• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو استخباراتو له درېیو میاشتو راهیسې خپلو یو شمېر کارکوونکو معاشونه نه دي ورکړي

۲۴ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۳ جون ۲۰۲۴، ۱۴:۵۹ GMT+۱

د طالبانو د استخباراتو په عمومي ریاست کې دوو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته خبر ورکړی، چې د دې ادارې ځینو کارکوونکو له تېرو درېیو میاشتو راهیسې معاشونه نه دي تر لاسه کړي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې؛ د پنجشنبې په ورځ د زمري په ٢٤مه، د دغو استخباراتي افسرانو د درېيمې مياشتې تنخواګانې هم ځنډول شوې دي.

دغه چارواکي، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي وويل، چې طالبانو په پرله پسې درېيمه مياشت کې خپلو ځينو استخباراتي مامورينو ته ويلي، چې د دوی معاشونه به ډېر ژر ورکړل شي.

سرچينې زياته کړې، چې طالبانو له خپلو استخباراتي مامورينو سره ژمنه کړې وه، چې د دوى معاشونه به د تېرې سې شنبې په ورځ د اختر د ورځو لپاره ورکول کیږي؛ خو دا ژمنه پوره نه شوه.

دا لا څرګنده نه ده، چې د خپلو کارکوونکو د معاشونو په نه ورکولو کې د طالبانو بې کفایتي یوازې تر استخباراتو پورې محدوده ده او که د دې ډلې نورو امنیتي او دفاعي بنسټونو ته هم غځېدلې ده.

په تېرو دوه نیمو کلونو کې د عامې روغتیا وزارت او پوهنې وزارت په ګډون د یو شمېر ملکي دولتي بنسټونو معاشونه د نړۍیوالو سازمانونو لکه؛ د سره صلیب او د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق (یونیسف) په مرسته ورکول کیږي؛ خو د سره صليب نړۍوالې کمېټې تېر کال د اسد په مياشت کې اعلان وکړ، چې ښايي د اګسټ تر پايه به په افغانستان کې د ۲۵ روغتونونو مرستې پای ته ورسوي.

د کندهار د میرویس روغتون کارکوونکو د روان کال په اپرېل میاشت کې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې له تېرو دوو میاشتو راهیسې د نامعلومو دلایلو له امله د دوی معاشونه ۳۰ سلنه کم شوي دي.

په همدې حال کې طالبانو د پنجشنبې په ورځ د جوزا له ۲۴مې د دولتي ادارو د ښځینه کارکوونکو معاشونه پنځه زره افغانیو ته راکم کړل.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

اسلام اباد وايي خپلمنځي سوداګرۍ کې د اسانتیا برابرولو لپاره له طالبانو سره خبرې کوي

۲۴ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۳ جون ۲۰۲۴، ۱۳:۳۱ GMT+۱

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده وايي، د دغه هېواد او افغانستان ترمنځ په سوداګرۍ کې د اسانتیا برابرولو لپاره له طالب چارواکو سره خبرې کوي. ممتاز زهرا بلوڅ زیاتوي چې دې خبرو کې سوداګریزو ګاډو، موټروانانو او د دوی اړوند مرستندویانو ته له دواړو لورو اسانتیاوې برابرول شامل دي.

مېرمن بلوڅ نن په اسلام اباد کې خبریالانو ته دا هم وویل چې د پاکستان حکومت له طالبانو سره د سوداګرۍ دمیکانیزم پر ټولو برخو خبرې کوي، خو په دې تړاو یې نور څه ونه ویل.

د پاکستاني چارواکو له څرګندونو سره هممهاله په سپین بولدک او انګور اډه کې د ډویورنډ کرښې پورې غاړه خلکو د پرلت تر شپږو میاشتو ډېر وخت کېږي.

دوی له افغانستان سره د تګ را تګ او سوداګرۍ لپاره د اسلام اباد د ویزې د پرېکړې خلاف دي، خو د پاکستان مرکزي او صوبايي چارواکي یې دا غوښتنه نه مني.

هممهاله د پاکستان حکومت له هغو افغان موټروانانو هم ویزې غواړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو توکو لېږد کوي.

د غبرګولي ۲۴مه د افغانستان د افسانوي سندرغاړي احمد ظاهر ۴۵م تلین سره برابره ده

۲۴ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۳ جون ۲۰۲۴، ۱۰:۴۷ GMT+۱

احمد ظاهر پنځه څلوېښت کاله وړاندې (د غبرګولي په ۲۴مه نېټه) مړ شو؛ خو نوموړی په افغانستان کې لا هم ګڼ مینه‌وال لري او د سیمې په یو شمېر نورو هېوادونو کې هم د خلکو په منځ کې محبوب سندرغاړی یادېږي.

