• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

حدود او په دورو وهل؛ په وزیرستان کې د پاکستاني طالبانو د پخوانیو سزاګانو بیا راګرځېدل

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۱ جون ۲۰۲۴، ۱۵:۱۸ GMT+۱تازه شوی: ۲۳ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۲ جون ۲۰۲۴، ۰۳:۲۲ GMT+۱

د پاکستاني طالبانو سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې تېره ورځ په شمالي وزیرستان کی درې تنه غله په عام محضر کې په دورو ووهل شول.

د پاکستاني نظامیانو د ضرب عضب عملیاتو وروسته دا لومړی ځل دی، چې ټي ټي پي په وزیرستان کې پر سیمو ولکه لري او پر خلکو د شرعي حدود جاري او عملي کوي.

د درو وهلو د بهیر ویډیو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته رسېدلې ده، په دغه ویډیو کې د تحریک طالبان پاکستان اړوند وسله وال چې ځینو یې مخونه پټ دي لیدل کیږي، چې د دوی په منځ کې ۳ تنه ځوانانو چې لاسونه یې شاته تړلي وو د خپلو کړو غلاو اقرار کوي.

په دغه ویډیو کې د سیمې خلک چې لویانو، ځوانانو او ماشومانو دي، د دې د سزا د ورکړې تماشه کوي.

لومړی دا کسان په لښتو ووهل کیږي، بیا وروسته یې وېښتیان ورباندې وخرېل او د غلا نه کولو ژمنې ورڅخه اخلي.

د ټي ټي پي پورې اړوند طالب وسله وال چې د دې ډلې مشري هم کوي، په وینا کې خبرداری ورکوي، چې له دې وروسته چا غلا وکړه، نو کور به یې سوځول کیږي او له سیمې څخه به شړل کیږي.

د ټي ټي پي وسله وال له تورنو کسانو غواړي ژر تر ژره دې غلا کړي توکي خپلو اصلي مالکانو ته وسپاري.

په ویډیو کې دا نه ده روښانه شوې چې دا د کومې محکمې له خوا دا اسلامي حدود جاري شوي او نه هم دې کسانو ته سزا ورکولو او دورو وهلو بهیر منظم و.

د پاکستاني طالبانو رسمي ویاند تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د افغان طالبانو د بیا واک ته رسېدو سره یو ځل بیا په افغانستان شرعي حدود جاري او په عام محضر کې سزاګانې بیا راکرځېدلې دي.

نه یوازې دا چې سزاګانې راګرځېدلي بلکې د پاکستان تر واک لاندې قبایلي سیمو کې د ټي ټي پي له خوا د پاکستاني نظاميانو پر وړاندې بریدونو زور اخیستی دی.

پاکستان وايي، چې ټي ټي پي د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد کاروي؛ خو ټي ټي پي وايي، چې د پاکستان دننه مرکزونه لري او پر یو شمېر سیمو کنټرول لري.

د افغان طالبانو د بیا راتګ په لومړیو میاشتو کې د حقاني شبکې مشر او د طالبانو کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په منځګړیتوب د پاکستان مرکچي پلاوي د ټي ټي پي سره د سولې په تړاو څو دورې خبرې اترې وکړې.

پاکستان یو شمېر د ټي ټي پي نیول شوي مشران له زندان څخه خوشې کړل.

ټي ټي پي د خبرو پر مېز څو غوښتنې درلودې، چې پښتونخوا ترڅنګ له قبایلي سیمو څخه دې پاکستاني پوځ ووځي.

بله غوښتنه دا وه، چې تحریک طالبان پاکستان به شرعي نظام پلی کوي او د واک چارې به دغه ډلې ته سپارل کیږي.

خو په کابل کې د پاکستاني حکومت او ټي ټي پي تر منځ شویو ناستو کومه پایله نه درلوده او د ورځو په تېرېدو سره خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې د پاکستاني طالبانو بریدونو کچه مخ په زیاتېدو ده.

