• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

تایلنډ د سوېل ختیځې اسیا لومړنی هېواد دی چې د همجنس خوښو واده پکې تایید شو

۲۹ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۸ جون ۲۰۲۴، ۱۶:۲۲ GMT+۱

د تایلنډ مشرانو جرګې د سې شنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۹مه) د ودونو د مساواتو قانون تصویب کړ. تایلنډ په سوېل ختیځي اسیا کې لومړی او له نیپال او ټایوان وروسته درېیم اسیایي هېواد دی، چې د همجنس خوښو ودونه یې قانوني کړل.

دا قانون چې د همجنس خوښو ودونو ته قانوني بڼه ورکوي، د تصویب لپاره به شاهي ماڼۍ ته واستول شي.

د دغه هېواد مشرانو جرګې د سې شنبې په ورځ دغه قانون په ۱۳۰ موافقو او څلورو مخالفو رایو سره تصویب کړ.

دا قانون به په شاهي جریده کې د خپرېدو څخه ۱۲۰ ورځې وروسته نافذ شي.

تایوان په ۲۰۱۹ او تایلنډ په ۲۰۲۳ کې د همجنس خوښو واده قانوني کړ.

یو شمېر سازمانونه چې د همجنس خوښو د حقونو ملاتړ کوي د تایلینډ د مشرانو جرګې له خوا د دې قانون تصویب د پرمختګ یو لوی ګام بللی دی.

دا قانون د همجنس خوښو واده د قانوني کولو ترڅنګ، د ماشومانو لپاره د میراث او د روغتيايي پاملرنې د پرېکړې کولو حقونه هم وړاندې کوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

عاصم منېر: د پاکستان پر خاوره تېري ته به سخت ځواب ور کړو

۲۹ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۸ جون ۲۰۲۴، ۱۴:۲۰ GMT+۱

د پاکستان د پوځ لوی درستیز له هند سره پر کنټرول کرښه له خپلو پوځیانو سره د اختر نمانځلو کې ویلي، د پاکستان پر خاوره تېري ته به سخت ځواب ورکړي. عاصم منیر زیاتوي، پاکستان په سیمه کې د سولې او ټيکاو ملاتړ کوي، خو د ځمکني حاکمیت خلاف هر ډول اقدام ته به چټک او کلک ځواب ووايي.

د پاکستان دولتي رادیو د راپور له مخې، عاصم منیر پرون له پاکستاني پوځيانو سره یو ځای له هند سره پوله کې د اختر لمونځ ادا کړ.

نوموړي تر لمونځ وروسته وینا کې زیاته کړه: «دا د ویاړ ځای دی چې امنیتي ځواکونه مو د هېواد د امنیت لپاره له خپلو کورنیو لېې اختر کوي.»
نوموړي د پاکستان له خاورې د دفاع لپاره د امنیتي ځواکونو د عزم او لوړ مورال ستاینه وکړه.
د پاکستان د پوځ مشر تېر کوچنی اختر پر ډیورنډ کرښه له پاکستاني پوځیانو سره ګډ وکړ.

هغه مهال نوموړي له ترهګرۍ سره د خپل هېواد پر مبارزه ټینګار کړی و.

ترکۍ ورځپاڼه: ترکيې په مسکو کې د داعش د دويم بريد مخه ونيوله

۲۹ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۸ جون ۲۰۲۴، ۱۲:۴۴ GMT+۱

د ترکیې حریت ورځپاڼې نن په خپل راپور کې ويلي، چې انقرې روسیې ته د معلوماتو په ورکولو سره په مسکو کې په یوه لوی پلورنځي کې د داعش د دویم برید مخه ونیوله. دغې ورځپاڼې لیکلي، چې ترکیې دغه معلومات وروسته له هغه ترلاسه کړل، چې داعش په استانبول کې پر یوې کلیسا برید وکړ.

حریت په راپور کې لیکلي، چې د روان کال په جنورۍ میاشت کې په استانبول کې پر سانتا ماریا کلیسا د برید په تړاو د داعش ډلې د یوه غړي له نیول کېدو وروسته ترک چارواکو د داعش د هغو غړو په اړه معلومات او نومونه ترلاسه کړل، چې په مسکو کې يې د دویم برید پلان درلود.

حریت وايي داعش ډلې د کنسرت پر تالار له برید وروسته په مسکو کې د دویم برید پلان جوړ کړی و.

