• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

زلنسکي د جي-۷ له مشرانو وغوښتل چې د اوکراین د بیارغونې لپاره د "مارشال پلان" تایید کړي

۲۴ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۳ جون ۲۰۲۴، ۲۱:۲۳ GMT+۱

د اوکراین ولسمشر د پنجشنبې په ورځ د نړۍ د اوو صنعتي هېوادونو له مشرانو وغوښتل، له روسیې سره د جګړې پاې ته رسیدلو وروسته دې د اوکراین د روغونې لپاره یو بل «مارشال پلان» تایید کړي لکه څنګه چې د دویمې نړۍوالې جګړې وروسته د اروپا لپاره تایید شوی و.

ولادیمیر زلنسکي وویل، چې هېواد یې یو «روښانه پلان» ته اړتیا لري.

د اوکراین ولسمشر د پنجشنبې په ورځ د جي-۷ مشرانو ته وویل: «موږ د اوکراین د بیارغونې لپاره یو روښانه پلان ته اړتیا لرو. د هغه مارشال پلان په څیر چې د اروپا لپاره وروسته له جګړې تایید شوی و.»

مارشال پلان له دویمې نړۍوالې جګړې وروسته د اروپا د بیارغونې لپاره د متحده ایالاتو د څو میلیارد ډالرو په ارزښت یو اقتصادي پلان و، چې په موثره توګه یې د دې قارې بیارغونه او اقتصادي او صنعتي وده کې مرسته وکړه.

د نړۍوال بانک د اټکل له مخې، د اوکراین د بیارغونې لپاره شاوخوا ۵۰۰ میلیارده ډالرو ته اړتیا ده.

اته ویشت میاشتې مخکې روسیې د لسګونو زرو پوځیانو سره پر اوکراین یرغل پیل کړ. د دوو کلونو وروسته، لا تر اوسه د جګړې د پای ته رسیدو هیڅ نښه نه لیدل کیږي.

زلنسکي وویل، چې د روسیې په خاوره کې د اهدافو په وړاندې د لویدیځو هېوادونو له خوا د برابرو شوو وسلو کارولو محدودیتونو لیرې کولو اوکرایین سره مرسته کړې چې د روسیې د هوایي بریدونو په وړاندې په ځانګړې توګه په ختیځ خارکیف کې ځان خوندي کړي.

هغه زیاته کړه: «موږ لا هم د ډېرو پاټریوټ هوايي دفاعي سیسټمونو په لټه کې یوو، چې د اوږد واټن بریدونو وړتیا ولري.»

تر دې مخکې، اروپايي ټولنې په برلین کې د اوکراین د بیارغونې په غونډه کې د ۱.۴ میلیارد ډالرو مرستې ژمنه کړې وه.

همدا راز، جي-۷ هېوادونو د پنجشنبې په ورځ موافقه وکړه، چې اوکراین د روسیې د کنګل شوي مالي شتمنیو څخه د وسلو پیرلو، د ویجاړو شوو زیربناوو د بیارغونې او په اوکراین کې د بودیجې کمښت په برخه کې ګټه اخیستی شي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

د ټلیفوني زنګ پر مهال به د جبري نکاح په اړه د هبت‌الله فرمان اورول کېږي

۴

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۵

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

•
•
•

نور کیسې

اوکراین به د جي - ۷ په غونډه کې له جاپان او امریکا سره امنیتي تړونونه لاسلیک کړي

۲۴ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۳ جون ۲۰۲۴، ۲۰:۳۵ GMT+۱

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د پنجشنبې په ورځ په ایټالیا کې د جي - ۷ هېوادونو د ډلې په سرمشریزه کې وویل، چې له جاپان او امریکا سره به امنیتي تړون لاسلیک کړي.

متحده ایالات او جاپان به دجي - ۷وروستي دوه هیوادونه وي چې دا ډول تړونونه لاسلیک کوی. دغه ټړونونه له اوکراینه د اوږدې مودې ملاتړ ژمنه کوي. په اوکراین کې د روسیې له بشپړ یرغل وروسته پیل شوې جګړه له ۲۷ میاشتو راهیسې روانهه ده او لا یې د پای ته رسیدو کوم څرک نه لګیږي.