پښتانه ملت پاله ګوندونه او غورځنګونه په دې باور دي، چې پاکستان له طالبانو سره یو تړون کړی، چې پښتونخوا طالبانو ته وسپاري او دغه سیمه یو ځل بیا د خونړیو جګړو مرکز وګرځوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان پوځ وايي د پښتونخوا په لکي مروت کې یې ۱۱ وسلوال ووژل

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۱ جون ۲۰۲۴، ۱۳:۰۴ GMT+۱

د پاکستان د پوځ عامه اړیکو اداره وايي، د پښتونخوا په لکي مروت کې یې د استخباراتي مالوماتو له مخې په عملیاتو کې ۱۱ وسلوال ووژل. پوځ نن په دغه سیمه کې د وسلوالو د څو پنټنځیو د له منځه وړلو خبره هم کوي. پرون په لکي مروت کې د پاکستان ۷ سرتېري وژل شوي وو.

په ورته مهال د پاکستان لومړي وزیر نن په لکي مروت کې پر پرونیو وژل شویو سرتېرو خوشیني ښودلې ده.

دغه پاکستاني پوځیان پرون په یوه چاودنه کې وژل شوي دي.

پاکستان کې د وسلوالو بریدونو په ډېرېدو سره د پښتونخوا لکي مروت یوه هغه سیمه ده چې پر امنیتی ځواکونو پکې ډېر بریدونه کېږي.

شهباز شریف وايي، د سیپېک دویم پړاو به ژر پیل شي

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۱ جون ۲۰۲۴، ۱۰:۴۰ GMT+۱

د پاکستان لومړی وزیر وویل، ډېر ژر به د چین او پاکستان اقتصادي دهلېز یا سپيېک دویم پړاو پیل شي. شهباز شریف وايي چې له دې پروژې د تطبیق سره به له چین سره د پاکستان دوستانه اړیکې نورې هم پياوړي شي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف چې تازه د چین له سفره راګرځېدلی نن د کابینې غونډې ته خبرو کې وویل چې ډېر ژر به د چین یو چېکپوړی پلاوی پاکستان ته سفر وکړي.

شریف د چینايي پلاوي د سفر په اړه ډېر جزیات نه دي ورکړي خو ټینکار یې کړی، چې چین ته د هغه له سفر وروسته چینايي پلاوي پاکستان ته سفر کوي.

د پاکستان لومړي وزیر په خپل څرګندونو کې دا نه ده په ډاکه کړې، چې د سپیېک دویم پړاو به کله پیلیږي او د امنیتي ستونزو د حل لپاره یې څه اقدامات شوي دي.

ښاغلي شریف د کابینې غونډې ته ویلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځه راشه درشه به ستراتیژیکي اړیکې نورې هم قوي کړي.

د چين او پاکستان مشرانو تېره جمعه په بېجينګ کې سره وکتل.

شي‌جين پينګ شهباز شريف ته ویلي؛ چې چين د تل په څېر د پاکستان او د دغه هېواد د ملي حاکميت ټينګ ملاتړ کوي.

د چین ولسمشر شي جین پینګ د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره په لیدنه کې، له اسلام اباده وغوښتل چې په پاکستان کې د چینايي شرکتونو امنیت تامین کړي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په داسې حال کې د سیپېک د دویم پړلو د پیلېدو خبره کوي، چې په وروستیو میاشتو کې په پښتونخوا کې پنځه چینايي انجینران په یوه چاودنه کې وژل شوي وو.

دغه برید د چین له جدي غبرګون سره مخامخ شو او له هغه وخت راهیسې پاکستان له دغه هېواد څخه د چینايي شرکتونو او کارپوهانو د تګ په اړه سخت اندېښمن دي.

شل اوره نړیوال جام کې پاکستان نن له کاناډا سره لوبه لري

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۱ جون ۲۰۲۴، ۱۰:۳۷ GMT+۱

پاکستان نن د کرېکټ شل اوره نړیوال جام سیالیو کې خپله دريمه لوبه له کاناډا سره لري. پاکستان په خپلو لومړيو دوو لوبو کې ماتې خوړلې او کاناډا په دوو لوبو کې يوه ګټلې او بله يې بایللې ده.

