• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اسراییل او حماس کړکېچ؛ حماس وايي، چې د ملګرو ملتونو په ملاتړ په غزه کې د اوربند پلان مني

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۱ جون ۲۰۲۴، ۱۶:۵۲ GMT+۱

د حماس یو مشر وايي، چې له اسراییل سره د جګړې ختمولو لپاره غزه کې د ملګرو ملتونو په ملاتړ اوربند مني او پر جزییاتو یې د خبرو لپاره تیار دي.

خو دې خبرو ته نږدې سرچینې رویټرز ته ویلي، چې قطري او مصري منځګړو د ملګرو ملتو د اوربند طرحې ته د اسراییل او حماس رسمي ځواب له نه دی تر لاسه کړی.

له دې سره دواړو اړخونو ویلي، چې د ملګرو ملتونو دغه وړاندیزي اوربند د دوی له متضادو غوښتنو سره سمون لري.

د امریکا ولس د دواړو پر دریځ خوشالي ښودلې او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر هم د حماس د چارواکو دا څرګندونې هیله ناکې بللې دي.

انتوني بلېنکن نن په تل ابیب کې له اسراییلي مشرانو سره تر خبرو وروسته ویلي؛ راتلونکو دوو ورځو کې به له جګړې وروسته د غزې لپاره پر پلان خبرې وکړي.

د بایډن وړاندیز

امریکايي وګړي د حماس دریځ ته خوشال دي
100%
امریکايي وګړي د حماس دریځ ته خوشال دي

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د امریکا د ولسمشر د وړاندیزي اوربند تر تصویب یوه ورځ وروسته بلېنکن نن له اسراییلي چارواکو سره د حماس پر ضد د اته میاشتنۍ جګړې پر پای ته رسولو غږېږي چې پکې غزه کنډواله شوه.

د جو بایډن د وړاندیزي اوربند له مخې پر ډزبندۍ سربېره له اسراییل سره د بندي فلسطنیانو د خوشي کېدو په بدل کې ګام په ګام له حماس سره یرغمل اسراییلي وګړي هم ازادېږي او د جګړې دایمي پای ته رسولو ته لار برابروي.

د تېر اکتوبر پر اوومه د اسراییل په سوېل د حماس په برید کې د ۱۲ سوه اسراییلي وګړو وژل کېدو او تر دوو سوو وګړو یرغملېدو پسې تل ابیب پر غزه اول هوايي او بیا ځمکني بریدونه پیل کړل.

غزه کې د فلسطین د روغتیا وزارت وايي، چې په دې بریدونو کې ۳۷ زره فلسطنیان وژل شوي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د نړۍوال بانک پور؛ نړۍوال بانک د پاکستان د داسو بند لپاره یو میلیارد ډالر پور منظور کړ

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۱ جون ۲۰۲۴، ۱۶:۱۸ GMT+۱

نړۍوال بانک د داسو په نوم د پاکستان د تر ټولو ستر برېښنا بند د جوړولو لپاره یو میلیارد ډالر پور تصویب کړ، چې اسلام اباد یې د چین په همکارۍ جوړوي.

دا بانک وايي، چې داسو بند ځايي ټولنو ته ټولنیز او اقتصادي خدمتونه برابروي او په راتلونکي کې د نورې ابي انرژۍ د پروژو پراختیا ته لار برابروي.

د داسو بند د پروژې پلانېدو سره د جمهوریت په وخت افغان چارواکو غبرګون ښودلی او د دې بند مخالفت یې کړی و.

نړۍوال بانک چې د پاکستان د مخالفت له امله یې پر کونړ سیند د بند جوړېدو کې له افغان حکومت همکاري نه کوله، نن یې د داسو بند د جوړېدو لپاره یو میلیارد پور اعلان کړ.

د نړۍوال بانک په اعلامیه کې راغلي، چې د داسو بند بشپړېدو سره به ۲۱۶۰ میګاواټه برېښنا تولید شي او په کم لګښت سره به دا اندازه ۴۳۲۰ میګاواټو ته زیاتېدلی شي.

