالبانو ترمنځ بې باوري جوړه کړي.

خپلمنځي امنیتي همکاري

100%

سرچینو د طالبانو او پاکستانی پلاوي د هوکړو سند له افغانستان انټرنشنل سره شریک کړی، چې په کندهار کې د ملا هبت الله دفتر ته هم لېږل شوی دی.

د سند د لومړی مادې له مخې، په دغه لیدنه کې هوکړه شوې، چې طالبان به د پاکستان د کورنيو چارو وزارت سره په پښتونخوا کي د شانګله بشام سيمه کي د چينايي انجينرانو پر موټريز کاروان د حملې په تړاو پلټنو کي همکاري کوي.

د دې هوکړو د سند په څلورمه ماده کې لیکل شوي «د پاکستان د کورنيو چارو وزارت د ترهګرۍ ضد تحقیقاتي اداره به د افغانستان اسلامي امارات د کورنيو چارو وزارت سره په همغږۍ په پاکستان کي پر چينايي کمپنيو او د لوژستیک شرکتو پر کارمندانو د حملو په تړاو په سرحدي سيمو کي د ناامني ضد عمليات پيلوي, چي موخه يې د سرحدي سيمو امنيت ساتل دي.»

د سرچینو په خبره، په کابل کې د چين سفارت هم د طالبانو له کورنيو چارو وزیر دې موضوع په تړاو د لازمې همکارۍ غوښتنه کړې وه.

د طالبانو او پاکستان تر منځ بله هوکړه دا ده، چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د دواړو لورو د وزارت دفاع اړوند ځواکونه ځای پر ځای کیږي اوپه خپلو سیمو کې د وسلوالو پرضد عملیات کوي.

د طالبانو او پاکستان تر منځ بله هوګړه دا ده، چې د طالبانو نظامي ادارې به د پاکستان او سیمي د امنيت د ښه والي لپاره د پاکستاني امنیتي ادارو او پاکستاني وسلوالو ډلو ترمنځ د سولي مذاکراتو هڅې ګړندئ ساتي.

بله هوګړه دا چې د دواړو هېوادو د امنیتي ادارو تر منځ به د امنتي همغږۍ په نوم مياشتنۍ انلانی امنیتي غونډې کېږي او د اړتيا پر مهال به د دواړو هېوادو امنتي پلاوي حضوري جلسې کوي.

د پاکستان ژمنې

100%

طالبانو په دې لیدنه کې له پاکستان هم خپلې غوښتنې کړي او هوکړې ته رسیدلي دی.

پاکستان له طالبانو سره هوکړه کړې ده، چې د پاکستان پوځي ادارې به د پاکستان په قبايلي سيمو کي د داعش خراسان پرضد عملیات پلوي او د هغوی روزنیر کمپونه به وېجاړوي.

طالبان وايي، پاکستاني پلاوي ور سره منلې چې د دوی امنیتي ادارې به په پاکستان کي د افغان کډوالو لړۍ ثبتوي او د طالبانو کورنيو چارو وزارت به له هغه وروسته افغانستان ته د دغو کډوالو د کډو داخلېدو اجازه ورکوي، چې دوی یې د استخباراتي څارنې پروسه بشپړه کړي

د طالبانو د دې دلیل دا ښودلی، چې افغانستان ته له پاکستان د افغان کډوالو په لېږد کې «زيات شمېر خوارج او نور ترهګر افغانستان ته د نا امني لپاره داخل شوي وو»، خو د طالبانو په وینا په دغو کسانو کې یو شمیر یې دوی نیولي او اوس ترې څېړنې روانې دي.

له هوکړې سره سم د طالبانو او پاکستان تر منځ راتلونکې ناسته په اسلام اباد کې ترسره کیږي، خو نېټه یې نه ده معلومه خو تر جوړېدو یو اوونۍ مخکې به د طالبانو بهرنیو چارو وزرات ته خبر ورکوی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

د افغانستان د پخواني جمهوري دولت د ولسمشرۍ پخوانی نوماند قیوم خان کرزی مړ شو

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۳۰ می ۲۰۲۴، ۱۵:۳۲ GMT+۱

د قیوم کرزي کورنۍ ته نېږدې اشخاص وايي، چې د افغانستان د پخواني جمهوري دولت د ولسمشرۍ پخوانی نوماند او د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي مشر ورور قیوم خان کرزی مړ شو.

