په کندز کې د کانګو ۱۶ مشکوکې پېښې ثبت شوي، چې دوه کسان مړه شوي دي

د کندوز د عامې روغتیا چارواکي وايي، چې په دغه ولایت کې د کانګو ۱۶ شکمنې پښې ثبت شوي، چې له ډلې یې دوه کسان مړه شوي دي.

د کندوز د عامې روغتیا چارواکي وايي، چې په دغه ولایت کې د کانګو ۱۶ شکمنې پښې ثبت شوي، چې له ډلې یې دوه کسان مړه شوي دي.
د کندوز د عامې روغتیايي ولایتي چارواکو په افغانستان کې یو شمېر سیمه ییزو رسنیو ته ویلي، چې په تېرو دوو میاشتو کې ولایتي روغتون ته یو شمېر ناروغانو مراجعه کړې، چې له ډلې یې ۱۶ د کانګو شکمنې پښې ثبت شوي او د دغو ناروغانو له ډلې یې دوه کسان مړه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې جمعې په ورځ د طالبانو د روغتیا وزارت ویاند ویلي وو، چې په افغانستان کې د کانګو تبه تېرو دوو میلادي میاشتو کې ۳۸ سلنه ډېره شوې ده.
شرافت زمان امرخېل زیاتوي، چې تېر کال په افغانستان کې تر ۱۲۴۴ کسان په کانګو تبه اخته شوي او تر سلو ترې مړه شوي وو.
ښاغلي امرخېل زیاته کړې چې روان میلادي کال کې په تېرو پنځو میاشتو کې ۲۰۳ کسان پر دې ناروغۍ اخته او پکې شپږ کسان مړه شوي دي.


د اسلامي حزب مشر د لوی اختر په مناسبت په خپل پيغام کې ليکي، چې ځينو له «دين څخه داسې مسلک او مذهب جوړکړی، چې د اختلافاتو او تکفيرولو لامل او په جوماتونو کې انتحاري بریدونه جنت ته د تلو وسيله ګڼې.» ګلبدين حکمتيار امریکا د افغانستان ترڅنګ د نړۍ د ټولو جنګونو مسووله بللې ده.
د اسلامي حزب مشر ګلبدين حکمتيار نن یکشنبه د لوی اختر په مناسبت د مبارکۍ په پيغام کي ويلي، چې په افغانستان کې باید «کرغېړن سياسي، فکري، قومي، ژبني او مذهبي اختلافات ختم او یو د بل د حذفولو ناکامې مخکنۍ تجريبې تکرار نه شي.»
حکمتيار ليکلي: «دين د يووالي، رحمت او الفت وسيله ده؛ خو متاسفانه ځيني له دين داسې مسلك او مذهب جوړوي، چې د اختلاف، نفرت او يو د بل تكفيرولو وسيله شي او كار یې هغه ځاى ته ورسېږي چي په جوماتونو كي د لمانځه په مهال چاودنې او انتحاري عمليات جنت ته د رسېدو وسيله گڼي.»
که څه هم نوموړي د کوم کس او ډلې نوم نه دی یاد کړی؛ خو په دې وروستيو کې طالبانو د حکمتيار پر سياسي ليدونو، د حزب او رسنيو د نه فعاليت تر څنګ بېلابيل بندیزونه ولګول.
ګلبدين حکمتيار وايي، چې په «اسلامي نظام» کې د حکومت او چارواکو دنده د احکامو پلي کول دي نه د قوانينو وضع کول.
نوموړی په دې اړه زياتوي: «الهي صريح احكامو كې نه د تغيير او تعديل حق او اجازه چا ته وركړل شوې او نه د تزييد او تنقيص»
حکمتيار ليکي، چې «امريکا د افغانانو پوروړې او د ۲۱مي پېړۍ د ټولو جنګونو مسووله» ده.
د نوموړي په خبره، چې امریکا په افغانستان کې تېر شل کاله په ورانولو تېره کړل او اوس هم «کرايي جنګيالي استخداموي او د وسله والو مخالفینو سره مرسته کوي».
هغه په دې اختريز پيغام کې وايي، چې «امريکا تر يو نیم لک زيات افغانان د بيا جنګولو لپاره له ځان سره بېولي، دفترونه يې ورته نيولي، مختلفي جنګې ډلې يې تنظیم کړي او د عملياتو راپورنه یې په امريکایي او غربي رسنيو کې خپروي».
