د طالبانو د پوهنې وزیر: اوسمهال په افغانستان کې ۶مېلیونه زدکوونکي له زدکړو بې برخې دي
د طالبانو د پوهنې وزیر په کازان ناسته کې ویلي، په افغانستان کې ګڼ شمېر ښوونځي او ښوونیز مرکزونه نړېدلي چې له سره بیا رغولو ته اړتیا لري. حبیب الله اغا وایي:« د کتابونو، ښوونیزو مرکزونو او ښوونکو ته د تنخا د نشتوالي له کبله اوسمهال زموږ ۶ مېلیونه زدکوونکي له زدکړو بې برخې دي.»
نوموړي په ښوونیزې برخه کې له هېوادونو د مرستې غوښتنه وکړه او ویې ویل:« له خپلو دوستو هېوادونو غواړم، چې په ښوونیزې برخه کې زموږ سره مرسته او همکاري وکړي او د کتابونو په چاپ، د ښوونیزو مرکزونو په جوړولو او د ښوونکو د تنخواوو په ورکړه کې مرسته وکړي، چې افغانستان له بدمرغۍ وژغورل شي.»
هغه زیاته کړې، د «جهل او ناپوهۍ» له امله په انسانانو بدبختي راځي.
د هغه په وینا، په تېرو شلو کلونو کې په افغانانو کې د پوهې کچه راټیټه شوې ده.
هغه وایي:« ډېر ماشومان په دغو شلو کلونو کې ځوانان شوي، چې پرته له جګړو او بمباریو یې نور څه نه دي لیدلي.»
د طالبانو د پوهنې وزیر بیا له دې خبرې په څنګ تېر شوی، چې له ۱۰۰۰ ورځو تېرېدو وروسته لا هم له شپږم ټولګي پورته نجونې له زدهکړو بې برخې پاتې دي.