احمد ظاهر په ۱۳۵۸ کال کې په یو مشکوکه ټرافیکي پېښه کې مړ شو.

د احمد ظاهر زړه راښکوونکی او نه تکرارېدونکی غږ پنځه څلوېښت کاله وړاندې په همدې ورځ د ۱۳۵۸ کال (د غبرګولي په ۲۴مه نېټه) د تل لپاره ټپ شو.

نوموړی په ۱۳۲۵ کال د غبرګولي په ۲۴مه نېټه زېږېدلی و.

احمد ظاهر په یوه مشکوکه ټرافیکي پېښه کې مړ او تر ننه یې بیا د مړه کېدو په اړه خلکو او د هغه کورنۍ ته قناعت ورکوونکي معلومات نه دي ورکړل شوي.

له پنځه څلوېښت کالو په تېریدو سره بیا هم دا غږ نه دی زوړ شوی او د هېواد دننه او د باندې یې تر اوسه مېلیونونه خلک سندرې اوري او ترېنه خوند اخلي.

احمد ظاهر د موسیقۍ په برخه کې د هوښیارتیا او ځیرکتیا له امله تر ننه په افغانستان کې یو له مشهورو سندغاړو څخه ګنل کېږي.

ډېرو کسانو د احمد ظاهر د سندرو په تولید کې رول درلود، په ځانګړي توګه هغه غوره موسیقي غږوونکي چې د نوموړي سره یې د کار کولو تجربه لرله.

له هغې ډلې څخه یو هم سیتار غږوونکی مجید سپند دی، چې په یو شمېر سندرو په ځانګړي توګه د هغه په ۱۴م البوم کې یې د احمد ظاهر په سندرو کې سیتار غږولی دی.

ښاغلی سپند د څو کلونو راهیسې په امریکا کې ژوند کوي او تر اوسه له احمد ظاهر سره یې تېرې شوې پخوانۍ خاطرې ښې په یاد دي.

نوموړی د احمد ظاهر په اړه وايي: « یو وخت استاد ځلاند د ګوګوش لپاره یوه سندره جوړه کړې وه «من امدم وای وای من امدم» دا سندره مو ثبتوله، استاد ځلاند سندره ویله او ما سیتار غږاوه او استاد احمد ولي تبله وهله، احمد ظاهر چې کله سټډیو ته راغی او ویې لیدل چې دلته سندره ثبتېږي یو درې دقیقې په تمه پاتې شو، وروسته سټوډیو ته داخل شو زما سیتار غږول یې اورېدلي و او بیا یې زما لوري ته وکتل او ویې ویل؛ داسې سیتارغږوونکی مې تر اوسه نه و لیدلی او راته ویې ویل که کوم کیسټ ثبتوم زما سره سیتار غږوي؟ ما ورته وویل هو و‍لې نه.»

ښاغلی سپند احمد ظاهر یو معجزه لرونکی سندر غاړی بولي. « بیا مې یوه بله سندره هم ورسره ثبت کړه. د احمد ظاهر سندرې شاه ولي جان ولي جوړولې، شاه ولي جان ولي د افغانستان یو غوره کمپ‍وز جوړونکی و. د احمد ظاهر لپاره یې ۱۴ کمپوزونه جوړ کړي و، چې موږ بیا له هغو څخه ۱۲ یې ثبت کړل.»

ښاغلی سپند وايي، د احمد ظاهر یوه ځانکړنه دا وه چې په همهغه شېبه کې به یې شعر د سندرې قالب ته اچاوه، نوموړی وايي، « دل زی سودا ی دو چشم اش توبه میخانه کند» دا شعر یې په څو شېبو کې د سندرې قالب ته واچاوه او سندره یې ډېره مشهوره هم شوه.»

احمد ظاهر لس کاله هنري ژوند وکړ او په دې موده کې یې ۱۲ هنري البمونه وړاندې کړل.
د دغه جادویي غږ لرونکي سندرغاړي، سندرې په ډېرو پښتون مېشتو سیمو کې هم اورېدل کېږي او تر اوسه هم زرګونه اورېدونکي لري.

خو د طالبانو په واکمنېدو سره د کابل په ګډون د نورو ښارونو په رسټورانټونو کې چې د احمد ظاهر سندرې به په کې اورېدل کېدې اوس خاموشه شوې دي.

اوس یوځل بیا په کابل کې نه د احمد ظاهر د طلايي حنجرې غږ اورېدل کېږي او نه هم د جمهوریت نسبي ازادي شته.

طالبانو د خپل لومړۍ واکمنۍ پر مهال د احمد ظاهر قبر په ماینونو ویجاړ کړ او وروسته بیا د هغه د مینه‌والو له‌خوا ورغول شو.

