• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

شهباز شریف وايي، د سیپېک دویم پړاو به ژر پیل شي

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۱ جون ۲۰۲۴، ۱۰:۴۰ GMT+۱تازه شوی: ۲۲ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۱ جون ۲۰۲۴، ۱۲:۴۵ GMT+۱

د پاکستان لومړی وزیر وویل، ډېر ژر به د چین او پاکستان اقتصادي دهلېز یا سپيېک دویم پړاو پیل شي. شهباز شریف وايي چې له دې پروژې د تطبیق سره به له چین سره د پاکستان دوستانه اړیکې نورې هم پياوړي شي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف چې تازه د چین له سفره راګرځېدلی نن د کابینې غونډې ته خبرو کې وویل چې ډېر ژر به د چین یو چېکپوړی پلاوی پاکستان ته سفر وکړي.

شریف د چینايي پلاوي د سفر په اړه ډېر جزیات نه دي ورکړي خو ټینکار یې کړی، چې چین ته د هغه له سفر وروسته چینايي پلاوي پاکستان ته سفر کوي.

د پاکستان لومړي وزیر په خپل څرګندونو کې دا نه ده په ډاکه کړې، چې د سپیېک دویم پړاو به کله پیلیږي او د امنیتي ستونزو د حل لپاره یې څه اقدامات شوي دي.

ښاغلي شریف د کابینې غونډې ته ویلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځه راشه درشه به ستراتیژیکي اړیکې نورې هم قوي کړي.

د چين او پاکستان مشرانو تېره جمعه په بېجينګ کې سره وکتل.

شي‌جين پينګ شهباز شريف ته ویلي؛ چې چين د تل په څېر د پاکستان او د دغه هېواد د ملي حاکميت ټينګ ملاتړ کوي.

د چین ولسمشر شي جین پینګ د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره په لیدنه کې، له اسلام اباده وغوښتل چې په پاکستان کې د چینايي شرکتونو امنیت تامین کړي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په داسې حال کې د سیپېک د دویم پړلو د پیلېدو خبره کوي، چې په وروستیو میاشتو کې په پښتونخوا کې پنځه چینايي انجینران په یوه چاودنه کې وژل شوي وو.

دغه برید د چین له جدي غبرګون سره مخامخ شو او له هغه وخت راهیسې پاکستان له دغه هېواد څخه د چینايي شرکتونو او کارپوهانو د تګ په اړه سخت اندېښمن دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

شل اوره نړیوال جام کې پاکستان نن له کاناډا سره لوبه لري

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۱ جون ۲۰۲۴، ۱۰:۳۷ GMT+۱

پاکستان نن د کرېکټ شل اوره نړیوال جام سیالیو کې خپله دريمه لوبه له کاناډا سره لري. پاکستان په خپلو لومړيو دوو لوبو کې ماتې خوړلې او کاناډا په دوو لوبو کې يوه ګټلې او بله يې بایللې ده.

د پاکستان او کاناډا کريکټ لوبډلو ترمنځ دغه لوبه په نيورياک کې د پاکستان پر وخت د ماښام ۷ بجې پيليږي.

د نړيوال شل اوره جام سياليو کې پاکستان په خپله لومړۍ سيالۍ کې له امریکا او په دويمه کې له هند ماتې خوړلې.

د کاناډا کريکټ لوبډلې بيا په لومړۍ سیالۍ کې له امریکا ماته خوړلې خو خپله دويمه لوبه یې له ايرلينډ ګټلې ده.

د پاکستان او کاناډا لوبډلو ترمنځ دا د نړیوال شل اوره جام ۲۲مه سيالۍ ده، چې تر سره کيږي.

د روسیې او اوکراین کړکېچ؛ روسیې د اوکراین پر ښارکیف ښار د لایزري بمونو برید کړی

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۰ جون ۲۰۲۴، ۱۹:۳۰ GMT+۱

د اوکراین سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې روسیې د دوشنبې په ورځ د اوکراین په شمال ختیځ ښارکیف ښار کې درې لایزري بمونه وغورځول، چې لږ تر لږه شپږ کسان پکې ټپیان شوي او یو شمېر کورونه یې ویجاړ کړي دي.

د ښارکیف ښاروال ایهور تیریخوف د ټیلیګرام په یو پیغام کې ویلي، چې لږ تر لږه دوه کورونه په دغه برید کې زیانمن شوي او ښايي د تلفاتو شمېره لوړه شي.