یو امریکايي چارواکي لا دمخه د چهارشنبې په ورځ ویلي وو، چې ولسمشر جوبایډن به د پنجشنبې په ورځ له اوکراین سره نوی امنیتي تړون لاسلیک کړي.

زیلینسکي وویل: "له متحده ایالاتو سره سند به بې ساري وي، ځکه چې دا تړون د هغو مشرانو لپاره دی چې د اوکراین ملاتړ کوي."

د اوکراین ولسمشر پر تلیګرام خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې هغه به په ایټالیا کې د متحده ایالاتو، جاپان، ایټالیا، کاناډا، بریتانیا، د اروپا د شورا له مشرانو او د پیسو د نړیوال صندوق له رییس سره لیدنې ولري.

هغه وويل، چې د اوکراين د جنګي جټ پيلوټانو چټکه روزنه، اوکراين ته د الوتکو چټک لېږد او د هوايي دفاع او اوږد واټنه وسلو ترلاسه کول د کيیف په لومړيتوبونو کې شامل دي.

هغه وویل، د روسیې د کنګل شویو شتمنیو د کارولو لپاره د اجازې ترلاسه کول هم یو لومړیتوب دی.

زیلینسکي پر اېکس خپور کړي پیغام کې ویلي: "نن په ایټالیا کې د جي - ۷ سرمشریزه ده، زموږ د نږدې شریکانو غونډه. او موږ نن ورځ مهمو پریکړو ته سترګې په لار یو."

د اسلام اباد ستره محکمه: د عمران خان د واده قضیه دې په یوه میاشت کې فیصله شي

۲۴ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۳ جون ۲۰۲۴، ۱۶:۱۳ GMT+۱

د اسلام اباد ستره محکمه وايي، د پخواني لومړي وزیر عمران خان او د هغه د مېرمنې په عدت کې د واده دوسیې فیصله دې په یوه میاشت کې وشي. پر ښاغلي خان او د هغه پر مېرمن بشرا خان تور دی، چې له پخواني مېړه تر طلاق وروسته یې د عدت په وخت کې واده سره کړی دی.

خو عمران خان او مېرمن یې دا تور ردوي او وايي، چې تر عدت بشپړېدو وروسته یې واده سره کړی دی.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې؛ د اسلام اباد ستره محکمه کې نن قاضي ګل حسن اورنګزېب په عدت کې د نکاح کولو قضیې اړوند د دواړو لورو خبرې واورېدې.

په دې اورېدنه کې د عمران خان وکیل اکرم راجه د خپلو دلیلونو په ویلو سره دا غوښتنه وکړه، چې دا دوسیه بلې محکمې ته ونه سپارل شي.

د محکمې قاضي د بشرا خان د پخواني مېړه خاور مانیکا د وکیل د خبرو تر اورېدو وروسته پرېکړه وکړه، چې دا دوسیه باید په یو میاشت کې فیصله کړل شي.

د اسراییل کړکېچ؛ له لبنان څخه د اسراییل پر شمال توغندي توغول شوي دي

۲۴ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۳ جون ۲۰۲۴، ۱۵:۴۴ GMT+۱

د اسراییل پوځ وايي، چې د پنجشنبې په ورځ د دغه هېواد پر شمالي برخه د لبنان له خوا شاوخوا ۴۰ راکټونونه توغول شوي دي.

د اسراییل دولتي رسنۍ کان پر بېلابېلو ښارونو د دغو راکټونو د لګېدو شېبو څخه ویډیو ګانې خپرې کړي او ځینې دغه راکټونه په سفاد ښار چې د لبنان له پولي شاوخوا ۱۲ کیلومتره لرې پروت دی، هم لګېدلي دي.

د اسراییل د ملي امبولانس ادارې ویلي، چې دوه کسان د چرو له امله ټپیان شوي او یو شمېر ځنګلونو د دغو راکټي بریدونو له امله اور اخیستی دی.