حریت ورځپاڼې په کابل کې پر هغه هوټل، چې چینایان اوسیږي د داعش ډلې برید ته په اشارې سره ټینګار کړی، چې ایران، ترکیه او مسکو د دغې ډلې د بریدونو نور هدفونه وو.

دغې رسنۍ لیکلي: « انقره له ډېرې مودې راهیسې د داعش خراسان د فعالیتونو په اړه خبرداری ورکوي، خو د داعش ګواښ له منځه نه دی تللی او لا هم سېمه ګواښي.»

دې ورځپاڼې دا هم لیکلي، چې د مسکو پر تالار د برید دوه بریدګر د څه مودې لپاره ترکیې ته د خپل اوسېدو د اسنادو غځولو په موخه ننوتي وو او په دغه هېواد کې موجود وو.

تېر مارچ مسکو ته څېرمه د کنسرت په تالار کې د داعش ډلې برید تر سلو زیات کسان ووژل او لسګونه نور یې ټپیان کړل.

کرملین ماڼۍ: پوتین به په راتلونکو دریو ورځو کې شمالي کوریا او ویتنام ته سفر وکړي

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۷ جون ۲۰۲۴، ۱۷:۵۰ GMT+۱

کرملین ماڼۍ اعلان کړی، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به د دې اونۍ د سه شنبې او چهارشنبې په ورځو شمالي کوریا ته سفر وکړي او له کیم جونګ اون سره به وویني. روسیې ویلي، چې ښاغلی پوتین به له هغه وروسته ویتنام ته هم سفر وکړي.

د کرملین ماڼۍ د دوشنبې په ورځ (د غبرګولي۲۸مه) اعلان وکړ، چې ښاغلی پوتین به د کیم جونګ اون په بلنه شمالي کوریا ته سفر وکړي.

تر دې مخکې ښاغلي پوتین په ۲۰۰۰م کال کې دغه هېواد ته سفر کړی و.

کرملین دا هم ویلي دي، چې پوتین به شمالي کوریا ته له سفر وروسته د پنجشنبې په ورځ ویتنام ته ولاړ شي.

د روسیې د ولسمشر دغه سفر تېر کال روسیې ته د شمالي کوریا د مشر له سفر وروسته کېږي.

د تېر کال په سپټمبر میاشت کې کیم جونګ اون په خپل ځانګړي اورګاډي کې ختیځې روسیې ته سفر وکړ او له پوتین سره یې وکتل.

مسکو او پیونګ یانګ تل دوستانه اړیکې لرلې؛ خو پر اوکراین د روسیې له برید وروسته دغه دوه د لوېدیځ بلاک مخالف هېوادونه یو بل ته نږدې شوي دي.

امریکا او جنوبي کوریا وايي، چې شمالي کوریا د اوکراین په جګړه کې مسکو ته د بالستیک توغندیو په ګډون پوځي تجهیزات ورکړي؛ خو شمالي کوریا دا خبره ردوي.

پیونګ یانګ ته د پوتین سفر د دغو دوو اټومي قدرتونو ترمنځ د پوځي همکاریو د زیاتوالي په اړه واشنګټن سخت اندېښمن کړي دي.

تر دې وړاندي تېره اونۍ د روسیې ویډوموستي ورځپاڼې هم ویلي و، چې ټاکل شوې د دغه هېواد ولسمشر ولادیمیر پوتین به په راتلونکو اونیو کې شمالي کوریا او ویتنام ته سفر وکړي.

په شمالي کوریا کې د روسیې سفیر الکساندر ماتسیګورا هم تایید کړې وه، چې پیونګ یانګ ته د پوتین سفر په "فعال ډول پلان شوی" دی.

د ایټالیا په سواحلو کې لږ تر لږه ۱۰ کډوال مړه او د افغانانو په ګډون لسګونه نور ورک دي

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۷ جون ۲۰۲۴، ۱۶:۱۷ GMT+۱

د جرمني یوې مرستندویه ادارې د دوشنبې په ورځ وویل، چې د مدیترانې په سمندر کې د کډوالو د دوو کښتیو د ډوبېدو له امله لږ تر لږه ۱۰ کډوال مړه شوي او شاوخوا ۶۰ تنه نادرکه دي. د راپورونو له مخې په ورکو شویو کسانو کې ډېری افغانان او ایرانیان شامل دي.

ايټالوي رسنيو د دوشنبې په ورځ (غبرګولي ۲۸مه) خبر ورکړی چې د کلابريا په سواحلو کې د يوې کښتۍ د ډوبېدو له امله شاوخوا ۶۰ تنه کډوال ورک شوي دي.