احسان اڅکزی چې د قیوم خان کرزي کورنۍ ته نېږدې شخص دی، افغانستان انټرنشنل - پښتو ته تایید کړه، چې قیوم خان کرزی نن سهار د ورپښې ناروغۍ له امله د ۷۷ کلونو په عمر مړ شو.

نوموړي د هغه د ناروغۍ په اړه نور جزییات ور نه کړل؛ خو زیاته یې کړه، چې هغه په روغتون کې مړ شوی دی.

قیوم خان کرزی په پخواني جمهوري دولت کې یوه دوره د ولسي جرګې غړی پاتې شوی او له هغه وروسته په ۲۰۱۴ کال کې د افغانستان ولسمشرۍ ته نوماند و.

هغه له خپلې مېرمنې او اولادونو سره یو ځای د امریکا په مرېلنډ ایالت کې ژوند کاوه او د یوه رېسټورانټ سربېره یې شخصي کاروبار کاوه.

نوموړی له پخواني ولسمشر حامد کرزي څخه په عمر مشر و.

هغه وخت چې ملا عمر ساز منع کړی و؛ خو برهاند الدین رباني او احمد شاه مسعود پکې ګډون کاوه

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۳۰ می ۲۰۲۴، ۱۵:۲۷ GMT+۱

د ساز په یو پروګرام کې د افغانستان د پخواني ولسمشر برهان الدین رباني او د طالبانو د مخالفو ځواکونو د قوماندان احمد شاه مسعود د ګډون نالیدلې ویډیو د خواله رسنیو د کارونکو پام خپل کړی دی.

جنرال عبدالمالک چې په دې ناسته کې ګډون درلود، افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د ۱۳۷۶ کال د دوبي په وروستیو کې د بغلان په کیان دره کې د طالبانو د مخالفو مشرانو په ناستو کې دا ویډیو شوې ده.

دا ناسته هم د افغانستان د اسماعیلیه ټولنې د مشر سید منصور نادري په کور کې وه او په داسې حال یې موسیقي غږوله چې د طالبانو مشر او بنسټګر ملا محمد عمر د موسيقي پر اوېدلو، نشرولو او تولیدولو بندیز لګولی و.

پخواني افغان خبریال بشیر بختیار چې دا ویډیو کړې، له افغانستان انټرنشنل سره یې خبرو کې وویل، چې د طالبانو ضد دا مشران پر شمال د دې ډلې د ژر پېښېدونکي برید د مخنیوي او د ملي جنبش ګوند د متحدولو لپاره سره جرګه شوي وو.

د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې پر افغانستان د طالبانو بیا واکمنېدو سره هم د دې ډلې امر بالمعروف او نهی له منکر وزارت د موسیقي پر تولید بندیز لګولی دی.

تېرو درېیو کلونو کې بیا بیا داسې ویډیووې نشر شوې چې پکې د طالبانو له خوا د افغان هنرمنانو د نیولو، ځورولو او شکنجه کولو صحنې ښودل کېږي.

عمران خان: د پاکستان وروستۍ ټاکنې تر ټولو لویه غلا وه

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۳۰ می ۲۰۲۴، ۱۵:۲۲ GMT+۱

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر او د تحریک انصاف ګوند بنسټګر د دغه هېواد د تېرې فېبرورۍ ټاکنې «تر ټولو لویه غلا» بولي. بندي عمران خان نن بیا ویلي، چې دغه ټاکنې د نوموړي په مشرۍ ګوند ګټلې وې؛ خو ترې «غلا» شوې.

عمران خان له اډیا جېل څخه عالي محکمې ته د ویډیو لېنک له لارې خبرو کې دا هم وویل، چې په انفرادي سلول یا کوټنۍ کې ساتل کېږي.

تېر اګسټ کې له بندي کېدو راهیسې، دا لومړی ځل دی چې د ښاغلي خان خبرې په پرانیستې محاکمه کې اورېدل کېږي.

هغه قاضیانو ته په وینا کې زیاته کړه: «زما ګوند قرباني شوی، له انساني حقونو لویه سرغړونه شوې، د فېبرورۍ د اتمې ټاکنې له عمومي ماموریت تر ټولو لویه غلا وه.»

د عمران خان ګوند د پاکستان پوځ او کمېسیون په ټاکنو کې په درغلۍ تورنوي؛ خو دا دواړه لوري ورته ادعاوې او درغلۍ ردوي.

۷۱ کلن عمران خان د فساد او نورو لسګونو دوسیو له امله په جېل کې دی؛ خو نوموړی پخپله او ګوند یې دا تورونه سیاسي او له واک د دوی د لرې ساتلو لپاره بولي.

