• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اروپايي کمېسیون نوې پرېکړه؛ دغه کمېسیون د شینګین وېزې فیس زیات کړی دی

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۹ جون ۲۰۲۴، ۱۴:۵۰ GMT+۱

اروپايي کمېسیون اعلان وکړ. چې د روان کال د سې شنبې په ورځ به د شینګین وېزې په فیس کې ۱۲ سلنه زیاتوالی راولي. د دې پرېکړې پر بنسټ؛ د لویانو لپاره د شینګین وېزې فیس به له ۸۰ یورو څخه ۹۰ یورو ته لوړ شي.

اروپايي کمېسیون وايي، چې د شینګین د وېزو د فیس د لوړولو پرېکړه د وېزې د پروسس خدماتو او امنیتي تدابېرو د زیاتولو په هدف شوې ده.

د اروپايي کمېسیون د دې پرېکړې پر بنسټ؛ د راتلونکې سې شنبې په ورځ به د ماشومانو لپاره د شینګین وېزې فیس ۴۵ یورو محاسبه شي.

د ماشومانو لپاره د شینګین وېزې لګښت ۴۰ یورو و.

د شینګین وېزه له ۲۰ څخه زیاتو اروپایي هېوادونو ته د انفرادي ویزې پرته د ننوتلو اجازه ورکوي. دا ویزه د اوږدې مودې راهیسې د سېلانیانو، سوداګریزو مسافرینو او زده کونکو لپاره لاره وه.

که څه هم دې پرېکړې د ځینو له خوا مثبت عکس العملونه ترلاسه کړي، د نړۍوال هوایي ټرانسپورټ اتحادیې یاتا خبرداری ورکړی، چې د شینګین وېزو د لګښت زیاتوالی ممکن سیلانیان نه راتګ ته وهڅوي.

د ۲۰۲۰ په پیل کې اروپایي اتحادیې د شینګین وېزې فیس له ۶۰ یورو څخه ۸۰ یورو ته لوړ کړ.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۴

ملا شیرین د کندهار سیمه ییزو چارواکو ته د امنیتي پېښو په تړاو خبرداری ورکړی

۵

تېرو درېیو ورځو کې؛ د پاکستان له زندانونو نږدې ۴۰۰ افغانان خوشې شوي دي

•
•
•

نور کیسې

د چک پولیس د ترهګريزو ګواښونو له امله د تیارسئ په حال کې دي

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۹ جون ۲۰۲۴، ۱۴:۳۱ GMT+۱

د چک جمهوریت رسنیو خبر ورکړی، چې د شنبې له شپې راهیسې په پراګ کې د یوه ترهګریز برید د احتمالي ګواښ له امله امنیتي تابیاوې زیاتې شوې دي او پولیس د تیارسئ په حال کې دي. د راپورونو له مخې؛ په دغه هېواد کې د ترهګرۍ د ګواښ په تړاو یو کس نیول شوی دی.

د دایکسپاتس د خبر له مخې؛ د چک جمهوریت د پلازمینې په عامه ځایونو، سوداګریزو او ټرانسپورټي مرکزونو کې امنیتي تابیاوې نیول شوي دي.

د چک پولیسو د یکشنبې په سهار اعلان وکړ: «د خلکو له مرستې څخه مننه، د افراطیت او تروریزم د څانګې جنایي پلټونکو وکولی شول هغه کس تعقیب او ونیسي، چې په خورا جدي جرم شکمن دي.»

د راپورونو له مخې؛ د ګواښونو په اړه به نور معلومات د دوشنبې په ورځ د چک د ملي امنیت شورا له غونډې وروسته اعلان شي.

د چک د کورنیو چارو وزیر ویټ راکوشن اعلان کړی، چې اوس مهال خلکو ته کوم ګواښ نه شته.

