• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران ولسمشرۍ ته نوماند: که یې وګټم، له افغانستان سره به پولې وتړم

۲۴ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۳ جون ۲۰۲۴، ۲۰:۳۳ GMT+۱

د ایران ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند مسعود پزشکیان وايي، که ټاکنې وګټي له افغانستان سره به ټولې پولې وتړي.

دغه نوماند وايي، لوېديځ هېوادونه بايد په افغانستان کې د خپلو هغو کړنو مسووليت ومني، چې د ميليونونو افغانانو د کډوالۍ لامل شوي.

هغه وویل، چې د ایران خلک هېڅ دلیل نه لري چې «د نورو د غلطو سیاستونو بیه پرې کړي».

مسعود پزشکیان د پنجشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۴مه) د اېکس ټولنیزې شبکې د یو کاروونکي د پوښتنې ځواب کې، په ایران کې د افغان مهاجرینو په اړه خپل پروګرام اعلان کړ.

ښاغلي پزشکیان ټینګار وکړ، چې د ولسمشریزو ټاکنو د ګټلو سره به د افغان کډوالو په اړه درې کړنې ترسره کړي.

نوموړي وویل، چې د هغه احتمالي حکومت به په بشپړه توګه پولې وتړي، کډوال به تنظیم کړي او په ایران کې به د افغان کډوالو د یوې برخې د منلو په اړه له اروپايي هېوادونو سره خبرې وکړي.

مسعود پزشکیان د ایران د ولسمشرۍ د څوارلسمې دورې د شپږو کاندیدانو له ډلې څخه دی. هغه ایران کې د اصلاحاتو د جریان یوازینی نوماند دی.

ښاغلي پزشکیان لیکلي، چې ایران ته د کډوالو د ننوتلو د مخنیوي لپاره به پولې په بشپړه توګه وتړي. هغه وویل، سره له دې چې افغانان د ایران په اقتصاد کې اغېزمن رول لري او په «تپل شوې جګړه» کې یې د ایران لپاره قرباني ورکړې، خو باید تنظیم شي. هغه وویل، چې د ایران د کورنیو چارو وزارت به دغه دوه مسایل عملي کړي.

د ایران د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې په دغه هېواد کې شاوخوا پنځه میلیونه افغانان ژوند کوي.

د ایران د پارلمان مشر او د ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند محمد باقر قالیباف هم ویلي، چې که دی د اجراییه قوې ریاست د مشر په توګه وټاکل شي، له افغانستان سره به د خپل هېواد پوله وتړي او هغه کسان به له هیواده وباسي کړي چې نوموړي یې «پردي وګړي» بولي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

د جوزجان لپاره د طالبانو والي: په قوش تېپه کې به د نفتو ۱۱ نورې څاوې و ایستل شي

۲۴ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۳ جون ۲۰۲۴، ۱۶:۳۴ GMT+۱

د جوزجان ولایت لپاره د طالبانو والي ملا ګل شفق ویلي، چې په قوش تېپې ولسوالۍ کې درې د نفتو څاوې ویستل شوي او ټاکل شوې چې د زمري په میاشت کې د ۱۱ نورو څاګانو د ویستلو کار پیل شي.

د طالبانو د جوزجان ولایت رسنیز دفتر پر اېکس خواله رسنۍ خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې د طالبانو والي د زمرد سای له نفتي ساحې څخه د لیدنې پر مهال ویلي، چې د شویو سرویې ګانو له مخې؛ په دغه معدن کې ۹ میلیونه او ۱۲۰ زره ټنه نفت شته دي او سره له دې چې د درېیو څاګانو د ویستلو کار بشپړ شوی؛ خو د نفتو استخراج لا نه دی پیل شوی.

په همدې حال کې د دغه نفتي ساحې د تولید مسوول عبدالواسع ویلي، چې په دغه ساحه د کان د کیندنې څېړنې په ۱۹۷۲ کال کې پیل شوې او لومړۍ څاه په ۱۹۷۸ کال کې د ۲ زره ۲۲۰ مترو په ژوروالي کیندل شوې وه.