د حکمتيار په خبره، چې په افغانستان کې د «امريکا مجدد نظامي حضور» د منلو نه دی او په افغانستان کې «ټولو اسلامپالو ډلو او اشخاصو» ته په کار ده، چې دې لوی ګواښ ته عادي ونه ګوري.
هغه په مسلمانو هېوادونو کې د جنګونو او زياتې مرګ ژوبلې د پېښېدو لامل د مسلمانانو وېشل کېدل ياد کړه.
وروسته له هغه، چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې دوشنبه د لوی اختر لومړۍ ورځ اعلان کړل، په ګلبدین حکمتیار پورې تړلې ورځپاڼې پر طالبانو نیوکه وکړه، چې د سعودي خلاف یې د اختر لومړې ورځ اعلان کړې ده.
ورځپاڼه لیکي، چې طالبان دې یا د یکشنبې ورځ اختر اعلان کړي یا دې د دوشنبې ورځ له پاکستان سره اختر وکړي.
شهادت ورځپاڼې د چهارشنبې په ورځ پر اېکس پاڼه لیکلي وه؛ خلک حیران دي، چې د طالبانو ومني یا د حاجیانو د عرفې ورځ.

جرمني رسنیو راپور ورکړی، چې د جرمني د کورنیو چارو وزارت یو پلاوی د می په میاشت کې تاشکند ته سفر کړی، چې د یو شمېر افغان کډوالو د اېستلو په اړه خبرې وکړي. د رېپوټ له مخې؛ ازبک چارواکو له جرمني غوښتي، چې د همکارۍ په بدل کې دې د دغه هېواد مسلکي کارګرانو ته ځای ورکړي.
د دغو راپورونو له مخې؛ د ازبکستان مشرتابه د مرستې ژمنه کړې، خو په بدل کې یې د کډوالۍ د یوې هوکړې کولو غوښتنه کړې، تر څو ازبک وګړي په اسانۍ سره جرمني ته د کار لپاره ولاړ شي.
شپیګل ورځپاڼې راپور ورکړی، چې په دې اړه یې د جرمني د کورنیو چارو وزارت نظر غوښتی؛ خو دغه وزارت ونه غوښتل چې په دې اړه تبصره وکړي.
جرمني رسنيو د غبرګولي په ٢٧مه خبر ورکړى، چې جرمني غواړي له طالبانو سره د همکارۍ د مخنيوي په موخه ازبکستان ته د اخراج وړ افغان کډوال ولېږدوي.
د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایزر ویلي؛ هېواد یې په دې اړه له ازبک چارواکو سره خبرې کوي.
د راپورونو له مخې؛ جرمني د افغان کډوالو د اخراج پلان داسې دی، چې افغان کډوال د خصوصي هوايي شرکتونو له لارې تاشکند ته استول کېږي او له هغه ځایه کابل ته لېږدول کېږي.
په دې وروستیو اونیو کې په جرمني کې د مېشتو افغانانو له خوا د بریدونو په اړه څو رپوټونه خپاره شوي دي.
د جرمني پولیسو د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۶مه) اعلان وکړ، چې په لویدیځ برلین کې یې د یورو ۲۰۲۴ کال د فوټبال د سیالیو د پرانیستلو په لوبه کې یو افغان وګړي وروسته له هغه په پښه ډزې وکړې چې یو هېوادوال یې وواژه او پر نندارچیانو یې برید وکړه.
د جرمني پوليسو د غبرګولي په ٢٢مه اعلان وکړ، چې يو ١٩ کلن افغان ځوان يې د فرانکفورت په ښار کې پر يوې ٤١ کلنې جرمنۍ ښځې د چاقو د بريد په تور نيولى دى.
همدغه راز دجمعې په ورځ هم يو ٢٥ کلن سليمان عطایي په منهايم ښار کې داسلام د مخالفينو په يوه غونډه بريد کې يو پوليس وژلى او پينځه ملکي کسان يې ژوبل کړي وو.
په دې وروستیو کې د جرمي صدراعظمې اولاف شولز هم خبرداری ورکړی، چې دغه هېواد به نور د «ترهګریزو اعمالو» ستاینه ونه زغمي.