اسراییلي پوځ وویل: "ډېری راکټونه په بریالیتوب سره رانسکور شول."

پوځ زیاته کړې، چې پنځه "مشکوک هوايي هدفونه" هم په نښه شوي، چې درې یې رانسکور شوي دي.

د ایران له ملاتړه برخمن حزب الله د اسراییل پر ضد دویمه جبهه د اکټوبر په اوومه د حماس له خوا د اسراییل پر سویل تر برید لږ وروسته پرانیستله.

د اسراییل او لبنان پر پوله له هغه وخت راهیسې په دواړو خواو کې بریدونه زیات شوي دي.

د لبنان له خوا پر اسراییل راکټي بریدونه وروسته له هغه ډېر شول، چې پر لبنان د اسراییل په یو هوايي برید کې د حزب الله یو لوړپوړی قوماندان ووژل شو.

واشنګټن د پنجشنبې په ورځ اندیښنه څرګنده کړه چې د اسراییل او لبنان په پوله کې نښتې کېدای شي په بشپړ ډول جګړې بدلې شي او د نوي امنیتي ترتیباتو غوښتنه یې وکړه.

د پاکستان طالبانو غورځنګ وايي، یوه بله وسلواله ډله ور سره یو ځای شوه

۲۴ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۳ جون ۲۰۲۴، ۱۱:۰۲ GMT+۱

د پاکستان طالبانو غورځنګ وايي، د پښتونخوا په دېره اسماعیل خان کې یوه وسلواله ډله د پاکستان د حکومت پرضد له دوی سره یو ځای شوه. دا غورځنګ نن په یوه اعلامیه کې له نورو وسلوالو ډلو هم غواړي چې په پاکستان کې خپلو هیلو ته د رسېدو لپاره له دوی سره یو ځای شي.

په دېره اسماعیل خان کې له ټي ټي پي سره د دې ډلې یوځایېدل پاکستاني ځواکونو ته لا ستونزې ډېرولی شي چې لا د مخه پرې پرلپسې بریدونه کېږي.

تېرو دوو کلونو کې پاکستان کې د وسلوالو بریدونو ډېرېدو سره دېره اسماعیل خان یوه داسې سیمه بلل کېږي چې پر پاکستاني ځواکونو ډېر بریدونه پکې کېږي.

د ۲۰۱۳ کال په نومبر کې د امریکا په برید کې د پاکستان د طالبانو غورځنګ د مشر حکیم الله مسید تر وژل کېدو وروسته د دې غورځنګ قومندانان په مختلفو دلو ووېشل شول.

خو د نور ولي مسید په مشرۍ بیا ځینې ور سره یو ځای شول او په پاکستان کې د دوی د بریدونو په ډېرېدو سره د دې ډلو یوځایېدل لا هم زیاتېږي.

د ځینې شمېرو له مخې په تېرو دریو کلونو کې له ټي ټي پي سره تر پنځوسو ډلې یو ځای شوې دي.

شننه؛ افغانستان او پاکستان د سوریې و عراق په نقش کې

۲۳ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۲ جون ۲۰۲۴، ۱۶:۳۶ GMT+۱
•
عبدالغفور لېوال

منځنی ختیځ د خپلې پرېمانه اینرژيتیکې زېرمې بلهاري دی. د دویمې نړیوالې جګړې تر پایته رسېدا روسته، منځنی ختیځ د څو ستراتيژيکو او مهمو مسئلو لپاره مهم ګڼل کېده؛ له شوروي سره سړه جګړه پیلېدونکې وه او منځنی ختیځ شوروي ته څېرمه د لویدیځ د پوځي ماشین ځای په ځای کولو ته ځان چمتو کاوه.

بله مسئله تیلو او ګازو ته د صنعتي غرب بېپایه تنده وه، چې لا یې پر اټومي برېښنا تکیه د نن په شان ډاډمنه نه وه. د ترانزیت لارې په تېره بیا د سویس کانال د لویو صنعتي دیوانو تر اغېز لاندې باید پاتې وای.