طالبان: په افغانستان کې کانګو تبه په تېرو دوو میاشتو کې ۳۸ سلنه ډېره شوې

۲۴ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۳ جون ۲۰۲۴، ۱۰:۲۶ GMT+۱

د طالبانو د روغتیا وزارت ویاند د لوی اختر په درشل کې وايي، په افغانستان کې کانګو تبه تېرو دوو میلادي میاشتو کې ۳۸ سلنه ډېره شوې ده. شرافت زمان امرخېل زیاتوي چې تېر کال په افغانستان کې تر ۱۲۴۴ کسان په کانګو تبه اخته شوي او تر سلو ترې مړه شوي وو.

ښاغلي امرخېل د ایران له ایرنا خبري اژانس سره په مرکه کې زیاته کړې چې روان میلادي کال کې په تېرو پنځو میاشتو کې ۲۰۳ کسان پر دې ناروغۍ اخته او پکې شپږ کسان مړه شوي دي.

نوموړی وايي، د ګرمي زیاتېدو او لوی اختر راتلو سره دا تبه زیاتېږي او همدا وجه ده چې تېرو دوو میاشتو کې ډېر خلک کانګو نیولي دي.

طالبان وايي له کانګو سره د مقابلې لپاره یې د کابل په ګډون مختلفو ولایتونو کې روغتیايي اسانتیاوې ډېرې کړې او د خلکو د پوهاوي لپاره سینمینارونه جوړوي.

فاریاب کې د واده موټر د ټکر له امله ۱۰ کسان مړه شوي او ۵ نور ټپيان دي

۲۳ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۲ جون ۲۰۲۴، ۲۰:۰۳ GMT+۱

له فاریابه یو شمېر سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې د فارياب په مېمنه ښار کې د واده مراسمو يو موټر له دېوال سره ټکر کړی، چې له امله یې ۱۰ کسان مړه او ۵ نور ټپيان شوي دي. سرچينه زياتوي، چې په مړو او ټپيانو کې ډېری يې ښځې او ماشومان دي.

په فارياب کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ مشر شمس الدين رسنيو ته ويلي، چې دغه پېښه د چهار شنبې په مازدیګر شپږ بجې د مېمنې ښار د شپږمې ناحيې پر نوي سړک شوې ده.

هغه زياتوي، چې د واده په مراسمو کې يو فیلډر موټر د تېز تګ له امله د موټر چلونکي له واک څخه وتلی او له ديوال سره يې ټکړ کړی دی.

سرچينې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وويل، چې په مړو کې ۵ ښځې، ۴ ماشومان او یو نارينه شامل دي او په ټپیانو کې هم ښځي او ماشومان دي.

د فاریاب ولایت ځایي ترافيک چارواکي وايي، چې ټپیان يې روغتيايي مرکز ته انتقال کړي دي.

طالبان د پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتياطي او تېز سرعت یاد کړی.

په دې وروستيو کې د افغانستان په ډېرو سېمو کې د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ، د ترافيکي نښو د نشتوالي او خرابو سړکونو له امله ترافيکې پېښې زياتي شوي او د مرګ ژوبلې لامل ګرځيدلي دي.

طالبان: ایران ته تر ۴ زرو د زیاتو څارويو د قاچاق مخه نيول شوې ده

۲۳ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۲ جون ۲۰۲۴، ۱۹:۵۱ GMT+۱

نيمروز کې د طالبانو د والي ویاند وايي،ایران ته یې د ۴ زره او ۴۰۰ څارویو د لیږد مخه نیولې چې په ناقانونه توګه وړل کېدل. رحيم الله ساجد رسنيو ته ويلي، چې د دې څارويو د قاچاق په تړاو يې ۸ کسان نيولي دي.

نيمروز کې د طالبانو د والي ویاند رحیم الله ساجد د چهارشنبې په ورځ رسنيو ته ويلي، چې د دې ولایت د پنځم سرحدي کنډک طالبانو دغه څاروۍ د ترلاسه شويو معلوماتو وروسته نيولي دي.

ښاغلی ساجد زیاتوي، چې د څارويو د قاچاق په تور نیول شوي ۸ کسان يې قضايي ادارو ته سپارلي دي.

هغه زیاتوي، تر دې مخکې هم څو ځلي د څارویو د ناقانونه لېږد مخه نیولې، د څارویو د قاچاق په اړه جدي دی او خلکو ته یې خبرداری یې ورکړي چې له دې کاره لاس واخلي.

تر دې وړاندي په کندهار، زابل او ځینو نورو سرحدي سېمو کې هم طالبانو د هغه څارويو د نیولو خبر ورکړی و، چې پاکستان هېواد ته قاچاق کېدل.