پاکستاني رسنۍ: د خیبرپښتونخوا په لکي مروت کې یوې بمي چاودنې شپږ پاکستاني پوځیان وژلي

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۹ جون ۲۰۲۴، ۱۰:۴۱ GMT+۱

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې نن سهار د خیبرپښتونخوا په لکي مروت ولسوالۍ کې د سړک غاړې بمي چاودنې د پاکستاني پوځ یو موټر الووځولی چې له امله شپږ پوځیان وژل شوي. ويل کیږي له چاودنې وروسته جګړه هم شوې چې په پایله کې یې یو عسکر ټپي هم دی.

پاکستاني رسنیو نن یکشنبه د (غبرګولي ۲۰مه) د پوځ د ځينو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د لکي مروت ولسوالۍ په سلطان خیلو کچي کمر سیمه کې د پاکستان پوځ پر یوه کاروان برید شوی چې لومړی یو ګاډی د سړک غاړې په ماین الووځول شوی او وروسته پرې له څو خواو جګړه شوې چې له امله شپږ تنه پوځیان وژل شوي او بل ټپي دی.

په هغو انځورونو کې چې افغانستان انټرنشنل پښتو ترلاسه کړي، ښکاري چې الوځول شوی ګاډی یو مخ ویجاړ شوی او په ځمکه کې یې ژوره کنده ایستلې ده.

تر اوسه پورې د دغه برید مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی خو په دغه سیمه کې تر دې وړاندې ورته پېښې او بریدونه د ټي ټي پي وسله والې ډلې ترسره کړي.

خپله پاکستاني پوځ په دې اړه په رسمي ډول کومه خبرپاڼه نه ده خپره کړې خو د پوځ ځینو سرچینو پاکستاني رسنیو ته دغه معلومات ورکړي.

د بې پولې خبریالانو د ټولنې مشر مړ شو

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۹ جون ۲۰۲۴، ۰۹:۱۰ GMT+۱

د نړۍ د بې پولې خبریالانو ټولنه وايي چې د دغې ټولنې مشر «کریسټف ډلور» د ۵۳ کلونو په عمر مړ شو. دغې ټولنې تېره ورځ شنبه د غبرګولي ۱۹مه ویلي چې فرانسوی کریسټف ډلور د سرطان ناروغۍ له امله په فرانسه کې مړ شوی.

دغې ټولنې په ایکس پاڼه لیکلي، چې ښاغلي ډلور ۱۲ کاله د دغې ټولنې مشري وکړه او د خبریالانو د حقونو د دفاع په برخه کې یې نه ستړې کېدونکي هلې ځلې کړې.

د بې پولې خبریالانو د مسوولانو په وینا، «ډلور په هره وچه کې د ازادۍ، خپلواکۍ او د ژورنالیزم د خورېدو نه ستړی کیدونکی فعال و.»

د یادې ټولنې د معلوماتو له مخې چې «کریسټف ډلور» د دغې ټولنې تر مشرۍ مخکې په پاریس کې د خبریالۍ د زده‌کړو په مرکز (سي ایف جې) کې دنده لرله.

ویل کېږي چې ښاغلي ډلور له ۱۹۹۸ تر ۲۰۰۷ پورې یو شمېر تلویزیوني چینلونو او د فرانسې له «یو چینل» سره همکار و.

د بې پولې خبريالانو ټولنې په دغې ټولنه کې د «ډلور» د کار کولو ستاينه کړې او د هغه له کورنۍ سره يې خواخوږي او همدردي ښودلې.

د روسیې او اوکراین د ډرون جګړه: روسیې درې او اوکراین نهه بې پیلوټه الوتکې نسکوره کړي

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۸ جون ۲۰۲۴، ۲۲:۰۵ GMT+۱

د روسیې ځايي چارواکي وايي، چې د دغه هیواد په شمالي اوسيتيا سیمه کې یې د اوکراين درې بې پيلوټه الوتکې نسکورې کړې دي. بل خوا د اوکراین د هوايي دفاع او د بې پیلوټه الوتکو د څار ډلو د دغه هېواد په څلورو سیمو کې له ۱۳ روسي بې پیلوټه الوتکو څخه نهه هغه ویشتلې دي.