د منځني ختیځ په ملتپالو، اسلامپالو او دودیزو ټولنو کې د سوسیالیستي چپ تفکر زړي په چټکۍ سره مخ په پیاوړي کېدو وو، یمن، لیبیا، فلسطین ورښوییدلي وو او د افریقا په شمال او ګڼو نورو هېوادونو کې کیڼ اړخي بلاک ته ورښویېدل لکه د سرې اور پراخېده.

100%

د عثماني خلافت په غیاب کې اسلامي نړۍ د ګډ محور له تشې سره مخامخ وه. اسراییلو پر فلسطین بلوسلي وو او دې کیسې عربان سره وویشل. د اسراییلو او فلسطین شخړې د یوه زاولن زخم په توګه سر راپورته کړ او د ایران تر اسلامي انقلاب روسته د ایران و عراق جګړه ونښته. عربي ملتپالنې یوځای، سوسیالیستو بعثي ګوندونو بلځای او اخوان‌المسلین بل ځای سر راپورته کاوه.

امریکا او د ناټو ټلوالې له دې خړو اوبو څخه څو رنګه کبان ښکارول، لومړی یې په دې شخړو کې د وسلو پلورلو بازار ګرم و، دویمد عربي هېوادونو په اسلامپالو کې یې د شوروي د بېدینه او ماتریالیستي ایډیولوژۍ په ضد وسلوال راپورته کول، چې بیا روسته ان تر نن پورې د نړۍ په لوی امنیتي سرخوږي بدل شول او درېیم د تیلو او ګازو له سخاوتمندو چینو څخه یې خپله صنعتي او ترانسپورتي تنده خړوبوله.

په دې کش و ګیر کې شوروي پر افغانستان راوترپل او لویدیزوالو د عرب و عجم وسله‌والې جهادي ډلې افغانستان ته راولېږلې. پاکستان دا جګړه په ټېکه واخیسته او د یوې ځواکمنې ایډیولوژیکې ټلوالې د جوړېدو لپاره یې شاوخوا شپېته زره مدرسې، معهدونه او پوځي – نظریاتي کمپونه پرانیستل. پیسې و وسلې پرېمانه وې او وینه د افغانانو تویېده.

د شوروي تر ړنګېدو روسته سړه جګړه پای ته ورسېده، خو توده جګړه په نویو نومونو او بڼو بیا پیل شوه. منځنی ختیځ او افغانستان لا هم مهم وو.

پاکستان له هغو اورپکو ډلو څخه، چې د شوروي ضد جګړې پرمهال یې د لویدیځ په امکاناتو پنځولي وو، د خپلو سیمه‌ییزو سیالانو هیندوستان و افغانستان په ضد ګټه اخیسته او د ترهګرۍ په سوداګرۍ بوخت و، چې د سپتامبر د یولسمې ټکه راوشکېده او لویدیځ د لویې لوبې بل پړاو د ترهګرۍ په وړاندې د جګړې تر نامه لاندې پیل کړ.پر افغانستان سربېره دا ځل عراق هم اور واخیست او ورپسې د عربو اورنی سپرلی راوغوړېد، د القاعده او لسګونو نورو اورپکو ډلو ترڅنګ د داعش په نامه توره بلا هم راوپنځول شوه، چې په معاصر تاریخ کې یې د انسانوژنې تر ټولو بېرحمه نندارې وړاندې کړې.

100%

سوریه د دې پړاو د لومړۍ کرښې قرباني شوه. په سوریه کې درې اړخه سره ښکېل وو؛ بشار اسد او نړیوال پلویان یې، د سوریې بشار ضد ملی ځواکونه او تش په نامه اسلامي ډلې، چې په سر کې یې داعش راتله. متمدنه او تاریخي سوریه لوټې لوټې شوه او د اسلامي تمدن یوه بډای مرکز له خاورو او وینو سره په سینه پرېوت. عراق و سوریه د ایران، روس، امریکا، ناټو، تورکیې او نورو سیمه ییزو هېوادونو د نیابتي جګړو په ډګرونو واوښتل.