په جوزجان کې د طالبانو د والي دفتر ویلي، چې د نفتي څاګانو په کیندلو سره ۵۰۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

د ۱۴۰۰ کال په اګسټ میاشت کې د واک د بیا تر لاسه کولو وروسته، طالبان په دې ونه توانېدل چې نړۍ سره خپلې اړیکې جوړې کړي او د نجونو په تعلیم او د مېرمنو پر ژوند د دغې ډلې له خوا د لګیدلو بندیزونو له امله نړۍوالې مرستې له افغانستان سره تر ډېره محدودې شوې.

د طالبانو ډلې په وروستیو دوو کلونو کې د افغانستان کانونو ته مخه کړې او هڅه کوي چې په دې توګه خپلې مالي اړتیاوې پوره کړي.

طالبان: د هرات زنده جان ولسوالۍ زلزله ځپلو ته یو بل ښارګوټی جوړ شو

۲۴ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۳ جون ۲۰۲۴، ۱۶:۲۳ GMT+۱

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وایي، دغې ډلې د هرات زنده جان ولسوالۍ کې یې زلزله ځپلو ته یو بل ښارګوټی جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارلی دی. دغه ښارګوټی ۱۰۰ کارونه لري، چې سلګونه زلزلې ځپلو ته به سرپناه شي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت پر خپلې اېکس پاڼه لیکلي، چې د دغه معاونیت د دفتر عمومي مشر د پنجشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۴مه) د دغه ښارګوټي د سپارلو مراسمو کې ګډون وکړ.

مفتي عبدالله عزام په دې مراسمو کې وویل، چې لا هم د تېر کال زلزلې له امله د هرات ځیني اوسېدونکي سرپناه نه لري او مرستو ته اړ دي.

ښاغلي عزام د خپلو خبرو په یوه برخه کې د افغانستان ملي پراختیا ستراتیژۍ ته په اشارې سره وویل، چې د ریاست الوزرا اقتصادي معاونيت د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د هېواد د ملي پراختیا په ستراتیژۍ کار کوي او په نږدې راتلونکي کې به یې د لومړنۍ مسودې چارې بشپړې شي.»

تر دې مخکې هم طالبانو د څو ښارګوټو چارې بشپړې او زلزله ځپلو ته یې سپارلې دي.

د یادونې وړ ده، چې د هرات د زنده جان او غوریان ولسوالیو زلزله د رېښتر په کچه ۶،۳ درجې وه، چې د ښار شمال لوېدیځ په ۳۰ کیلومتري واټن کې ېې د نایب رفیع، سياه اب، وردکانو، کرنيل، سربلند، چاهک او سنجاب په ګډون ۱۲کلي سخت وځپل.

دغې زلزلې د پراخو مالي زیانونه ترڅنګ د سلګونو کسانو ژوند هم واخیست.

د طالبانو استخباراتو له درېیو میاشتو راهیسې خپلو یو شمېر کارکوونکو معاشونه نه دي ورکړي

۲۴ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۳ جون ۲۰۲۴، ۱۴:۵۹ GMT+۱

د طالبانو د استخباراتو په عمومي ریاست کې دوو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته خبر ورکړی، چې د دې ادارې ځینو کارکوونکو له تېرو درېیو میاشتو راهیسې معاشونه نه دي تر لاسه کړي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې؛ د پنجشنبې په ورځ د زمري په ٢٤مه، د دغو استخباراتي افسرانو د درېيمې مياشتې تنخواګانې هم ځنډول شوې دي.

دغه چارواکي، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي وويل، چې طالبانو په پرله پسې درېيمه مياشت کې خپلو ځينو استخباراتي مامورينو ته ويلي، چې د دوی معاشونه به ډېر ژر ورکړل شي.

سرچينې زياته کړې، چې طالبانو له خپلو استخباراتي مامورينو سره ژمنه کړې وه، چې د دوى معاشونه به د تېرې سې شنبې په ورځ د اختر د ورځو لپاره ورکول کیږي؛ خو دا ژمنه پوره نه شوه.