د پاکستان او کاناډا کريکټ لوبډلو ترمنځ دغه لوبه په نيورياک کې د پاکستان پر وخت د ماښام ۷ بجې پيليږي.

د نړيوال شل اوره جام سياليو کې پاکستان په خپله لومړۍ سيالۍ کې له امریکا او په دويمه کې له هند ماتې خوړلې.

د کاناډا کريکټ لوبډلې بيا په لومړۍ سیالۍ کې له امریکا ماته خوړلې خو خپله دويمه لوبه یې له ايرلينډ ګټلې ده.

د پاکستان او کاناډا لوبډلو ترمنځ دا د نړیوال شل اوره جام ۲۲مه سيالۍ ده، چې تر سره کيږي.

د پاکستاني بنسټ څېړنه: په افغانستان کې طالبان یوه متحده ډله نه ده

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۰ جون ۲۰۲۴، ۱۸:۴۷ GMT+۱

د دیني چارو د څېړنو نړۍوالې شورا (IRCRA) په خپله نوې څېړنه کې لیکلي، چې طالبان یوه متحده ډله نه ده. د دغه پاکستاني سازمان په وینا؛ د طالبانو مشران او غړي په خپل منځ کې ایډیالوژیکي، قومي، سیمه ییز او تنظیمي توپيرونه او اختلافات لري.

د مذهبي چارو په اړه د پاکستان د نړۍوالې څېړنیزې شورا نوې څېړنه ښيي، چې افراطي طالبان او هغه کسان، چې د نسبتا د معتدل دریځ ملاتړ کوي، له ایډیالوژیک پلوه سره توپیر لري.

دا څېړنه ښیي، چې د پښتنو طالبانو تر منځ ښکاره اختلافات موجود دي.

په څېړنه کې د کندهاري او پکتیکا طالبانو ترمنځ توپیر د بېلګې په توګه یاد شوی دی.

دغه بنسټ دا هم ویلي، چې د سیاسي مشرانو او طالب وسله والو تر منځ د اړيکو بيلوالۍ او بې باوري به د دوی ترمنځ د تنظیمي اختلافاتو لامل شي.

د دغه څېړنې د متن پر بنسټ طالبان هڅه کوي، چې دغه اختلافات پټ او کم وښوي.

په خيبر پښتونخوا کې د ماين په يوه چاودنه کې ۷ پاکستاني پوځيان وژل شوي دي

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۰ جون ۲۰۲۴، ۱۶:۳۴ GMT+۱

د پاکستان پوځ ویلي، چې د یکشنبې په ورځ د خیبر پښتونخوا صوبې په لکي مروت کې د دغه هېواد ۷ پوځیان د دوی پر موټر د ښخ شوی ماین په چاودنه کې وژل شوي دي. دغه موټر هغه مهال په نښه شو، چې د پنجاب سرحدي سيمې څخه د لکي مروت سلطانخېلو کلي ته روان و.

د پاکستان پوځ د دوشنبې په ورځ تایید کړه، چې د موټر ټول سپاره کسان وژل شوي دي.

د پوځ یوه لوړ پوړي چارواکي ویلي دي، چې پولیسو د برید په اړه پلټنې پیل کړي دي.

تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخيستې.

په همدې حال کې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په خیبر پښتونخوا کې یو له ډېرو فعالو اورپکو ډلو څخه ده.

په تېرو درېیو کلونو کې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له راتلو وروسته پر پاکستاني امنیتي ځواکونو خونړي بریدونه زیات شوي دي.

پاکستان تور لګوي، چې افغاني طالبان د تحریک طالبان پاکستان جنګیالیو ته خوندي پټنځایونه ورکوي؛ خو افغان طالبانو تل دا ادعا رد کړې ده.