که څه هم د ټاکنو کمېسیون د پرېکړې له امله د عمران خان ګوند په تېرو ټاکنو کې د ګوند پر ځای د ازادو نوماندانو په توګه ګډون وکړ؛ خو تر نورو ګوندونو یې ډېرې څوکۍ وګټلې.

له دې سره بیا هم د اکثریت په جوړولو کې پاتې راغی او په مقابل کې یې د شهباز شریف په مشرۍ مسلم لیګ نواز ډلې له پیپلز او ایم قیو اېم ګوندونو سره ایتلافي حکومت جوړ کړ.

طالب چارواکی وايي، چې د دوی د ځواکونو په نوم غلو په ښار او کلیو کې کورونه لوټ کړي

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۳۰ می ۲۰۲۴، ۱۴:۵۱ GMT+۱

د ننګرهار لپاره د طالبانو د امنيه قوماندنۍ امنيتي چارو مرستيال وايي؛ نور د دې ډلې ځواکونه د شپې د چا پر کور چاپه یا یې تلاشي نه شي کولی.

محمد طاهر مبارز زیاتوي؛ دا پرېکړه یې ځکه کړې، چې په کليو، بانډو او ښارونو کې د دوی د ځواکونو په نوم نا مسووله وسله والو او غلو د خلکو کورونه لوټ کړي.

ښاغلي مبارز نن په جلال اباد کې خبري غونډې ته وویل، چې په ورته پېښو کې ښکېل کسان نیول شوي دي او طالبانو ته لارښوونه شوې، چې د شپې پر مهال نه د چا کور تالاشي کړي او نه د چا د کور دروازه وټکوي.

نوموړي د ننګرهار له اوسېدونکو هم وغوښتل، که له دې وروسته یې د طالبانو په نوم څوک پر کور چاپه اچوي؛ نو ژر تر ژره دې نږدې امنيتي ارګانونو ته خبر ورکړي.

په تېر دوو کلونو کې کله - کله دې ډلې په غلا او انسان تښتتونو کې د خپلې ډلې د غړو د نیولو او وژلو اسناد خپاره کړي دي؛ خو له سره بیا هم ورته پېښې روانې دي.

نږدې دوه اونۍ وړاندې په جلال اباد ښار کې یوه کرولا وتښتول شوه او د روانې اونۍ په لومړیو کې هم په مزار شریف ښار کې د یو سوداګر زوی په رڼا ورځ وتښتول شو.

پاکستان د چین په همکارۍ درېیمه مخابراتي سپوږمکۍ فضا ته وتوغوله

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۳۰ می ۲۰۲۴، ۱۴:۲۰ GMT+۱

د پاکستان د فضايي ماموریت ادارې (سپارکو) ویلي، چې یاده سپوږمکۍ د چین د شي چانګ له فضايي مرکز څخه توغول شوې ده.

د سپارکو ویاند پاکستاني رسنیو ته ویلي، چې د پاکستان له سپوږمکۍ څخه به تر ټولو ګړندۍ د انټرنټ اسانتياوې برابرې شي او دغه سپوږمکۍ به له ځمکې څخه د ٣٦٠٠٠ کيلومترو په لوړوالي فضا ته واستول شي.

د سپارکو ویاند په اعلامیه کې زیاته کړې، چې له ځمکې څخه فضا ته د سپوږمکۍ په رسولو کې ښايي له درېیو څخه تر څلورو ورځو پورې وخت ونیسي، چې دغه سپوږمکۍ به د برېښنايي سوداګرۍ، برېښنايي حکومتولۍ او اقتصادي فعالیتونو په وده کې مهم رول ولوبوي.

د پاکستان دولتي تلویزون د یو شمېر پاکستاني چارواکو په حواله ويلي، چې دغه سپوږمکۍ ایم ایم یو پاک سیټ نومیږي، چې د پنځلس کلونو لپاره په فضا کې د کار ظرفیت لري او د ټیلفون، تلویزوني خپرونو او براډبېنډ د خدماتو په ښه کولو کې به مرسته وکړي.

پاکستان دا مهال په فضا کې دوه سټلایټونه لري، چې یو یې په ۲۰۱۱ کال کې فضا ته توغول شوی و، چې ماموریت به یې په ۲۰۲۶ کال کې بشپړ شي او دویم یې په ۲۰۱۸ کال کې فضا ته توغولی دی.