افغانستان انټرنشنل – پښتو ته د افغانستان د یو شمېر ولایتونو اوسېدونکو ویلي، چې دوی نن یکشنبه په خپلو سیمو کې له طالبانو پټ اخترونه او قربانۍ کړې دي.
که څه هم طالبانو د ټولې اسلامي نړۍ خلاف د دوشنبې په ورځ د لوی اختر لومړۍ ورځ اعلان کړې ده؛ خو د افغانستان د یو شمېر ولایتونو ځینو خلکو له طالبانو په پټه نن یکشنبه اختر نمانځلی دی.
د ننګرهار د ښېوې ولسوالۍ اوسېدونکی چې خپل مستعار نوم حاجي خلیل ښيي، افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل، چې دوی په خپل کلي کې د لوی اختر لمونځ کړی او قربانۍ یې هم کړې دي.
نوموړي زیاته کړه: “زموږ د جومات ملا امام وویل، چې د یکشنبې په ورځ حقیقي اختر دی او باید لمونځ یې وکړو، موږ هم د اختر لمونځ په پټه په خپل جومات کې وکړ او قربانۍ مو کړې دي”.
د حاجي خلیل په خبره؛ په سعودي عربستان کې د عرفې مراسم د شنبې په ورځ تر سره شوي او د اسلامي اصولو له مخې نن د لوی اختر لومړۍ ورځ وه.
د کابل د ارزان قیمت د سیمې اوسېدونکی چې د نوم له ښودلو ډده کوي وايي، چې نن یې اختر نمانځلی او د لوی اختر قرباني یې په خپل کور کې کړې ده.
هغه زیاتوي، چې دوی له سعودي عربستان سره اختر نمانځلی دی.
نوموړي وویل: “که کوچني اختر کې مخکې وروسته وي پروا نه لري؛ مګر په لوی اختر کې خو د عرفې ورځ مهمه ده، دا څنګه اختر دی، چې عرفه دې د شنبې په ورځ وي او اختر دې د دوشنبې په ورځ کوو”.
هغه وايي، چې طالبان له اسلامه نوی تعبیر لري او دوی نه شي کولی، چې خپله اسلامي عقیده د دوی مطابق جوړه کړي.
د نوموړي په خبره؛ دوی اختر په خپل کور کې نمانځلی او بېرون نه دي وتلي.
د کونړ، غزني، مزارشریف او تخار له بېلابېلو سیمو هم افغانستان انټرنشنل – پښتو پېغامونه تر لاسه کړي، چې پکې د یو شمېر سیمو خلکو له طالبانو پټ اختر نمانځلی او قربانۍ یې کړې دي.
د طالبانو له خوا د لوی اختر د ورځې پر تغیر د اسلامي حزب د مشر ګلبدین حکمتیار په ګډون ګڼو سیاستوالو، دیني عالمانو او افغان فعالانو نیوکې کړي او دا یې د اسلامي اصولو سره په ټکر کې پرېکړه بللې ده.
په اسلامي حزب پورې تړلې د شهادت ورځپانې د ویډیوګانو په خپرولو سره ویلي، چې د لوی اختر لمونځ یې د یکشنبې په ورځ د غبرګولي په ۲۷مه د پاکستان د حزب اسلامي په جامع جومات کې ادا کړ.
شهادت ورځپاڼې پر اېکس پاڼه یوه ویډیو خپره کړې او لیکلي یې دي چې د حزب اسلامي افغانستان په جامع جومات کې "زرګونو کسانو" د اختر لمونځ ادا کړ.
په ویډیو کې ګڼ شمېر کسان لیدل کېږي چې د اختر لمونځ ادا کوي.

د افغانستان پخواني ولسمشر د لوی اختر د مبارکۍ په پيغام کې يو ځل بيا له طالبانو غوښتي، چې په هېواد کې دې د «نجونو او هلکانو» پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې خلاصې کړي. حامدکرزي په دې پيغام کې طالبانو ته ويلي: « تعلیم مو د پرديو له احتیاجه د خلاصون او پرمختګ لاره ده.»
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي نن یکشنبه پر خپله اېکس پاڼه د لوی اختر د مبارکۍ په پېغام کې ويلي، چې علم د ټولنې د بسيا کېدو سره مستقيم تړاو لري او باید «نجونو او هملکانو» ته د زده کړو فرصتونه برابر شي.