هغه زیاته کړه، چې له برید وروسته په سیمه کې اور لګیدلی او ګراجونه او موټرونه هم زیانمن شوي دي.

د اوکراین دویم لوی ښار ښارکیف او شاوخوا سیمې له اوږدې مودې راهیسې د روسیې د بریدونو موخه ګرځیدلي او په وروستیو میاشتو کې یې بریدونه زیات شوي، چې ملکي وګړو او د انرژۍ زیربناو ته یې زیان اړولی دی.

روسیه په قصدي ډول د ملکي وګړو په نښه کول ردوي؛ خو پر اوکراین یې په پراخه پیمانه یرغل کې زرګونه کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د هند پولیس: په جمو کې د وسله والو له برید وروسته نهه هندو زیارت کوونکي وژل شوي دي

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۰ جون ۲۰۲۴، ۱۸:۵۳ GMT+۱

د هند په جمو او کشمیر کې د یکشنبې په ورځ د یوه مشکوک وسله وال له برید وروسته لږ تر لږه نهه کسان هغه مهال ووژل شول او ۳۳ نور ټپیان شول چې د هندو زیارت کوونکو یو بس یوې ژورې کندې ته ولوېده.

دا برید په داسې حال کې شوی، چې نرېندرا مودي د درېیمې دورې لپاره د هند د لومړي وزیر په توګه لوړه وکړه او د اپوزیسیون کانګرس ګوند له خوا پرې نیوکې وشوې.

د اپوزیسیون مشر راهول ګاندي پر اېکس خواله رسنۍ یو پیغام کې لیکلي: "دا شرمناکه پېښه په جمو او کشمیر کې د اندېښنې وړ امنیتي وضعیت ریښتیني انځور دی."

د همالیا غرونو کې پرته دغه سیمه، چې پاکستان یې هم د ملکیت ادعا کوي، په ۱۹۸۹کال کې د هند ضد بغاوت له پیل راهیسې د وسله والو له تاوتریخوالي سره مخامخ ده چې تر اوسه یې له امله په لسګونو زره کسان وژل شوي. په وروستیو کلونو کې په دغه سیمه کې تاوتریخوالی کم شوی دی.

د ریاسي ولسوالۍ د پولیسو مشر موهیتا شرما وویل: «وسله والو پر بس برید وکړ او پرلپسې ډزې یې وکړې. بس په یوه کنده کې ولوېد، چې له امله یې ۹تنه زیارت کوونکي ووژل شول او ۳۳نور ټپیان شول.»

په سیمه کې پر هندو زیارت کونکو وروستی لوی برید په ۲۰۱۷ کال شوی و، چې په کې یو بس په نښه شوی او اته تنه وژل شوي وو.

د یکشنبه برید یوه ورځ وروسته له هغه کیږي چې د پولیسو مشر ار ار سوین وویل، چې په سیمه کې د محلي اورپکو شمیر کم شوی خو لا هم نږدې ۸۰ بهرني وسله وال فعال پاتې دي.

پولیسو په یوه اعلامیه کې ویلي، چې ټپیان نږدې روغتونونو ته لېږدول شوي او د برید کوونکو لټون روان دی.

یو دولتي چارواکي مخکې ویلي وو چې په دغه برید کې لږ تر لږه د ۱۰زیارت کوونکوي وژل شوي دي.

د پاکستاني بنسټ څېړنه: په افغانستان کې طالبان یوه متحده ډله نه ده

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۰ جون ۲۰۲۴، ۱۸:۴۷ GMT+۱

د دیني چارو د څېړنو نړۍوالې شورا (IRCRA) په خپله نوې څېړنه کې لیکلي، چې طالبان یوه متحده ډله نه ده. د دغه پاکستاني سازمان په وینا؛ د طالبانو مشران او غړي په خپل منځ کې ایډیالوژیکي، قومي، سیمه ییز او تنظیمي توپيرونه او اختلافات لري.

د مذهبي چارو په اړه د پاکستان د نړۍوالې څېړنیزې شورا نوې څېړنه ښيي، چې افراطي طالبان او هغه کسان، چې د نسبتا د معتدل دریځ ملاتړ کوي، له ایډیالوژیک پلوه سره توپیر لري.

