د بې پولې خبریالانو د ټولنې مشر مړ شو

د نړۍ د بې پولې خبریالانو ټولنه وايي چې د دغې ټولنې مشر «کریسټف ډلور» د ۵۳ کلونو په عمر مړ شو. دغې ټولنې تېره ورځ شنبه د غبرګولي ۱۹مه ویلي چې فرانسوی کریسټف ډلور د سرطان ناروغۍ له امله په فرانسه کې مړ شوی.

د نړۍ د بې پولې خبریالانو ټولنه وايي چې د دغې ټولنې مشر «کریسټف ډلور» د ۵۳ کلونو په عمر مړ شو. دغې ټولنې تېره ورځ شنبه د غبرګولي ۱۹مه ویلي چې فرانسوی کریسټف ډلور د سرطان ناروغۍ له امله په فرانسه کې مړ شوی.
دغې ټولنې په ایکس پاڼه لیکلي، چې ښاغلي ډلور ۱۲ کاله د دغې ټولنې مشري وکړه او د خبریالانو د حقونو د دفاع په برخه کې یې نه ستړې کېدونکي هلې ځلې کړې.
د بې پولې خبریالانو د مسوولانو په وینا، «ډلور په هره وچه کې د ازادۍ، خپلواکۍ او د ژورنالیزم د خورېدو نه ستړی کیدونکی فعال و.»
د یادې ټولنې د معلوماتو له مخې چې «کریسټف ډلور» د دغې ټولنې تر مشرۍ مخکې په پاریس کې د خبریالۍ د زدهکړو په مرکز (سي ایف جې) کې دنده لرله.
ویل کېږي چې ښاغلي ډلور له ۱۹۹۸ تر ۲۰۰۷ پورې یو شمېر تلویزیوني چینلونو او د فرانسې له «یو چینل» سره همکار و.
د بې پولې خبريالانو ټولنې په دغې ټولنه کې د «ډلور» د کار کولو ستاينه کړې او د هغه له کورنۍ سره يې خواخوږي او همدردي ښودلې.

د روسیې ځايي چارواکي وايي، چې د دغه هیواد په شمالي اوسيتيا سیمه کې یې د اوکراين درې بې پيلوټه الوتکې نسکورې کړې دي. بل خوا د اوکراین د هوايي دفاع او د بې پیلوټه الوتکو د څار ډلو د دغه هېواد په څلورو سیمو کې له ۱۳ روسي بې پیلوټه الوتکو څخه نهه هغه ویشتلې دي.
یوه سیمه ییز مشر سرګي مینیایلو وویل، چې د روسیې هوايي دفاعي ځواکونو د شنبې په ورځ د روسیې د شمالي اوسیتیا – الانیا جمهوریت په موزدوک ښارګوټي کې درې اوکرایني بې پیلوټه الوتکې ویجاړې کړي دي.
د روسیې خبري اژانسونو ویلي، چې دا په دغه سیمه کې د بې پیلوټه الوتکې لومړی برید و.
ښاغلي مینیایلو، د ټیلیګرام په یو پیغام کې لیکلي، چې برید "کوچنی زیان او اورونه" رامنځ ته کړي، او هیچا زیان نه دی لیدلی.
نوموړي ویلي، چې د بې پیلوټه الوتکې موخه دا وه چې پر یوه پوځي هوايي ډګر برید وکړي.
بل خوا د اوکراین هوايي دفاع او د بې پیلوټه الوتکو د څار ډلو د دغه هېواد په څلورو سیمو کې له ۱۳روسي بې پیلوټه الوتکو څخه نهه هغه ویشتلې دي.
د اوکراین د پوځ له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې ایراني شهید نومې بې پیلوټه الوتکې د پولتاوا په مرکزي سیمه، سویل ختیځ زاپوریزیا او دنیپروپیتروفسک سیمو او په شمال ختیځ کې د ښارکیف په سیمه کې نسکورې شوې دي.
د روسیې له خوا توغول شوی یو اېکس-۵۹توغندی هم د اوکراینې خواکونو له خوا نسکور شوی دی.
د نیپروپیټروسک سیمه ایز والي سرهي لیسک وویل، چې د بې پیلوټه الوتکې برید سوداګریزې او د استوګنې ودانۍ او همدارنګه د بریښنا مزي زیانمن کړي. په نورو سیمو کې د زیانونو جزیات لا نه دي روښانه شوي.