نوموړي له طالبانو غوښتي: « بيا هم پر اسلامي سرپرست حکومت غږ کوم، چې د هېواد د خير او فلاح لپاره ژر تر ژره د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې پرانيزي تر څو وطن مو له احتیاجه خلاص او د ترقۍ پر لار روان شي.»
کرزي هيله څرګنده کړې، چې د ټولو لپاره باید د زده کړو او روزنې مساوي فرصتونه زيات، د ملي ارادې د پوهاوي او استازيتوب زمينه برابره او د پخوا په څېر ملي يوالۍ پياوړی شي.
هغه په دې پيغام کې په افغانستان کې د وروستيو طبيعي پېښو له امله د زيانمنو کورنيو سره هم غم شريکي کړې او پر مرسته کوونکو ادارو يې غږ کړی، چې خپلې مرستې جاري وساتي او د دې کورنيو لاس نيوی وکړي.
پخواني ولسمشر اشرف غني هم پرون شنبه د لوی اختر په درشل کې په خپل اختریز پیغام کې طالبانو ته په خطاب کې ویلي، چې د ټوپک او کوتک په زور مشروعیت نه شي تر لاسه کولای، باید د خلکو غوښتنو ته پاملرنه وکړي او خلک دي چې حکومتونو ته مشروعیت وربخښي.

یو شمېر افغانو مېرمنو چې د جمهوریت پر مهال یې دندې درلودې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې د طالبانو تر لاس لاندې له کار کولو ورته بې روزګاري او ناسم اقتصادي شرایط غوره دی.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې پخوانۍ کارکوونکې میهن مرام وایي، چې د طالبانو په واکمنۍ کې یې خپلې دندې ته دوام ورکړ؛ خو بالاخره د دندې پرېښودو ته مجبوره شوه.
نوموړې له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې وویل، تر هغه وروسته یې د دندې د پرېښودو پرېکړه وکړه، چې د طالبانو بندیزونه او سخت دریځی چلند د دوی پر وړاندې زیات شوی و.
میهن مرام زیاتوي: "ښځینه کارکوونکو د ماسک د کارولو او بشپړ طالبي حجاب ترڅنګ ان له خپلو نارینه همکارانو سره د خبرو اجازه هم نه درلوده."
نوموړې وایي: "زه ټیم لیډره وم او مجبوره وم چې د دندې له مخې په هر یوه ساعت کې مې د کارونو په اړه راپور ترلاسه کړی وی؛ خو طالبان په دې خبرو نه پوهېدل او مونږ یې په کار کولو سخت ستړي کړي و."
سره له دې چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته په یو شمېر ادارو کې د ښځو کار کول منع شوی نه وو؛ خو د طالبانو د سخت چلند او بندیزونو له امله ډېر شمېر مېرمنې د خپلو دندو پرېښودو ته مجبوره شوې.
په پاکستان کې مېشته افغانه کډواله ثریا سلیمي له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې وویل، چې د جمهوریت پر وخت یې د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ یوې لیرې پرتې سیمه کې له یوه شخصي کلینیک سره د قابلې په توګه دنده ترسره کوله.
د نوموړې په خبره؛ په یاده ولسوالۍ کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي، جبري او کم عمره ودونو او د مېندوارۍ پر مهال د کورنۍ ناسم چلند ستونزې موجودې وې.
مېرمن سلیمي وايي، چې د ښځو پر وړاندې ناسم وضعیت مجبوره کړه، چې د روغتيايي مرکز له مسوولينو سره په مشوره د غزني ولایت په مرکز کې د مېرمنو لپاره میاشتني روزنيز کورسونه جوړ کړي.
د هغې په خبره، تر هغه وروسته یې د دندې د پرېښودو پرېکړه وکړه، چې د دوی روزنیز پروګرامونه د سیمې د یو شمېر خلکو او د وسله والو طالبانو له مخالفت سره مخ شو.
مېرمن سلیمي وایي: "طالبانو زمونږ په روغتیایي مرکز برید وکړ او زموږ ټول تجهیزات یې ویجاړ کړل او د زیاتو ستونزو له امله موږ اړ شو چې له سیمې وتښتو."
نوموړې وایي، چې ستونزې یې پر همدې ځای ختمې نه شوې او ګواښونه د دوی پر وړاندې تر دې هم زیات شول.