دا څېړنه ښیي، چې د پښتنو طالبانو تر منځ ښکاره اختلافات موجود دي.

په څېړنه کې د کندهاري او پکتیکا طالبانو ترمنځ توپیر د بېلګې په توګه یاد شوی دی.

دغه بنسټ دا هم ویلي، چې د سیاسي مشرانو او طالب وسله والو تر منځ د اړيکو بيلوالۍ او بې باوري به د دوی ترمنځ د تنظیمي اختلافاتو لامل شي.

د دغه څېړنې د متن پر بنسټ طالبان هڅه کوي، چې دغه اختلافات پټ او کم وښوي.

ټاکل شوې چې د روسیې ولسمشر پوتین شمالي کوریا او ویتنام ته سفر وکړي

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۰ جون ۲۰۲۴، ۱۷:۴۵ GMT+۱

د روسیې ویډوموستي ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ ویلي؛ ټاکل شوې چې د دغه هېواد ولسمشر ولادیمیر پوتین به په راتلونکو اونیو کې شمالي کوریا او ویتنام ته سفر وکړي.

رویټرز خبري اژانس ته سرچینو ویلي، چې پوتین ښايي د جون په ۱۹ – ۲۰ له اوکراین څخه لیدنه وکړي.

په شمالي کوریا کې د روسیې سفیر الکساندر ماتسیګورا تایید کړې، چې پیونګ یانګ ته د پوتین سفر په "فعال ډول پلان شوی" دی.

د دغه ورځپاڼې د راپور له مخې؛ پوتین ښايي د جون په لومړیو کې ویتنام ته سفر وکړي او شمالي کوریا ته د هغه له سفر څخه وروسته د ویتنام سفر سمدستي وروسته پلان شوی دی.

په ویتنام کې یو چارواکي رویټرز ته ویلي، چې له پلازمینې هانوي څخه د پوتین د لیدنې پر نېټې موافقه شوې؛ مګر د لیدنې اجنډا لا تر بحث لاندې ده.

دغه چارواکي وویل، چې انرژي، پوځي همکاري، د پیسو لېږد او د پوهنې په برخه کې یو هوکړه لیک هغه عمده مسایل دي چې تمه کیږي په دغه لیدنه کې پرې خبرې وشي.

ویډوموستي ورځپاڼې تېره میاشت په ویتنام کې د روسیې د سوداګرۍ استازي له قوله ویلي وو، چې د دواړو هېوادونو تر منځ تر ټولو مهمه سوداګریزه مساله د پیسو د لېږد لپاره بانکي ملاتړ دی.

د روسیې او شمالي کوریا اړیکې

د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون تېر سپټمبر میاشت کې له پوتین سره د خبرو لپاره روسیې ته تللی و.

هغه د روسیې په ختیځ کې د دغه هېواد د ووستوچني کاسموډروم فضایي مرکز څخه لیدنه وکړه او پوتین ژمنه وکړه، چې د شمالي کوریا سره به د سپوږمکۍ په جوړولو کې مرسته وکړي.

کرملین ویلي، چې روسیه غواړي له شمالي کوریا سره په «ټولو برخو کې» ګډ کار وکړي؛ خو د دې لیدنې نېټه یې نه ده تایید کړې.

روسیې له اوکراین سره د جګړې له پیل راهیسې له شمالي کوریا او د امریکا خلاف نورو هېوادونو لکه ایران سره اړیکې پیاوړي کړې دي، هغه څه چې د لویدیځ لپاره د اندېښنې وړ بلل کیږي.

متحده ایالاتو او اوکراین د جنوري په میاشت کې روسیه تورنه کړه، چې د شمالي کوریا له خوا جوړ شوي د لنډ واټن بالیسټیک توغندي یې د اوکراین په جګړه کې کارولي دي؛ خو دا موضوع د روسیې له خوا رد یا تایید شوې نه ده.

ویډوموستي ورځپاڼه لیکي، چې پوتین او کیم به په دې اړه بحث وکړي چې ایا روسیه به له شمالي کوریا څخه مهاجر کارګران راولي که نه.

روسیه د اوکراین د جګړې له امله د کارګرانو له سخت کمښت سره مخامخ ده.

په سلګونو زره نارینه یا جنګ ته تللي یا هم بهر ته تښتیدلي دي.