د جرمني یوې مرستندویه ډلې (ResQship) ویلي دي، چې لامپدوزا ته نژدې یې د لسو کډوالو جسدونه موندلي دي.

په هغه پیغام کې چې د دې مرستندویه ډلې له خوا پر اېکس ټولنیزې شبکې خپره شوې، ویل شوي: "په ټوله کې ۶۱ کسان د لرګي کښتۍ کې سپاره وو، ژغورونکي وتوانېدل چې ۵۱ کسان وژغوري، چې دوه یې بې هوښه دي."

دغې ادارې د ژغورنې د عملیاتو د ځای او وخت په اړه جزیات نه دي ورکړي، خو د څارنې ادارې ویلي، چې دا عملیات د دوشنبې په ورځ د تونس په شمال کې د سفکس په بندر کې تشوي دي.

له بلې خوا، د ایټالیا ساحل ساتونکي ویلي: "له تیرې شپې راهیسې، موږ د هغو کسانو په لټه کې یو، چې ممکن د یوې کښتۍ د ډوبېدو وروسته ورک شوي وي."

د دغه هېواد ساحلي ساتونکي وايي، چې تېره شپه د ايټاليا له سواحلو څخه د مرستې غوښتنه شوې، چې د ژغورنې عمليات يې پيل کړي دي.

ویل کیږي چې په دې کښتۍ کې هغه کډوال سپاره وو، چې له ترکیې څخه ایټالیا ته روان وو.

د ایټالیا ساحلي ګارد ویلي دي، چې په پېښه کې د موندل شوو ۱۲ تنو کډوالو نه یو تن مړ شوی دی.

سیمه ییزو رسنیو په دې پېښه کې د نادرکه شویو کسانو شمېر ۶۴ ښودلی او د راپورونو له مخې ورک شوي کسان د افغانستان او ایران وګړي وو.

ملګري ملتونه وايي، چې په تېره یوه لسیزه کې تر ۲۰ زره ډېر کډوال د مرکزي مدېترانې سمندرګي کې مړه شوي او یا لادرکه دي.

د فرانسې پخواني ولسمشر خبرداری ورکړی چې له وخته مخکې ټاکنې به هېواد له ګډوډۍ سره مخ کړي

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۷ جون ۲۰۲۴، ۱۵:۵۴ GMT+۱

د فرانسې پخواني ولسمشر نیکولاس سرکوزي د دغه هېواد د پارلمان منحل کول یو "لوی خطر" بللی او ویلي یې دي، چې د ایمانویل مکرون پرېکړه کولی شي فرانسه له ګډوډۍ سره مخ کړي. سرکوزي وویل، چې دا به ورته عجیبه ښکاري چې دی بیا ځلي رای ورکوي سره له دې چې دمخه یې خپله اراده څرګنده کړې ده.

نیکولاس سرکوزي له ۲۰۰۷ تر ۲۰۱۲ پورې د فرانسې د ولسمشر په توګه دنده ترسره کړې او ویل کېږي چې له ایمانویل مکرون سره یې ښې اړیکې لرلې.

سرکوزي د اروپا د پارلمان د ټاکنو ټولپوښتنو ته په اشارې سره وویل، چې د مکرون منځلاري ګوند دریم ځای خپل کړی او له وخت مخکې ټاکنې به د واک د ترلاسه کولو لپاره د ښي اړخو ګوندونو بریا ته زمینه برابره کړي.

تر دې مخکې د جنورۍ په ۲۰مه د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د دغه هېواد د ښي اړخو ګوندونو پر وړاندې د خپل ګوند له ماتې وروسته پارلمان منحل او له وخت مخکې ټاکنې اعلان کړې.

کارپوهانو د ولسمشر مکرون دغه اقدام په فرانسه کې یوه سیاسي زلزله بللې او ویلي یې دي، چې له دې اقدام سره به د دغه هېواد ښي اړخو ګوندونو ته له کلونو وروسته د بریا فرصت په لاس ورشي.

په ورته وخت کې د انفوپي ورځپاڼې سروې ښيي چې د ښي اړخي ګوند «ملي اجماع» به ۳۵٪، د کیڼ اړخو ګوندونو ائتلاف به ۲۶٪ او د مکرون «رنسانس» ګوند به ۱۹٪ رایې ترلاسه کړي.