ثریا سلیمي وایي: "د ۲۰۲۲ کال د سپټمبر په ۲۳ مه شاوخوا لس تنه وسله وال په زوره زموږ کور ته ننوتل، بده لا دا چې، هغه ورځ زه په کور کې له ماشومانو سره یوازې وم او خاوند مې دندې ته تللی وو، طالبانو راته وویل، چې دوی ته داسې شکایتونه رسېدلي چې ما ځیني ټولنیز او مذهبي نورمونه تر پښو لاندې کړي دي او په پایله کې دوی ټینګار وکړ چې زه باید د امنیتي ادارو له مخکینۍ اجازې پرته چیرته لاړه نه شم."
یاده مېرمن زیاتوي، چې د ۲۰۲۳ کال د فبرورۍ په ۳مه له خپلې کورنۍ سره د هېواد پرېښودو ته اړ شوه او پاکستان ته وتښتېدل.
له دې سره، په تېر حکومت کې د ادارې امور د نظارت او ارزیابۍ برخې کارکوونکې مریم وایي، چې خپلو لوړو اهدافو او برنامو ته د رسېدو لپاره یې ډېرې هڅې وکړې.
نوموړې وایي، چې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره د دندې د ترسره کولو ترڅنګ د ماسټرۍ زده کړیاله هم وه، چې جمهوریت سقوط وکړ او د نوموړې ټولې هېلې نیمګړې پاتې شوې.
مېرمن مریم زیاتوي، چې د تېر حکومت پرمهال ډېر شمېر ښځو مالي استقلالیت درلود او ددغه استقلالیت له لاسه ورکولو سره مېرمنې له سخت روحي او رواني وضعیت سره مخامخ شوې.
هغه وایي: "د افغانستان له سقوط وروسته مې ټولې هیلې له منځه ولاړې او له سخت روحي او رواني وضعیت سره مخامخ شوم چې ان مجبوره شوم ډاکټر ته لاړه شم."
پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته په دولتي ادارو کې د ښځو پر کار کولو بندیز ولګول شو او د نجونو پروړاندې د ټولو ښوونیزو مرکزونو دروازې هم بندې شوې.
د جمهوریت پرمهال د (جي، ای، زیډ) بهرنۍ ادارې مخکینۍ کارکوونکې مریم الکوزۍ هم له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې له اوسنۍ وزګارتیا سرټکوي.
نوموړې چې د یوې شپږ کسیزې کورنۍ مسوولیت پر غاړه لري وایي، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته یې خپله دنده له لاسه ورکړه او ژوند یې له سخت کړاوونو سره مخ شو.
مېرمن الکوزی وایي: "زما پر مالي ملاتړ دوه زامن مې په پوهنتونونو کې پر زده کړو بوخت و او نور ماشومان مې په ښوونځي کې ول، خو د دندې له لاسه ورکولو سره مې نور د خپلو زامنو ملاتړ ونشو کړای او هغوی ته هم دنده پیدا نه شوه چې بالاخره د زده کړو پرېښودو ته مجبوره شول."
مریم الکوزی دغه راز زیاتوي: "زما یوه لور چې د اتم ټولګي زده کوونکې وه، د ښوونځيو له بندېدو وروسته له سخت روحي وضعیت سره مخامخ شوه، بالاخره مجبوره شوم د خیاطۍ کورس کې یې شامله کړم."
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته دغې ډلې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي وتړل او پوهنتونونو ته یې هم د نجونو د تګ مخه ونیوله.
ددې ترڅنګ دغې ډلې په دولتي ادارو کې ښځې له کار کولو هم منع کړې دي او د څه باندې پنځوسو فرمانونو په صادرولو سره یې پر ښځو پراخ بندیزونه لګولي دي.
په تېرو نږدې درېیو کلونو کې نړیوالې ټولنې په ځلونو له طالبانو غوښتي، چې د نجونو ښوونځي بېرته پرانیزي او پر ښځو لګیدلي بندیزونه لرې کړي، خو دغه ډله وایي چې دا د دوی کورنۍ مسله ده او هیچا ته په خپلو چارو کې د لاسوهنې اجازه نه ورکوي.
د ښځو پر وړاندې د طالبانو د محدودیتونو له امله د بشري حقونو سازمانونه وايي، چې دغې ډلې جنسیتي توپیر رامنځته کړی او ښځې یې له ټولنې ګوښه کړي دي.