کوردان، ایزیدیان او نورلږ‌ه‌کیان د دغو نیابتي جګړو لمبو ونغړل، روسته کیسه تر یمن و سعودي ورسېده، حوثیانو یمن سره تبۍ کړ او د یوکراین له جګړې سره دا کیسه تر اروپا او د روسیې تر لمنو ورسېده.

د پاچا خان پینځه څلویښت کاله پخوانۍ خبره ریښتیا شوه، چې افغانانو ته یې ویل: جګړه د روس او امریکا ده، تاسو بېځایه ځان مه په کې سټ کوئ. له داسې ځغلنده مخینې نه مو موخه دا وه، چې افغانستان، پښتونخوا او د پاکستان ځینې برخې نن سبا کټ مټ د عراق و سوریې په شان په ګڼ اړخیزو نیابتي مخامختیاوو سره مخامخ دي او وېره شته، چې د لویې لوبې یو بل پړاو راپیل شي.

قبایلي سیمې په تېره وزیرستانونه د کردستان د اقلیم په شان د دغه پړاو د باروتو په ګودام اړول کیږي، پرکابل واکمن اوس د بشار اسد په نقش کې راڅرګندیږي، توربیرغي مخ په پیاوړتیا دي او د القاعدې مشر خپلو ټولو پلویانو ته غږ کړی، چې افغانستان ته راټول شي.

روسان د افغانستان و پاکستان بدلونونه داسې څاري لکه د دوی خپله کورنۍ شخړه چې وي، چین د خپلو ترانزیتي کوریدورونو زرین خوب په اوبو لاهو شوی بولي او منځنۍ اسیا له ویرې داسې رپیږي، لکه د چینار پاڼې. ایران له فلسطینه رانیولې تر کورمې و ګیلګیت و بلتستان پورې ښکېل دی او په سیمه کې د نویو وسله‌والو ډلو نوي نومونه او هویتونهلکه د پسرلني باران په شېبو کې مرخیړي له زمکې راوځي.

وزیرستانونو ته ظاهراً ډېر پام نشته،خو د بلا ځاله بیا هماغلته جوړیږي. د پښتنو په پراخه سیمه کې یوه جبري تیاره خپریږي. د دغې تیارې لومړی زړی او هسته د نجونو له ښوونځيو او پوهې سره دوښمني ده. د افغان نجونو د پوهنیزې محرومۍ پوره زر ورځې ووتې، خو «امرثاني» لا د نړیوالو استخباراتو په زمکخونو کې ویده پاتې دی.

تصادفي نه ده، چې په افغانستان کې د نجونو او ښځو له ښوونځیو تړلو روسته په قبایلي سیموکې هم د نجونو ښوونځي یو یو پر بمونو الوځول کیږي، ته به وايې د کفر او امریکا او روس تر ټولو لویې هډې په دې ښوونځیو کې دي. پاکستان چې دا لوبه مدیریت کوله اوس داسې ښکاري، چې دغه دیو له بوتل څخه راوتلی او پاکستان هم خوږوي. په تېره یوه هفته کې په دېره اسماعیل خان کې وسله‌والو طالبانو بانک لوټ کړ، په ټانک کې د ګڼو مړیو جسدونه وموندل شول، د شمالي وزیرستان په میرعلي کې په موټر کې سپاره ګوډ (ښه) تالیبان ژوندي ژوندي وسیزل شول، شمالي وزیرستان کې د جاسوسۍ په تور هره ورځ څو څو کسان وژل کیږي.

په کورمه کې د سرک جوړونې ماشینري د اور د لمبو خوراک شوهاو د پولیسو خو یې سټې وایستلې. پاکستاني ادارې هڅه کوي، د امنیت دایره تر پنجاب او سند پورې رامحدوده وساتي ځکه خو لا کیسه یوازې د پښتنو په سیمه کې روانه ده او سند وپنجاب خوندي دي.

پنجابي و عرب و اوزبیک و چیچین و چینايي سینکیانګیان خو لا څه کوې، چې د برما له روهینګیا څخه مفتي ابوذر البرمي هم وزیرستان ته رارسېدلی او ښه غټه ډله یې جوړه کړې ده، نوموړی په پښتو، دري، اردو، اوزبیکي، عربي او انګریزي روان غږیږي.