پاکستان چې صنعتي چارې یې د انرژۍ د کمښت له امله له ستونزو سره مخ دي، د داسو بند پروژې بشپړېدو ته یې لویه هیله ده.

خو په پاکستان کې پر چینايي پروژو بریدونه د دې اقتصادي پلانونو د پرمختګ لوی خنډ بلل کېږي چې داسو بند هم ترې په امن نه دی.

د تېر مارچ وروستیو کې د پښتونخوا په شانګله کې پنځه انیجینران هغه وخت په موټربم برید کې ووژل شول، چې داسو بند د چارو څارلو ته روان وو.

هغه وخت پر دې پروژه کار ودرېد، لا هم مالومه نه ده چې دا کار به کله پیلېږي.

د پاکستان پوځ وايي د پښتونخوا په لکي مروت کې یې ۱۱ وسلوال ووژل

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۱ جون ۲۰۲۴، ۱۳:۰۴ GMT+۱

د پاکستان د پوځ عامه اړیکو اداره وايي، د پښتونخوا په لکي مروت کې یې د استخباراتي مالوماتو له مخې په عملیاتو کې ۱۱ وسلوال ووژل. پوځ نن په دغه سیمه کې د وسلوالو د څو پنټنځیو د له منځه وړلو خبره هم کوي. پرون په لکي مروت کې د پاکستان ۷ سرتېري وژل شوي وو.

په ورته مهال د پاکستان لومړي وزیر نن په لکي مروت کې پر پرونیو وژل شویو سرتېرو خوشیني ښودلې ده.

دغه پاکستاني پوځیان پرون په یوه چاودنه کې وژل شوي دي.

پاکستان کې د وسلوالو بریدونو په ډېرېدو سره د پښتونخوا لکي مروت یوه هغه سیمه ده چې پر امنیتی ځواکونو پکې ډېر بریدونه کېږي.

شهباز شریف وايي، د سیپېک دویم پړاو به ژر پیل شي

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۱ جون ۲۰۲۴، ۱۰:۴۰ GMT+۱

د پاکستان لومړی وزیر وویل، ډېر ژر به د چین او پاکستان اقتصادي دهلېز یا سپيېک دویم پړاو پیل شي. شهباز شریف وايي چې له دې پروژې د تطبیق سره به له چین سره د پاکستان دوستانه اړیکې نورې هم پياوړي شي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف چې تازه د چین له سفره راګرځېدلی نن د کابینې غونډې ته خبرو کې وویل چې ډېر ژر به د چین یو چېکپوړی پلاوی پاکستان ته سفر وکړي.

شریف د چینايي پلاوي د سفر په اړه ډېر جزیات نه دي ورکړي خو ټینکار یې کړی، چې چین ته د هغه له سفر وروسته چینايي پلاوي پاکستان ته سفر کوي.

د پاکستان لومړي وزیر په خپل څرګندونو کې دا نه ده په ډاکه کړې، چې د سپیېک دویم پړاو به کله پیلیږي او د امنیتي ستونزو د حل لپاره یې څه اقدامات شوي دي.

ښاغلي شریف د کابینې غونډې ته ویلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځه راشه درشه به ستراتیژیکي اړیکې نورې هم قوي کړي.

د چين او پاکستان مشرانو تېره جمعه په بېجينګ کې سره وکتل.

شي‌جين پينګ شهباز شريف ته ویلي؛ چې چين د تل په څېر د پاکستان او د دغه هېواد د ملي حاکميت ټينګ ملاتړ کوي.

د چین ولسمشر شي جین پینګ د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره په لیدنه کې، له اسلام اباده وغوښتل چې په پاکستان کې د چینايي شرکتونو امنیت تامین کړي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په داسې حال کې د سیپېک د دویم پړلو د پیلېدو خبره کوي، چې په وروستیو میاشتو کې په پښتونخوا کې پنځه چینايي انجینران په یوه چاودنه کې وژل شوي وو.

دغه برید د چین له جدي غبرګون سره مخامخ شو او له هغه وخت راهیسې پاکستان له دغه هېواد څخه د چینايي شرکتونو او کارپوهانو د تګ په اړه سخت اندېښمن دي.