د لبنان دولتي خبري اژانس ان ان اې د شنبې په ورځ وویل، چې د لبنان په سویل کې د ایتارون ښار په څنډه کې د اسراییل په هوايي برید کې دوه تنه ووژل شول.
د اسراییل پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې سرتېرو یې د اتارون په سیمه کې د حزب الله یو وسله وال تشخیص کړ، چې لږ وروسته د اسراییلو په هوایي برید کې ووژل شو.
ان ان اې ویلي، چې اسراییلي ځواکونو د تېلو سټیشن ته څېرمه یوه قهوه خانه په دوه توغندیو په نښه کړه، چې یادې ودانې او شاوخوا سمیو ته یې د پام وړ زیان اوښتی دی.
د لبنان وسله والې ډلې حزب الله ویلي، چې د دوی وسله والو د دغه برید په ځواب کې د اسراییل په شمال مالکیا سیمه باندې راکټونه ویشتلي او ورپسې یې د فلق ۲ راکټونو په کارولو سره په شمالي اسراییل کې یو پوځي مرکز په نښه کړی دی.
یوې امنیتي سرچینې رویټرز ته ویلي، چې دا لومړی ځل و چې دغې ډلې فلق۲ راکټونه وکارول، او دا چې تر دې مخکې یې فلق ۱ راکټونه کارول.
د لبنان د حزب الله او اسراییل ترمنځ شخړو، په دې وروستیو ورځو کې زور اخیستی او دا اندېښنې یې زیاتې کړي چې ښايي د دغو نښتو لمن پراخه شي.

ويليم انډرز د اپولو ۸ پخوانی ستور مزلی، چې په ۱۹۶۸ کال کې يې له فضا څخه د ځمکې د سيارې لومړۍ انځور اخيستی و او د «ځمکې راختلو» په نوم پېژندل شوی و د الوتکې غورځېدو په پېښه کې مړ شو. کارپوهان په دې باور دي، چې انډرز د دې انځور د ځمکې سيارې سره د انسان چلند بدل کړ.
۹۰ کلن ستورمزلی، چې د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۱۸مه) یې په یوازې توګه الوتنه کوله هغه مهال مړ شو، چې الوتکه یې د واشنګټن ایالت د سن خوان ټاپوګانو په اوبو کې ولوېده.
د ناسا مدير او پخواني سناتور بيل نلسون وویل؛ انډرز د اکتشاف او کشف رښتنې څهره وه، هغه زياته کړه: « انډرز د سپورمۍ څنډ ته سفر وکړ او له موږ سره یې مرسته وکړه، چې نوي څه وګورو.»
په ۱۹۶۸ کال کې د اپولو ۸ ماموریت لومړنی انساني فضایي الوتنه وه، چې د ځمکې له ټیټ مدار څخه ووتله، سپوږمۍ ته لاړه او بیرته راستانه شوه.
انډرز د دې فضايي سفر په ترڅ کې د ځمکې څخه خپل مشهور عکس اخیستی، چې د فضا کارپوهان يې د ځمکې په اړه د بېلابيل پوهاوي لومړنۍ څرک ګڼي.
د ناسا یو متقاعد ستور مزلي مارک کلي د ښاعلي انډرز د مړينې په اړه وویل، چې هغه «د ځمکې او د خپل ځان په اړه زموږ نظر د تل لپاره بدل کړ.»
ویلیم انډرز په ۱۹۳۳ کال کې په هانک کانک کې زیږیدلی او په ۱۹۶۳ کې د ناسا سره کار پیل کړی و.