د چیني ایغورانو عبدالحق تورکستاني بېرته راپیدا شوی او د القاعدې د جنوبي اسیا (القاعده برصغیر) مشر اسامه محمود هم د اورپکو په راټولولو بوخت دی. د القاعدې پخوانی قوماندان منیب جټ اوس د ځايي تالیبانو مطبوعاتي ویاند دی، محلي ستودیوګانې، مطبعې، راډیوګانې او نورې تبلیغاتي وسیلې ښې په درز لګیا دي او د عمري، فاتح او بدري لښکرو د پیاوړتیا ترانې غږوي. له لسو پینځلسو کلونو راهیسې ډیورند کرښې ته څېرمه د ځینو سیمو لویې خاورینې غونډۍ تشېدلې او خلک نه پوهېدل، چې څه روان دي؟ دلته یوازې پوځي ټرکونه تلل راتلل او عام خلک یې له څوکیلومترۍ څخه هم تېرېدلای نه شول.

روسان و چینایان ښه پوهیږي، چې څه روان دي. په تهران کې د دوی ناکامې ناستې ته چندان اعتنا ونه شوه، ځکه خو ټول ښايي په دویم انتخاب فکر وکړي او هغه په سیمه کې پر ترهګرو ډلو د اغېز او نفوذ زیاتول دي. دا ډلې چې هرچا په قیمته بیه واخیستې، هغه د سیالۍ بریالی دی، ځکه یو خو به یې خپله له زهرو خوندي پاتې شي او په رادویم ګام کې به یې د خپل قسم خوړلي دوښمن یا سیال په وړاندې وکاروي. دا تجربه روسانو په سوریه او عراق کې وکړه. په یوه منډه له رنګارنګ وسلو سره ورغلل او داعش یې تارومار کړ، دوی بچ پاتې شول او عراق و سوریې و کوردانو یې تاوان پرې کړ.

ګونګوسې دي، چې پاکستان یوځل بیا تالیب‌ضد ډلو ډلګیو ته په خپله خاوره کې دانه اچولې ده. هیندوکوش او پامیرونه د اور په محور بدلیدونکي دي. د ګیلګیت و بلتستان و کشمیر څخه رانیولې تر چترال، کونړ، ننګرهار و هاخوا بدخشان و پنجشیر پورې. پاکستان به بیا یوه جګړه په ټېکه واخلي، دا هېواد وږی شوی دی او پرته د جګړو له ټيکې څخه بله اقتصادي لاره چاره نه لري. اور د تاجیکستان له لمنې څخه روسانو ته ورپراخېدلای شي. بدخشانونه مهم دي.

د دې اور بټۍ دا ځل لکه د عراق و سوریې غوندې د افغانستان و پاکستان و منځنۍ اسیا تر څنډو پورې ټوله جغرافیا رانغاړي. پر سیمه واکمن وسله وال لا په رسمیت پېژندل شوي نه دي، د دوی تر سیوري لاندې راټولیدونکي وسله وال اورپکي ګڼ دي او په اسانه هویتونه بدلولای شي، پخواني تنظیمي جګړه ماران هم له خپلو قومي – ژبنیو عقدو او کرکو سره راپارېدلي دي. لاهم په سیمه کې ډوډۍ او کار نه‌شته، خو مرمۍ او باروت څومره چې غواړې شته او دغه « شته و نه‌شته» خپلې ماناوې لري.

د خواشینۍ خبره دا ده، چې که هرڅه پېښيږي، قربانیان به یې بېوزلي او اوږدو بدمرغیو ځپلي افغانان وي. خدای دې دا ولس وساتي. خو کاشکې دغومره تاریخي تجربو راویښ کړي وای او د یوه ملت په حیث د دې هرڅه په وړاندې درېدلي وای. که څوک حللاره غواړي، نو همدا د ولس ګډه ویښتیا، روښانتیا او د ملي بدلون لپاره یو منظم او شعوري پاڅون دی.

یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.