دا لا څرګنده نه ده، چې د خپلو کارکوونکو د معاشونو په نه ورکولو کې د طالبانو بې کفایتي یوازې تر استخباراتو پورې محدوده ده او که د دې ډلې نورو امنیتي او دفاعي بنسټونو ته هم غځېدلې ده.

په تېرو دوه نیمو کلونو کې د عامې روغتیا وزارت او پوهنې وزارت په ګډون د یو شمېر ملکي دولتي بنسټونو معاشونه د نړۍیوالو سازمانونو لکه؛ د سره صلیب او د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق (یونیسف) په مرسته ورکول کیږي؛ خو د سره صليب نړۍوالې کمېټې تېر کال د اسد په مياشت کې اعلان وکړ، چې ښايي د اګسټ تر پايه به په افغانستان کې د ۲۵ روغتونونو مرستې پای ته ورسوي.

د کندهار د میرویس روغتون کارکوونکو د روان کال په اپرېل میاشت کې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې له تېرو دوو میاشتو راهیسې د نامعلومو دلایلو له امله د دوی معاشونه ۳۰ سلنه کم شوي دي.

په همدې حال کې طالبانو د پنجشنبې په ورځ د جوزا له ۲۴مې د دولتي ادارو د ښځینه کارکوونکو معاشونه پنځه زره افغانیو ته راکم کړل.

اسلام اباد وايي خپلمنځي سوداګرۍ کې د اسانتیا برابرولو لپاره له طالبانو سره خبرې کوي

۲۴ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۳ جون ۲۰۲۴، ۱۳:۳۱ GMT+۱

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده وايي، د دغه هېواد او افغانستان ترمنځ په سوداګرۍ کې د اسانتیا برابرولو لپاره له طالب چارواکو سره خبرې کوي. ممتاز زهرا بلوڅ زیاتوي چې دې خبرو کې سوداګریزو ګاډو، موټروانانو او د دوی اړوند مرستندویانو ته له دواړو لورو اسانتیاوې برابرول شامل دي.

مېرمن بلوڅ نن په اسلام اباد کې خبریالانو ته دا هم وویل چې د پاکستان حکومت له طالبانو سره د سوداګرۍ دمیکانیزم پر ټولو برخو خبرې کوي، خو په دې تړاو یې نور څه ونه ویل.

د پاکستاني چارواکو له څرګندونو سره هممهاله په سپین بولدک او انګور اډه کې د ډویورنډ کرښې پورې غاړه خلکو د پرلت تر شپږو میاشتو ډېر وخت کېږي.

دوی له افغانستان سره د تګ را تګ او سوداګرۍ لپاره د اسلام اباد د ویزې د پرېکړې خلاف دي، خو د پاکستان مرکزي او صوبايي چارواکي یې دا غوښتنه نه مني.

هممهاله د پاکستان حکومت له هغو افغان موټروانانو هم ویزې غواړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو توکو لېږد کوي.

د غبرګولي ۲۴مه د افغانستان د افسانوي سندرغاړي احمد ظاهر ۴۵م تلین سره برابره ده

۲۴ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۳ جون ۲۰۲۴، ۱۰:۴۷ GMT+۱

احمد ظاهر پنځه څلوېښت کاله وړاندې (د غبرګولي په ۲۴مه نېټه) مړ شو؛ خو نوموړی په افغانستان کې لا هم ګڼ مینه‌وال لري او د سیمې په یو شمېر نورو هېوادونو کې هم د خلکو په منځ کې محبوب سندرغاړی یادېږي.

احمد ظاهر په ۱۳۵۸ کال کې په یو مشکوکه ټرافیکي پېښه کې مړ شو.

د احمد ظاهر زړه راښکوونکی او نه تکرارېدونکی غږ پنځه څلوېښت کاله وړاندې په همدې ورځ د ۱۳۵۸ کال (د غبرګولي په ۲۴مه نېټه) د تل لپاره ټپ شو.

نوموړی په ۱۳۲۵ کال د غبرګولي په ۲۴مه نېټه زېږېدلی و.