د روسیې او اوکراین کړکېچ؛ روسیې د اوکراین پر ښارکیف ښار د لایزري بمونو برید کړی

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۰ جون ۲۰۲۴، ۱۹:۳۰ GMT+۱

د اوکراین سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې روسیې د دوشنبې په ورځ د اوکراین په شمال ختیځ ښارکیف ښار کې درې لایزري بمونه وغورځول، چې لږ تر لږه شپږ کسان پکې ټپیان شوي او یو شمېر کورونه یې ویجاړ کړي دي.

د ښارکیف ښاروال ایهور تیریخوف د ټیلیګرام په یو پیغام کې ویلي، چې لږ تر لږه دوه کورونه په دغه برید کې زیانمن شوي او ښايي د تلفاتو شمېره لوړه شي.

هغه زیاته کړه، چې له برید وروسته په سیمه کې اور لګیدلی او ګراجونه او موټرونه هم زیانمن شوي دي.

د اوکراین دویم لوی ښار ښارکیف او شاوخوا سیمې له اوږدې مودې راهیسې د روسیې د بریدونو موخه ګرځیدلي او په وروستیو میاشتو کې یې بریدونه زیات شوي، چې ملکي وګړو او د انرژۍ زیربناو ته یې زیان اړولی دی.

روسیه په قصدي ډول د ملکي وګړو په نښه کول ردوي؛ خو پر اوکراین یې په پراخه پیمانه یرغل کې زرګونه کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د هند پولیس: په جمو کې د وسله والو له برید وروسته نهه هندو زیارت کوونکي وژل شوي دي

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۰ جون ۲۰۲۴، ۱۸:۵۳ GMT+۱

د هند په جمو او کشمیر کې د یکشنبې په ورځ د یوه مشکوک وسله وال له برید وروسته لږ تر لږه نهه کسان هغه مهال ووژل شول او ۳۳ نور ټپیان شول چې د هندو زیارت کوونکو یو بس یوې ژورې کندې ته ولوېده.

دا برید په داسې حال کې شوی، چې نرېندرا مودي د درېیمې دورې لپاره د هند د لومړي وزیر په توګه لوړه وکړه او د اپوزیسیون کانګرس ګوند له خوا پرې نیوکې وشوې.

د اپوزیسیون مشر راهول ګاندي پر اېکس خواله رسنۍ یو پیغام کې لیکلي: "دا شرمناکه پېښه په جمو او کشمیر کې د اندېښنې وړ امنیتي وضعیت ریښتیني انځور دی."

د همالیا غرونو کې پرته دغه سیمه، چې پاکستان یې هم د ملکیت ادعا کوي، په ۱۹۸۹کال کې د هند ضد بغاوت له پیل راهیسې د وسله والو له تاوتریخوالي سره مخامخ ده چې تر اوسه یې له امله په لسګونو زره کسان وژل شوي. په وروستیو کلونو کې په دغه سیمه کې تاوتریخوالی کم شوی دی.

د ریاسي ولسوالۍ د پولیسو مشر موهیتا شرما وویل: «وسله والو پر بس برید وکړ او پرلپسې ډزې یې وکړې. بس په یوه کنده کې ولوېد، چې له امله یې ۹تنه زیارت کوونکي ووژل شول او ۳۳نور ټپیان شول.»

په سیمه کې پر هندو زیارت کونکو وروستی لوی برید په ۲۰۱۷ کال شوی و، چې په کې یو بس په نښه شوی او اته تنه وژل شوي وو.

د یکشنبه برید یوه ورځ وروسته له هغه کیږي چې د پولیسو مشر ار ار سوین وویل، چې په سیمه کې د محلي اورپکو شمیر کم شوی خو لا هم نږدې ۸۰ بهرني وسله وال فعال پاتې دي.

پولیسو په یوه اعلامیه کې ویلي، چې ټپیان نږدې روغتونونو ته لېږدول شوي او د برید کوونکو لټون روان دی.

یو دولتي چارواکي مخکې ویلي وو چې په دغه برید کې لږ تر لږه د ۱۰زیارت کوونکوي وژل شوي دي.