یوه سیمه ییز مشر سرګي مینیایلو وویل، چې د روسیې هوايي دفاعي ځواکونو د شنبې په ورځ د روسیې د شمالي اوسیتیا – الانیا جمهوریت په موزدوک ښارګوټي کې درې اوکرایني بې پیلوټه الوتکې ویجاړې کړي دي.

د روسیې خبري اژانسونو ویلي، چې دا په دغه سیمه کې د بې پیلوټه الوتکې لومړی برید و.

ښاغلي مینیایلو، د ټیلیګرام په یو پیغام کې لیکلي، چې برید "کوچنی زیان او اورونه" رامنځ ته کړي، او هیچا زیان نه دی لیدلی.

نوموړي ویلي، چې د بې پیلوټه الوتکې موخه دا وه چې پر یوه پوځي هوايي ډګر برید وکړي.

بل خوا د اوکراین هوايي دفاع او د بې پیلوټه الوتکو د څار ډلو د دغه هېواد په څلورو سیمو کې له ۱۳روسي بې پیلوټه الوتکو څخه نهه هغه ویشتلې دي.

د اوکراین د پوځ له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې ایراني شهید نومې بې پیلوټه الوتکې د پولتاوا په مرکزي سیمه، سویل ختیځ زاپوریزیا او دنیپروپیتروفسک سیمو او په شمال ختیځ کې د ښارکیف په سیمه کې نسکورې شوې دي.

د روسیې له خوا توغول شوی یو اېکس-۵۹توغندی هم د اوکراینې خواکونو له خوا نسکور شوی دی.

د نیپروپیټروسک سیمه ایز والي سرهي لیسک وویل، چې د بې پیلوټه الوتکې برید سوداګریزې او د استوګنې ودانۍ او همدارنګه د بریښنا مزي زیانمن کړي. په نورو سیمو کې د زیانونو جزیات لا نه دي روښانه شوي.

د لبنان په سویل کې د اسراییل په هوايي برید کې دوه تنه وژل شوي دي

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۸ جون ۲۰۲۴، ۲۲:۰۰ GMT+۱

د لبنان دولتي خبري اژانس ان ان اې د شنبې په ورځ وویل، چې د لبنان په سویل کې د ایتارون ښار په څنډه کې د اسراییل په هوايي برید کې دوه تنه ووژل شول.

د اسراییل پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې سرتېرو یې د اتارون په سیمه کې د حزب الله یو وسله وال تشخیص کړ، چې لږ وروسته د اسراییلو په هوایي برید کې ووژل شو.

ان ان اې ویلي، چې اسراییلي ځواکونو د تېلو سټیشن ته څېرمه یوه قهوه خانه په دوه توغندیو په نښه کړه، چې یادې ودانې او شاوخوا سمیو ته یې د پام وړ زیان اوښتی دی.

د لبنان وسله والې ډلې حزب الله ویلي، چې د دوی وسله والو د دغه برید په ځواب کې د اسراییل په شمال مالکیا سیمه باندې راکټونه ویشتلي او ورپسې یې د فلق ۲ راکټونو په کارولو سره په شمالي اسراییل کې یو پوځي مرکز په نښه کړی دی.

یوې امنیتي سرچینې رویټرز ته ویلي، چې دا لومړی ځل و چې دغې ډلې فلق۲ راکټونه وکارول، او دا چې تر دې مخکې یې فلق ۱ راکټونه کارول.

د لبنان د حزب الله او اسراییل ترمنځ شخړو، په دې وروستیو ورځو کې زور اخیستی او دا اندېښنې یې زیاتې کړي چې ښايي د دغو نښتو لمن پراخه شي.