احمد ظاهر په یوه مشکوکه ټرافیکي پېښه کې مړ او تر ننه یې بیا د مړه کېدو په اړه خلکو او د هغه کورنۍ ته قناعت ورکوونکي معلومات نه دي ورکړل شوي.

له پنځه څلوېښت کالو په تېریدو سره بیا هم دا غږ نه دی زوړ شوی او د هېواد دننه او د باندې یې تر اوسه مېلیونونه خلک سندرې اوري او ترېنه خوند اخلي.

احمد ظاهر د موسیقۍ په برخه کې د هوښیارتیا او ځیرکتیا له امله تر ننه په افغانستان کې یو له مشهورو سندغاړو څخه ګنل کېږي.

ډېرو کسانو د احمد ظاهر د سندرو په تولید کې رول درلود، په ځانګړي توګه هغه غوره موسیقي غږوونکي چې د نوموړي سره یې د کار کولو تجربه لرله.

له هغې ډلې څخه یو هم سیتار غږوونکی مجید سپند دی، چې په یو شمېر سندرو په ځانګړي توګه د هغه په ۱۴م البوم کې یې د احمد ظاهر په سندرو کې سیتار غږولی دی.

ښاغلی سپند د څو کلونو راهیسې په امریکا کې ژوند کوي او تر اوسه له احمد ظاهر سره یې تېرې شوې پخوانۍ خاطرې ښې په یاد دي.

نوموړی د احمد ظاهر په اړه وايي: « یو وخت استاد ځلاند د ګوګوش لپاره یوه سندره جوړه کړې وه «من امدم وای وای من امدم» دا سندره مو ثبتوله، استاد ځلاند سندره ویله او ما سیتار غږاوه او استاد احمد ولي تبله وهله، احمد ظاهر چې کله سټډیو ته راغی او ویې لیدل چې دلته سندره ثبتېږي یو درې دقیقې په تمه پاتې شو، وروسته سټوډیو ته داخل شو زما سیتار غږول یې اورېدلي و او بیا یې زما لوري ته وکتل او ویې ویل؛ داسې سیتارغږوونکی مې تر اوسه نه و لیدلی او راته ویې ویل که کوم کیسټ ثبتوم زما سره سیتار غږوي؟ ما ورته وویل هو و‍لې نه.»

ښاغلی سپند احمد ظاهر یو معجزه لرونکی سندر غاړی بولي. « بیا مې یوه بله سندره هم ورسره ثبت کړه. د احمد ظاهر سندرې شاه ولي جان ولي جوړولې، شاه ولي جان ولي د افغانستان یو غوره کمپ‍وز جوړونکی و. د احمد ظاهر لپاره یې ۱۴ کمپوزونه جوړ کړي و، چې موږ بیا له هغو څخه ۱۲ یې ثبت کړل.»

ښاغلی سپند وايي، د احمد ظاهر یوه ځانکړنه دا وه چې په همهغه شېبه کې به یې شعر د سندرې قالب ته اچاوه، نوموړی وايي، « دل زی سودا ی دو چشم اش توبه میخانه کند» دا شعر یې په څو شېبو کې د سندرې قالب ته واچاوه او سندره یې ډېره مشهوره هم شوه.»

احمد ظاهر لس کاله هنري ژوند وکړ او په دې موده کې یې ۱۲ هنري البمونه وړاندې کړل.
د دغه جادویي غږ لرونکي سندرغاړي، سندرې په ډېرو پښتون مېشتو سیمو کې هم اورېدل کېږي او تر اوسه هم زرګونه اورېدونکي لري.

خو د طالبانو په واکمنېدو سره د کابل په ګډون د نورو ښارونو په رسټورانټونو کې چې د احمد ظاهر سندرې به په کې اورېدل کېدې اوس خاموشه شوې دي.

اوس یوځل بیا په کابل کې نه د احمد ظاهر د طلايي حنجرې غږ اورېدل کېږي او نه هم د جمهوریت نسبي ازادي شته.

طالبانو د خپل لومړۍ واکمنۍ پر مهال د احمد ظاهر قبر په ماینونو ویجاړ کړ او وروسته بیا د هغه د مینه‌والو له‌خوا ورغول شو.