د پرمختللو هیوادونو یا ډي-۸ ډلې د شنبې په ورځ له امریکا وغوښتل چې په ملګرو ملتونو کې د یو خپلواک دولت په توګه د فلسطین د بشپړ غړیتوب پر وړاندې خپل د ویټو حق ونه کاروي.
فلسطین اوس مهال د ملګرو ملتونو غړیتوب نه لري او یوازې یو څارونکی دولت دی، او دغه د څارنې حق ورته په ۲۰۱۲ کال د ملګرو ملتونو له خوا ورکړل شوی و.
ډي – ۸ ډلې په استانبول کې د دغو هیوادونو د وزيرانو کچې له غونډې وروسته په يوه اعلاميه کې له ټولو هېوادونو غوښتي چې اسراييل ته د وسلو او مهماتو ورکول بند کړي. بنګله دېش، مصر، اندونيزيا، ايران، ماليزيا، نايجريا، پاکستان او ترکيه د ډي – ۸ ډلې غړي هیوادونه دي.
د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ تیره میاشت د ملګرو ملتونو د بشپړ غړیتوب لپاره د فلسطین د غوښتنې ملاتړ وکړ او د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته یې وړاندیز وکړ چې "په دې مسله له سره غور وکړي".
په ملګرو ملتونو کې د بشپړ غړیتوب لپاره د فلسطینانو فشار په غزه کې د اسراییلو او حماس تر منځ تر څو میاشتنۍ جګړې ته وروسته ډیر شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې اسراییل په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې د میشت ځایونو جوړول پراخ کړي، هغه څه چې ملګري ملتونه له خوا ناقانوني بلل کیږي.
په داسې حال کې چې د اسراییل له خوا په غزه کې د وژل شوو فلسطینیانو شمیر له ۳۶ زره کسانو اوښتی، او د روانې جګړې له امله په دغه سیمه کې یو بشري ناورین رامنځ ته شوې، د بشري حقونو ډلو او نورو منتقدینو امریکا، اسراییلو ته د وسلو د ورکولو او په پراخه کچه د اسراییلو د چلند د دفاع له امله ملامته کړې ده.
د شنبې په ورځ د اسرایلو پوځ وویل، چې دوی څلور یرغمل شوي ژوندي ژغورلي چې د اکټوبر د اوومې په برید کې د حماس له خوا نیول شوي وو. د اسراییلو په وینا د حماس په دغه برید کې ۱۲۰۰ کسان وژل شوي او ۲۵۰ نور یرغمل شوي وو.
د فلسطین د روغتیا وزارت یو چارواکي د شنبې په ورځ وویل، چې د غزې په مرکزي سیمو نصیرات او نورو سیمو د اسراییلو په بریدونو کې لږ تر لږه ۵۰ فلسطینیان وژل شوي دي.

د اسراییل پوځ وايي، ځواکونو یې په ځانګړو عملیاتو سره په غزه تراړه کې څلور یرغمل شوي کسان خوشي کړي دي. اسراییل د ژغورل شوو کسانو نومونه "نو عا ارګماني، الموګ میر، اندري کوزلوو او شلومي زیو" اعلان کړي دي.
د اسراييل د دفاع وزير يوف ګالانت وويل، د يرغمل شويو کسانو د خلاصون عمليات د حماس له ځواکونو سره له سختې جګړې وروسته ترسره شول.
په ورته وخت کې، هغه ټینګار وکړ چې "موږ به د حماس لخوا د ۱۲۰ برمته شویو د خوشي کولو لپاره خپلو عملیاتو ته دوام ورکړو."
یو شمېر اسراییلي رسنیو د خوشي شویو کسانو انځورونه خپاره کړي چې خپلو کورنیو ته ستنېږي.
